مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ټکي په ټکي ژباړي ـــ تلفظي بېخوندۍ


دډېوې په تېرو دوو ګڼوکي د (نوارغزه ) پرټکي په ټکي ترجمې باندي خبري سوي دي . په دې باب زماسره يوه خاطره سته چي خپله ليکنه به په همدې پيل کړم . زه چي په کابل کي وم ، دباختراژانس په پښتوڅانګه کي مي څه موده دبالمقطع اجيرپه توګه اوبياوروسته درسمي غړي په صفت کارکاوه . ددفترغړي ټول دپښتوژبي خواخوږي وو . مشر مو دپښتوژبي شاعر ، ليکوال اوپه مطبوعاتو کي د نسبتاً اوږدې سابقې لرونکی و . چي رشتياسي ، په ترجمه کي يې خارق العاده استعداد درلود . په دومره دقت اوچټکۍ سره چي ده ترجمه کوله ، زموږديوه هم له وسه پوره نه وه . له دې ټولوصفتوسره بياهم د مقاماتو په نزدکږلی و ځکه چي د واکمن ګوندغړيتوب يې نه ﻻره . موږ ټولوپه ژباړه کي يورازبيروکراتيک اواداري خنډونه درلودل اوهغه داچي دمطالبوپه ترجمه کي مو ٌ ميرزايي ٌ هم په پام کي نيوله . هڅه موکوله چي اداري مسئوليت ځانوته متوجه نه کړو . دې کار ټکي په ټکي ترجمې ته اړتيا پېښوله اوهغه هم په دې دليل چي که سبا چا پوښتنه وکړه پلانی ټکي ولي دارازترجمه سوی و ؟ ، موږبه ورته ووايو ٌ چيزی که دخط بود ٌ . استادپوهاندزيارصاحب به هر وخت زموږله ټکي په ټکي ترجمې څخه ډېر سر ټکاوه . يووخت د( نوارغزه )له ترکيب سره مخامخ سو . ددفترپه پکتيا والو غړوکي يوه (تړانګه) پېشنهاد کړه ، ما ( تراډه ) وړاندي کړه اوبل يوه بل څه . يوه خوﻻپه ټوکــــــــــوکي ( پټۍ )سمه ترجمه ورته وبلله اود( قطع نوار ) مثال يې راووړ، چي ډېرموپر وخندل . دمقاماتوله څپېړي څخه د خلاصون په خاطـــــربايد د ( نوار )له پاره يوه کلمه پر ( غزه ) باندي زياته سوې وای . کنه نوسمه خبره خوداوه چي يوازي مو ( غزه )ليکلې وای . په پای کي داسي سوه ،چي که به له نوارغزه سره زه مخامخ سوم ،تراډه مي ليکله اونوروبه تړانګه اووزماپه خيال دترجمې داصلاح په وخت کي دواړه ( دغزې په ناوه ) اوښتل ! چي دابه بياترهغو دواړو ﻻ شوډنګ و . کله کله چي به د دفتر دمشرپه غياب کي مايابل چا دژباړل سوي متن دسمولوچانس مونده نوبه يا تړانګه تېرېدله يابه تراډه . په داسي حال کي چي( تراډه ) او ( تړانګه ) دواړه له يوې جغرافيايي ساحې سره راوړل ، بېخونده ايسېدل . په پای کي لکه چي ( تړانګي ) ميدان يووړ اويووخت مي له بي بي سي څخه هم واوريدله . مشکل داو، چي له پوهاندزيارصاحب پرته چي هروخت به پرموږراګرزېدی او ګټوري ﻻرښووني به يې راته کولې ، نورنونه يوه ټاکلې موسسه وه چي ژبه دي کره کړي اونه هم يوه واحده مرجع . د اژانس پښتوڅانګي يو راز پښتوليکله اوورځپاڼو بيا پرخپل سر ډنګوله اوبل رازژبه يې ليکله . په داسي حال کي چي د اژانس ژبه بايد تر ټولو غوره ، کره ، خوندوره او داولس ژبې ته نزدې او په اصطلاح معياري ژبه وای داځکه چي ډېروخلکواورېدله . دکابل راډيوويندويوبه بيا د نويوکلموپه تلفظ کي پرابلمونه درلودل چي د څوناسموتلفظونو په باب به څوکرښي وروسته وږغېږم . په نړۍ کي د مطبوعاتوژبه تربل هر ځای ډېره کره اوفهم ته نزدې ژبه وي مګر زموږ د اژانس دترجمې په څانګه کي ، چي غړي يې ټول زماډېرصميمي دوستان اوپرپښتني کلتورمين خلک وو ، ددفتر له مشراويودوو تنو پرته چي دپښتوژبي په ليکنه اوژباړه کي يې سابقه درلوده ، نورټول زماپه ګډون غيرفني خلک وو اويوازي دماموريت د تغيروتبديل په لړکي ياديوې ګولې مړۍ پيداکولوپه خاطرتراژانسه رارسېدلي وو . همداعلت و،چي د مطبوعاتوپه ژبه کي بېخوندي ليدل کېدله اودخلکوله ژبي څخه ورو ورو پردۍ کېدله . په دې برخه کي پښتو يوازي نه ده ، بلکي پاړسي ډېره پردمخه ده . اوسنۍ ليکلې پاړسي خو داولس له ژبي سره بېخي ډېره فاصله لري .
دتلفظي بدلون په برخه کي به زه يوڅوکلمې دنمونې په توګه راوړم چي اولس يې يو رازاوکابلي سوو پښتنواودهغوپه تقليد يې مهاجر سوي پښتانه بل رازتلفظ کوي .
دنده ـــ دې کلمې دوظيفې ، مصروفيت په معنامطبوعاتوته له څو کلونوراهيسي ﻻرموندلې ده . په لويديځه لهجه کي يې د ( بنده )پر وزن تلفظ کوي يعني فشاريې پردوهمه څپه راوړي . دکراچي په ښار کي مي له پښتونخواڅخه دراغلوپښتنوله خولې هم ددغي کلمې تلفظ کټ مټ دلويديځي لهجې دتلفظ په شکل اورېدلی دئ . په پښتو تشريحي قاموس کي يې هم فشارپروروستۍ څپه راوړی دئ . خو د کابل راډيو دويندويو په پيروۍ يې ځيني کسان فشارلومړۍ څپې ته ورکوي او د ( لنډه ـــ داوږدې ضد) پروزن يې تلفظ کوي چي زماپه خيال سمېده غواړي . دغه راز:
اغېزه ، خواله، وړانګه ــــ داکلمې ګرده پروروستۍ څپه فشارلري . پښتو تشريحي قاموس ( اغېزه ) نه ده راوړې خو ( خواله )ته يې پروروستۍ څپه فشارورکړی دئ . په رواج سوي تلفظ کي يې لومړۍ څپې ته فشارورکول کېږي چي ماته دکندهاريانوپه اصطلاح په زامه کي خوندنه راکوي . ځکه ( خواله )که دلومړۍ څپې په فشارتلفظ سي د ( خوا + له ) شکل اخلي ، چي ( څنګ ته )معناورکـوي . (( خواله مي راسه چي خواله درسره وکړم )) يعني څنګ ته مي راسه ، چي زړه درته تش کړم . ماته خوسمدﻻسه ددغوکلموپه باب په کلاسيک ادب کي د څېړني امکانات نسته خو د( هربنده خپله يې کرونده) متل مي د (هربنده خپله يې دنده) په شکل ترسترګوسوی دئ .
البته داخبره بايد وسي ، چي تلفظونه مقدسات نه دي، چي بايد بدلون ونه مومي . لکه دکلموشکلونه چي بدلېږي ، دغه رازيې تلفظونه هم پرله اوړي . خوکه دتلفظ اوښتني التباس پېښاوه ، هلته نوبياکلکه پاملرنه غواړي چي مثال يې ماپه ( خواله )کي وړاندي کړ .
١٤ دسمبر ١٩٩٦ ع
ټورنټو ــ کاناډا(١)

(١) دالنډه ليکنه مي (( ډېوې )) مجلې ته ولېږل خولکه چي دچاپ د واري تر رسېدو وړاندي ډېوه له بده مرغه خاموشه سوه اونوره چاپ نسوه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery