مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ غزل برخه

(غزل)

کله چې ژوند عبث دَ مرګ یو وسوسه وګڼم
نو خپل وجود هم په ژوندي ځان ادیره وګڼم

بیرته راغبرګه شي زما چیغه له هر لورې دَ غره
دا خپل احساس چې دَ ژوندون په تول مانده وګڼم

اور اور بدن هم په دې خیال شي یخه واؤره زما
چې کله ځان دَ لمر لالي سړه سایه وګڼم

دَ سترګو وړاندې راته تت شي څرکېدونکی لمر هم
چې نصیبه دَ ژوندانه په ورځ ویده وګڼم

زړګی مې وَغواړي چې اوښکه اوښکه شم په وجود
شوقه! چې ستا خیالي ماڼۍ هم کنډواله وګڼم
ــــــــــــــ

(غزل)

نه رسي سر ته یو منزل یوازې
ګران دی دَ ژوند په لاره تلل یوازې

لایې په ګور کې ، لا دَ کور په غولې
اور دی سوراور دی اوسېدل یوازې

یو وسوسې دي، بل دَ مرګ علامې
دی زنکدن شپه تېرَول یوازې

که اوسېده کړم په جهان کې،نو څه؟
بې تا خپل ځان ګڼمه تل یوازې

په کُوبۍ ځان خو هیڅ امکان نه لري
دَ غم په سېند کې ژوند کول یوازې

له ځانه لاس وینځل دی شوقه! فقط
بڅرکې غوندې غورځېدل یوازې
ــــــــــــــ

(غزل)

نه مې پرېږدي سیلۍ بادونه دَ سپرلي په غېږ کې
پاڼه وجود رغړم زه خوار دَ زندګي په غېږ کې

چا خو له خوبه ولاړ وَلید دَ خپل خوښې محل
او لا دَ چا کیږدۍ کړه څیرې ، بې وسي په غېږ کې

دَ پېغلتوب په هیله هیله زما ماشومه مینه
مړه په ارمان شوه له مُودو دَ محرومي په غېږ کې

کله خو ته هم غړَوه سترګې سهار په سپېدو
ترڅو به بخته! توره شپه تا کړَوي په غېږ کې

دَ هجر شپې ستا دي قسم وي په دې خپلو تیارو
خوب ته مې پرېږده،چې ما یار ته وَر ولي په غېږ کې

وَ سپاره شوقه ! اُمېدونه هم وَ هغه کور ته
چېرې چې مرګ ستا آرزوګانې ویدَوي په غېږ کې
ــــــــــــــ

(غزل)

له تا مې ژوند ، له تا مرګی دی
بې تا مې کور هم کورَکی دی

تمه له چا دَ خپلوۍ څنګه ؟
ما ته لا خپل وجود پرېدی دی

هرې قفس غوندې سینې کې
تندې نیولی یو زړګی دی

دَ یوه کور په غولې هم .... لا
څوک سکنی، څوک مېرنی دی

هسې دي سترګو کې تلمه
ګنې خو زړه مې ستا مرئیی دی

په لاس کوې ، که ماتوَې یې
شوق دَ شیشې نازک بنګړی دی
ــــــــــــــ

(غزل)

نه کړي ثمر دا بې ثمره شینکۍ ونه دَ ژوند
تش په اُمید پاي هر څېز ، هره غوښتنه دَ ژوند

زړګیه! مه غواړه فرار، ته په کوګل کې ښه یې
دَ بخت په تا دغه پیرزؤ شي، پیرزؤینه دَ ژوند

تنده به وژني ما تر څو دَ آرزوګانو په دشت
کله به بخته! راکوې ما ته بلنه دَ ژوند

دَ بخت په دې یو څو ګلرنګه دقیقو څه باور
یادېږي لار هغسې هم درسته ازغنه دَ ژوند

اریان په دې یم چې کوم کوم پُرهار به زه ګنډمه
ښکاري سل ځایه راته څیرې دا لمنه دَ ژوند

مه بلوَه په خپل مزار شوقه! دَ اوښکو ډیوې
څوک به دَ ګورله مړي څه کوي پُوښتنه دَ ژوند؟
ــــــــــــــ

(غزل)

خدای دي را وَباسه په فال دَ مینې
چې په تندي دي کښېږدم خال دَ مینې

دلته خو سترګې مېلمستیاوي کوي
هلته په زړه کې دی ډُو کال دَ مینې

ازغو په څُوکو دَ مزل له جوره
سترګې هم ژاړي لا په خیال دَ مینې

دَ نفرتونو په دې سرو اورونو
خوُنې تورېږي کال په کال دَ مینې

ستا دَ خیالونو په ویدې نړۍ کې
شپه او ورځ ځانګي شوق په ټال دَ مینې
ــــــــــــــ

(غزل)

لرمه دَ ځیګر په نغرَي کې سره سکروټه
توده او تړکېدلې دَ زړګي وړه سکروټه

یو ځل مې لا نصیب کړه په ساړه ژوند کې خالقه!
هغه رنګه سور اور ، هغسې تاؤ ، هغه سکروټه

تر اوسه مې لوګېږي لا دَ زړه په پستو غوښو
هغه دَ پخوانۍ مینې یوه یوه سکروټه

یو ورځ به په وجود خپله یره شې له غروره
لالیه! څه پروا ده ، که نن یې توده سکروټه

لمدې سترګې به ستا څوک په دُسمال پاکوي شوقه
هر څاڅکی دي دَ اوښکو دی په شان لکه سکروټه
ــــــــــــــ

(غزل)

تږي اروا یمه دَ ژوند ، ما کې اوسېږي تنده
څومره چې زړه اوبه م کوم ، دومره زیاتېږي تنده

خارمړې ژونده! ته په تریخ ځان دونې خوږ ولې یې
خدای دي میرات کړه،چې په تا هم نه ماتېږي تنده

څنګه به زما تلوسې رَسي دَ مُراد چینې ته
نه شته په ما کې توان دَ تګ ، په ما غمېږي تنده

مه ځغلوه دَ ژوند په دشت دَ اُمېدونو اسپې
ستړی به ځان کړې په سفر ، سفر یادېږي تنده

تږي آرزو یم دَ خلوص ، لکه سپېڅلې مینه
دَ چا په مینه مې دَ مینې نه ماتېږي تنده
ــــــــــــــ

(غزل)

کله دي نه وي دَ جسمونو تړون
که دائمي وي زموږ دَ زړونو تړون

تر څو به زړونو له اوږې راکوي
په سپین کاغذ دَ شنو لفظونو تړون

مرګی به څنګه ما او تا بېلوَي
لرُو تر منځ چې دَ رُوحونو تړون

دَ سر لوړۍ او دَ انا په غال کې
وَ خوړ نفرت زموږ دَ کلونو تړون

سپور که دَ باد په اوږو شې هم شوقه!
نه رښتیا کېږي دَ خیالونو تړون
ــــــــــــــ

(غزل)

زه دَ لېونتوب وَ انتها ته رسېده غواړم
ځکه خو دَ مینې وَ صحرا ته رسېده غواړم

مازې په دروغو دَ دروغې تسلۍ په نیت
څومره لېونی یم چې رښتیا ته رسېده غواړم

ځان پوهی کړه غمازه!په معنا دَ مجازي مینې
مه مې تړه لاره ... ګوره چا ته رسېده غواړم ؟

مینه که ګناه ده ، نو بیا ګورئ غمازانو څه؟
زه هم ګناهګار یم وَ سزا ته رسېده غواړم

نه خو لېونی یم ، نه مجنون، فقط شاعریمه
تل په تخیل کې وَ ښکلا ته رسېده غواړم
ــــــــــــــ

(غزل)

ستړي زندګي ده ، که ستړجنه لار
دا ... کږه وږَه اوږده ازغنه لار

نه لري منزل دَ ژوندانه مزل
تش په وړاندې تله دي په غمجنه لار

نن سبا خو مینه دَ جذبې په څیر
ښکاري دَ اغراضو فرېب جنه لار

ژوند لکه لوُخړه زما وَ سترګو ته
ټول څیزونه هیڅ کړي په ګړذجنه لار

مخ په وړاندې تېرې شوې دَ وخت کډې
پاته زه تنها شوم په خوړجنه لار

کله به رسېږي وَ منزل ته شوق
ده ...، تر لرې لرې ارمان جنه لار
ــــــــــــــ

(غزل)

دَ خوُشي خیال په رنګه زه هم لېونتوب دَ لاسه
اوسم له ځانه بې خبر دَ مئینتوب دَ لاسه

دَ نن په دې ناولې وخت او په لړلې ژوند کې
خلګ سړی نه مني څوک دَ سړیتوب دَ لاسه

ګیله به څه کوم له تا ، لا دَ ګیلو نه یې اوس
وړم به دي هر زور او زیاتی دَ ماشوم توب دَ لاسه

ستړی ستومانه شوم په ژوند، خو دَ رڼاؤ په ځای
شومه ملګری دَ تیارو ، دَ یاغي توب دَلاسه

دومره مجبور یم چې غندلی نه شم ظلم دَ یار
دَ خپلې مینې دَ جذبو دَ مرئیتوب دَ لاسه

بیهه دَ مینې شوه ارزانه په بازار کې شوقه!
نن دَ پیسو دَ ډېر لالچ او دَ زیاتوب دَ لاسه
ــــــــــــــ

(غزل)

مینه دي یاره! څه جنجال شوه راته
چې دُنیاګۍ هم خوب او خیال شوه راته

څله به نه زَړېږم ستا په هجران
هره لمحه چې په کې کال شوه راته

ستا په جنون کې ړُومبۍ ورځ خو لا څه
شپه هم اریانه زما په حال شوه راته

وَ رسېدمه وَ معراج ته دَ عشق
که رسوائي په تندي خال شوه راته

دَ شوق په سترګو کې لاهو انجلۍ!
هره نخره دي هم مثال شوه راته
ــــــــــــــ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery