مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ته ښايسته يې


ته لكه ستورى د آسمان پر لمن

ته لكه سترګه د سبا ښايسته يې
په آسمانونو كي تنها ښايسته يې
ته له ازله له پخوا ښايسته يې
ته د مستۍ ته د خمار په شپه كي
لكه ساقي لكه مينا ښايسته يې
لكه پانوس لكه رڼا ښايسته يې
لكه جلوه لكه برېښنا ښايسته يې
لكه شبنم لكه ځلا ښايسته يې
لكه ګلاب لكه بورا ښايسته يې
لكه لاله په سره لمن كي د بېديا ښايسته يې
لكه غزل ټوله ښكلا ټوله له رنګه ډكه
لكه خيالونه د شاعر د هري خوا ښايسته يې

ته لكه زېرى پر غوږو لكه نغمه پرېوزې
له سر تر نوكه په رګو لكه لمبه كښېوزې

ته لكه شمع لګېدل دي زده دي
په توره شپه كي بلېدل دي زده دي
هم سوځېدل هم سوځول دي زده دي
هم ويلول هم ويلېدل دي زده دي
لكه خيالونه الوتل دي زده دي
پردي خوبونه تښتول دي زده دي
زخمي كول كرارول دي زده دي

ته لكه زركه له اوازه دي درې ښكلي دي
لكه شپېلۍ له مازيګره دي رمې ښكلي دي
لكه لمبه له ماښامونو دي خېمې ښكلي دي
ته لكه وړانګه له سهاره دي څپې ښكلي دي

ته لكه ګل د نسترن له تا بهار ښايسته دى
لكه نسيم لكه وږمه له تا سهار ښايسته دى
لكه سپوږمۍ له تا آسمان له تا سينګار ښايسته دى

ستا له تصويره مي خوبونه ښكلي
په تصور مي دي خيالونه ښكلي
ستا له خيالونو مي نظمونه ښكلي
ستا په هستۍ مي غزلونه ښكلي

تر څو ژوندى يم ستا په نوم به غزلونه ليكم
تر څو چي يونم څو چي وينم څو چي سترګي لرم
ستا پر تصوير باندي به اوښكي كرم
ستا په خوبونو به مي شپې بيدوم

ويرجينيا
2002- 3- 13
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery