مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سوګند


چي لا تر څو مي په رباب كي وي تارونه پاته
چي مي له ګوتو كي شهباز خوځېږي
چي يې لا توان د شرنګولو لرم
چي لا نغمه د ږغولو لرم
او لا يو څوك د اورېدلو لرم
او لا مي پاته په نغمه كي وي وروستي سورونه
زه به رباب وهمه
ما د جنون په سر قسم كړى دى
چي د تيارو او د سكوت شيطانان
زما پرتندي سجدې ليدلاى نه سي
ياغي نارې مي اېلولاى نه سي
شمع په لاس به په كوڅو كي د رندانو ګرځم
زه به پر كور د ميخوارانو ګرځم
تشي پيالې كړنګوم
ځانته زاهد قهروم
اور د دوږخ پاروم
كور د ريا سوځوم
كه نشې نه وي كه مستي كه شرابونه نه وي
كه ساقي نه وي سپين لاسونه ډك جامونه نه وي
كه محفل نه وي كه نڅا كه پايكوبونه نه وي
يوه خماره چيغه
څه لېونۍ او څه هوښياره چيغه
پورته كومه دا سكوت ماتوم
ژوندي قبرونه په نارو ويښوم
ځانته زاهد قهروم
ما د جنون په سر قسم كړى دى
چي د تيارو او د سكوت شيطانان
زما پر تندي سجدې ليدلاى نه سي
ياغي نارې مي اېلولاى نه سي
كه د تور مخو زاهدانو پيره دارو سترګو
د محتسب او د قاضي دواړو مكارو سترګو
له خلوتونو راوتلو رياكارو سترګو
په رنجو تورو دوو غدارو سترګو
له ګودرونو د پېغلانو نارې وشړلې
له پايزېبونو يې د شرنګ سلسلې وشلولې
له ماښامونو يې كيسې او لمبې وايستلې
زه به ګودر ګودر نارې وهمه
زه به پر سپينو مرغلينو اوږو
زه به پر سپينو پر ورېښمينو لېچو
د منګوټيو سلسلې يادوم
زه به كيږدۍ ته ورځم
زه به لمبې بلوم
زه به كيسې ويښوم
ځانته زاهده قهروم
ما د جنون په سر قسم كړى دى
چي د تيارو او د سكوت شيطانان
زما پر تندي سجدې ليدلاى نه سي
ياغي نارې مي اېلولاى نه سي
لا خو ژوندى يم لا له ستوني مي اواز راوزي
لا خو بينا يم سپين له توره بېلولاى سمه
لا يوه چيغه مستانه پورته كولاى سمه
لا خو په وينو كي بڅري ګډولاى سمه
لا خو غزلي مستولاى سمه
لا مي سينه كي ناويلي ترانې پاته دي
لا ترانو كي څو زخمي زخمې نارې پاته دي
لا له شهبازه سره غبرګي زمزمې پاته دي
لا په رګونو كي څو څاڅكي ويني سرې پاته دي
لا مي په وينو كي څو ګرمي هنګامې پاته دي
لا به زه اوس د انځورګرو په كوڅو ګرځمه
په قلاګانو په حجرو ګرځمه
د وركي مېني به پوښتني كوم
كوډي كتني كوم
څو سوځېدلي تصويرونه ايږدم
څو پاڼي پاڼي كتابونه اوډم
پكښي څېره د خپل جانان لټوم
له ماتو ماتو قلمونو سره
پر سپين كاغذ باندي خطونه ليكم
يوه څېره رسموم
بيا له تصويره سره لوبي كوم
ترېنه انځور جوړوم
د زړه په وينو يې خالونه ايږدم
ځانته زاهد قهروم
ما د جنون په سر قسم كړى دى
چي د تيارو او د سكوت شيطانان
زما پر تندي سجدې ليدلاى نه سي
ياغي نارې مي اېلولاى نه سي

ويرجينيا
2000- 12- 19
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery