مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- تر پوښښ لاندي راغلئ دﺉ


ايرانيان او د هغو په پيروۍ زموږ پارسي ژبي ژورناليستان او ليکوال ، اوس د تلويزيوني او راديويي خپرونو په اړه، يو نوی ترکيب کاروي، چي د پښتو ژبي او ادب په سپېڅلي جوړښت کي هيڅ ځای نه لري . دا نوی ترکیب د� تحت پوشش قرار داده است � په ډول کاريږي؛ د مثال په توګه وايي : � تلویويزون آريانا، سه ولايت ديګر را تحت پوشش خود قرار داده است . � په پښتو کي زموږ پېښه ګر ژورناليستان، ژباړونکي او ليکوال دا جومله ټکی په ټکی ژباړي؛ او داسي وايي : � آريانا تلويزيون، نور درې ولايتونه تر خپل پوښښ لاندي راوستي دي . �
په پښتو کي د � پوښښ � ټکی د چت، طبقې، منزل، پوړ او داسي نورو په مانا دﺉ؛ مثلاً پښتانه وايي : � د هغه ودانۍ پوښښ کمزوری دﺉ . � يا � دا ودانۍ لس پوښښه لري . �، چي په لومړۍ جومله کي د چت او په دوهمه جومله کي د پوړ، منزل يا طبقې ( په انګرېزي کي , row, layer storey, stage, floor, tier, levelاو داسي نورو ) په مانا کار سوی دﺉ . د پښتو په دغه راز جوملوکي د � پوښښ � د ټکي کاروَنه، په ړندو سترګو د پارسي ژبي د سمو او ناسمو ترکیبونه پېښې دي . که مخکنۍ پارسي جومله په اسانه او روانه پښتو واړوو، داسي بڼه يې غوره ګڼله کيږي : � آريانا تلويزيون په نورو درو ولايتونو کي خپروني پيل کړي دي . � يا � د آريانا تلويزيون خپروني، اوس په نورو درو ولايتونو کي ليدلي کيږي . � ځکه دغه راز جوملې به هم د ويلو او مانا له اړخه اسانه وي؛ او هم به په هغو کي د بلي ژبي بې خونده او ناوړه اغېزه نه وي نغښتې .



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery