مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د لاس بيه

نه پوهېږم ولي ځينې خلك داسې دي چې په هغه اول نظر دې لا بد ترې راځي. برناحقه، بې موجبه بې له دې چې خپله يې هم په علت پوه شې. او ځينې نور يې بيا همداسې بې له كوم خاص دليله ښه درباندې لګي.
غني، له ښه مرغه په دې دويمه ډله كې راته. سره له دې چې نه يې خوى خاصيت رامالوم و، نه يې نور كړه وړه او څېره د څه خاصې پاملرنې وړ وه، بيا مې هم خداى شته په هغه لومړي ځل ليدو ښه ترې راغلل؛ او دا، اوړى يو ښايستوكى سهار و. زه د هر وخت په شان دفتر ته روان وم. له ښايسته ډېرو اشنا كورونو او واټونو دغسې بې خياله تېر شوم. اخر هغې نوې جوړېدونكې ودانۍ ته ورورسېدم چې له پسرلي راهيسې بيا كار پرې كېده. د ودانۍ كار ښه پرمخ تللى و. استاكاران يې اوس د چت په پوښلو لګيا وو. له عادت سره سم مې نن هم دغسې په تلو تلو كې وروكتل. لا سم نه وم ترې تېر، چې غني مې وليد وچ كلك د منځوۍ ونې خاوند ځوانكى و، له اوږدې نرۍ غاړې او تېره لمر وهلي مخ سره د خټو ډكه كاسه پر سر له اوګيرې څخه د ودانۍ خوا ته رهي و چې ما ته راورسېد، خدازده څنګه مې وروكتل چې لنډ ودرېد، راته وې موسل. ما هم نرم ورته وموسل، ترې تېر شوم. مازديګر چې بېرته تلم، هم تقديرى بيا په مخه راغى او يو بل ته له بيا موسلو وروسته هريو په خپله لاره لاړو.
دوه ورځې همداسې تېرې شوې. په دې دوو ورځو كې مې هغه څو ځله نور هم وليد. هرځل هماغسې په مازې موسلو له يو بل څخه تېر شوو، بې له دې چې څوك خوله په خبر خلاصه كړو، خو د درېيمې ورځې په مازديګر غني بيا وار راڅخه دمخه كړ او د لومړي ځل لپاره يې سلام راواچاوه. خوشاله مې د سلام ځواب وركړ. لنډ ورتم شوم او د كار ستړې مشې مې ورته وويله. په دغه ورځ مې يې د نامه پوښتنه هم وكړه. ښكاره ده چې زموږ خبر وروسته له دې په همدې ځاى ختمه نه شوه. ورو ورو له يو بل سره وږغېدو او د ورځو په تېرېدو مو تر يوه حده سره وپېژندل. زه اوس خبر وم چې غني د مور و پلار مشر اولاد دى، تر اتم ټولګي پورې ښوونځي ته تللى، دوه وروڼه او يوه خور لري، چې اوس هم ښوونځي ته ځي. مور يې ژوندۍ ده او په كاله كې د خلكو جامې په مزدورۍ مينځي. پلار يې درې نيم كاله مخكې په حق رسېدلى او تر مړينې پورې يې ښايسته ډېر كلونه د ښار په ښوونځي كې چپړاسي توب كړى و. سره له دې چې ليك لوست يې نه وو زده، د روښانه فكر خاوند و او د ژوند تر ټولو لويه هيله يې دا وه چې ماشومان يې د ده غوندې نازده كړې پاتې نه شي. غوښتل يې ټول ښوونځى ووايي، د پوهې او كمال او ښو څوكيو او معاشونو خاوندان شي. خو دپلار له مړينې وروسته يې د غني په هكله ارمان نيمګړى پاتې شوى و. دوى ډېر ژر ليدلي وو چې يوازې د مور په مزدورۍ يې ګوزاره نه كېږي او د پلار د تقاعدۍ لپاره چې دولت څه روپۍ وركړي، هغه يې ايله د پلار د ګور كفن او خير و خيرات او نورو ورباندې پورونو د خلاصولو شوى. بس لنډو ګنډ د چا خبره سپېره كندو ته كښېناستلي وو. هماغه وو چې غني ښوونځى پرې ايښى و، خوارۍ او مزدورۍ يې پيل كړې وې او دا و تر دا اوسه يې شپه ورځ همدا هڅه كوله چې لږ تر لږه يې د ورپاتې يتيمانو په برخه كې د پلار ارمان پوره كړي.
په دې ډول زما او غني ترمنځ يوه ګلالۍ انډيوالي پيل شوه. سره له دې چې دا يو عجيب شانته انډيوالي وه، ځكه موږ مازې د غني د كار په ځاى كې سره ليدل، بيا هم د وخت په تېرېدو خداى شته ډېر سره ګران شوو او د يو بل د ليدو شوق له يوې ورځې بلې ته راكې زياتېده. زه اوس هر سهار لږ وختي كار ته تلم، چې له غني سره لږ ډېره شېبه ودرېداى شم. او مازديګر به مې هم په لوى لاس لږ راباندې ناوخته كړه، ترڅو سم د غني د رخصتۍ په وخت ودانۍ ته ورورسېږم او بيا نو هلته لږ په ارامه د زړه خواله ورسره وكړاى شم. د غني له ما سره خبرې خوښېدې. تر اوسه يې څو ځله دا خبره راته كړې وه او زما يې تر دې لا هم غيرت، همت او مدام داسې په زيار او اخلاص كار كول خوښېدل. ډېر زياركښه ځوان و. هر وخت به يې داسې تكړه كار كاوه، چې تا به وې د رستم زور يې په مټو كې دى. لكه هېڅ ستړيا چې نه پېژني. ښه مې په ياد دي، يوه ورځ مې په خبرو خبرو كې په ستاينه ورته وويل:
_يره غني جانه! دې يوه شي ته هر وخت حيران يم.
_ څه شي ته صېب؟
_ ويم ته ګوره... داسې په ځان خوار يې. خو چې كار ته دې ګورم، حيران پاتې شم چې دې سړي په دې مټو كې دومره زور له كومه كړ؟
غني په يوه عجيب خواشيني نظر راوكتل، وې ويل:
_ څه وكم مامور صېب. چاره څه ده؟... يوه لپه يتيمان راله غاړې دي... كه زه دې سختيو ته ځان ورنه كم، د هغو به څه حال وي؟
او له يوه ساړه اسوېلي سره يې پسې زياته كړه:
_ نه دې دي اورېدلي چې وايي "مجبور ته مه وايه زوروره"؟
دې ځواب يې داسې سخت تاثير راباندې وكړ، چې نور مې هېڅ وته نه ويلاى شول. په داسې حال كې چې زړه مې له درده څړيكې كولې، دغسې خواشينى ترې لاړم او خداى شته ساعتونه ساعتونه يې په كاله كې هم په كراره پرې نه ښودم. په دا بله ورځ چې ورسره مخامخ شوم، نو يو څه د ډاډګيرنې هڅه مې يې وكړه او كوښښ مې وكړ چې د راتلونكي لپاره يې هيله من كړم، خو ده، لكه هېڅ چې يې زما خبرو ته پام نه وي، نرم وموسل وې ويل:
_ پرون مې لكه چې ډېر خپه كړې.
ما هېڅ ځواب ورنه كړ او دې هماغسې موسكى شونډې وړاندې لاړ.
_بښنه غواړم... بيا به هېڅكله داسې خواشينې كوونكې خبره راڅه وانه ورې.
ما، مازې وويلاى شوه:
_نه،نه...
او غوښتل مې نورڅه هم ووايم، چې دى په خبر كې راولوېد او په هسې خوښې ټوكو كولو يې زما د خندولو هڅې پيل كړې او چې ترې تلم، نو رښتيا مې هم ښايسته ډېر خندلي وو.
شپې ورځې پر له پسې تېرېدې، زموږ ليده كاته د پخوا په شان روان وو. او موږ دواړه له دې امله راضي او خوشاله له ژوند سره په وړاندې تلو، چې يو مازديګر مې غني ناببره په خپل كارځاى كې ونه ليد. عجيبه وه دغه نن سهار مې لا ورسره ليدلي وو او اوس يې هېڅ پته نه لګېده. دې كار يو څه حيران كړم، مګر بيا مې هم دومره اندېښنه ورته ونه كړه. ځان مې په دې قانع كړ چې ښايي كوم ضروري كار ورپېښ شوى وي او دى يې لږ وختي د كار پرېښودلو ته اړ ايستلى وي، خو چې په دويمه او درېيمه ورځ يې بيا هم درك نه شو مالوم، نو زما په زړه هم ناارامتيا منګولې ښخې كړې. په څلورمه ورځ خو مې زياتي طاقت تمام و. هماغه و چې مازديګر له كاره د راتلو په وخت، ودانۍ ته له وررسېدو سره مخامخ بام ته وروختم او په كار لګيا استاكار، ګل استاد، مې له ستړې مشې وروسته وپوښته:
_استازه، دا څو ورځې وشوې چې ستاسو يو كاركوونكى، غني خان په خپل كار نه مالومېږي... چې دا ولې؟
ګل استاد خواشيني پاس راوكتل، وې ويل:
_ هو مامور صېب!... غني جان زياتي كار ته نه راځي.
_ ولي، خير خو دى؟.. خپله يې كار پرېښود، كه تاسې له كاره پسې واخيست؟
_ نه صېب، نه يې خپله كار پرېښود، نه بل چا له كاره پسې واخيست.. هغه غريب زياتي د كار كولو له ښې ووت.
دې ځواب يې يو دم ټكان راكړ، وارخطا مې وويل:
_ چگي شى (څه شى)؟~
ګل استاد په تعجب وويل:
_ نه يې خبر؟!
او چې ما ورته "نه" كړه، ده هم په لنډ ډول كيسه راته وكړه، چې څنګه تېره يكشنبه ودانۍ ته د راختو په وخت، د غني سر څرخېدلى او له بامه لاندې رالوېدلى و.
او پسې وې ويل:
_ دستي مو شپاخانې (روغتون) ته يووړ. هلته مالومه شوه چې درې پوښتۍ او ښي لاس يې مات دى. دا وخت حاجي صگيب (د ودانۍ څښتن) هم راورسېد. خير دې يوسي، مخامخ ډاكټرانو ته ورغى، ورته وې ويل چې په روپيو كې چورت مه وهئ، هرڅومره روپۍ چې پرې لګېږي زه ورته ولاړ يم. تاسې د سړې چاره وكئ... خو ډاكټرانو ورته وويل چې د پوښتيو ايلاج (علاج) به يې لا وشي. منګر (مګر) د لاس چاره يې نه كېږي.. هډوكي يې جزغۍ جزغۍ دي... هماغه وو چې په بند كې يې غوټ ورپرې كړ.
دې خبرو داسې وبوږنولم، لكه پر سر او مخ چې مې د غومبسو ځاله رالوېدلې وي. هېښ پېښ پر خپل ځاى ولاړ وم. دغسې لالهاده مې استاكار ته وركتل، چې د ودانۍ د څښتن په ستايلو سر شو:
_ له حاجي صېب سره دې خداى ښه وكي، ډېر نېك سړى دى... د غني جان د ايلاج ټول لګښت يې په غاړه اخيستى... هر وخت پوښتنې ته ورځي، هر ځل څه مېوه، څه خواړه ورسره وړي.
او په يوه له وياړ او احسانه ډكه لهجه يې پسې زياته كړه:
_ پنځه زره روپۍ يې نورې هم، دغسې وركړې!
په ما باندې خدازده ولې، د قار څپې راودانګل. بې اختيار وغُرېدم:
_ پنځه زره روپۍ، پنځه زره!.. هه... چې دا روپۍ خلاصې شي، نو بيا؟... د هغه لاس بيه، چې د چا په كار كې غوڅ شي، بس همدومره ده؟!
ګل استاد څو شېبې دغسې هك حيران راوكتل، خو هېڅ يې ونه ويل. او زه، هماغسې قارجن د روغتون په لور ترې وخوځېدم.

8/3/1357ل كال
كابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery