مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شعارونه، تاثيرونه

غونډه ورځ مې د "پاسترناك" د "ډاكټر شيواګو" په لوستلو تېره كړه. زياتي مې نو سر ډډ راته ولاړ و، په سترګو كې مې د يوې ليكې لوستلو شيمه هم نه وه پاتې. كتاب مې دغسې خلاص پر خپل ځاى كښېښود، پاڅېدم. كورتۍ مې واغوسته، په شمېرلو ګامونو له كوټې څخه دباندې راووتم. ځان ته مې وويل راځه سړيه لومړى څه تفرېح او هواخوري وكړه، بيا به په تازه ساه د ناول پاتې برخه هم پسې ولولې.
دباندې مې پر لوى سړك له پښې ايښودلو سر جوخت سوړ نمجن شمال پر مخ ولګېد. دې كار مې يې ځاى پرځاى زړه راتازه كړ. په شوق مې اوږده ساه وكښه، سږي مې د پسرلي له پاكې هوا ډك كړل. بيا مې ورو شا و خوا له نظره تېر كړل. دغسې مخامخ په راته نااشنا ښار كې رهي شوم، بې له دې چې كوم ټاكلي ځاى ته د رسېدو نيت دې ولرم. ما ته تر اوسه لا د دې وړوكي ښار ډېر څه نوي وو. تر اوسه مې يې لا ډېرې لارې كوڅې نه پېژندلې. خو هوا يې نن ډېره په زړه پورې وه. څو شېبې مخكې اورېدلى باران د سړك غاړو ته ولاړې ونې پاكې پرېولې وې او د سړك په كنډو كپرو كې يې دلته هلته واړه واړه ډنډونه جوړ كړي وو.
د ورېځو لويې اووړې ټوټې اوس هم د مالوچو د خوځنده درمندونو په شان د اسمان پر پراخه لمن دېخوا اې خوا كېدلې. له ځمكې څخه د لندو خاورو زړه راكښونكى بوى راته، چې زما هر وخت ډېر خوښېده. او د سړك پر غاړه د ويالې په اوبو كې ټنډو چونګښو ټوپونه وهل او سندرې يې ويلې. ما له دې ټولو څخه خوند اخيست. دغسې چورتي كرار كرار وړاندې تلم. د ښار پر دې برخه زړه وړونكى سكوت خپور و. سړك د خلكو او موټرو له ګڼه ګوڼې خلاص و، مازې وخت ناوخته به څوك پرې راښكاره چې هغه به هم شېبه پس بېرته له سترګو نيهام شو. نور نو زه تقريباً يوازې رهي وم او دا همداسې ښه وه. ځكه پدې ډول زه همدا اوس هم د "ډاكټر شيواګو" پېښو په ځان مشغول ساتلى وم. اوس مې هم د نوموړي پنډ ناول حوادث د ذهن په سترګو ليدل. زما د شا وخوا محيط سكوت او چوپتيا، په دې پاسته مازيګر كې زما دې په فكرونو كې ډوب حالت ته يو داسې زړه وړونكى قوت ورباخښه چې له زوره يې نور هرڅه رانه هېرول.
خدازده څومره او څه موده همداسې ځوړند سر او په چورتونو كې لاهو وړاندې لاړم. خو چې يو وخت مې سر راپورته كړ، پوه شوم چې ښايسته ډېره لار مې وهلې وه. دا و له ښاره يومخ ګوښي لويې او پراخې څلورلارې ته رارسېدلى وم. څلورلارى مې وپېژانده. يوځل مخكې هم له همدې څلورلاري تېر شوى وم. د ښي لاس واټ يې زما كوټې ته لار ايسته او مخامخ پراخ سړك يې له ښاره سيخ دباندې ووت. ما يې يوازې د كيڼ لاس سړك وهلى و، چې ښه ډېر مزل وروسته يې سړى اخر بازار ته رساوه. ابل وار مې دومره په ځير نه وو ورته كتلي، مازې په بيړه مې د خپلې كوټې لوري ته لار په مخ كې ترې اچلې وه، خو دا ځل مې سترګې څو شېبې پرې مشغولې كړې. هرڅه عادي وو. لويه او پراخه څلورلارى ، د هر ورته راخلاص سړك په خوله كې د ولاړو ترافيكي اشارو خادې، دلته هلته يوه تنها ولاړه ونه او د بلې هرې څلورې لارې په شان دلته هم ګردچاپېر د سرو سرو انقلابي شعارونو لوحې. د شعارونو په لوستلو مې پيل وكړ. مخامخ پر يوه لوحه په پريړ سره رنګ ليكلى دا شعار ليدل كېده: "په وړاندې له فرد څخه د فرد په لاس له استثماره د خلاصې ټولنې پر لورحه". پر بلې لوحې "ژوندۍ دې وي سوله، ډموكراسي او ټولنيز عدالت" ليكل شوى و. څنګ ته يې د "ژوندى دې وي كارګري انټرناسيوناليزم" لوحه ولاړه وه. پر يوه بله لوحه يې په پاړسي ژبه ليكلي وو: "نان به ګرسنه، لباس به برهنه، كار به كارګر، زمين به بزرګر، اين است شعار ما" د هغې څنګ ته بيا په پاړسي ژبه د "زنده باد احترام به مقام والاى انسان" شعار ليكل شوى وى، تر هغه ور اخوا: "په وړاندې له هر ډول تبعيض، ستم او محروميت څخه د خلاصې ټولنې پر لور" او بيا پر يوه بله لوحه د يوه هوسا، بسيا او سرلوړي افغانستان د جوړېدو غوښتنه شوې وه. په يوه بل شعار كې خو يې بيا د افغانستان محروم او مظلوم ولس نه يوازې د هېواد د ټولو مادي او معنوي شتمنيو خاوند ګڼلى و، بلكې خلقي دولت او خلقي انقلاب يې هم د دوى لپاره او د دوى په خدمت كې باله.
بس همدا پر له پسې شعارونه او په هر يوه كې د يوه نېكمرغه ژوند د جوړولو او له هر ډول محروميت او ستم څخه د هېوادوالو د خلاصون او ژغورون ژمنې او وعدې. ما دا ټول شعارونه پېژندل او خداى شته هر يو مې يې بې شمېره ځله نور هم په هر ځاى كې لوستى و. خو سره له دې مې اوس بيا هم يو په بل پسې لوستل او هر يوه ته څو شېبې ځير كېدم.
همداسې مې د شعارونو د لوستلو په موخه سترګې له يوې لوحې څخه بلې لوحې ته وراړولې، چې هلته لږ ليرې يو جګ نرى ځوان تر سترګو شو. ځوان له ختيځ لوري څلورلاري ته راروان و. تور كميس او خړ پتلون يې اغوستى و. ځوړند سر چورتي غوندې ورو ورو وړاندې راته. ځوان نور او نور هم وړاندې راغى، چې څلورلاري ته راورسېد، اوږد اسوېلى يې وكيښ، سر يې راپورته كړ. زه يې وليدلم. خو ما ځان ناګومانه واچاوه. دغسې مې تر سترګو لاندې د هغه څارل جاري وساتل. له دې سره مې زړه هم خداى شته لږ راته په درزا شو. خو ژر مې ځان بېرته راټينګ كړ، هماغسې مې په پټه د ځوان څارلو ته دوام وركړ. ځوان څو شېبې چوپ او كرار پر خپل ځاى ودرېد، بيا يې سترګې له ما څخه د شعارونو لوحو ته ورواړولې. هرې يوې ته به لنډه شېبه ځير شو. لكه له ځان سره چې يې لولي، شونډې به يې ورو ورو پرې وخوځولې. چې د يوې لوحې له لوستلو او فكر پرې كولو به راخلاص شو نو ابلې لوحې ته به يې سترګې ترې ورواړولې. خو په يوه شعار كې يې سترګې دغسې ښخې پاتې شوې. ما هم غلي لوحې ته سترګې ورواړولې. پرې ليكلي وو: "په وړاندې له هر ډول تبعيض، ستم او محروميت څخه د خلاصې ټولنې پر لور" ځوان څو شېبې تېره تېره شعار ته وكتل، له دې سره د قار څپه پرې ورغله، سترګې يې غټې غټې راووتلې. زما د زړه درزا لا زور واخيست.
لا مې دغسې په چورتونو كې ډوب وركتل، چې ځوان يو دم وخوځېد، په بيړه پر شعار وررهي شو. چې ورورسېد، مخامخ يې شعار ته لاړې ورتو كړې، په لوړ ږغ يې ښكنځل ورته وكړل. زه د ځوان دى كار هك پك كړم. له حيرته په وازه خوله مې ځوان ته وركتل، چې هماغسې مخامخ شعار ته ولاړ و او يو عالم كركو يې په سترګو كې څپې وهلې. لا مې څه نه وو ويلي چې قارجنې سترګې يې ما ته راواړولې، له هماغه ځايه يې راته وويل:
_ احمقان... فكر كوي چې يوازې په شعارونو خبر خلاصېږي.
او په داسې حال كې چې هماغسې قارجن يې راكتل، راباندې رارهي شو. زه تلولي غوندې شوم، خو د څه كولو توان نه و راكې پاتې. دغسې له حيرته پر خپل ځاى مېخ ولاړ وم، سرګردانه مې ځوان ته وركتل، چې په غټو ګامونو زما پر لوري رادرومي. چې راورسېد، بې له دې چې زما له خوا كوم غبرګون يا څه ويلو ته ماتل شي، په خپله يې شعراونو ته لاس ونيو، پسې زياته يې كړه:
_ ته دا د خنزيز زمن ګوره... ټول ملك يې په دې ښايسته شعارونو ډك كړي ...هرځاى همدا د ستم او له ظلمه د خلاصون خوبونه...هر ځاى همدا د نېكمرغۍ او سوكالۍ غوړې وعدې.. رذيلانو، له كوم ظلم او ستمه خلك خلاصوئ؟ تر ټولو ډېر ظلم او ستم خو تاسې پر خلكو كوئ... كومه نېكمرغي او سوكالي خلكو ته وربښئ؟ تر ټولو ډېره بدمرغي او بدحالي خو تاسې پر خلكو راوستلې...
ځوان دا وخت لنډه ساه ونيوه، دغسې نېغې يې سترګې زما سترګو ته ونيولې، لكه د خپلو خبرو اثر چې په كې لټوي. بيا يې په داسې حال كې چې يوه يوه شعار ته لاس نيوه، وړاندې پسې لاړ.
_ ګوره... دلته خلكو ته د ازادۍ او مصئونيت وعده وركوي، خو هلته يې ټول وطن پر خلكو سور تنور ګرځولى، هر لور ترور او اختناق، هر لور د بېګناه خلكو نيول، كشول او تر شكنجو لاندې وژل... دلته خلكو ته د كور، كالي او ډوډۍ شعارونه وركوي او هلته درګرده لګيا دي د خلكو هستي او زندګي ترې لوټوي... كوم كور؟ كوم كالي؟ كومه ډوډۍ؟... دلته د انسان لوړ مقام ته د احترام خبرې كوي او هلته د ټول ولس په ترټلو او سپكولو اخته دي... هر لور ظلم، هر لور ستم، هر لور د بېګناه خلكو نيول او وژل او لوټل... او له دې ټولو سره بيا هم خلكو ته د خدمت ټټر وهل، خلكو ته د ازادۍ، نېكمرغۍ او سوكالۍ او له هر ډول تېري او ستمه د خلاصون خوبونه ورليدل...
ځوان دا وخت بيا لنډ تم شو، خو ما لا څه نه وو ويلي چې بېرته يې پسې زياته كړه:
_ نه پوهېږم چې د ا سركوزي په كومه نېشه كې ډوب دي، چې داسې يې سترګې دې راالوتونكي توپان ته ورړندې كړي... فكر كوي چې خلك هم د دوى په شان احقمان دي؟... فكر كوي چې د دې خلكو نو نه سترګې شته، چې د دوى جنايتونه پرې وويني، نه ماغزه چې د دوى د دې غوړو شعارونو او كرغېړنو كړنو ترمنځ فرق وكړي؟... فكر كوي چې يوازې د ډوډۍ د شعار په وركولو به نو د خلكو ګېډې هم مړې شي؟ ها؟... فكر كوي چې په مازې تشو شعارونو به نو ټول كارونه هم سره سم شي؟. ها؟....
او چې ما بيا هم څه ونه ويل، ځوان نېغ زما سترګو ته سترګې ونيولې، په حيرانوونكي ډاډ او غوڅه لهجه يې وويل:
_ وروره! زه تا نه پېژنم، چې څوك يې او د كم ځاى يې. خو هر څوك چې يې دا يوه خبر مې ښه په ټينګه واوره... دا ځاى يې نښه... كه دا وضعيت همداسې روان و، لكه دا اوس چې دى، نو ډېر ژر به دا خلك د خپلو دې غوړو شعارونو تاثيرونه هم په خپله وويني.
ځوان چې دا خبره وكړه، زياتي ماتل نه شو. زه يې دغسې هك حيران پر خپل ځاى پرېښودم، خپله په كلكو ګامونو لويديځ په لور رهي شو. ما په بېشمېره فكرونو كې ډوب ښايسته ډېر ګړى تر شا ورپسې وكتل. وروسته له هغه مې سر راپورته كړ، پاس اسمان ته مې وكتل او په مخامخ سره شفق كې مې سترګې ښخې پاتې شوې.
د مرغومي اتمه/1357ل كال
كابل- افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery