مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- ښکلئ، ښکلا، کښلئ


د ځينو په ګومان دا کليمې د عربي ژبي له � شکل � او � شکيل � څخه اخيستل سوي دي . د افغاني فرهنګ بابا، علامه حبيبي، د شېخ متـــــــي او ښکارندوی له اشعارو څخه نيولې بيا د رحمان بابا تر شعرونو پوري، د دې کليمو پراخ نظاير ښوولي دي ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۷ � ۹۸ ) .
لـــــــوی استاد د همدې مقالې په يوه بله برخه کي داسي استدلال کوي : � په عربي کي � شکل � د صورت په مانا دﺉ، چي ښه او بد دواړه پکښي راځي؛ خو د پښتو� ښکلئ � يـــــــوازي حسين، قشنګ، او ښايسته ته وايي . � علامه حبيبي، وروسته د ډنکن فوربس د سنسکريت ژبي قاموس په استناد، د ښکلي ريښه داسي بيـــــــــانوي : � Shukla� يا �Shukle � په سنسکريت کي سپين او نوراني ته وايي . شکلته ( Shuklata ) نور، سپين والی، سفيدي او شکله پکشه (Shukla � Paksha ) د سپـــــــــــوږمې رڼا ده . دغه راز، د همدې معتبر قاموس په حواله زياتوي، چي کشل ( Kushal ) د روغتيا، سعادت، کامرانۍ او فرخندګۍ په معــــــــــناوو راغلئ دﺉ . کشله ( Kushala ) خوښ، ښه، سم او درســت تــــــــــــــه وايـــــــــــــــي . � ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۹ ) . لوی استاد، په دې ډول نتيجه اخلي، چي هم د � ښکلي � او هم د � کښلي � ريښې کـــــټ مټ په دغو ماناوو په سنسکريت کي سته .
 






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery