مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جهاني خو دا ځل له "شپېلۍ" سره


"كه د غليم په وينو سره توره مي رانه وړله
موري د ورور په وينو سره لاسونه نه لرمه
كه د ناموس د غليم خويندي مي سرتوري نه كړې
پر غليمانو مي د خويندو ستر نه پلورمه
كه خپل مورچل مي په سرو وينو لمبولى نه دى
ستا د پلو د دښمنانو سنګر نه ساتمه"

ښاغلى شاعر عبدالباري جهاني د پښتو د نوي شاعرانه دوران، په هغو نومياليو شاعرانو كې راځي چې پر خپلو شعرونو يې دغه شاعرانه بهير ښكلى كړى، رنګين كړى او ځلولى دى. له دغې شعري ټولګي څخه وړاندي چې دا دى د "شپېلۍ" په نوم ستاسو په لاس كې ده د شاعر درې نورې ټولګې هم خپرې شوې دي : "وركه مېنه"، پايكوب" او "د سباوون په تمه" او هغه ټكي چې ښاغلى جهاني يې زما په نظر، زموږ په معاصره شاعرۍ كې زيات ځلولى او د ده د شعر هنګامې يې هري خوا ته خپرې كړې دي، په دې ډول شمېرلى شو :
1 _ د جهاني په شاعرۍ كې، د افغانستان د مقاومت د شاعرۍ ډېرې سترې او لومړنۍ بېلګې خوندي دي. جهاني هغه شاعر دى چې پر افغانستان د كمونېزم او سور يرغل په وړاندې د مقاومت د پيلامې هنګامې يې تودې كړې، دغه بېلګه يې له غميزې مخكې زمزمه كړه خو لكه وروستيو حالاتو ته چي يې ويلې وي، داسې يې د مقاومت سندرېزه ډالۍ ترې جوړه كړه او د "ناشناس" خواږه غږ نور ښايست هم وركړ :

دا د مستو پسرلى دى، دا د اور سبزه كوبي ده
هره پاڼه خماري ده، هر ګلاب مو شرابي سو
را ايستلې توره راغى، د ساقي د وينو تږى
زموږ مستي چي يې ليدله شيخ پخپله خماري سو
د ګناه په خُم كي رنګ سول د زاهد د پګړۍ ولونه
پر هډوكو يې لړزه ده، ټينګ ايمان يې شيطاني سو
صف ته راغى د رندانو، د اغيارو له ټوليه
موږ يې زهرو ته بللو، خپل سوما يې زقومي سو
په موج خېزه هيبت راغلې د فلك سېلابي كرږي
زموږ بېړۍ يې ډوبوله خپل توپان يې توپاني سو
د خزان له هر سركوبه، سل پايكوبه پورته كيږي
هره ترخه نسترن دى، هر يو زوز مو ګلابي سو
اوروي صدفي څاڅكي، ښخوي د مستۍ تخم
هر نرګس ته يې جام وركړ، هر يو بوټى يې ياغي سو
رېږدوي د زړو تارونه د ګناه شېرينه تنده
ړنګوي د تقوا غرونه هر كلنګ يې فرهادي سو

د روسي يرغلګرو او د هغو د بړېڅو په وړاندي د جهاني د شعرونو هنګامې، د افغانانو د سپېڅلي جهاد او مقاومت د ادبي سنګر په ډېرو ارزښتمنو تاريخي بېلګو كي د حسابولو وړ دي، لكه :

وايه شين آسمانه تا كوم بل چېرته ليدلي دي
داسي ارادې چي توپانونه خپلولاى سي
داسي ولسونه چي سېلونه اېلولاى سي
داسي كلك سوكونه چي ټانكونه اوبولاى سي
دغسي سينې چي فلكي سېلاب راګرځوي
دغسي طغيان چي ياغي سوي سېلابونه خوري
دغسي ناره چي اسرافيل ورڅخه ورېږدي
دغسي قيامت چي دوږخونه خوري اورونه خوري
)تر پايه(

او يا لكه چي په "زما كندهاره" نومي مشهور شعر كي وايي :

زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
څونه ياغي يې صدقه دي سمه
د نافرمانو جنګيالو وطنه
بيا دي ترنك توپاني سوى وينم
بيا دي ارغند په مستېدو راغلى
بيا ارغسان دى بيا موجونه وهي
بيا دي هلمند په خروښېدو راغلى
بيا د زړې توري د خرپ يادونه
بيا دي په سترګو كي اورونه وينم
بيا له ايوب سره لښكري راغلې
بيا د رېديو داستانونه وينم
لكه چي بيا دي څه يرغل نيت دى
لكه چي بيا دي غورېدو ته زړه سو
لكه چي بيا دي څه په زړه كي ګرځي
لكه چي بيا دي خوځېدو ته زړه سو
زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
څونه ياغي سوې صدقه دي سمه
د نافرمانو جنګيالو وطنه
ستا د پايلوچو تر پګړيو وارى
ستا د تېرو تېغونو جنګ وګرځم
ستا له غرور څخه كاږه تګونه
ستا قهر وګرځم، ستا ننګ وګرځم
بيا د ملالي ميوندۍ خرخښه
بيا تورپېكۍ د فرنګ خونه سوځي
بيا د بابا د پاني پت هنګامه
بيا شاه محمود اصفهانونه سوځي
بيا د ګرګين پر كور مرګى مېلمه دى
بيا د ميرويس په نامه وغورېدې
بيا د اشرف د انتقام لمبه ده
بيا دي د قهر ويني وخوځېدې
بيا دي لمن له شهيدانو ډكه
بيا د كوچني غازي زانګو زنكوې
بيا دي په وريځو كي سېلونه ګرځي
بيا يې په غېږ كي زلزلې ويښوې
زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
څونه ياغي يې صدقه دي سمه
د نافرمانو جنګيالو وطنه

د ښاغلي باري جهاني د دغه ډول شعرونو بېلګي بېخي زياتي دي چي د افغانستان د معاصرو ادبياتو په څېړنه كي به د مقاومت د لومړنيو، لوړو او سترو بېلګو په توګه، د مقاومت په ادبي تاريخ كي مطالعه او څېړل كيږي.
2- د ښاغلي عبدالباري جهاني د شاعرۍ د ګرانښت يو بل راز په دې كي پروت دى چي دغه شاعري له پيل څخه له يو ډول مستۍ، ياغي توب او "مستانه نافرمانۍ" سره ملګرې ده، د همدغه ټكي په پام كي ساتلو سره، جهاني د افغانستان په معاصره شاعرۍ كي ځانګړى دريځ لري. زما په نظر دى د افغانستان د معاصر پښتو شعر د دوو نسلونو تر منځ د ارتباط د كړۍ په توګه بايد په پام كي ولرو، د معاصر پښتو شعر د منځنۍ دورې د پاى او د نوي شاعرانه دوران تر منځ د پيوستون د كړۍ په توګه. د داوْد خان د جمهوريت په دوره كي )چي د شعري سخت سانسور دوره هم وه( د ده د شعر هنګامې پيل شوې او شاعري يې له پيل څخه له نوښت او مستانه ولولو سره ملګرې وه. د جهاني په شاعرۍ كي دغه "مستانه نافرماني" د دوو كليشو او چوكاټونو په وړاندي راڅرګنده شوه :
الف :- د وخت د سركاري او حكومتي چوكاټونو او "سركاري شاعرۍ" په وړاندي.
ب :- د ټولني د هغه وخت د يو شمېر عنعنوي چوكاټونو په وړاندي.
جهاني په خپلو لومړنيو شعرونو كي هم د دغو دواړو چوكاټونو په وړاندي ودرېد او همدغه خبره ده چي فاضل استاد پوهاند رشاد يې "ياغي او مبتكر" شاعر بولي.
د شاعر د مستانه شاعرۍ بېلګي بېخي زياتي دي، خو راځئ يو څو نمونې يې ولولئ :

موږ لېونو ته د حساب خبري مه يادوه
ستا تر دوږخ پوري پېړۍ دي، دلته شپې پاته دي
ته د ګناه بڅري مينځې د پرهېز په اوښكو
زاهده پټي دي په وينو كي لمبې پاته دي
د جهاني شونډو ته نه راځي توبه زاهده
چي د قسمت په ميخانه كي پېمانې پاته دي

او يا دا چي :

دلته سرونه بېله كاڼو بل څه نه پېژني
دغه واعظ او دا كتاب په مدرسو كي ښه دي
ما لا تازه له خپل جانان سره وعدې نوي كړې
زاهده ستا حوري غلمان په جنتو كي ښه دي
منزل ته لاري د خلوت په تاريكو كي نه وي
څوك چي د حق نارې وهي په غرغړو كي ښه دي

3- لكه څنګه چي مخكي اشاره ورته وسوه، په افغانستان كي د ثور د غميزي او بيا د روس د يرغل په وړاندي، د جهاني شعر هم، د افغانستان د مقاومت په ادبي تاريخ كي د يادوني وړ ځاى لري. په افغانستان كي د روسانو له ماتي او بيا تش په نوم د "جهادي او اسلامي" حكومت له جوړېدو او د شر او فساد له رامنځته كېدو او د ټوپكوالۍ له واكمنېدو وروسته، د افغانستان په خپل منځي جګړو كي چي څومره بدمرغۍ رامنځته شولې، دغو پېښو، د جهاني پر شاعرۍ هم خپل اغېز وكړ، له جګړې كركه، له شعارونو كركه، يو ډول ژوره ناهيلي، وير او ماتم د دغو شعرونو بېلابېلي ځانګړني جوړوي. هغه دا ځل هم شينكى آسمان مخاطب كوي دا ځل هم كندهار ته سرودونه او ترانې ليكي، خو د رزم د هغه مقاوم اړخ پر ځاى د وير او هغه د ښاغلي محمدمعصوم هوتك په وينا "قنوطيت" په كي راڅرګندوي :

ما خو دا نه ويل شينكى آسمانه
چي به د اور د پاسه اور راځي
زما د غيرت شمله به كښته ګوري
زما هديرې ته به پېغور راځي
آسمانه ما خو داسي نه غوښتله
چي د ښارونو جنازې وژاړم
چي مي په كليو كي بلا لنګه سي
چي د ځوانيو هديرې وژاړم

آسمانه ما خو داسي نه ويله
چي د كابل ګرېوان ته اور توى كه
زما په جونګړه كي بلا وكره
زما په لستوڼي كي ښامار لوى كه

ما چي ميوند ميوند نارې وهلې
ما يې په غېږه كي ګلونه غوښتل
ما چي هلمند ته ترانې ليكلې
ما يې پر غاړه اتڼونه غوښتل

ما چي ټانكونه په سوكونو وهل
هغه مي خړ وطن سمسور غوښتى
ما چي سكروټي په غاښو چيچلې
ما مي سړو وينو ته اور غوښتى
)شعر تر پايه(

هغه وخت كه شاعر، د مورچل ځوان، د وطن د دفاع لپاره له پرديو او د پرديو له نانځكو سره جګړې ته هڅاوه، اوس د انتقام او جګړې پر ځاى، ځولۍ ورته غوړوي چي له مورچله راكوز شي :

ځوانه دا څوك يې چي ګولۍ اوروې
د خپل نيكه او خپل ابا پر كلي
دې هديره كي دي خپلوان پراته دي
څوك يې پرون څوك يې پخوا ويشتلي

د خداى دپاره ځوانه مه اوروه
د خپل ابا پر مېنه سره اورونه

4- د جهاني د شعر په شهرت او محبوبيت كي د ټنګ ټكور او موسيقي ونډه هم د يادولو وړ ده. جهاني لكه چي خپله له موسيقي سره ځانګړې مينه لري، ځيني شعرونه يې د موسيقي يو خاص كيفيت لري. په تېره بيا د هيواد د نوميالي هنرمند سندرغاړي ډاكټر صادق فطرت )ناشناس( خواږه غږ د دغو شعرونو ښكلا نور هم زياته كړې ده. ما د "جهاني او ناشناس" په اړه يو جلا مقاله هم كښلې او د خپلو خبرو په يو ځاى كي مي كښلي دي :
"يوه ورځ چا خبره راته وكړه : د جهاني شعرونه ځكه دومره شهرت ته رسېدلي دي چي د ناشناس له سندريز غږ او د ټنګ ټكور له څپو سره يو ځاى شوي دي. بله ورځ يو بل چا راته وويل : د ناشناس د سندرو د ښايست او ارزښت يو اساسي علت دا دى چي هغه د خپلو سندرو لپاره د شعرونو په انتخاب كي ډېر ژور او "سختګير" دى. هغه د سندرو لپاره د نومياليو شاعرانو د شعرونو غوراوى كوي لكه : خوشال بابا، حميد مومند، رحمان بابا، استاد حمزه، جهاني او ...
زما په نظر دغه داوړه خبري بې ځايه نه دي. د جهاني د شاعرۍ په شهرت كي به د ناشناس د سندريز هنر له اغېز څخه سترګي پټي نه كړو. دغه راز د ناشناس د سندريز هنر په ښايست او ځلونه كي هم د جهاني په څېر د شاعرانو د شعري پياوړتيا له اغېز څخه سترګي نه شي پټېداى لكه دواړه چي يو د بل بشپړوونكي وي ..."
5- د ښاغلي جهاني پر شعر د محتوا او هنر له هغي پياوړتيا سره سره چي مخكي خبري پرې وشوې، تر يو وخته د فورم، وزن او چوكاټ له پلوه يوه داسي "كليشه" غالبه وه چي د هغه شعري ښكلا ته يې د هنري تنوع پر ځاى، يو رنګي وربخښله او "مونوټون" كاوه يې. دا په خپل وخت كي د پښتو په نوې شاعري كي يو نوى ګام و چي د يو ډول څلوريز ډوله نظم په چوكاټ كي وړاندي كېده او د ازادي شاعرۍ پر لور لومړني ګامونه وو چي په تېره بيا د حماسي شعر لپاره د وخت غوره انتخاب و، خو بيا بيا تكرار يې نوښت كماوه او پر تكراري چوكاټونو يې بدلاوه، داسي ښكاري چي شاعر وروسته بيا د دغه تكرار پر ځاى د چوكاټونو رنګارنګۍ ته هم خپله پاملرنه اړولې ده. په را وروسته شاعرۍ كي يې د نوي غزل او آزاد شعر پر لور هم په زړه پوري ګامونه اخيستي دي.
د جهاني غزليزه شاعري، په پرله پسې توګه د ښكلا او پياوړتيا پر لور روانه ده او له يوې ټولګي څخه بلي ته د لا زيات ښايست لرونكې ده :

دا ميكده په نڅېدلو ارزي
ساقي دا جام دي په څښلو ارزي
چي لېونتوب ته عقل وتخنوي
دا زولني په شرنګېدلو ارزي
چي يې كيسې د ميني تخم كري
هغه وزر په سوځېدلو ارزي
او :
خمار مي نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي راته اشنا دى خو جامونه بېګانه دي
سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى
پردى قاصد راغلى پېغامونه بېګانه دي
دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه
نغمې ګوتو كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي
چي زما د لېونو چغو جواب ورسره نسته
يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي
سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه زاهده !
په دې سركښه ښار كي محرابونه بېګانه دي

تر دې ځايه پوري نژدې ټولي خبري د ګران شاعر عبدالباري جهاني د هغو پخوانيو شعري ټولګو د بېلګو پر بنسټ وشوې، چي مخكي خپرې شوي دي : "وركه مېنه"، "پايكوب" او "د سباوون په تمه"، اوس خو دا دى شاعر "شپېلۍ" راته غږوي او دا ځل د شپېلۍ د سندريز غږ له ښايست سره د خپل شعر ښايست يو ځاى كوي.
په دې توګه نو دغه "شپېلۍ" د شاعر څلورمه خپرېدونكې شعري ټولګه ده. سره له دې چي د "شپېلۍ" ټول شعرونه د سريزي د كښلو لپاره زما مخي ته نه دي پراته، خو زه باور لرم چي ټول او يا زياتره به يې ما په جرمني، هالنډ، ډنمارك او سويډن كي د ښاغلي جهاني په وياړ د افغاني بېلابيلو كلتوري ټولنو په غونډو كي د ګران شاعر په خپل غږ كي اورېدلي وي. له نېكه مرغه په دغو غونډو كي زه هم حاضر وم او د يو څو خو يې ويډيويي پټې )كيسټي( هم لرم.
د "شپېلۍ" د شعرونو په اړه او يا خو غوره ده ووايم چي د جهاني د را وروسته شاعرۍ په هكله، څو ټكو ته په لومړي ګام كي پاملرنه پكار ده :
1- لومړنۍ خبره دا ده چي په دغه مجموعه كي زموږ د ښاغلي شاعر، د شعري يون د پرمختګ ډېره غوره ننداره كولاى شو. شاعر په دغو بېلګو كي د ښايست نوي نښي نښانې او نمونې زموږ مخي ته ږدي او د پښتو شعر بهير ته يې ډالۍ كوي. د شاعرانه ژورتياوو او لوړ تخيل نمونې د هغه په نوې شاعرۍ كي لا زياتي شوي دي :

كلونه تېر سوله كيسې د ښاره نه راوزي
زېرى به نه غواړو ګيلې له ښاره نه راوزي
نه د زړې ميني داستان دى نه د نوي كړيكه
رويبار ګونګى دى خاطرې له ښاره نه راوزي
د پتنګانو وزرونو سوځېدل هېر كړي
زموږ ماښامونو ته ډېوې له ښاره نه راوزي
دا د عمرونو جنازه دلته چا وټومبله
ږغ د رباب او د نغمې له ښاره نه راوزي
كلابندي ده نور وتلاى نه راوتلاى سي څوك
مېړونه چيري دي شملې له ښاره نه راوزي
او يا لكه چي په يو بل غزل كي وايي :
دا څه جنون دى تر منزله رغړېدل چي نه وي
دا څه منزل دى په لمبو كي سوځېدل چي نه وي
زاهده خوله دي د دوږخ په كيسو ستړې كړله
دا څه خليل دى تر انګاره پوري تلل چي نه وي
پښېمانه نه يم شيخه مه رايادوه قولونه
دا څه توبه ده په زر ځله ماتېدل چي نه وي
)ترپايه(

2- د شاعر په نوې شاعرۍ كي د جولې او منځپانګي )فورم او مضمون( دواړو تنوع تر پخوا زياته راڅرګندېږي. دلته هم منظوم ډوله شعرونه شته، هم د قصيدو بېلګي په كي وينو، د ښكليو او لوړو غزلو ننداره هم كولاى شو او بې له شكه چي دغه غزلي د شاعر د پخوانيو دريو ټولګو له بېلګو زياتي، لوړي او ښكلي دي. د آزاد شعر بېلګي هم په كي وينو چي له هنري پلوه د لا زياتي پاملرني وړ دي.
3- څرنګه چي په دغو شعرونو كي د هيواد د حالاتو ژوره انځورګري شوې ده او له بده مرغه د وطن حالات داسي دي چي د ښادۍ پر ځاى يې د وير شېبې زياتي او درنې دي، شاعر هم زياتره د همداسي شېبو شاهد او انځورګر دى. ما چي مخكي د كومي "ناهيلۍ" يادونه كړې وه، په وروستيو بېلګو كي نه يوازي دا چي دوام كوي، دغه د نا اميدۍ درد لا ژور او غمګين دى. په دې لړ كي كېداى شي د :

اوس به څه ليكې شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليكې شاعره؟

په نوم نظم او ځينو نورو شعرونو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
4- د شاعر په وروستيو شعري بېلګو كي د هغه منظوم داستاني او حكايتي شعرونه د لا زياتي پاملرني وړ دي. زه د ښاغلي جهاني د شعر په بېلابېلو غونډو كي د دې شاهد يم چي دغه لنډ منظوم داستانونه دومره اغېزناك دي چي د ګران شاعر له نورو ډېرو خوږو شعرونو څخه هم، له زياتي بدرګې سره مخامخ شوي دي او بيا بيا يې د اورولو ټينګار شوى دى.
په دغو كيسو كي يې نظمونو كي د نمونې په توګه د "موږك شېر"، "د پيشو توبه"، "شيخ نصرالدين"، "چرګ او باز"، "مهار كړي اوښان" او يو شمېر نورو يادونه كولى شو چي د كيسې په څنګ يې لنډ شاعرانه پيغام هم د غور وړ دى، چي په ډېر منطقي انجام كي راځي، لكه :

چي د بل په مټو غټ سي يا زمري سي
په هغه ګړي له قام ځني پردي سي
چي يې عقل خداى موږك غوندي كوچنى كړي
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځى كړي
يا :
له ازله مو نصيب راغلى خوار دى
چي لوېدلى مو د بل په لاس مهار دى

جهاني د پښتو د اوسني شعر له نومياليو مخكښو شاعرانو څخه دى، جهاني د افغانستان د اولس د ژوند په ډېر غمګين پړاو كي، ډېر پرتمين شعرونه زمزمه كړي او لا يې زمزمه كوي، په دغو زمزمو كي به هماغه جهاني وګورئ خو دا ځل له "شپېلۍ" سره، او د سندريز غږ له ښايست سره. ورته غوږ شئ، وايې ورئ، ويې لولئ او خوند ترې واخلئ :

جهاني مه بوله ساحل ته لامبوزن لاسونه
د دې ياغي مالت وګړي په بلا پسي ځي

په مينه
زرين انځور
3/9/2001 ع
12/6/1380 لمريز
جرمني � د كولن ښار
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery