مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- پاملرنه

- پاملرنه


د لوی استاد له باور سره سم، دا نوې جوړه سوې کليمه هم خورا ډېره او بې ځايه کاريږي . په راديو، تلويزيون او نورو خپرونو کي اروو، چي وايي : پامــــلرنه وکئ ! پاملرنه مو راګرزوو . دا دواړه عبارتونه د پارسي د � توجه کنيد � يا � توجۀ تان را جلب مي کنيم � ترجمه ده . مګر داسي پاملرنه په پښتو ويوونکو خلګو کي نسته . دوی وايي : پام کوه، پام ورته کوه، پام پسي کوه، پام پر کوه ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ ) .
که پاملرنه د فعل په توګه کار سي، د جوملې په ګرامري جوړښت کي ستونزه نه پيدا کيږي؛ لکه : � ستاسي ناروغۍ ته په پاملرني سره مي، پر تاسي ږغ و نه کړ . دلته د � پاملرني � کليمه د پام کولو په مانا ده؛ خو که دا ټکی د نوم په څېر استعمال سي، مانا يې له ګرامري اړخه مشکل پېښوي؛ مثلاً که و ويل سي : � پاملرنه واړوﺉ ! �، � پاملرنه را وګرزوﺉ ! �، � پاملرنه وکئ ! � او داسي نور � سمه مانا نه لري؛ ځکه په پاملرنه ( پام لرل ) کي په خپله د پام کولو فعل شامل دﺉ . که بل فعل ور سره يو ځای سي، نو د دوو فعلونو يو ځای والی د جوملې جوړښت بې خونده کوي . په داسي حالاتو کي بايد هرومرو و ويل سي : � پام واړوﺉ ! �، � پام وکړﺉ ! � او داسي نور .

- دپاره/ لپاره


دا ټکی هم د ځينو ژورناليستانو او ليکوالو په ليکنو او ويناوو کي ډېر بې ځايه استعماليږي؛ د مثال په توګه ويل کيږي : � د څلرم ځلي د پاره/ لپاره � چــــــي کټ مټ د � برای نوبت چهارم � ترجمه ده . دلته په پښتو کي � د پاره � زايد دﺉ؛ لکه پلار زوی ته څلرم ځلي وويل . دلته داسي نه وايو، چي د څلرم ځل لپاره يې ورته و ويل ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ ) .

- منل


د � منل � مصدر په پښتو کي خورا ډېر اشتقاقونه لري، چي په هغو کي � مننه �، � منښت �، � منلئ �، � منوونکی � او داسي نور په پښتو کي ډېر ليدل کيږي . له څه مودې راهيسي دا ټکی د پارسي ژبي د � بارياب � يا � پذيرفت � د نيمګړي او ناوړه ترجمې په بڼه کاريږي؛ لکه څنګه چي وايي : � پلاني پهلوانان و منل . � لوی استاد، علامه حبيبي، د � منل � د کليمې دا مانا نوې او نامأنوسه ګڼي . د ده په نظر دا جومله په دې ډولونو ډېره اسانه او روښانه برېښي : � پلاني له پهلوانانو سره وکتل/ وليدل . �، � پلاني له پهلوانانو سره خبري وکړې . �
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery