مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مفرد او جمع نومونه


نوم د شمير او كميت له مخې په دوه ډوله دي مفرد او جمع .
مفرد: هغه دى چې پر يو شي يا يو كس باندي دلالت كوي لكه: هلك ، ونه ، لرگى .
جمع: هغه دى چې له يوه نه پرزياتو شيانواو كسانو دلالت كوي لكه: هلكان ، ونې ، لرگي .
په پښتو كې ټول جمع نومونه له مفرد و هغو څخه دځينو نښو په راوړلو جوړيږ ي :
د نارينه جمعي نښې دا دي : ي ، گان ، يان ، ان ، ونه .
د ښځينه جمعونښې دا دي : ې ، ۍ ، گانې ، وې .

د نارينه جمعو د جوړولو ارونه ( اصول ) .
۱ � هر مفرد نوم او صفت چې په پاى كې يې نرمه (ى ) راغلي وي په جمع كښي دغه (ى ) په څرگنده (ي) بدليږي لكه :
مفرد: ستورى ـ لوښى ـ پرونى . مفرد: پلى ـ تلى ـ لرگى .
جمع : ستوري ـ لوښي ـ پروني. جمع: پلي ـ تلي ـ لرگي.

په دي ډول نومونو كې سا كن نومونه يا صفتونه د مفرد په پاى كې د (ان) په راوړلو سره هم جمع كيږي لكه:
جمع : مېږي ، كابلى .
مفرد: ميږيان ، كابليان،
۲ � هر نوم او صفت چې په پاى كې يې څرګند اصلى (واو) يا (الف) يا څرګنده اصلي (هه) راغلي وي د (گان) په كارولو سره جمعه كيږي:
لكه : تالو ـ تالوگان
چاكو ـ چاكوگان
باړخو ـ باړخوگان
ماما ـ ماماگان
بوډا ـ بوډاگان
ساده ـ ساده گان


يادونه: د واو په نومونوكې په (ان) او د الف په نومونو كې ځنې وخت په (يان) هم جمع كيږي لكه : مېرزايان،آشنايان،ملايان،كچالان،كدوان،پټوان .
-سا كښ صفات چې په پاى كې يې څرگنده (ي) يا څرگند(واو) راغلى وي د(ان )په كارولو سره جمعه كيږي .
لكه: مفرد : موچي ـ دوبي ـ لاپو ـ خيټو .
جمع: موچييان ـ دوبيان ـ لاپوان ـ خيټوان .
۴ � هر صفت چې په منځ كې يې ( واو ) يا ( يا ) راغلي وي په ښځينه كې دا ( واو ) او ( يا ) غورځيدلي وي ، نو په جمعه كې په الف بدليږي او په پاى كې يې كوچنۍ ( هه ) زياتيږي .
لكه : جمع: پښتون ـ ړوند ـ تريخ ـ تريو ـ روڼ .
مفرد : پښتانه ـ ړانده ـ ترخه ـ تروه ـ راڼه .



۵ � ځنې دوه توريز او درې توريز صفات د كوچنۍ (هه ) په زياتولو سره جمعه كيږي .
لكه: جمع: غل ـ مل ـ مړ ـ سور ـ شين ـ اوم ـ اوږد.
مفرد : غله ـ مله ـ مړه ـ سره ـ شنه ـ اومه ـ اوږده.
۶ - هغه نومونه او صفتونه چه په پاى كې يي اصلي حرف راغلى وي كه ساكښ وي په ټوليز ډول د (ان) په زياتولو او كه بي ساوي (ونه) په زياتولو سره جمع كيږي.
لكه: مفرد: چرګ ـ ا وښ ـ ځوان ـ مين .
جمع: چرګان ـ اوښان ـ ځوانان ـ مينان .


مفرد: كور ـ كال ـ پور ، راز .
جمع:كورونه ـ كلونه ـ پورونه ، رازونه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery