مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- دلته کي، هلته کي، په کوم کي چي ، څوک چي او داسي نور


د� دلته کي � � هلته کي � � په کوم کي چي � او داسي نورو په څېر ترکيبونه له هندي او اُردو ژبو څخه پښتو ته راغلي دي . په هندي او اردو کي وایي : يهـــاں پر ( ‎ يهاپر)، وهاں پر ( وهاپر )، � جهاں پر �، � جِس ميں �، � جو � او داسي نور؛ خو پښتانه اصلاً په خپلو خبرو او مکالمو کي داسي ناوړه ترکيبونه نه لري . پښتانه د داسي اشاري ضميرونو له پاره دلته، هلته، دوري، هوري، په هغه کي، په هغه کښي او داسي نور وايي . که څوک ووايي : � دلته کي جشن دﺉ . � په دې جومله کي له ورايه د بلي ژبي ناوړه او بې خونده اغېزه ښکاري . د دې جوملې سم، اسانه او لنډ ډول دا دﺉ، چي وويل سي : � دلته جشن دﺉ . � د � کي � ټکی له هندي او اردو ژبو څخه د ځينو پښتنو په لهجه ګډ سوی دﺉ؛ او په داسي جوملو کي يې ويلو او ليکلو ته هيڅ اړتيا نسته . لوستونکي ګوري، چي د پښتو ډېر ساده او واضح عبارت څنګه د بلي ژبي د ناوړه اغېزې له امله ستونزمنه او کړکېچنه بڼه اخيستې ده . د دې پر ځای، چي ووايو : � دلته کي ډېر پښتانه اوسيږي . �، � هلته کي ډېر دوکانونه دي . � � اردو ژبه ډېر لوی شاعران لري، په کوم کي چي علامه اقبال لاهوري هم شامل دﺉ . � يا � دا خواړه د هغو خلګو دي، کوم چي په بهر کي ناست دي . � ولي په خپله سوچه، ساده او خوږه پښتو دا جوملې داسي و نه وايو : � دلته ډېر پښتانه اوسيږي . �، � هلته ډېر دوکانونه دي . �، � اردو ژبه ډېر شاعران لري، چي په هغو کي يو علامه اقبال لاهوری دﺉ . � او � دا خواړه د بهر ناستو خلګو دي . � يا � دا خواړه د هغو خلګو دي، چي بهر ناست دي . � د � کوم � او � کي � ټکي په دغو جوملو کي زايد او بې خونده دي .
 




Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery