مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لومړنۍ خبرې

اكاډميسين كانديد ښاغلى محمد اعظم سيستانى د افغانستان له هغو ليكوالو او مورخينو څخه دى، چې د هېواد د تاريخ پر بېلابېلو څپركو يې يو شمېر مهم او ارزښتناك آثار كښلي او خپاره كړي دي، په تېره بيا په وروستيو دوو لسزو كې د هغه تاريخي آثار، ليكنې او مقالې د پوره پاملرنې وړ دي.
په داسې حال كې، چې ښاغلى كانديد اكاډميسين سيستانى له خپل هېواد څخه ډېر ليرې په سويډن كې د پردېسۍ شپې ورځې تېروي او ښايي ډېرو هغو ماخذونو او منابعو ته يې لاس ونه رسېږي، چې د وطن د تاريخ د تورتمو اړخونو د روښانولو لپاره ورته اړتيا لري، خو بيا يې هم په همدغو حالاتو او امكاناتو كې يو لړ مهم تاريخي آثار ليكلي او خپاره كړي دي، چې بې له شكه زموږ د هېواد د تاريخي څېړنو په بهير كې خپل ځانګړى ارزښت لري.
�رستاخيز قندهار� او پښتو ژباړه يې �د كندهار پاڅون� د ښاغلي استاد سيستاني هغه اثر دى، چې د افغان- هوتكي پاڅون پر پيلامې، د لومړني افغاني خپلواك دولت پر بنسټ، د ميرويس نيكه په مشرتوب او واكمنۍ او بيا د افغانانو له لوري د اصفهان د نيونې او د ايران د صفوي دولت په نسكورېدنې او په پاى كې ددغه حركت پر ماتې يې په تفصيل سره خبرې كړې دي.
د هوتكي دورې په اړه د منابعو د كموالي له كبله پر دغه دوره ډېر لږ دقيق آثار كښل شوي دي. د استاد سيستاني �د كندهار پاڅون� د دغې لړۍ داسې يو تاريخي اثر دى، چې د دې پاڅون پر بېلابېلو اړخونو يې ډېر مهم اسناد راټول كړي او د يوه مستند اثر په توګه به د دې دورې په اړه د ارزښتناكو آثارو په لړ كې خپل ځاى پيدا كړي.
د خوښۍ ځاى دى، چې دغه پښتو ژباړه د هوتكي- افغاني پاڅون د پيلامې د درې سومې كاليزې د جشن په وياړ خپرېږي.


د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه
جرمني، د كولن ښار
د ۲۰۰۵ ز كال د مارچ لسمه
د ۱۳۸۳ل كال د كب (حوت) شلمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery