مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

 

بوډا يوه لنډه دعا وکړه او پلار مې په اشاره وپوهولم چې دسترخوان ټول کړم. بوډا وويل:
دوې خبرې دي. که يې سپرغې د ځمکې له سره کيندلې وي، نو له کومه پوهېدل چې کيندل شوی ځای به خامخا لاندې پر تونل وربرابرېږي؟ او بيا يوه سپرغه نه ده، هر کارېز په لسګونو سپرغې لري او بل که له تونلونو نه مخ پورته راختلى وي، نو څنګه کاږه نه دي تللي؟ سپرغې داسې سيده او مستقيمې کيندل شوي، چې د ځمکې له سره څوک د اوبو څا هم دومره سوتره نه شي کيندلی.
بوډا خبرې کولې، خو ماته مې پلار د چايو د راوړلو وويل، ځکه مې غوری او دسترخوان راواخيستل او له کوټې نه ووتم.
دباندې واورې په اورېدو پيل کړی و او پخوانيو پلونو سپينه شيره نيولې وه. شېبه وروسته مې د چايو وروړل کوچني ورور ته ورپه غاړه کړل او ما هم کاه دانې ته مخه کړه، چې د غواوو لپاره وچه ريشقه او بوس سره ګډ کړم.
د ماسپښين تر لمانځه وروسته واورې شدت وموند او کله چې بېرته د مېلمنو کوټې ته تلم، زما زاړه پلونه ډک شوي وو.
بوډا په کوټه کې يوازې ناست و او له سره راټولو لينګو نه يې وپوهېدم چې د سړي يخني شوې ده، ځکه مې بخارۍ ته اورلګيت ورته کړ او په چايجوش کې پاتې سوړ شوی چای مې د بخارۍ پر سر کېښود. بوډا په يوه سترګه راته وکتل، ورو يې وويل:
خدای دې خير کي.
حيران شوم:
ولې؟
_واوره يادوم، بيا يې شروع وکړه.
په خندا مې وويل:
دا شپږ کاله وچکالي دې هېره شوه؟
په خبره کې راولوېد:
خير يې غواړه، غزنی يو ځل همدې واورې غرق کړ.
ما دا کيسه له خپله پلاره اورېدلې وه، ځکه مې په يوه پوښتنه د هغه ذهن راواړاوه او نېغ په نېغه اصلي موضوع ته راغلم:
کله چې له کوره ووتې، بيا چېرته لاړې؟
بوډا راته وکتل، شونډې يې موسکۍ شوې او ورو يې وويل:
لکه چې نه مې پرېږدې؟
ما وخندل:
نو د ژمي دا اوږدې شپې او سړې ورځې به څنګه لنډوو؟
شونډې يې وخوځېدې:
په هماغه ساعت له کوره ووتم، د مني وروستۍ مياشت وه. په لارو کې يوه لوېشت پوټی پروت و. تر نيم ساعت مزل وروسته مې پر پاخه سړک بوټونه وټکول. يوه شېبه مې فکر وکړ، نه پوهېدم چې چېرته لاړ شم؟ بې اختياره مې يوې لارۍ ته، چې د کابل له خوا راروانه وه، لاس ورکړ، خو موټر ونه درېد. بيا مې د کندهار له لوري پر يوه راروان بس سترګې ولګېدې. تر سړک پورې وتم، لاس مې د درېدو په نښه ورته وخوځاوه، خو د موټر شمال زما پر سر د تړلې لونګۍ ولونه خلاص کړل. وروسته مې ناڅاپه جېب ته لاس کړ، يوازې شل افغانۍ راسره وې، چې چېرته تګ پرې نه کېده.
يوه شېبه د سړک پر غاړه کېناستم، بيا يو فکر راولوېد. ما سړک ته نږدې يو ملګری درلود، کولای مې شوای چې له هغه نه يو څو روپۍ په پور واخلم، ځکه مخ کښته روان شوم. پاو وروسته د هغه کلي ته ورسېدم. ملګری مې له کوره راووت او تر روغبړ وروسته يې د مېلمنو کوټې ته بوتلم. ما خپله کيسه ورته تېره کړه او ومې ويل چې د څه لپاره راغلی يم. دى زما په درد خبر و، ځکه يې يو بل وړانديز راته وکړ. ويې ويل چې بله ورځ له خپلو دريو نورو کليوالو سره يو ځای پاکستان ته ځي، زه به هم ورسره لاړ شم. ملګری مې په خټه اندړ و او د اندړو ډېرو ځوانانو به د ژمي له خوا په پاکستان کې خټې کولې. په دوی کې لا اوس هم ډېرو خلکو همدا کسب نه دی پرېښی. زما هم دا خبره خوښه شوه. دوې شپې له هغه سره پاتې شوم او په دريم سپېده چاود زما سره پنځه تنه له کلي ووتو. هغه وخت موټر کم وو. تر يو څه ځايه مو پلى مزل وکړ، بيا يو روسی واز موټر راباندې پېښ شو. باډۍ ته يې وروختو او تر ياخېلو پورې مو يوازې دوړې په خولو ننوتې. په ياخېلو کې مو يو بل موټر کرايه کړ او ماخوستن ناوخته انګور اډې ته ورسېدو.
په سهار مو وزيرو بدرګه چيانو ته روپۍ ورکړې او هغوی له پاکستاني پوليسو نه په پټه واڼه ته ورسولو. په واڼه کې مو شپه سهار کړه او په بله ورځ د شپې ناوخته د سندهـ په جکم اباد کې له موټره کښته شوو.
زما ملګري په سيمه کې بلد وو. دوې ورځې وروسته يې د يوه باغ په سلګونو متره پخڅه په ټېکه ونيوله.
موږ به د ورځې خټې کولې او د شپې به هم د باغ د منځ په يوه جونګړه کې ويدېدو. دې دېوال څه کم دوه نيمې مياشتې وخت وغوښت او بيا مو يوه بله پخڅه اجاره کړه، خو په دې موده کې مې شېرينو يوه ګړۍ هم له ذهنه ونه وته، تل به راسره وه او د هغې بېلتون به خوړلم. اخر بې خوبي راته پيدا شوه. ملګري به مې په خواږه خوب ويده وو، خو ما به تر ناوخته ستورو ته کتل. بيا به مې ټوله ورځ په وچولي دردو او وروسته تبو پرېستم. کله چې له اخه و ټوخه ولوېدم، نو د ملګرو په ټينګار ډاکټر ته لاړم. ډاکټر راياده کړه چې ستا د ناروغۍ لوی علت خواشيني ده. څه دوا يې راته وليکله، خو زه ورځ په ورځ زهيرېدم او اخر يوازې څرمن او هډوکي را پاتې شول.
وروسته مې ناروغي ډېره شوه او په يوه دولتي روغتون کې يې بستر کړم. يوه مياشت تر درملنې لاندې وم او کله چې پر پښو ودرېدم، نو ملګرو مې ټينګار کاوه، چې کور ته لاړ شم، ځکه وضع مې ښه نه وه.
زه زړه نازړه وم. له يوې خوا مې د ناروغۍ له لاسه په وجود کې د کار کولو سيکه نه وه پاتې او له بل لوري مې د شېرينو له غمه پر خپل وطن پښې نه ورتللې، خو مجبوري وه. ملګرو مې يو بل دېوال هم په اجاره نيولى و او ما له دوى سره بېلونه نه شوای پورته کولای. له همدې امله مې کور ته د تلو نيت وکړ. دا هغه وخت و چې تره کي نوې کودتاه کړې وه او پر وطن خلقيانو حکومت کاوه. يوه اونۍ نور هم معطله شوم او بيا د ميرانشاه پر لار تر پولې راواوښتم، خو خوست ته نږدې زموږ د سورلۍ موټر د پوليسو پر يوه ګزمه پېښ شو او د تلاشۍ پر وخت يې زما له جېبه کلدارې وايستلې. زه يې د خوست ښار ته بوتلم او د پاکستان لپاره د جاسوسۍ په تور، په بند کې ولوېدم. وهل ټکول مې وخوړل، سپکې سپورې مې تېرې کړې، بې خوبۍ يې راباندې وګاللې او تر دريو مياشتو وروسته چې کله ناروغۍ له پښو وغورځولم، خوشی شوم.
دوې شپې په يوه مساپرخانه کې پروت وم. په ځان مې دوا درمل وکړل او چې په بدن کې مې د ولاړېدو سېک پيدا شو، د غزني پر لور وخوځېدم. شپه مې د غزني ښار ته ورسوله او په بله ورځ غرمه د ولسوالۍ بازار ته نږدې له موټره کښته شوم. څه شېبه مې مزل وکړ، خو بيا پښو ياري نه راسره کوله، ځکه نو لارې ته څېرمه د يوه توت سيوري ته وروګرځېدم. يوه شېبه مې د ونې تنې ته ډډه ولګوله او دوهمه ساه مې کلي ته نږدې د يوه پالېز په څاله کې سمه کړه.
کله چې په کلي ورګډ شوم، نو تر کوره مې پر هېچا سترګې ونه لګېدې. يوازې د کلي پر لوی ډېران څو خيرنو چرګو ټونګې وهلې او کليوال په خپلو کورونو کې پراته وو.
يوه شېبه د انګړ د دروازې تر مخ ودرېدم، بيا مې دروازه ورو پرانيستله. انګړ خړ- پړ ښکارېده، د کوټو دېوالونو هېڅ سيوری نه درلود او څا ته نږدې د ولاړو اوبو پر کوچني ډنډ څو سرې بمبرې (غومبسې) راټولې وې.
د زړه په زور مې څو ګامه واخيستل، د دالان دروازې ته مې لاس وروغزاوه. دروازه په غنجا خلاصه شوه او ورسره مې د ميرې وارخطا غږ واورېد:
څوک يې؟
ورو مې وويل:
زه يم، مالک!
ناڅاپه د پيالو کړنګ شو، داسې لکه د چا چې پښه ورسره ولګېږي. بيا دکوټې دړه په شدت خلاصه شوه او ميره مې په خوبولو سترګو په وره کې ودرېده. يوه شېبه يې په ځير- ځير راته وکتل. خوله يې وازه شوه، سترګې يې اوښکو ونيولې، شونډې يې وځړېدې، رامخته شوه او په ژړا يې زما پر ټټر سر ولګاوه. ښه شېبه يې وژړل او بيا يې په غريو کې وويل:
دا څه درباندې شوي دي؟
د هغې سر مې ورو له ټټره بېل کړ، وروسته په دالان کې کېناستو. مېرې مې په ژړا کې پوښتنې رانه کولې:
چېرته وې؟ نه خط، نه احوال، ولې دومره خوار شوی يې؟ خو زه ستړی وم، هغې ته مې ټوله کيسه نه شوای تېرولای، ځکه مې د اوبو غوښتنه ورنه وکړه. دا په منډه له دالانه ووته او ما هم د خپلې کوټې دروازه پرانيسته. پر ځمکه هماغه پخوانۍ خړه درۍ او يوه توشکه پرته وه. اوږد وغزېدم او بيا تېرو يادونو په مخه کړم، ذهن مې شېرينو ونيو؛ د هغې انځورونه يو په بل پسې راتلل. خندل يې، ژړل يې، خبرې يې راته کولې، د �اکرب� ټکی يې له خولې راته راووت او په مينه يې راته کتل. خو ناڅاپه د ميرې غږ زما په ذهن کې تېرېدونکي انځورونه ړنګ کړل. د هغې له لاسه مې له اوبو نه ډک ګيلاس ونيو او پر سر مې واړاوه.
د ميرې شونډې وخوځېدې:
ډوډۍ درته راوړم؟
ومې ويل:
نه، زړه ته مې نه کېږي.
_چای څنګه؟
_ګرمي ده، غواړم چې يو ساعت سر ولګوم.
ميرې مې نور څه ونه ويل. پرده يې واچوله او له کوټې ووته.
بوډا غلی شو، مخ يې راواړاوه او ورو يې وويل:
له چايجوش نه تاوونه پورته کېږي، چای خراب نه شي؟
ولاړ شوم. د چايجوش لاستی مې د څادر په پيڅکه ونيو. يوه پياله مې ډکه کړه او کله چې مې پر دوهمه پياله چايجوش ورکوږ کړ، بوډا وويل:
بچيه! بله پياله مه ډکوه، زه يې نه سوروم.
ما وخندل:
چای وڅښه چې تود شې!
ده څه ونه ويل. ما هم ډکه پياله مخې ته ورته کېښوده او د کيسې د غزولو لپاره مې يوه پوښتنه ورنه وکړه:
نو بيا؟
بوډا وويل:
هماغسې خوب وړی وم، خو نه پوهېږم څومره وخت به وتلی و، چې يو دم مې د سر وېښته کش شول. په بېړه مې سترګې رڼې کړې. د کوټې پرده پورته شوې وه او زما سر ته نږدې يو ماشوم ناست و. پلتۍ مې ووهلې، ماشوم ته مې وکتل. تور او پېچلي وېښته يې لرل. سترګې يې غټې وې، خو پزه او خوله يې واړه جوړ شوي وو. کټ مټ لکه د شېرينو. يوه شېبه مې په ځير- ځير ورته وکتل... له لندو وېښتو، تورو کړو سترګو او سوتره جامو نه يې وپوهېدم، چې لنډه شېبه مخکې تيار شوی او په لوی لاس کوټې ته راوستل شوى دی. ما لا ماشوم ته کتل چې د ميرې غږ مې واورېد:
نوم يې انور دی، دا نوم...
ناڅاپه غلې شوه، خو لنډه شېبه وروسته يې بېرته خپله خبره بشپړه کړه:
دا نوم شېرينو خوښ کړی و.
له دې سره په سونګېدا له کوټې ووته.
ماشوم ته مې وکتل. هغه د اتو مياشتو و، خو تر خپل عمر پياوړی ښکارېده؛ غوښن وجود يې درلود او له پوټکي سپين رنګه و. يوه شېبه مې د هغه حرکات وڅارل. ده خاپوړې کولې او په کوټه کې به کله يوې او کله بلې خوا ته ګړندی روان و.
بيا مې د ميرې په غوښتنه پر سر اوبه تېرې کړې. پاکې جامې مې واغوستې او کله چې بېرته کوټې ته راغلم، انور زما پر توشک خوب وړى و.
د هغه تر څنګ کېناستم. سترګې يې پټې وې او اوږده باڼه يې پر ملا کاږه ښکارېدل. يوه شېبه مې په ځير- ځير ورته وکتل، خوږ راباندې ولګېد او د مينې وړ راته ښکاره شو. وروسته د انګړ دروازه وټکېده، څو تنه کليوال زما پوښتنې ته راغلي وو. له هغوى سره د کور پر چوتره کې کېناستم. بيا مې شين چای د ګوړې له څو چکيو سره يو ځای ورته راووړ. تر ماښامه له يوې او بلې خوا وغږېدو او د ماښام لمانځه ته په ګډه د کلي د جومات خوا ته روان شوو. د ماخوستن جمعه مې هم په ملا پسې وکړه او د ستورو په تته رڼا کې کور ته راغلم. ډوډۍ مې وخوړه او کله چې بېرته خپلې کوټې ته ورننوتم، انور لا ويده و. يوه شېبه مې ورته وکتل. دی ستوني ستغ پروت و او پر ښي بغور يې د لاټين ژيړه رڼا لګېده. وروسته پر اړخ راواوښت. بغور يې زما پر خرېيلې زنه ولګېد. وچونګېد او غلی شو.
شېبه وروسته مې ميره کوټې ته راغله. له شيدو ډک چوشک يې پر غولي کېښود او ويې ويل:
که دې خوښه وي، انور به له تا سره ويده شي!
په حيرانۍ مې ورته وکتل.
هغې زياته کړه:
خوب يې ښه دی، د شپې يوازې يو ځل راويښېږي. ځای هم نه لندوي.
ما هم څه ونه ويل او کله چې ميره له کوټې ووته، څراغ ته مې ورپوه کړل. يو ځل بيا فکرونو په مخه کړم. خو ډېر ژر مې د انور د ساه ايستلو غږ ته پام شو. د هغه بغور ته مې خپل مخ ورنږدې کړ. ده لنډه- لنډه ساه ايسته. ساه يې خوږه راباندې لګېده او د شپې تر ناوخته مې د ده ساه ته غوږ نيولی و.
بوډا غلی شو او کله چې ما ورته وکتل، داسې راته وايسېد، لکه وروستی ياد چې يې په ذهن کې مېخ شوی وي، ځکه ده کوم حرکت نه درلود. په فکر کې ډوب و، خو د تندي ګونځې يې د پخوا غوندې ننوتې نه ښکارېدې او پر خړو شونډو يې يوه نرۍ موسکا پرته وه، داسې لکه اوس چې يې هم د زوی ساه پر غومبرو لګېږي او خوند ورنه اخلي.
وروسته يې يو دم ټکان وخوړ او بې له دې چې راته وګوري، بېرته پر خبرو راغی. خو دا ځل يې غږ نيولی شانته و، داسې لکه د خيال په دنيا کې چې له ځان سره غږېږي، ده ويل:
انور زما په زړه کې پرېووت. دی د خدای له لوري هغه ډالۍ وه، چې د شېرينو غم مې ورباندې غلطولای شوای. څېره يې د خپلې مور انځور و. هماغسې معصوميت، خندا او د خندا پر وخت د خولې کونجانو ته نږدې، تر بغورو لاندې د ګونځو جوړېدل.
يو ځل مې بيا ژوند ته تمه پيدا شوه او په زړه کې را وګرځېدل، چې د خدای خوښې ته غاړه کېږدم، ځکه د هغه رضا تر هغه څه غوره ده، چې موږ يې په خپله د ځانونو لپاره غواړو.
انور زما په خوار وجود کې وينه وغوړوله، رنګ مې راوګرځېد. ناروغۍ ته مې ماته ورکړه او بيا مې بېلچې ته لاس وروغزاوه. دهقاني مې ونيوله، کارېزونو ته ورکښته شوم او د بدن بوټۍ مې د پخوا غوندې پېچلې شوې.
شېرينو زما خندا ورسره يووړه، خو د انور په راتګ مې شونډې بېرته له موسکاه سره روږدې شوې.
د هغه لومړنۍ خندا وخندولم، خو کله چې يې په اول ځل له کوچنيو شونډو نه د�ابا� ټکی راته راووت، نو له خندا سره مې اوښکې هم ملګرې شوې. نور مې ځان يوازې نه احساساوه او په زړه کې راتېره شوه چې ژوند په ژوند کولو ارزې.
د بوډا غږ د کلي د ملا په اذان غلی شو. سر يې پورته کړ، ماته يې وکتل او ويې ويل:
زه به اودس تازه کم.
ما هم له اوبو نه ډکه بدنۍ ورته کېښوده، پتنوس مې راواخيست او د مېلمنو له کوټې نه ووتم.
د ورېځو له لويو چولو نه د مازيګرني لمر ژيړې وړانګې راوتلې وې او د انګړ د دېوالونو پر سرونو يوه لوېشت تازه اورېدلې واوره ولاړه وه. د مازيګر لمانځه ته مې په خپله کوټه کې څادر اوار کړ او شېبه وروسته مې تود پاستی په لاس کې بېرته د مېلمنو کوټې ته ورغلم. بوډا خدای ته پر سجده پروت و، ده څه ويل، خو ما يې خبرې نه شوای صحيح کولای. يوازې يو- دوه ځلې مې د ده په خبرو کې د �انور� ټکی واورېد او بس.
بوډا ډېر وخت خپل تندی پر غولي لګولی و. بيا يې سر هسک کړ، د جاينماز يوه څنډه يې ورټوله کړه او کله چې يې ماته پام شو، نو ويې ويل:
څه وخت راغلې؟
ما د ځواب پر ځای پر څادر پراته پاستي ته اشاره وکړه او ومې ويل:
توده ډوډۍ ده، همدا اوس يې له تناره راوايسته.
بوډا د پاستي يوه پسته څنډه وربېله کړه. بېرته پر خپل توشک کېناست او په داسې حال کې چې په ډوډۍ يې خپلې بې غاښو ورۍ ټينګولې، ويې ويل:
شېرينو هم د پاستو په پخولو کې تکړه وه، دې به د کاغذ غوندې نري پاستي پخول، دومره سوتره چې يو ټکی سوځېدلی ځای به هم نه په کې موندل کېده.
خو ما اصلي موضوع ياده کړه:
ښه! نو انور خوږ درباندې ولګېد؟
د بوډا سترګه وځلېده او په ټيت غږ يې وويل:
هو زويه! انور زما په تن کې نوې ساه پوه کړه، مينه يې راسره پيدا شوه او کله چې به په کوم کار پسې له کوره وتم، راپسې ژړل به يې. رښتيا وايم، په ژوند کې په لومړي ځل يو چا راپسې ژړل. ايا تر دې بل لوی خوند شته چې يو څوک اوښکې درپسې تويې کړي؟
خو کله چې پر پښو راغی، بيا به مې کله- کله کروندې ته راسره بېوه. دی به ډېر وخت د توت سيوري ته ناست و. کله به يې له ځان سره مردکې کولې، کله به يې خټې تپلې او يا به يې هم د مېږيانو د ليکې په وړاندې د شګو پوله پورته کوله او د هغوی له ښويېدو نه به يې خوند اخيست.
وروسته چې يو څه غټوکى شو، بيا به يې پر خوله رنګارنګ پوښتنې راتلې:
ابا! موږکان بد خلک دي؟ لوټې چا جوړې کړي؟ ته ولې برېتونه لرې...؟
ما به د ده ماشومانه پوښتنو ته، ماشومانه ځوابونه ورکول.
خو په څلورکلنۍ کې يې يو مازيګر يوه سخته پوښتنه رانه وکړه، داسې پوښتنه چې په ژوند کې نه وم ورسره مخامخ شوی. په هغه مازيګر مې په انګړ کې غوا ته اخور جوړاوه، چې انور مې تر څنګ ودرېد، سترګې يې سرې وې او په جامو پورې يې پوټی نښتی وو. په ناستو مې ښی لاس ترې راوګرځاوه او په ټټر پورې مې ونيو. ورو مې وويل:
څوک چې منډې وهي، همدا به يې حال وي!
ژړغوني غږ يې ډکې شونډې وخوځولې:
لوېدلی نه يم، مردکې يې رانه يووړې.
په خندا مې وپوښتل:
چا؟
_د نورګل مور.
حيران شوم:
ولې؟
_له نورګله مې مردکې وګټلې، خو ده وژړل. مور يې راغله، په څپېړه يې ووهلم او ټولې مردکې يې له جېبه رانه وايستلې.
نورګل زموږ د ګاونډي زوی او د انور همزولى و. دوی دواړو به ډېر وخت يو ځای لوبې سره کولې، ځکه مې انور پر تندي ښکل کړ او په خندا مې وويل:
خوا مه بدوه. زه به له بازاره ډېرې مردکې درته راوړم، نوې مردکې، ان يوه ليکه به هم نه لري.
انور يوه شېبه غلی و. بيا يې يوناڅاپه شونډې وخوځېدې:
ابا! زما مور چېرې ده؟
په زړه کې مې نرۍ څړيکه تېره شوه. تر ډېره غلی وم، هېڅ ځواب مې نه شو ورته جوړولای. خو ده په سترګو کې له ما نه ځواب غوښت. ما بايد يو څه ورته ويلي وای.
يو دم مې په ذهن کې د انور د تېرې شپې پوښتنه راوګرځېده. تېر ماخوستن دواړه پر بام پراته وو. ده ستورو ته کتل، بيا يې په ټيټ غږ وويل:
ابا! غمي دي، نه؟
ځواب مې ورکړ:
هو زويه! غمي دي.
_ماته يې راوړې؟
خندا راغله:
نو ته يې څه کوې؟
_په خپله خولۍ کې يې ټومبم.
ځکه مې يو دم وويل:
مور دې اسمان ته تللې ده، تاته غمي راوړي.
تورې غټې سترګې يې وځلېدې:
بيا راځي؟
_هو زويه! بيا راځي.
په څېره کې يې وينه وغوړېده:
ابا! نورګل ته به څپېړه ورکي او ټولې مردکې به يې له جېبه ورنه راوباسي، نه؟
_هو زويه! ټولې مردکې به يې له جېبه ورنه راوباسي.
په ګيله من غږ يې وويل:
مور به بيا نه پرېږدو چې بېرته لاړه شي، نه؟
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې:
هو زويه! نه به يې پرېږدو.
بوډا خپله وروستۍ خبره څو ځله له ځان سره تکرار کړه:
نه به يې پرېږدو، نه به يې پرېږدو... هو زويه! نه به يې پرېږدو او بيا غلی شو.
خو شېبه وروسته يې سر پورته کړ. ماته يې وکتل او ويې ويل:
ژوند ښه و. دومره څه مې موندل چې ګوزاره مو پرې کېده، خو وروسته حالات بدل شول. ملايانو د خلقيانو پر ضد د جهاد فتوا ورکړه او خلک د جګړې په نيت غرونو ته وختل. حکومت هم ټانکونه راوايستل. وينې تويې شوې، کلي بمبارد شول او د سيمې ډېرو اوسېدونکو پاکستان ته مخه کړه.
موږ هم مجبور شوو چې کډه وتړو. غوا، بايسکل، د اوړو لوى کندو او د کور د خرڅلاو وړ نور هغه سامانونه مې وپلورل، چې پيسې پرې جوړېداى شواى. بيا پر پټو لارو او ستړو مزلونو پاکستان ته واوښتو. هلته مو پېښور د اوسېدو لپاره ښه وګاڼه، ځکه ډېرو کډوالو هلته اړولي وو. موږ هم د ښار په يوه څنډه کې يوه کيمپ ته ورغلو او د يوې موسسې له خوا مو په راکړل شوې يوه خېمه کې واړول. دا د شپېتم کال د اوړي وروستۍ مياشت وه.
يو څه موده مو په راسره راوړو پيسو ګوزاره وکړه او بيا راشن راته حواله شو. اوړه، غوړي او وريجې به يې راکولې، خو ضرورتونه ډېر وو. په تېره بيا هغه وخت چې ميره مې ناروغه شوه. هغې د شکرې ناروغي درلوده او د ډاکټر پر هرې نخسې به مې څو سلګون نوټونه ورکول. له بل لوري د ژوند نورې اړتياوې هم ډېرې وې، ځکه مې بيا له خپلو مټو نه کار واخيست. هغه وخت ځينو کډوالو د کورونو جوړولو ته مخه کړې وه. ما هم خټګرۍ ته لاس وروغزاوه او تر ماښامه به مې مزدوري کوله.
د وخت په تېرېدو سره په کيمپ کې تر خېمو، ولاړ دېوالونه ډېر شول او وروسته بيا ټول کيمپ خړو کورونو ونيو.
د انور د اووه کلنۍ غاښونه لا نه وو لوېدلي، چې هغه مې د کيمپ په يوه ښوونځي کې داخل کړ. له هماغه لومړيو ورځو يې راته معلومه شوه چې هلکى د درس په زده کولو کې تکړه دى. انور به هر ماخوستن پلتۍ راته وهلې،کتاب به يې پرانيست. ده له درس سره مينه لرله. تل به يې کتاب سترګو ته نيولى و. په دوهم ټولګي کې دويم نومره شو، خو په دريم کې يې لومړى ځاى ونيو.
ژوند د روانو اوبو غوندې پر مخ ته، خو ستړى او له خواشينۍ نه ډک؛ فقر، لوږه او نېستي تر سر اوښتې وه. په کيمپ کې د بورو، کونډو او يتيمانو شمېره ورو-ورو ډېرېده، تقريباً هره ورځ به په يوه کور کې د غم ټغر خور و او د هغو ځوانانو وير به يې کاوه، چې له کيمپ نه به جګړې ته تللي وو او تر خپل هېواد يې سرونه ځارول.
اخر يوه ورځ پر موږ هم د وير ټکه پرېوته. پر ميرې مې د شکرې ناروغۍ زوروره شوه او هغې ساه ورکړه. کله چې جنازه پورته کېده، د انور په ګرېوان کې يوه ګروې (تکمه) هم پاتې نه شوه. له سترګو نه يې اوښکې روانې وې او خوله يې له ژړا نه سره ټولېده، ځکه انور خپله مور نه وه ليدلې. ده به د مور مينه په خپلې انا ماتوله او هغه ورباندې ګرانه وه.
نور مو په کور کې د اور بلولو لپاره څوک پاتې نه شول. تنور سوړ شو او ما به له نانوايي نه ډوډۍ راوړه.
يوه ورځ د کيمپ ملا راياده کړه، چې د خپل ګاونډي لور په نکاح کړه، ځکه تر اوسه لا ځوان يې. نجلۍ هم اخلاقي ده، کورګى به دې پرې جوړ شي، خو ماته مې خپل ماشومتوب سترګو ته ودرېد. زړه مې نه منل چې انور ته دې د هغه ميره چونډۍ ورولګوي، ځکه مې د ملا وړانديز رد کړ.
موږ به د پېښور تودې شپې د بام پر سر تېرولې، خو د هغه ځاى ستوري د قره باغ د ستورو غوندې راڼه نه وو. انور به تر ناوخته پورې زما پر ټټر سر ايښى و. ده به بېلابېلې پوښتنې کولې، خو ډېر معلومات به يې د خپلې مور په اړه رانه غوښتل:
مور مې څه ډول څېره درلوده؟ څنګه جامې يې خوښېدې؟ له بازاره دې څه شى ورته راوړل؟ مور مې له تا خوشاله وه؟...
ما به د ده هرې پوښتنې ته اوږد ځواب ورکاوه او ده به په پوره دقت غوږ راته نيولى و.
په پنځلس کلنۍ کې يې تر پاسنۍ سره شونډه نرۍ توره ليکه راوګرځېده. دى هغه وخت په نهم ټولګي کې و. ښکلې او نرۍ ځواني يې درلوده او څېره يې له شېرينو نه وړې وه.
يو مازيګر يې په خوابدي غږ راته وويل:
ابا! يوه خبره درته وکم؟
په حيرانتيا مې وويل:
څه خبره؟
نه غواړم چې تا په سره لمر کې د پيازو او کچالو رېړۍ ته ولاړ ووينم.
د هغه پر اوږه مې لاس کېښود:
ګرانه! چاره څه ده؟ د ژوند لپاره بايد يو څه وکړم.
نرۍ شونډې يې وخوځېدې:
داسې به وکو.
هلک غلى شو.
ما وويل:
څه به وکو؟
ګوره ابا! زه به د انګرېزۍ د کورس وخت له ماښامه سهار ته راواړوم او کله چې غرمه له مکتبه راغلم، نو ته به کور ته ځې. رېړۍ ته به زه درېږم، ښه نه ده؟
_نه زويه! تر څو چې زما لاس او پښې چلېږي، تا به هېڅکله لمر ته ورنه کم، ته بايد خپل درس ووايې.
خو انور تر ډېره پر خپله خبره ټينګ و. ماته يې خوا بدېده. خو زه د هغه لپاره د سختيو تېرول څه، ان تر خپل ژوند هم تېر وم. دى زما د زړه ټوټه او د شېرينو يادګار و. ما کله سختو ته ورکولاى شواى؟
بوډا غلى شو. ماته يې وکتل او شونډې يې خندنۍ شوې:
لکه چې غوږونه مې دروخوړل؟
ومې ويل:
نه! دا زما غوښتنه ده چې د خپل ژوند کيسه راته وکې. وروسته مې په خندا زياته کړه:
تر څو چې دې ټوله کيسه نه وي راته ويلې، کله دې پرېږدم.
بوډا له خندا شين شو:
زورور سړى يې.
وروسته يې ورو- ورو خوله سره ورټوله شوه. ويې ويل:
ماته هم ښه ده، غم به مې يو څه سپک شي، ځکه ما تر اوسه د خپل ژوند سختې چا ته نه وې ويلې. تا زما خبرو ته غوږ ونيو، مينه دې ورسره وښوده او په اورېدو يې ستړی نه شوې.
په خندا مې وويل:
خو غواړم چې نور څه هم واورم.
ده وخندل:
خو اوس د ماښام اذان ته لږ وخت لرو، نورې خبرې به ماخوستن ته پرېږدو.
ما ورسره ومنله او له کوټې نه ووتم.
***
د ماخوستن ډوډۍ مې له مور سره وخوړه، ځکه هغه يوازې وه. پلار او ورور مې د مېلمنو په کوټه کې له بوډا سره يوه دسترخوان ته پلتۍ وهلې وې. مور مې خبرې کولې. له قېمتۍ نه يې سر ټکاوه، ويل يې چې تر دې خو د طالبانو وخت لا ښه و. دا نوې پيسې خو تورې خاورې دي، هېڅ برکت نه لري. مور مې ډېر وخت د کرزي حکومت ته ډونګېده. بيا ولاړه شوه، چاى يې دم کړ او په پتناسه کې يې کېښود. وروسته يې راته وويل چې چاى د مېلمنو کوټې ته يوسم. ما هم پتنوس راواخيست، د مېلنمو کوټې ته ورغلم. ورور مې په بخارۍ پوري لرګي پسې کول، خو بوډا او زما پلار د سياست په اړه سره غږېدل. بحث يې تود و، پلار مې پر کرزي خاورې اړولې. ويل يې چې سوړ سړى دى، جديت نه لري، په حکومت کې يې د کار وړ خلک لږ دي او د خلکو په ژوند کې يې د پام وړ کوم مثبت بدلون نه دى راوستی، خو بوډا بيا د کرزي حکومت غنيمت ګاڼه. ستونزې او خاليګاوې يې منلې، خو مجبوريتونه يې هم يادول او پر دې خبره ټينګ ولاړ و، چې که دا ځل ګډوډي جوړه شوه، نو دومره وينې به وبهېږي، چې له خلکو نه به تېر وحشت هېر کړي.
د دوى خبرې ډېرې اوږدې شوې. اخر مې بوډا ته سترګه ټينګه کړه. دى موسک شو او د صحراګشت په پلمه له کوټې ووت. پلار مې هم ګړۍ ته وکتل، پښې يې ورټولې کړې او له کوچني ورور سره مې يو ځاى کور ته روان شو.
ما په چايجوش کې پاتې چاى پر بخارۍ کېښود او د بوډا د راتګ په تمه کېناستم.
بوډا ډېر ځنډ ونه کړ. کله چې په دروازه راننووت، په خندا يې وويل:
بل رنګه نه ولاړېدل.
ومې خندل:
هو! خو ته څنګه؟ پر خپل قول ولاړ يې، که خوب درځي؟
بوډا زما په مقصد وپوهېد او په داسې حال کې چې پر خپل ځای کېناسته، په خندا يې وويل:
نه بچيه! شپې اوږدې دي، خبرې به کوو، خو ته دا راته ووايه چې په کوم ځای کې وم؟
په بېړه مې وويل:
انور دې کار کولو ته نه پرېښود.
بوډا يو سوړ اسوېلی وايست او ويې ويل:
ژوند همداسې پر مخ ته. لاسي رېړۍ مې د لرګي په يوه غرفه بدله شوه او د لمر له وړانګو نه سيوري ته شوم. بيا مې د کيمپ په بازار کې يو دوکانګی په کرايه ونيو او خوراکي شيان مې په کې واچول. انور به تر غرمې په ښوونځي کې و او مازيګر به يې د کيمپ څو ماشومانو ته انګرېزي ورښوده، ځکه ده څو کاله کورسونه ويلي وو او پر انګرېزۍ يې ژبه ښه اوښته.
ژوند ښه و، ګوزاره کېده؛ څه پيسې به دوکان راته جوړولې او څه به هم انور له زده کوونکو نه فيس اخيست. دی به د هرې مياشتې په پای کې راته کېناست او ګټلې پيسې به يې زما مخې ته کېښودې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery