مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د تورو ډولونه

دوه ډلو يې ويشو
-نارينه او ښځينه
-د ليك له پلوه
لومړى به نارينه او ښځينه توري وڅيړو .
الف : نارينه توري
(اج ح ځ د ډ س ش ښ ص ض ع غ ق ك ګ ل م ن )
ب : ښځينه توري
(ب ت ث چ څ خ ر ږ ز ژ ړ ط ظ ف ه ي ې ۍ ى ئ )

- د ليك له پلوه هم په دوه ډوله دي
الف: يو ځاي كيدونكي توري
- هغه توري دي چې له ځانه وروستني توري سره يو ځاى تړلي كيږي
(ب پ ټ ث ج ح چ ځ خ څ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ك ګ ل م ن ه ي ئ )
ج:نه يو ځاي كيدونكي توري
-هغو تورو ته وايي چې وروستني توري ( راتلونكي هغه ) سره ونه تړل شي
(د ډ ذ ژ ز و).
يادونه: په عربي ژبه كې همزه(ء) د خوزنده الف كار وركوي لكه جرائت، هيئت.
- عربي توري په پښتو كې :
دا توري په ځانګړو عربي ويېونو كې د كارونې وړ وي د كره پښتو په ويېونو ( الفا ظو ) كې دا توري نه كارول كيږي
(ث ص ض ط ظ ع ف ق )
-دري توري په پښتو كې :

د دري ژبې ځانګړي توري يواځې د دغې ژبې د ټكو يا كليمو د كارونې پر وخت كاريږي .
(پ چ ژ ګ )
-د پښتو ځانګړي توري چې په دري او عربي كې نه راځي
( ټ ډ ړ ږ ڼ ښ څ ځ )

- غږيز يا كمكي توري: لكه ( ا ، و ، ه ، ي ) .
او نور ټول توري غلي ( چوپ) توري بلل كيږي .
۱- كومكي غږونه:
كومكي غږونه په پښتو كښي په دوه ډوله دي يو ډول خوځندي(حركتوالا ) او بل ډول يې توري دي.
- خوځندي(حركتونه)
أ‌- زور لكه: ور، غر ، غږ
ب‌- زوركې لكه : شل ، وچ، مچ ،
ت‌- زير لكه : عالم ، كامل ، ساحل .
ث‌- پيش لكه: تكامل ، تجاهل.

۲- په پښتوكښي كله كله په يو نيم حركت باندې د اواز زيات فشار او زور راځي چه (غچ) ورته وايو د غچ له لارې د ټكي مانا بدليږي لكه (غوټه) كه د اواز زور په (غ) راشي نو د (ګرې) مانا وركوي او كه په (ټ) راشي نو د پكتيا او خوست ولايتونو د لهجې په بنسټ د (لوې ،سترې ) مانا وركوي .
۳- غړوندى(سكون) :
- لاندې ارونه ( اصول ) لري .
الف: پر ساكن توري يې پيل روا دي او دنيم حركت په ډول ويل كيږ ي لكه سپوږمۍ ، لمر ، پسه .
ب: په پښتو كې تر درې ساكنو پورې هم يو ځاى راتلى شي خو پدې شرط چې لومړى ساكن يې كومكي تورى وي لكه مياشت ، څلويښت ، پنځوس .

كومكي توري: په پښتو كې كومكي توري څلور دي خو هغه وخت كومكي توري گڼل كيږي چې ساكن وي او مخكې ترې كومكي توري نه وي .
۱ � ا (الف) د ټكي ( كليمې ) تر منځ او پاى كې راځي كښي داځي لكه: اكا ، انا ، مانا او نور.
۲ � و(واو) په څلور ډوله دي:
a- نرم (واو): چې پوست او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې زور ولري لكه : لو ، پلو ، چلو .
b- څرگند و (واو): مخكې تورى يې څرگنده او دروند پيښ ولري لكه :چاكو ، الو ، تالو..
c- اوږد (واو) : چې اوږد او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې اوږد پيښ ولري لكه : كور ، مور ، خور ...
d- كوچني(واو): چې مخكې تورى يې سپك او لنډ پيښ ولري لكه : تاسو ، لومرى .

۳ � ي (يا): په پښتوكښي (ياګانې ) پنځه ډوله ده:
a- نرمه (ى): دا ډول ( يا ) هيڅ ټكي نه لري . پسته ويل كيږي او دمخې تورى يې (زور) ولري لكه: منى ،ژمى ،كړى ، او نور ........
b- څرگنده(ي): دا ډول ( يا ) لاندې دوه ټكي لري .چې د مخې تورى يې دروند او څرګند(زير) ولري لكه: ښكلي ، ښادي ، سپين .......................
c- ښځينه (ۍ): زوركي والا (يا ) هم ورته ويلى شو او لكۍ والا ( يا ) يې هم بللى شو يانې د مخې تورى يې زوركى لري او يواځې د كليمې په پاى كې راځي لكه: هګۍ ، خولۍ ...............................
d- د جمعې يا د فعل (ئ ) د پاسه همزه (ئ) خوري په نوم يا صفت كې د (ۍ) په څير لوستل كيږي .
e- اوږده(ې) اوزده ويل كيږي او د مخې تورى يې اوږد زير لكه: شيدې ، مستې ، ............
۴- (هه) په پښتوكې په دوه ډوله ده:
a - څرگنده او لويه (هه) چه د مخې تورى يې زور لري لكه: پياله ، وزه، جامه .....
b � پټه او كوچنۍ (هه) د مخې تورى يې زوركى لري لكه: پسه ، نيكه .....

تاسو پوهيږئ ٰ چه هر مانا لرونكي ټكي ته كليمه وايي او د يوې موخې ( هدف ) د څرگندو لو لپاره اړ يو چې څو كليمي سره يو ځاي كړو. ددغو ټكو ( كليمو) له يو ځاى كېدو څخه غونډله يا جمله جوړيږي .
په پښتو كې نوم د كليمې له ډولونو يا د كلام له توكو سره يو ډول دي.
لكه لمر ، زوى ، ورور ، چرګ ، ميوند .
د مانا له مخې د نوم ډولونه:
نوم د مانا له مخې په پنځه ډوله دى:
۱ � ځانګړى نوم:
چې خاص سړى يا يو ځانګړى شى راپيژني ( معرفي كوي ) لكه: احمد شاه بابا، رحمن بابا، كابل، حمزه بابا ...
۲ � عام نوم:
هغه دى چې يو خاص شى ترې نه مراديږي بلكې پر خپلو ډولونو يوشان دلالت كوي لكه : لرګى ، پاڼه ...........................

۳ � د جنس نوم:
هغه دى چې پر لږ او ډيرو باندې يو ډول دلالت وكړي لكه:اوبه ، غوړي ، غنم ، تيل.

۴ � ډله ييز نوم:
هغه دى چې په لفظ كې مفرد وي او په مانا كې د يوې ډلې لكه: لښكر، جرګه، رمه ، ټولى ، ولس او داسې نور و لپاره وركارول شي .
دا نوم د ډيرو ډلو په شتون يا يې يادونه جمعه كيږي لكه: جرګې ، رمې ، ډلې او نور .
۵ � مجرد نوم:
هغه دى چې هغه څيز په سترګو نه ليدل كيږي لكه: عقل،پوهه،ويره او داسې نور .

نوم د جوړيښت له پلوه په دوه ډوله دى :
� مركب نوم: چې له دوو يا زياتو كليمو څخه جوړ شوي وي .
لكه: شيرپور، كندهار ، شيرشاه مينه ، بريكوټ او نور مركب نومونه كله كله په مخفف ډول هم راځى لكه: ترله (دتره لور).
۲ � بسيط نوم : دا داسې نوم دى چې له يوې مفردې كليمې څخه جوړ يږي او نور توكي نه لري
لكه : كټ ، لاس ، سر ، زړه ، خوله او داسې نور ............ ....

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery