مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

الف ) د پښتو د لرغونو ټکو او اصطلاحاتو بيا را ژوندي کول او په بېلابېلو لهجوکي

د مروجو ټکو خپرول او عامول
د هري بلي ژبي په شان، د پښتو د سوچه والي، سپېڅلتيا او شتمنۍ راز تر هر څه مخکي د دغي لرغوني ژبي د پخوانييو ټکو، اصطلاحاتو، ترکيبونو، محاورو او نورو ادبي - کلتوري اثارو په را ژوندي کولو، خوندي کولو او دودولو کي نغښتی دﺉ . که د خپلومندو او پلرونو د ژبنييو او نورو فرهنګي ارزښتونو په ساتنه او بابولو کي پرله پسې کوښښونه ونه کړو، د پښتو ژبي د اصالت او سپېڅلتيا تر ټولو لوی او پوخ تاداو کرار کرار نړيږي . دا لو ی فرهنګي اپت د وخـــــــت په تېرېـــدو سره ، د پښتنو د لرغـــونو شاعرانو، ليکوالو او پوهانو له ډول ډول علمي، ادبي، ديني، تاريخي او فرهنګي اثارو سره د ننني نسل، په تېره بيا راتلونکو نسلونو اړيکي د پرې کېدو تر پولي کمزوري کوي؛ او په پای کي د پښتو ژبي ډېري ارزښتمني خزاني له لاسه وزي .
لوی استاد- علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په دې اړه داسي استدلال کوي : � که زموږ ژبه ارته او سوچه نسي، نو به په وطن کي د عِلم خپرونه هم ممکنه نه وي . جرمنيانو، يونانيانو، تورکانو، عربانو، ايرانيانو ټولو د خپلي ژبي پخوانۍکلمې را ژوندۍ کړي دي . . . � د لوی استاد په باور، پښتنو ته هم دا حتمي او ضروري ده، چي د خپلي ژبي پټي او قيمتي خزانې راټولي کي، او خپله ژبه مستغني او د پردو له اغېزو خوندي کي . � ( حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې۷ ، ۱۰۷ ) .
لوی استاد زياتوي :� که د پښتو ټول لغتونه، کلمې، اصطلاحات، ترکيبونه او تعبيرونه په علمي او معقوله لاره را ټول سي، نو به پښتو پردو لغاتو ته هيڅ اړه نسي؛ ځکه چي د دې ژبي مواد او کلمات ټوله په غرو او رغو او ليري بيديا وو کي مهجور او متروک پاته دي . � (حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې۷ ، ۱۰۷) .
علامه حبيبي، د پښتو د لرغونو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو د را غونډولو په اړه، دغه لاري په ګوته کوی :
� ۱- د ژبي مينان بايد د لغاتو ټولول خپله ملي وظيفه وګڼي، او هر څوک دي يې علمي مرکزونو ته د ضبط او نشر لپاره وسپاري .
۲- سياري ډلي بايد د پښتونخوا غرو او رغو ته وليږلي سي .
۳- له ادبياتو او پښتو اثارو څخه دي استفاده وسي . د پښتو کلماتو ذخيرې دي له کتابو را ويستلي سي، او د قوم پر اصطلاح دي تطبيق او ضبط سي .
۴- د پښتو قاموسونه دي په عِلمي لارو وليکل سي، چي د کلماتو د استعمال مختلف تحولات او موارد ولري .
تر هغه مهاله، چي د پښتو لرغوني ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات په دقيقه او علمي توګه راټول؛ او په نوو علمي قاموسونوکي خپاره نسي، د پښتو د پخوانييو لغوي پانګو بيا ژوندي کول او دودول ګران کار دﺉ . � ( حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې۷، ۱۰۹ ) .
د معظم استاد، علامه حبيبي، په نظر که پردۍ کليمې ګرځنده ډلو ته ورکړل سي، چي په هره سيمه کي يې پښتو ټکي وپلټي، نو به هيڅ داسي کليمه پاته نسي، چي پښتو معادل ونه لري . لوی استاد، تر پلټني او ګروېږني مخکي د نوو ټکو د جوړولو او بابولو په اړه ليکي : � ځيني کسان سته، چي د داسي کلماتو لپاره تر تحقيق او پلټني دمخه لغات وضع کوي، او بيا غواړي چي رواج يې هم کي، مګر چي موږ په خپله ژبه کي د ځانه زړه کلمه ولرو، نو نوې کلمه وضع کول غلط کار دﺉ . هو که موږ پوره پلټنه وکړه، او په ژبه کي مو داسي سوچه پښتو کلمه نه کړه مينده، او له هري خوا مأيوس سو، هلته که نو موږ د پرديو کلماتو په مقابل کي نوي وضع کوو، البته ښه به وي، مثلاً آخور اوس په موږ کي خورا مروجه کلمه ده . په مقابل کښي يې د ښاري محاورو پښتو هم نه لرو. يو وخت چا د دې لپاره � بسنخری � نوم وضع کاوه، وروسته دا نوم موږ په سوچه پښتو د مروتو په محاوره کښي وموند، چــــي � پمبی � يــې بولي . نو چه اصله او موضوعه زړه کلمه وي، نوي ته حاجت نسته . په دې ډول تر پلټني دمخه شيانو ته نومونه وضع کول ژبه خرابول دي . � سګک � په مروجه محاوره کښي پښتو نوم نه لري . چا د دې لپاره د ترجمې په ډول � کوتری � نوم ښه ګڼلئ دﺉ، مګر تر پلټني وروسته ښکاره سوه، چي دا شی په پښتو کي � غربی � بولي . نو که تر وضع دمخه پلټنه سوې وای، غلطي به نه پېښېده . � ( حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې۷، ۱۰۹ ) .
لوی استاد د همدې څېړني په يوه بله برخه کي د پښتو لغت جوړوونکو د تلواري او سرسري چلند په اړه داسي کاږي : � ډېر پوهان په وضع کي خورا تلواري دي . دوی ژر ژر نومونه تجويز کوي، مګر زه وايم که تر دې دمخه پلټنه وسي، حاجت وضع ته نه پاتيږي . پخپله ژبه دغه مواد لري . موږ يې د وضع حق هم نلرو . . . ما ډېر پښتــــــــانه ليدلي دي، چي په دې کار د علم له خوا نه ور ګډيږي، او هر څوک خپل عندي افکار پر ښکاره کوي، او له ځانه په ژبه کښي نوي مواد او کلمات راباسي . زه پخپله د دې کار ډېر مخالف يم، ځکه چي بېله علمي لاري داسي اقدامات د ژبي له پاره مضر ګڼم . هر کار خپله لاره لري، که پر خپله لاره ورسو عيب نه لري . � ( حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې ۷، ۱۰۵ ).
د پښتو ژبي او ادب وتلئ او منلئ بابا، علامه حبيبي، په هغه مقاله کي چي � پخواني کلمات او نوي مفاهيم � نوميږي، د پښتود لرغونو ټکو، ترکيبونو، تعبيرونو او اصطلاحاتو د بيارا ژوندي کولو او رواجولو يوه بله لاره وړاندي کوي، چي هغه د ټولنيز ژوند پر بېلابېلو نوو شيانو او پېښو باندي د پخوانييو نومونو ايښوول دي . شک نسته، چي د ژبي ځيني کليمې او اصطلاح ګاني په خلګو کي له اوږدو وختونو را هيسي په يوه او بله مانا دود وي . د انساني ژوند په پرمختګ سره په ژبه کي نوي پېښي او نوي څيزونه پيدا سي . ژبپوهان او اديبان د خلګو په ژبه او ادبياتو کي دا دود سوي او اشنا کليمې په نوي او پرمختللي ژوند کي د يوه بېل مفهوم له پاره استعمال کړي؛ او په دې ډول خپلو مړو او هېرو سوو ټکو ته په يوه نوي چاپېر کي د بيا ژوند کېدو او بابولو امکانات برابر کړي . د ې کار ته د ژبپوهني په اصطلاح � تولــــيد � او په نوي محيــــط کي دود سوو ټکـــــو ته � مؤلدات � وايي . ژبپوهان په ژبه کي د نوو ټکو د جوړولو پر ځای دکليماتو توليد غوره ګڼي؛ ځکه لرغوني ټکي دخلګو په ژبه او ادب کي ژوري ريښې لري . خلګ په يوه او بل ډول له هغو سره پېژندګلوي لري؛ او بيا رواج يې تر نوو ټکو ډېر اسانه وي . د نړۍ په نورو ژبو کي هم دا کار په خورا ټينګار او جديت سره سوی دﺉ؛ د مثال په توګه عربانو د استا‌ذ، دبابه، سياره، طياره، مسلسل او داسي نورو په څېر خپل زاړه لغتونه د پروفيسر، جنګي ټانک، موټر، الوتکي، ماشينګڼ او نورو پر ځای کار کړه . ايرانيانو هم د خپلي ژبي ځيني پخواني ټکي؛ لکه دانشګاه، دانشکده، دستور، پيشوند، پسوند او په لسګونو نور په لږ او ډېر بدلون سره د پوهنتون، پوهنځی، ګرامر ( پښويه )، مخ وندي يا مختړ( سابقه ) شاوندي يا شاتړ ( لاحقه ) پر ځای دود کړه . پخوا د دې مفهونو له پاره په پارسي کي زياتره عربي نومونه کارېده .
لوی استاد، پر نووشيانو او مفهومونو باندي د زړو لغتونو او اصطلاحاتو د بيا جال کولو په باره کي، داسي په زړه پوري مثال وړاندي کوي : � په پښتو کي له قديــــمه د' تون ' ادات د ظرفيت له پاره موجود ؤ، کله چي موږ دغه ادات لومړی پلا په نومونو کښي استعمال کړ، ځينو خلکو ونه مانه او انتقاد يې پر وکړ، مګر وروسته چي په پوهنتون، روزنتون او درملتون او نورو کښي استعمال سو اوس ګورو، چي خلک يې په ډېره مينه استعمالوي . په پښتو ژبه او ګرامر کي هم موږ ډېرو اصطلاحاتو ته ضرورت لرو، او بايد د فونيم، مورفيم، کلمې، سلايبل او کلام په مقابل کښي خپل پښتو کلمات او اصطلاحات ولرو ( حبيبي، پخواني کلمات او نوي مفاهيــــــــــم، شــــــــل مقالــــــې ۷، ۵۲ ) .
د لرغونو ټکو د بيا را ژوندي کولو په اړه، دلته دا پوښتني پيدا کيږي، چي ايا د پښتو هره لرغونې او نامأنوسه کليمه بايد د ټولنيز ژوند پر نوو مفهومونو له سره کښېښول سي ؟ ايا هر پخوانی ټکی، په ژبه کي له نوو راغلو ټکو سره د مقابلې وس لري که يا ؟ ايا خلګ د ژوندانه په نوي چاپېر کي د هري لرغوني کليمې منلو ته تيار دي که يا ؟ دې پوښتنو ته يوازي د ټولنپوهني له قوانينو سره سم علمي جواب وړاندی کېدای سي . د تکامل او پرمختګ قانون ته په ژوري پاملرني سره بايد دې مسلَم حقيقت ته غاړه کښېښول سي، چي ځيني زاړه او متروک ټکي د کلیماتو د ژوند او مړيني له اصل سره سم کله کله په نوي محيط کي د بيا ژوند کولو وړتيا نه لري؛ ځکه داسي ټکي خلګو ته تر مروجو او نوو جوړو سوو کليمو ډېر ګران او نااشنا وي . طبيعي ( د زمانې تېرېدل، د جغرافيايي چاپېر بدلون . . . ) او غيرطبیعي ( سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنګي، اقتصادي . . . ) عوامل ډېر ځله خلګ له خپلو لرغونو ژبنييو، کلتوري او تاريخي پانګو څخه دونه ليري کوي، چي د نورو ژبو ټکي او اصطلاحات د خپلو لرغونو کليمو او ترکيبونو په پرتله ډېر مأنوس او اسانه احساسوي . په بله وينا، يوازي هغه لرغوني کليمات، ترکيبونه او اصطلاحات په نوي چاپير کي د بيا ژوند او ودي امکان لري، چي د خلګو په ژبه او ادب کي ټينګي او پياوړي ريښې ولري؛ او په نوو ماناوو سره د جال کېدو له پاره د وګړو د سيلم عقل او لوړ ذوق غوښتنو ته مثبت جواب ووايي . معظم استاد، علامه حبيبي، د پښتنو د توري او قلم د بابا - خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ - ۱۱۰۰هـ ق ) په اشعارو کي د د غو نظايرو په وړاندي کولو سره استدالال کوي، چي کولای سو د � ويی � او � وی � په څېر زړې او متروکي کليمې په ژبپوهنه او ګرامر کي د کليمې او جملې له پاره استعمال کړو :
چې بې تل تر تا را تېر کړم
دا ويی د زړه وباسه
خوشال خان خټک په بل ځای کي وايي :
يو ويی د دلاسا راته پرې نږدې
ځان که هر څو خپل مين ته مرور کړم
يا
دا ويی زما دراز دﺉ
دا منزل دورو دراز دﺉ
چي په نيم ويی يې کارکيږي د خلق
د خلاصۍ مي همېشه کاندي جدال
بيا هم د خوشال خان خټک کلام دﺉ، چي وایي :
دا ووی مي خوښ دﺉ چي چا ويلي دي
ډېر مي په زړه باندي ښه لګېدلي دي
لکه څنګه چي ګورو، د � ويی � او � ووی � ټکي په پښتو ادب کي ژوري ريښې لري . د همدې دلايلو له مخي کېدای سي، په ژبپوهنه او ګرامر کي
� فونيم � ته ږغ، � ګرافيم � ته توری،� مورفيم � يا کلمې ته ويی، انګرېزي سيلېبل يا د څو ږغونو مجموعې ته � ګړ � ، د څو ګړو مجموعې ته ووی ( کلام ) او د څو وويو یا جملو مجموعې ته وينا ووايو؛ او په دې توګه خپله پخوانۍ لغوي پانګه را ژوندۍ کړو ( حبيبي، پخواني کلمات او نوي مفاهيم، شل مقالې ۷، ۵۲ -۵۳ ) .
اما څرنګه چي لوی استاد هم په دې مقاله کي څو واره اشاره کړې ده، داسي زاړه او متروک ټکي بايد يوازي په ګرامر او ژبپوهنه کي، د هغو عربي او اروپايي ټکو پرځای په کار ولوېږي، چي موږ يې په خپله ژبه کي مناسب او موزون معادل ټکي نه لرو . پوهنتون ( پوهنه + تون )، پوهنځی ( پوهنه + ځای)، روزنتون ( روزنه + تون )، درملتون ( درمل + تون )، نندارتون ( ننداره + تون ) او داسي نور هغه ترکيبي کليمې دي، چي د پښتو له زړو ټکو څخه د نوو مفهومونو له پاره جوړي سوي دي؛ او اوس د ټولني د بېلابېلو طبقو او قشرونو خلګو په خوښۍ سره منلي دي؛ خو د دې پرخلاف ځينو عسکري نومونو؛ لکه بريدمن، تورن، جګړن، ډګرمن، پړک، کنډک، غونډ او داسي نورو ( چي پر يوه ځانګړي شخص يا ځانګړي عسکري واحد دلالت کوي) يوازي په يوه تنګ او ټاکلي چاپېرکي د بيا ژوندي کېدو چانس موندلئ دﺉ . موږ اوس په خپلو ورځنييو خبرو کي نه وايو، چي پلانی بريدمن، تورن يا جګړن سړی دﺉ . دغه رنګه د � يوه ټولۍ خلک �، � دوه کنډکه بزګران �، � درې غونډه خټګران � او داسي نورو په شان اصطلاحات زموږ په ورځنييو محاورو کي نور ځای نه لري . پښتانه بايد د دغه راز سوچه پښتو نومونو په ساتنه او خوندي کولو کي، چي له نېکه مرغه اوس زموږ د ملي ټرمينالوژۍ يوه ارزښتناکه برخه ده، د زړه له کومي هڅه او کوښښ وکړي . د دې پوښتني جواب چي ولي د داسي سوچه پښتو ټکو دکار اخيستني لمن زموږ د ټولنيز ژوندانه نورو برخو ته پراخه نسوه، هم بايد د د طبيعي او ټولنيزو بدلونونو په قانون کي ولټوو . په بله وينا طبيعي او غير طبيعي عواملو د دغه راز پښتو ټکو او ترکيبونو پر ځای داسي نوري کليمې، عبارتونه او اصطلاحات را منځ ته کړه، چي کرار کرار يې زموږ د اصيلو پښتو کليمو او عبارتونو ځای ونیو . دا د يوه، دوو يا څو کسانو ګونا نه وه، چي ولي يې د خپلو مندو او پلرونو وياړلې ژبه په سم ډول و نه پالل ؛ او پر ځای يې د پردو ژبو بې خونده او ناسمو ټکو، ترکيبونو او تعبيرونو ته مخه کړه . په دغه راز فرهنګي ناورينونو کي يوازي د هغو سرکښه بدلونونو لاس دﺉ، چي زياتره يې واک او قيضه زموږ په لاس کي نه وي، نو ځکه اوس ناڅاپي نه ده، چي د بيټک، اچانک، ګبراو، ميلاو، جي، ټيک، ګنټه، بروسه، ماچس، کمره، روډ، پلازا، اسپتال، سکول، کاليج، يونيورسيټي په شان سلګونه پردي ټکي د ډيورينډ د کرغېړني کرښي د ها خوا پښتنو په ښايسته او خوږه پښتو ګډ سوي دي؛ او نن هغوی ته د پښتو تر سوچه او لرغونو ټکو ډېر ساده او اسانه برېښي . د زمانې قهر زموږ برو پښتنو په ژبه هم خورا ډېر پردي ټکي را ګډ کړي دي، چي اوس د مانا او استعمال له پلوه د پښتو تر ځينو متروکو او مهجورو ټکو ډېر ساده او اسانه دي . په دې ډول، نتيجه اخلو چي موږ ټولو پښتنو ته د سوونو کلونو تر ژورو او اوږدو بدلونونو وروسته، نور د امير کروړ ژبه په سمه او بشپړه توګه د پوهېدو وړ نه ده . د پلار او نېکه زوړ کُوسی تل تر تله زموږ سره نه سي پاته کېدای . بايد خپله ژبه او دودونه د نوو بدلونونو په رڼا کي پراخ، شتمن او پرمختللي کړو . که نه نو زموږ ژبه او دودونه به ډېر د پردو ژبو او فرهنګونو د ورانوونکو يرغلونو تر اغېزې لاندي خپل هر څه له لاسه ور کړي؛ ځکه بشري پرمختګ نوي غوښتني او اړتياوي وړاندي کوي، چي دې ټولو ته معقول او منطقي جواب يوازي د لرغونو او نابابه ټکو په خوندي کولو او را ژوندي کولو سره نه کيږي .
لوی استاد، علامه حبيبي، په خپلي ژوري علمي شنني سره، د محمد هوتک د � پټي خزانې � په تعليقاتو کي، د دغه ارزښتناک کتاب ځيني لرغوني او متروک ټکي د ادبي او تاريخي اثارو په رڼاکي څېړلي دي . دا کليمات او ترکيبونه پخوا زموږ د خلګو په ورځنييو خبرو، ديني، ادبي او تاريخي ليکنوکي په پراخه توګه کارېده؛ خو د زمانې ژورو بدلونونو اوس د هغو زياته برخه د ټولني د نورو ژوندييو موجوداتو په څېر، په خاورو کي ښخ کړي دي؛ او بيا را ژوندي کول يې د مړو انسانانو د راژوندي کولو په څېر الهي معجزې ته اړتيا لري . خلګ يې سره ټولو تبليغاتي کوښښونو، د ګرانۍ او نا اشنايي په خاطر منلو ته تيار نه دي . په دې ډله کي لونل، اشلوک، ګروهېدل، مېرڅمن، ميرڅی، پاړکي ، ګړونګي او په لسګونو نور زاړه ټکي شامل دي . د دې خبري مقصد دا دﺉ، چي موږ بايد د پښتو د لرغونو ټکو، عبارتونو او اصطلاحاتو په بيا دود کولو کي داحساساتو او افراط لاره غوره نه کړو . د پښتو ادب له کلاسيکو اثارو څخه د کومي نابابه او زړې کليمې را اخيستل، هغې ته د بيا ژوند سملاسي پاسپورټ يا لايسنس نه ورکوي . په بشپړ باور سره د يوې ژوندۍ کليمې په توګه د دغه راز ټکي بابول د هري نوي کليمې په څېر له ځينو خنډونو او ستونزو سره مخامخ کيږي . که په ژبه کي د دې کليمې پر ځای بله عامه، اسانه او خوږه کليمه جال سوې وي، نو د دې زړې کليمې بيا را ژوندي کول هم د نوو کليمو په شان د مروجو ټکو د زورور مقاومت له امله بې حتمي ماتي بله لار نه لري؛ خو که په ژبه او ادب کي تر اوسه هم د زړې يا متروکي کليمې له پاره وړ او موزونه کليمه نه وي جوړه سوې، نوخلګ په څوَب او ميني سره د خپل زاړه او هېر سوي ټکي بيا را ژوندي کولو ته غاړه ږدي . د همدې استدلال پر بنسټ بايد، د نورو ژبو او فرهنګونو تر يرغلونو مخکي د نوو مفهومونو له پاره د خپلو لرغونو ټکو په بيا ژوندي کولو او جال کولو کي نه ستړي کېدونکي کوښښونه وکوو .
په پښتو کي داسي ټکي هم سته، چي پر خپلو ژورو او ټينګو اريايي ريښو سربېره، د زمانې د غوسې او بې رحمۍ په وجه اوس د مړو اومتروکو ټکو په ډله کي راغلي دي؛ د مثال په ډول � کوټ � ، � کوټوال � او � کوټوالي � داسي اريايي کليمې دي، چي د غزنويانو له زمانې څخه تر څلويښت - پينځوس کاله مخکي پوري هم زموږ په ژبه، ادب او اداري نظام کي خورا باب وې؛ مګر په ټولنه کي سياسي، اجتماعي او فرهنګي بدلونونو اوس د � کوټ � پر ځای کـــــلا (د عربي قلـــــــــعه مفغنه بڼـــــه )، د � کوټوال � پر ځای سرحدار، قلعه دار، امنيه قومندان، د پوليسو قومندان او د � کوټوالۍ � پر ځای � امنيه قومنداني �، � سرحدي قوأ �، � ژاندرمري � او داسي نوري کليمې درولي دي ( حبيبي، پټه خزانه، د ۱۵ او ۴۷ مخونو لمنليکونه) . د کوټ ټکی لا تر اوسه د ځينو ځايونو په نومونو کي تر سترګو کيږي؛ خو د کوټوال او کوټوالۍ ټکي نور د مرګ او نابودۍ په حال کي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery