مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مهار كړي اوښان

سره غرمه سوځنده لمر و سور بيابان
كمكۍ اوښه وه په پاى كي د كاروان
دروند يې بار ورباندي ايښى د سامان و
غوټه كړى يې په مور پسي پېزوان و
چي هر څو يې پى كوله رباتونه
نه مزلونه خلاصېدله نه دښتونه
په ژړا ژړا يې ږغ كړل خپلي مور ته
خدايه څه مهال به ورسېږو كور ته
راته نه ښكاري دا لار د ختمېدلو
توان مي نسته په وجود كي د ځغستلو
لږ په ورو اخله قدم ګړندۍ موري
تر سږمو مي وزي نته پوري ووري
دومره ولي په تلوار اخلې ګامونه
يو په يو مي ټول خوږېږي اندامونه
مور يې شنه د ژړا ولاړه ويل لوري
زما په پزه كي نتكۍ ده بختوري
په بل اوښ پوري مهار مي دى تړلى
د هغه مهار بل اوښ ته غځېدلى
لا په مخ كي لس يوولس نور اوښان دي
ګړندي په دې دښتونو كي روان دي
زموږ په مخ كي يو لوى اوښ دى زورور دى
نازولى د بادار دى زموږ افسر دى
د هغه مهار په لاس كي د انسان دى
د بادار له ساروانانو يو ساروان دى
ځي په امر د بادار او د لويانو
هغه نه ګوري خاطر د حيوانانو
زه پخپله يمه ستړې له مزلونو
زګېروى اورمه د خپلو اندامونو
په كلونو دې دښتو كي يم روانه
ستا په شان مي واك پردى دى له خپل ځانه
بند پر بند مي ټول وجود راته ژړېږي
هر هډوكى مي جلا جلا خوږېږي
له ناكامه وړم بارونه پر دې لاري
انسانان مي هره ورځ ګامونه څاري
هره ورځ كه سو را پام د ساروانانو
سمدستي مي خرڅوي پر قصابانو
وېشل كېږي به مي غوښي پر كورونو
د پښتيو، د لاسونو، د ورنونو
هغه لوى بختور اوښ چي نن غړومبېږي
يوه ورځ د ده نوبت هم رارسېږي
دى به هم سي د قصاب تر چړې لاندي
يو بل اوښ به سي افسر تر نورو وړاندي
له ازله مو نصيب راغلى خوار دى
چي لوېدلى مو د بل په لاس مهار دى

ويرجينيا
2000- 19- 8
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery