مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

الف) التباسونه او ګډوډۍ


د تپل سوي � معياري � پښتو پلويانو د پراخو جعل سوو کليمو او نامنلو معيارونو په وړاندي کولو سره، زموږ په اسانه، ساده او خوږه ژبه کي ډېر التباسونه او ګډوډۍ پيدا کړي دي . د پښتو ژبي په وينګ( ويلو ) او کښنګ ( کښلو )کي دې ناوړه لاس وهنو، نه يوازي بهرنييانو ته پښتو ژبه تر بلي هري ژبي لانجمنه کړې ده؛ بلکي موږ پښتنو ته يې هم د خپلي مورنۍ او پلرنۍ ژبي په پوهېدو کي لوی خنډونه او ربړونه پېښ کړي دي . په ژبه کي دا ناسم او خپلسري تصرفات، د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ پر ځای، د هغې د بې خوندۍ او وروسته پاته والي شرايط او موجبات برابروي . د پښتو ژبي تکړه ليکوال او څېړونکي، ښاغلي محمد معصوم هوتک، په هغه مستنده او مستدله ليکنه کي، چي � پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه � نوميږي، د دغه راز التباسونو او ګډوډييو په اړه اوږدې خبري کړي دي ( ګران لوستونکي کولای سي د ښاغلي هوتک علمي او تحقيقي ليکنه پرکتابي ډول سربېره ، د اينټرنيټ له لاري د بېنوا ويبپاڼي د برېښنايي کتابتون په برخه کي هم ولولي ) . له دې امله په دې ليکنه کي هڅه کوو، چي د دغه راز التباسونو او ګډوډييو د لا روښانتيا په هيله د ځينو نورو بولګو په راوړولو سره بسنه وکړو .
 



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery