مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دوهم : اوښتي مفغنات


اړول سوي مفغنات هم په خپل وار سره پر دوه ډوله دي : د اوښتو مفغناتو په لومړۍ ډله کي هغه کليمې راځي، چي يوازي يې ظاهري جوله څه نا څه اوښتې وي؛ خو خپله اصلي مانا يې خوندي کړي وي . د دغه راز ټکو په ظاهري بدلون کي زياتره د � ش � توری په � ښ �، د � د � توری په � ل �، د � چ � توری په � څ �، د � ج � او � ز � توري په � ځ �، د � ب � توری په � و �، د � ن � توری په � ڼ �، د � ث � توری په � ت � يا خپلو اصلي مخرجونو ته په نورو نيژدې ږغونو اوښتي دي؛ مثلاً :
آبدست - اودس روزه - روژه
اشک - اوښکي يا اوښي روشن - روښان
ا طاق - هوتاک شاد - ښاد
افعی - اپي شادی - ښادي
بهادر- باتور شور - ښور ( ږوږ، غوغا )
بهشت - بهښت شهر- ښار، ښهر
پشت - پښت ( نژاد ) فراخ - پراخ
تفنګ - توپک يا ټوپک فرشته - پرښته يا پريښته
جوان - ځوان فيروزه - پېروژه
خداوند - خاوند ګريبان - ګرېوان
خرج يا خرچ - خرڅ مثل - متل
خوش - خوښ معصوم - ماشوم
ميراث - ميرات
هيچ - هيڅ ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کو) .
د اړول سوو مفغناتو په دوهمه ډله کي هغه ټکي شامل دي، چي هم يې ظاهري جوله اوښتي وي؛ او په هم يې په مانا کي بدلون راغلئ وي؛ مثــــــــلاً � اسي � هغه کليمه عربي ده، چي د عربي له � عاصي � ټکي څخه مفغن سوې ده، چي عربان يې د طاغي او ګوناکار( ګنهګار/ګنهکار ) په مفهوم کاروي؛ خو پښتانه دا ټکی د بخيل، شوم، منحوس، مړاوي او پژمرده په ماناوو استعمالوي؛ او � اسېګی � يې د تصغير بڼه ده ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کو) . دغه راز، عورت په عربي کي د انسان د وجود هغو ځايونو ته وايي، چي پټــول يې لازم وي؛ خو پښتنو له دې ټکي څخه بله کليمه جوړه کړې ده، چي � اورته � نوميږي؛ او د ماينې، ماندينې، ښځي، ميرمني، کوروالا، کوروداني او داسي نورو په مانا کاريږي . پښتـــــــنو وروسته د تورو په اړولو سره له همدې ټکي � اروته � جوړه کړه . ورپسې د همدغو مورفولوژيکو بدلونو په لړ کي له دې کليمې څخه بل ټکي سر پورته کړ، چي � ارتيــــنه � بلل کيږي . د عربي ژبي � نعره � په پښتو کي، په � ناره � واوښته . وروسته له همدې ټکي څخه په پښتو کي داسي اصطلاح ګاني جوړي سوې، چي له عربي مانا سره يې هيڅ تړاو نه درلود؛ د مثال په توګه د زياتره د کندهار او شاوخوا سيمو پښتانه وايي : � پلانۍ ناره وکړه . � د دغو سيمو پښتانه دا اصطلاح، د هغي نجلۍ يا ښځي له پاره استعمالوي، چــي د مور او پلار د خوښۍ او ټولنيزو دودونو پر خلاف ځانته د ژوند ملګری غوره کړي . دغه رنګه په پښتو کي، نارې هغو نظمونو ته هم ويل کيږي، چي له ملي وزنونو سره سم، د پښـــــــــتو د ولسي نکلونو په منځ کي ويلي کيږي؛ او زموږ ولسي نکلونو ته لا نوره ښکلا او جذابيت ور بخښي ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کز) . په دې ډول ګورو، چي له عربي � نعرې � څخه په پښتني چاپېر کي داسي نوي ټکي او اصطلاحات و زېږېدل، چي پر خپلي ظاهري جولې سربېره، د مانا له اړخه هم له اصلي ټکي سره مځکه او اسمان توپير لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery