مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ايا د بېلابېلو شيانو او پديدو اوسني منل سوي معيارونه، په ناڅاپي ډول جوړ سوه ؟


لکه څنګه چي تاريخ شاهد دﺉ، د ژوندانه په بېلابېلو برخوکي هر شاخص او معيار هيڅکله په ناڅاپي ډول نه دﺉ جوړ سوی . هر شی او هره پېښه يوه منلي معيار ته تر رسېدو پوري، د تر قۍ او پرمختګ تر بېلابېلو پړاوونو تېر سوي دي . د پر مختيا او لوړتيا دا بهير، سره له ځينو خنډونو او ځنډونو، هيڅکله په بشپړه توګه نه دﺉ درېدلئ . پرونييو شاخصونو او معيارونو، د تکامل او پرمختګ له غوښتنو سره سم، خپل ځای ننييو شاخصونو او معيارونو ته پريښی دﺉ . د نن منل سوي معيارونه هم بې شکه د سبــــــــا د له پياوړو، ځواکمونو او په هره مانا پرمختللو معيارونو سره، د مقابلې وس نه لري . په بله ژبه، هر معيار يوازي د خپل چاپېر او خپل مهال غوښتنو ته جواب وايي . د وختونـــو په تېرېدو سره نوي غوښتني، نوي ذوقونه او نوي اړتياوي راپيداکيږي . په طبيعت او ټولنيز ژوندکي دا پرله پسې او ناپايه بدلونونه ، تل د نوو معيارونو د جوړولو اړتيا وړاندي کوي . که د وخت، تول، واټن، مساحت ، تېزوالي، ځيرکتيا، پيسو او نورو سلګونو معيارونو تاريخي تګلاري ته يو ه سرسري کتنه وکړو، له ورايه مالوميږي، چي ټول نننــــــــي معيارونه تر ډېرو بدلونونو او پرمختګونو وروسته، دې پړاو ته رسېدلي دي . په بېلابېلو سيمو، توکمونو او ډول ډول مدنيتونو پوري تړلو کسانو، پخوا د ژوندانه د هـــــــري اړتيا لپاره جلا او ځانګړي معيارونه کارول . نه يې د وزن او واټن معيارونه يو شان وه؛ او نه يې په ټولنيز او سياسي ژوند کي نور بېلابېل معيارونه . د وزن، ظرفيت، فاصلې او نورو اړتــياوو له پاره اوسنی ميټريک سيسټم په يوه وار منځ ته نه دﺉ راغلئ . اوسني معيارونه هم هيڅکله پر همدې دې حال نه پاتيږي؛ د مثال په توګه موږ د سر په سترګو وليــــــــــــدل، چي د اروپايي اتحاديې څه د پاسه شلو غړو هيوادو د پر مختګ له غوښتنو سره سم، د خپلو هيوادونو د پيسو د بېلابېلو واحدونو پر ځای، چي هر يو يې په حقيقت کي د راکړي ورکړي بېل معيــــــــار ؤ، د يورو (Euro ) په نامه د پيسو نوی واحد يا معيار را منځ ته کړ . په ځينو هيوادونو کي د پونډ، اونس، ميل ، يارډ او نورو په شان � امپېرييل � معيــــــــارونه ورو ورو خپل ځای د � ميټريک � نړيوالو منل سوو معيارونو ته پرېږدي؛ او د پر مختګ دا بهير به تل تر تله جاري وي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery