مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د آفتونو مور

څو چرسيان سره راټول وه هر يو سر و په كيسو
په دا منځ كي يوه ږغ كړه كور دي وران سي د شلومبو
كه زه هره ورځ پاچا سوم زه به منع كړم شلومبې
لوى دښمن به تر دې نه وي په دنيا كي د نشې
هغه بل باندي را ږغ كړل چي شلومبې له كومه كيږي
زموږ د سر دښمن مستې دي چي شلومبې ځيني جوړېږي
له مستو كه مو خالي كړل په دنيا كي وطنونه
نو به سر پر سر نشې وي پوچوو به چلمونه
ها دريم چرسي را ږغ كړه ويل ټول نشه ښكارېږئ
له مستو او له غړكي او شلومبو څخه بېرېږئ
كه شيدي پر دنيا نه وي نه مستې نه به شلومبې وي
نه غړكه به څوك شاربي نه دښمن به د نشې وي
علت ما درته پيدا كړ فكر وكړئ هوښيارانو
د شيدو چاره په كار ده كه نشه نه ياست يارانو
د مجلس په يوه كونج كي بل چرسي و غزېدلى
دې كيسې ته يې تر پايه غوږ نيولى چرت وهلى
ويل اوس راته معلوم سواست چي نشه ياست بې عقلانو
دا څه ګډي وډي واياست بې خبرو سودايانو
نه شيدې دي نه مستې دي را رواني له آسمانه
نه وياله له شلومبو ډكه چا ليدلې ده روانه
له غړكي به خلاص نه سئ پر دنيا چي ژوندۍ غوا ده
دا د هري بدۍ سر دى دغه زموږ په ځان بلا ده
2001- 1- 9
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery