مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۴- اپي يا هپي ( Api, Hapi )


‍ اپي په پښتو کي مار يا اژدهار ته وايي . دا چي په عربي کي افعي په دغه مانا سته دا د دې دليل نه دﺉ، چي دا کلمه له عربي څخه مفغنه سوې وي . لوی استاد، په خپله عالمانه او مستنده څېړنه کي د دې کليمې ريښې په پښتو ادب او ولسي محاورو کي ثابتوي؛ لکه څنګه چي د خوشال خان خټک دکلام يوه بولګه داسي ښيي :
مه لړم شه، مه اپي شه
غم فزا، راحت زدا
يا دا لنډۍ :
موزي اپي مار راته بس دﺉ
اپي ماران دي د موزيانو په ګورسينه
لوی استاد، علامه حبيبي، وروسته د همدې ټکي د مصدر په اړه داسي زياتوي : � په ژبه کي اپ يا هپ ژر ژر خوړولو ته وايي، چي کټ مټ په همدې معنا په هندي ژبه کي هم سته . په پښتو کي وايي : هـــــپ يې کړل يعنی بلعيد . بل مصدر يې اپييل يا هپېدل دي . نو اپي يا هپي بلعيدو ته وايي ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۲ ) .






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery