مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

معياري ژبه څه ته وايي ؟


معياري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي ديوه ژبني قلمروپه هره جغرافيايي سيمه کي دپوهېدلووړوي .معياري ژبه دادبياتو او ميډياژبه وي اودا ديوې ژبي هغه ځانګړې نوعه (variety) ده چي قانوني يا يوڅه قانوني دريځ ورکړه سوی وي . ويل کېږي چي داديوې ژبي صحيح ترينه لهجه (dialect) ده . معياري ژبه زياتره (هروخت نه ) ديوه هيواددپايتخت پرژبه تکيه لري . دژبي دغه شکل په ځانګړې توګه هغوزده کوونکوته ورزده کېږي چي غواړي دغه ژبه زده کړي اود همدې ژبي ټول ليکلي متون هماغه دمعيارپه نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي .
ځيني په نړيواله سويه منلي سوي ځانګړتياوي چي يوه معياري ژبه په تشخيص کېږي ، دادي :
ــــ يومنل سوی قاموس ياقاموسونه چي ټول معياري سوي لغاتونه اودهغواملاء پکښې درج وي ؛
ــــ يومنل سوی ګرامرچي دژبي ټول شکلونه ، قاعدې اوجوړښتونه پکښې ثبت سوي وي اوهم داخبره پکښې څرګنده سوې وي ، چي کوم شکلونه بايداستعمال سي اوکوم بايدنه سي ؛
ــــ دتلفظ يومعياري اومنل سوی سيسټم چي ويونکي ورته ديوه علمي اومناسب تلفظ په سترګه وګوري اودغه رازله سيمه ييزواغېزوڅخه پاک وي ؛

ــــ يوه موسسه (institution)چي ددغي ژبي داستعمال چاري پرمخ بيايي اودهغې داستعمال دنورمونوپه ټاکلوکي واک (authority) ورکړه سوی وي . لکه دفرانسې اکيډيمي Academie francaise يا رويال سپېنيش اکيډيمي Royal Spanish Academy چي صلاحيت لرونکي موسسې دي ؛
ــــ ديوه داسي منشورياقانون سته والی چي دغي ژبي ته دهيوادپه قانوني سيسټم کي رسمي قانوني ځای ورکړي ؛
ــــ په عامه ژوندکي ( په محاکمواومقننه موسسوکي ) ددغي ژبي کارول ؛
ــــ دادبياتويومرکزدرلودل ؛
ــــ په همدې ژبه باندي دمهمومقدسوکتابوژباړل چي دويونکوله نظره سپېڅلي اومعتبروي ؛
ــــ په ښوونځيوکي دژبي دمعياري ګرامراواملاء تدريسول ؛
ــــ بهرنيوزده کوونکوته دتدريس له پاره دژبي دغه ځانګړې بڼه يالهجه ټاکل .(١)

دمعياري ژبي منځ ته راتلل دبېلابېلوژبنيوتجويزونودبرياليتوب نمايندګي کوي . دهغې ټاکل دامعنالري، چي دهغوسيموژبه نورله ارزښته لوېدلې ياغورځول سوې ده،چي له دغه معيارسره توپيرلري . ددې خبري بيامعناداده چي په ځينوهيوادوکي دمعياري ژبي ټاکنه يوه ټولنيزه اوسياسي مسئله ده .
دمثال په توګه په ناروې کي دوې موازي معياري ژبي سته . يوه يې Bokmal نومېږي چي تريوې اندازې پوري دډنمارکۍ سابقې پرهغه سيمه ييز تلفظ باندي ولاړه ده چي پرناروې باندي دډنمارک دواکمنۍ پروخت رواج و،اوبله يې Nynroskنوميږي چي دابيادلويديځي ناروې دلهجوله ترکيبه جوړه سوې ده . خوايټالويان چي حتی ترنارويژيانو زياتي يوله بله مختلفي لهجې لري ، بياهم يوه معياري ايټالوي لري . عجيبه لاداده چي دايټالويانومعياري ژبه دروم پرلهجه باندي تکيه نه لري ، بلکي دفلورانس پرلهجه ولاړه ده . په اسپانيا کي هم معياري اسپانوي دماډريډ پرګړدودباندي نه،بلکي دډېرليري شمالي ولايت Valladolidپرويناولاړه ده. په ارجنټاين اويوروګوای کي بيامعياري اسپانوي ددغوهيوادودپايتختويعني دبونيس آيريس او مونتيويدو د لهجوپربنسټ تدوين سوې ده .

معياري جرمني بياديوه ټاکلي ښارياسيمي پراساس منځ ته نه ده راغلې بلکي دڅوسووکلونوپه اوږدوکي يې انکشاف کړی دئ . ددغو څوسووکلونوپه اوږدوکي ليکوالوهڅه کوله ، داسي رازليکنه وکړي چي په يوه پراخه ساحه کي دپوهېدلووړوي .د١٨٠٠ ع کال تر شاوخوا پوري معياري جرمني يوازي په ليک کي موجوده وه . په دغه وخت کي د شمالي جرمني اوسېدونکوته، چي دمعياري جرمني ژبي پرخلاف يې د ټيټي جرمنۍ ژبي لهجې ويلې ، معياري ژبه لکه يوه بهرنۍ ژبه داسي ايسېدله اودخارجي ژبي په شان يې زده کوله . وروسته شمالي تلفظ د معيارپه توګه ومنل سو اوپه جنوب کي يې هم خپوروکيښ . ورپسې د Hanover(۲)په شان سيموکي سيمه ييزه لهجه يومخيزه مړه سوه .
په معياري فينلينډي ژبه کي دلغاتواساسي جوړښتونه زياتره د لويديځي فينلينډۍ لهجې پربنسټ جوړسوي دي .

په يوناني ټولنه کي تراوسه لاهم دويلويوه معياري ژبه نه ده رامنځ ته سوې ځکه په يونان کي هره کميونيټي خپل ځان پرنورو ګاونډيو ټولنو باندي دلرغونتوب ، وقار، ذکاوت اونورو وړتياوو له مخي لوړه ګڼي . دوی تل دقدرت ، ثروت اونفوذپرګدۍ يوله بله سيالۍ کوي اودې ته حاضرسوي نه دي چي دحکومت ترقانون په هاخوادي دژبي قوانين هم ولري . (۳)

په جنوبي اسياکي دهندوستانۍ ژبي دوومعياري لهجوته رسمي بڼه ورکړه سوې ده چي هغه دوې لهجې هندي ، دهندوستان رسمي ملي ژبه ، اواردو، دپاکستان رسمي ملي ژبه اودهندوستان رسمي محلي ژبه ده . په نتيجه کي له هندوستاني ژبي څخه زياتره هندي ــ اردو مراد وي .
نوري معياري ژبي ډېرپرله پېچلي اړخونه نه لري . دپاريس د فرانسوي ژبي تفوق دمعاصرفرانسوي ادب تاريخ په اوږدوکي په پراخه اندازه منل سوی دئ اوچاڅه پکښې ويلي نه دي .
دبريتانياپه انګرېزۍ کي معياري تلفظ دلندن ښاردممتازو طبقو پر ژبه باندي ولاړدئ اودغه رازدانګلستان دښوونځيو دخصوصي بورډ پر sociolect باندي تکيه لري .

دامريکاپه متحده ايالاتوکي دامريکايي انګرېزۍ بېلابېل ډولونه سته خوعمومي امريکايي لهجه رسمي نه ده ځکه په هغې باندي زياتره امريکايان په روانه توګه پوهېږي . په داسي حال کي چي دامريکا د متحده ايالاتوفيډرال حکومت رسمي ژبه نه لري ، زياترو امريکايي ايالتونوانګرېزي ژبه درسمي دولتي ژبي په توګه ټاکلې ده اوپه هغو کي لوزييانا، نيومکسيکو،هاوايي،پيرتوريکو،ګوام، او امريکايي ساموواانګرېزي اويوه بله ژبه درسمي دولتي ژبوپه توګه غوره کړي دي . دشمالي ماياناټاپوګان درې رسمي ژبي لري .
عربي ژبه چي دپنځه ويشتوهيوادورسمي ژبه ده اوتقريباٌ دوه سوه اوياميليونه تنه ويونکي لري ، دمعياري (ادبي) ژبي پرڅنګ يې خورا ډېري سيمه ييزي لهجې، چي عاميانه عربي (Colloquial Arabic) ورته وايي ،هم سته . دعربوپه نزدادبي عربي ،معياري عربي (اللغه العربيه الفصحی ) ده . له ادبي عربي څخه يې مراددقرآن ژبه اوپه شمالي افريقااومنځني ختيځ کي دډله ييزورسنيو(ميډيا) ژبه ده . په ميډياکي ټول ليکلي آثار، کتابونه، ورځپاڼي ، مجلې اورازرازاسناد راځي . عاميانه يالهجوي عربي له کلاسيکي عربۍ څخه ټولي راپيداسوي ملي اوسيمه ييزي عربۍ دي چي په شمالي افريقااومنځني ختيځ کي د ويلوورځنۍ ژبي دي . په دغولهجوي ژبوکي ښه پوره اندازه ادبي آثار، په تېره بياډراماټيک ادبيات اوشعرونه سته.خوکلاسيکه عربي د ټولو عربي هيوادورسمي ژبه ده اوپه ښوونځيوکي هم داژبه تدريس کيږي .

دهرهيواد تعليم يافته عرب هم خپله سيمه ييزه لهجه او هم په ښوونځيوکي زده کړې ادبي عربي لږوډېره وايي . دعربي ژبي مصري ، مغربي ، شامي، عراقي، خليجي، اندولسي، سوداني ، حجازي، نجدي اويمني لهجې ديادوني وړدي .
تردې لنډويادونووروسته به هغه بهېرلږڅه په تفصيل سره بيان کړم چي دمعياري انګرېزۍ دمنځ ته راتګ تروخته په انګلستان کي تېر سوی دئ .
په اتلسمه پېړۍ کي دمعياراصطلاح دانګلستان په هغوساحوکي ډېره کارېدله چي دژبي په باب څېړني اوبيانونه پکښې کېدل . دې خلکو معيارته د يوه ژبني ارزښت په توګه کتل اوزياريې ايست چي دغه ارزښت تر لاسه کړي اوپه ټولنيزه توګه په رسميت وپېژندل سي .

معياريت دغه وخت ترزياتې اندازې پوري دتصفيې اوسوچه توب په مفهوم پېژندل کېدئ.سويفټ (Swift)،چي داوولسمي پېړۍ د فيلسوف جان لاک John Locke نزدې معاصرو ، پخپل يوه وړانديز کي دانګرېزي ژبي دتصفيه کولوغوښتنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چي دا تصفيه به همېشنۍ وي . ده پردې خبره ټينګارکاوه چي ژبه دي تريوه ټاکلي حالته پوري تصفيه سي اوبيادي نودغه حالت پخپله ديوه اعتباري معيار په توګه ومنل سي چي دهغه له مخي دژبي ويونکوته لارښوونه وسي . دده دغه ټينګارداتلسمي پېړۍ په زياتروژبنيو نظرياتوکي يوه مسلطه موضوع سوه . دسويفټ په تعقيب لارډ چسټرفيلډLord Chesterfield دانګرېزي ژبي د سوچه کولواو وروستي ځل سمولوږغ وکړ. دغه رازيې څرګنده کړه چي ژبه بايدديوه معيارله مخي تصفيه سي چي بيانوديوې نمونې په توګه کاروکړي . چسټرفيلډ له دې امله ډېرخواشينی و،چي ترهغه ګړيه پوري ولي انګرېزي ژبي کومه ټاکلې معياري بڼه نه درلوده . خوپه دې يې بيازړه ښه و، چي دمعيارله نه سته والي سره سره په انګرېزي ژبه کي دمقدس کتاب هغه ژباړه پرته وه چي King James سر ته رسولې وه . داتلسمي پېړۍ ګرامريان زياتره په دې عقيده وه، چي دانجيل همدغه ژباړه ډېره ښه معياري انګرېزي ده . په دغه مقدس کتاب کي کارسوي ژبي دوه رازه اعتباردرلود، چي يويې ژبنی اوبل يې ديني و. پردې نظرباندي تر نونسمي پېړۍ پوري لاترزياتي اندازي پوري توافق موجودو.

هيجنسنHiggenson په دې باب ليکلي وه چي دانجيل انګرېزي په عملي توګه زموږدژبي معياردئ په هغه کي دنورو زياتوتاثيراتو تر څنګ دانګرېزي ژبي دښووني وسايل سته چي په پرتلېزه توګه يې ددوه نيموسووکالوپه اوږدوکي بدلون نه دئ موندلئ . هيڅ يوې اکاډيمۍ يا معتبري ډيکشنرۍ ددې توان نه دئ موندلئ چي دغه راز عام سټنډرډ دي منځ ته راوړي ، يادي ملت ته دغه شان متحدالشکله لارښووني وړاندي کړي .
دهيجنسن په استدلال کي دوه ډېرمهم ټکي دادي چي دمعياردواړي معناوي پکښې په پام کي نيولي سوي دي . دی وايي چي دانجيل دغه ژباړه دانګرېزي ژبي معياردئ اوددې معناداده چي دغه معيارته بايد په اعظمي توګه مراجعه وسي . دی انجيل ته په دې خاطرهم دمعيارپه توګه قايل دئ چي هغه ديوې راغونډونکي اويوموټي کوونکي قوې په توګه کارورکوي،دداسي قوې په توګه چي خلګ ديولړ ځانګړو ارزښتوپر شا و خواباندي راغونډېدلوته رابولي .(۴)
هغه څه چي موږته په دې نظرياتوکي په زړه پوري دي ،دادي ،چي په هغه کي دمعياردواړه معناوي په ګډه سره کارسويدي . معيارله يوې خوا د داسي يوه ارزښت په توګه راڅرګندسوی دئ چي بايدترلاسه سي اوبل وار بياديوه متحدالشکل عمل په توګه رامنځ ته سوی دئ چي بايدترسره سي . اوددې پرڅنګ داخبره هم له دلچسپۍ خالي نه ده ، چي دليکلواو ويلو ژبه بايدسره پتلېس سي . اساسي پوښتنه داده چي آيا له ژبني معيارڅخه مراديوه ځانګړې سطحه ده چي په ليکلې ژبه کي ځان بايدورورسول سي اوکه يوه ځانګړې سطحه ده چي دويلوپه ژبه کي بايدځان ورورسول سي ؟ ددغي سخرغوټي خلاصول په حقيقت کي يوه ډېره سخته ستونزه ده اوددې ستونزي داوارولوله پاره دهغو هڅو مطالعه ضروري ده چي دمعياري ژبي داصطلاح دکارولوپه برخه کي يې د نونسمي اوشلمي پېړۍ له ژبنيوڅېړنوڅخه څرک ايستلای سو. زه به په دې برخه کي هغه ستونزي وسپړم چي په نونسمه پېړۍ کي انګليسي ژبپوهان ورسره مخامخ سوي وه . په دې ستونزو کي يوه د لهجې اوژبي دتشخيصولوستونزه وه اوداداسي يومشکل و، چي حلېده يې اسانه کارنه و.

په انګلستان کي دانګرېزي ژبي دمعياري کولودهلوځلوپه وخت کي دلهجې مسئله يوه جدي موضوع وه . دهغي داهميت اوپه معيار ټاکنه کي وهغې ته پاملرنه دمعياريت دخوځښت دبرخه والوپه ليکنو او ويناووکي ډېره توده مسئله وه. مايکل جان (Meiklejohn) خو حتی ٌ ژبه يوه لويه لهجه ګڼله اولهجه يې يوه کوچنۍ ژبه بلله . ٌ(۵).

امريکايي ژبپوه ډوايټ ويټني (W.Dwight Whitney) خو لادلهجوپه برخه کي نورهم پر مخ تللی دئ اووايي ٌ په رښتينې معنا سره هرفردد بل فرد په نسبت بيله ژبه وايي . دژبي هرويونکی په تلفظ او دلغاتوپه درک او استعمال اودغه رازدژبي په ګرامريت grammaticality کي فردي پېچلتياوي او ځانګړتياوي individual quirks & peculiarities ، لري ... د هر يوه مفکوره ،چي دلغاتوداستعمال له مخي يې وړاندي کوي ، له بل يوه سره توپيرلري . په دغه توپيرکي دده دکرکټر، پوهني او احساساتو ټول فرديت شامل دئ . ٌ (۶) خودويټني نظرياتو هم جدي تناقضات درلودل . که دده له دې نظرسره ، چي ويل يې هرفرد د بل فردپه نسبت بېله ژبه وايي ، موافقه سوې وای نوديوه هيواد د واحدي ژبي درلودل خوبيخي له امکانه وتل . ديوې واحدي او متحد الشکله ژبي دپلويانو سر هم په دغوتوپيرونوباندي ښه خلاص و. دوی هڅه کوله چي ددغي ستونزي له پاره يومنلی حل پيداکړي . دلهجوله پامه ايستل اونفی کول دمسئلې حل ورته نه ښکارېدئ . ددې معضلې لومړی حل داو، چي دژبي يوبشپړقاموس تدوين سي چي په هغه کي د ژبي ټوله موجوده زېرمه دهغې له تلفظ سره يوځای خپره سي . دمخه تر دې چي دغه رازيو قاموس برابرسي ، دانګرېزي لهجويوه ټولنه جوړه سوه (١٨٧٣ع) چي English Dialect Society نومېده اوپـــــــه لنډ ډول يې ( EDS) بلله . ددې ټولني هدف دهغولغاتوراغونډول وه چي نور ورته په معياريت باندي قايل نه وه . ددې پرڅنګ يې دغه لاندي اهداف هم ځان ته ټاکلي وه :
ـــ دټولوهغوکسانو چي دانګلستان په محلي لهجوکي مطالعه کړې وه اوهغوکسانوچي دمحلي انګرېزۍ له مضمون سره دلچسپي درلوده، سره راغونډول ؛
ـــ ديوه عمومي مرکزدجوړېدوله لاري دمحلي لغاتودراغونډونکو د کارونوخوندي کول څوترهغه وروسته دټولودغولغاتودثبتولوله پاره موادبرابرسي ؛
ـــ دبېلابېلوهغوډيکشنريو(collections of Provincial English Words) بيا چاپول ، چي نادري موندل کېدلې ياپه لږتېراژ چاپ سوي وې ؛

ــــ دهغوسيمه ييزو لغاتودمجموعوچاپول چي په هغه وخت کي يې خطي نسخې موجودي وې ؛

ـــ دلغاتودغونډونکو،زده کونکواوټولوهغوکسانوله پاره د اطلاعاتي منابعوماخذونه برابرول چي په دې برخه کي عمومي ياځانګړې دلچسپي ولري . (۷)
له دې کارسره دپوهانوعمومي دلچسپي پيداسوه . ماکس ميولر (Max Muller) ترادبي ژبي پرلهجوباندي کارته دلومړيتوب حق ورکړ اووې ليکل :
ٌ ... ادبي اصطلاحات مصنوعي دي ... دژبي واقعي اوطبيعي ژوندله هغه استبدادسره سره، چي دکلاسيکواوادبي اصطلاحانوله خواسوی دئ ،دهغې په لهجوکي دئ ... ٌ . (۸). دماکس ميولر نظريه که څه هم ډېره استقبال نه سوه خو دهغه د نظرياتويوه برخه د سټينډرډ ژبي دپلويانود کارپه بهېرکي دمنلوموقع وموندله .
چي خپلي خبري سره رالنډي کړم دسټنډرډژبي دمنځ راتګ جريان په پای کي بري ته ورسېدئ اودWest Saxonلهجه دمعياري ژبي له پاره اساس وګرځېد اوداکسفورډ ډيکشنرۍ په برابرولو سره دبري لوړ پړاو ته ورسېد .داډيکشنري دمعياري ادبي انګرېزۍ له پاره يوه تيوريکي منبع سوه . موريس R.Morris وليکل : ٌ زموږاوسنۍ معياري انګرېزي په لومړي سرکي يوه سيمه ييزه لهجه وه ،چي ترټاکلو شرايطولاندي د يوې ادبي ژبي پوړته ورلوړه سوه . داشرايط نورولهجو ته ميسرنه ول . ٌ
ددې بحث په پای کي بده نه وي چي ووايم په دغه وخت کي د انګلستان خلګ ، نارينه په سلوکي ٦٦ اوښځي په سلوکي ٥٠ دليک لوست په نعمت نازول سوي وه ( د١٨٤٠ احصائيه ). دا سلنه (فيصدي) دهماغي پېړۍ په پای کي په سلوکي ٩٧ ته لوړه سوه(۹). دااحصائيه موږپښتنوته بايدراوښيي چي ژبني معيارته رسېدل دليک لوست دسطحي څومره لوړېدل غواړي .

(١) له Wikipedia دايره المعارف څخه دانټرنيټ په مرسته .
(۲)دهانووراوسېدونکي دلومړي جورج له وخته بيا د ويکټوريا تر زمانې پوري دانګلستان په پاچاهي قلمروکي شامل وه .
(۳) حاشيه :ټوني کراولي ـــ ١٠٧ مخ
(۴)دانجيل دغي ترجمې ته ژبپوهانوپه هغه نظرکتل چي دعربي ژبي پوهان دقرآن عربي ته دادبي او معياري ژبي په سترګه ګوري . په دغودواړو نظروکي ترژبني اصل مذهبي تقدس ترډېري اندازې پوري طرحه دئ او دې نظردژبي دمعيارټاکلوپه ستونزمنه لارکي ديوه توافق له پاره ډېره ښه زمينه برابره کړې وه .
(۵) ټوني کراولي ـــ ٨١ مخ
(۶) ټوني کراولي ٨١مخ
(۷)ټوني کراولي ــــ ٨٨،٨٩ مخونه
(۸) هماغه اثر ــــ ٩٠مخ
(۹) وګ : ټوني کراولي ٨٧ مخ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery