مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

قيود

دا هغه كليمه ده چې فعل يا صفت يا بل قيد په مكان ، زمان ، حالت ، او يا اندازه قيدوي او له فعل سره يو ځاى كيږي ، په يوه حالت يې اړ باسي د بيلګې په توګه په دې جمله كې (زلمى راغى) هيڅ قيد نشته اوكه ووايو چې ( زلمي ته خندا راغله ) نو دلته يو بل شى هم پيداشول چې د راتلو فعل يېورپورې وتاړه ( مقيد كړ ) او هغه د خندا حالت دي .
قيود په پښتو كې ډير ډولو نه لري او دبېلا بيلو مصدرونو لپا ره راځي مشهور ډولونه يې دادي:
۱ � زمان قيود : چې يو فعل ته د زماني او وخت قيد وركوي لكه :
پرون ولاړم اوس راغلم، هر كله راشې، نېكمرغه اوسې، زه تل كارته له وخت سره سم ځم .
۲ � د ځاى او مكان قيود : لكه دلته كېنه ، پاس وخيژئ، ښكته راشه، نژدې راشه .
۳ � دشك قيود : لكه گوندې ( ښايي ، كېداى شي ) راشى ، ښايي سبا ته ولاړ شم .
۴ � د علت قيود : لكه: څه له ځي ؟ ولې نه كېنې؟
۵ � د وضعيت او حالت قيود: لكه : ژر ژر راځه ، په منډه منډه( چټك ) ځه، ولې ورو ورو ځې ؟
ځنې نور قيود هم شته چې د بيلا بيلو مصدرونو لپا ره كار يږي او د فعل مانا ته يو مانيز ( معنوي) قيد وركوي لكه : نا څا په ولاړ ، سبا ارومرو راشه ، دا مضمون په پرله پسې توګه خپريږي ، افغانان ډير زړور دي او د ټاټوبي ساتنه يې په تش لاس كوي .
ياد ونه : په پښتو كې صفات هم دقيد په ډول كاريږي لكه : يواځې مه ځه له عمران سره ملگرى ولاړشه ، پرون له ما پټ ولاړې، زلمى هلته غلى ناست دى ، لكه يو صفت هم دبل صفت لپاره د قيد دنده تر سره كوي لكه : زلمى ډير تږى دى .
جانان لږ ناروغ دى ، مېرويس ښې خوږې خبرې كوي .




Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery