مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

چرګ او باز

يوه ملك كي هستوګن چېرته لوى خان و
خان لا څه چي په تربرونو كي سلطان و
په سلګونو يې جوړ كړي وه باغونه
بهېدل يې په شنو مځكو كي سيندونه
ډېر شوقي و د ښكارونو د بازانو
په بازانو كي پاچا و د سيالانو
ډلي ډلي يې درلودې د مرغانو
د كوترو د سيسيو د چرګانو
يوه ورځ د چرګ او باز سره جرګه سوه
د جرګې خبر كرار كرار ترخه سوه
كلنګي چرګ ته باز وويل مغروره
كبرجنه بې وفا يې لكه توره
له سهاره تر ماښامه په نس موړ يې
پر بامونو باندي ګرځې په زړه سوړ يې
كرۍ ورځ درته رسېږي نعمتونه
د جوارو درته ډك دي ګودامونه
نه مي وږى يوه ورځ يې ته ليدلى
نه په كار پسي بادار يې استولى
نه له تا كوي څوك تمه د كارونو
نه وزر لرې د لويو پروازونو
ورځ دي تېره په خوښۍ سي په سيلونو
د مستيه باسي زور تر آذانونو
خو چي كله نوكر ځغلي چرګان نيسي
دوى دوې خپلي كړي دوې پور كړي دوې رانيسي
كه كمكي دي كه لويان دي په نارو سي
څوك په منډو سي څوك پورته پر بامو سي
ته هم ګډ سې په ټولۍ كي د چرګانو
خلاصوې يې په ځغستا له انسانانو
زه چي باز يم خداى راكړي شهپرونه
تر ياغي وزر مي لاندي دي لوى غرونه
د آسمان پر لور كومه پروازونه
كښته وينم سمندر خوني موجونه
له هيبته مي پر مځكه مرغان ورك سي
په سينه كي د آسمان تيت او پرك سي
له مشوكي له منګولي مي لړزېږي
د سرو سترګو له هيبته مي بېرېږي
زه راوړم له هسكو غرو څخه ښكارونه
زما له وهمه په هوا كي چوي زړونه
خو چي كله مي بادار و بولي ځانته
له آسمانه يې رالوېږمه ګرېوان ته
يا يې كښېنم پر اوږو يا پر لاسونو
منتظر د اشارو يم د امرونو
كلنګي چرګ ويل غوږ ونيسه بازه
زه او ته دواړه مرغان دواړه همرازه
ستا خبري د شهپر مي اورېدلي
د تېره منګول كيسې مي دي منلي
مګر تا كله پوخ كړى باز ليدلى
تا كباب دى د بازانو اورېدلى
كله باز دى چا خوراك لره وژلى
تا ليدلى دى په سيخ چېرته پېيلى
زما په مخ كي زما چرګوړي حلالېږي
زه يې وينم زما همزولي كبابېږي
چي د خان په كور كي ږغ د مېلمستيا سي
د چرګانو په كور ګډه واويلا سي
هر يو چرګ خپله چاړه ويني اوبو كي
د سينې ورنونو غوښي په دېګو كي
د جوار چي موږ ته ډك لري لاسونه
زموږ پر غوښو هره شپه باسي ټېغونه
او چي تا كړې د شهپر لاپي آغازي
نو در واخله دا يو څو خبري سازي
ته ښاغلى يې په كور كي د خانانو
چي په ښكار وزې د خپلو همنوعانو
ځان پاچا ګڼې په كور كي د مرغانو
خو په لاس كي يې غلام د انسانانو
تر هغو به يې خانانو ته منلى
چي د ښكار له زوره نه يې لا لوېدلى
چي تېره دي وي منګول تېز دي شهپر وي
په آسمان او سمندر كي دي لاس بر وي
يوه ورځ چي دي منګول كي ختم زور سي
په هغه ورځ به دي ژوند درته پېغور سي
يو كم اصل درته وايي بل بد ذاته
د ناز كور به دي سي بل ظالم ته پاته
چي تر تا په زړه كي سخت او ګړندى وي
په نيولو او څيرلو كي زمرى وي
لټوي چي غر او سمه لاندي باندي
په منګول څيري نسونه وروسته وړاندي
ستا په شان به هغه هم اخته په ښكار وي
نازولى به د مير او د بادار وي
ته به هېر يې د بادار د نوكرانو
مسخره به يې د ډلي د چرګانو

ويرجينيا
2000- 8- 18
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery