مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

پوهنيار اکبر کرګر

د شيخ متي يو شعر:

د پښتو ادب ځلانده عرفاني نمونه

زموږ په لرغوني فرهنګ کې تصوفي- عرفاني فکري جريانونه په دوو پړاوونو کې د څېړنې او مطالعې وړ دي. يو تصوفي، عرفاني فکري جريان په عامه او کُلي مانا چې تر اسلام څخه دمخه فرهنګونو د اغېزو او تاثيراتو مثالونه لري او بل د اسلامي فرهنګ تر خپرېدو وروسته تصوفي، عرفاني جريانونه چې تر زياته حده د اسلامي او عربي فرهنګ او قراني اياتونو او احکامو پر بنسټ تفسير او توجيه شوي دي.
لومړى پړاو:
په تاريخي لحاظ زموږ فرهنګ او فرهنګي شتمني زموږ د ولسونو په مغز او روان کې د پېړيو پېړيو له خوا مدينتونو، فرهنګونو، مذهبونو، کيسونو، نړۍ ليدونو، اسطورو او افسانو داسې ترسب دى، چې د پلټنو په ترڅ کې د هغو په منشاء او سرچينو پوهېدى شو. تصوفي عرفاني فکري جريانونه د شرقي فلسفي نړۍ ليد سره په ترکيب کې راڅرګند شوي. هېڅکله يې خالص او ناب شکل نه دى غوره کړى، بلکې يو په بل کې او په ګډه سره د يوه فکري سيستم په توګه منځته راغلي، دوام يې کړى او د تر منځه تللو وروسته يې اوس هم نښې نښانې او اغېزې ليدلى شو. په دغه پړاو کې زردشت د چوپاني دورو د افکارو له تکوين څخه راهيسې د زروان (Zar vana) يا ناپايه زمان راهيسې چې نور او ظلمت، رڼا او تورتم د هغه مولود بولي او په فکري لحاظ د اهورا او اهريمن يا اهورا مزدا (يواځينى پوه خداى) او اهريمن د هغه تخليق بولي، يو ډول مونيزم يا يووالي جوتوي، د څلورو پړاوونو ((يعنې د نېکو افکارو مقام، د ښو خبرو مقام، د ښو کارونو مقام، د ابدي عظمت لومړنى پيغام دى، چې ددې سيمې په فرهنګ کې ډېر لوړ او عالي مقام لري او انسان ښو چارو ته رابولي، انسان په دغو مراحلو کې اهورا ته نژدې کوي.
د زردشت د افکارو د ټوکېدو خاوره د بودايي مدنيت لپاره ښه کرونده شوه. بودا هم د نېکو چارو وعظ وکړ او د هغه زده کړي او تعليمات له هندوکش څخه اخوا تېر شول، کلونه کلونه يې دوام وکړ. بودا ويل:
(( اى زاهدانو هغه څوک چې ټول وخت سهار، غرمه او شپه يوازې يوه شېبه خپل زړه له نېکۍ ډک کړى، هغه ثواب چې ترلاسه کوي يې د هغه چا تر ثواب نه ډېر زيات دى چې سهار، غرمه او شپه هره شېبه د خوړو سل لوښي خيرن کړي. ددغې نېکۍ لپاره مينه او غماض لازم دى.)) (٣، ٢٠) د بودا دغه اخلاقي زده کړې د يوه صوفي او عارف لپاره چې خپل زړه يوازې د خداى کور بولي ډېر ښه درس دى.
زموږ په فرهنګ کې له اسلامي مدنيت څخه دمخه د يوناني فلسفي افکارو افلاطوني او نوى افلاطوني افکارو له اغېزو هم سترګې نه شو پټولى. لنډه دا چې شرقي افکارو له هند، چين، ايران، يونان او نورو فرهنګونو او مدنيتو څخه زموږ په فرهنګ او تاريخ کې هم ترسب کړى او خپله اغېزه يې پرې ايښې ده.
دويم پړاو:
زموږ له فرهنګ سره د اسلامي مدنيت او فرهنګ يوځاى کېدنه او په دې سيمه کې د اسلام خپرېدل او نفوذ زموږ د سيمې په فکري جريانونو کې يو بل پړاو پيل کړ. دا پړاو د اسلامي فرهنګ پيل دى.
په دويمه او درېيمه هجري پېړۍ کې په بغداد يعنې د خلافت په مرکز او نورو مراکزو کې تصوفي او عرفاني افکار منځته راغلل.
په اسلامي نړۍ کې مشهورو عارفانو او صوفيانو د قراني احکامو پر بنسټ د خپلې لارې او طرقيت لپاره د ستاويزونه و پلټل د مثال په ډول: په قران کې د ميثاق په باب ايت دى، چې صوفي ورته د ((مينې پيمان)) وايي چې د انسان او خداى ترمنځ موجود دى. همدارنګه په قران کې ((امانت)) ته اشاره ده چې نړيوالو ته وړاندې شو (انسان). ځمکې او اسمانونو دغه امانت نه شو ساتلى، بلکې انسان ومانه. په قران کې مومن ته د ديدار وعده ده، چې د قيامت په ورځ خداى له انسان سره ګوري، له دې پرته خداى په دې نړۍ کې هر چېرته وي، په مشرق کې په مغرب کې او هرځاى ته چې انسان مخه کړي خداى شته او دا هغه ټکى دى چې انسان هر چېرته مخه کړي، کولاى شي دغه مفکوره په انسان کې وګوري او انسان ته د شاه رګ څخه هم نږدې دى.
خو کله چې په پښتو ادب کې دا مساله مطالعه کوو، پښتني فرهنګ هم په دغه پراخه سيمه ييز فرهنګي چوکاټ کې مطالعه کېدى شي او په دغه فرهنګ کې فکري جريانونه هم ګوښي نه شي مطالعه کېدى.
شيخ متي يو له دغه ډول مبتکرو عارفانو او د شور او وجد خاوند معلومېږي چې کېدى شي د هغه په يوه شعر کې د وخت د لاسبرۍ فکري جريان اندازه ولګول شي.
لوى استاد مرحوم عبدالحى حبيبي د پټې خزانې په حواله ليکي: (( شيخ متي د عباس زوى و چې عباس د عمر او عمر د خليل زوى و. خليل د غوريا او غوريا د کند ابن خرښبون زوى و. دا مشهوره کورنۍ د خرښبون تر مرګ وروسته په ارغستان، پښين او پېښور کې خپره شوه او شيخ متي دوه ورونه نور هم درلودل چې حسن او امران نومېدل د امران مزار تراوسه د کوږک پر غره دى چې هغه غر دده په نامه (( خواجه امران غر)) هم بلل کېږي او يوه خور يې (( بي بي خالده نومېده چې قبر يې تراوسه هم په پښين کې مشهور دى او په کلات کې د ترنګ پر غاړه د ((خالاکلي)) هم ددې په نامه تراوسه باله شي چې دا په ژوند هلته اوسېده.
شيخ متي پر (٦٢٣هـ) زېږېدلى او د (٦٥) کالو په عمر د ترنګ پر غاړه پر ٦٨٨هـ کال وفات شوى دى، دده مزار تراوسه هم د کندهار شمال شرقي خواته تقريباً (٥٠) ميله لرې پر يوې غونډۍ واقع دى چې کلات يې بولي او دى په کلات بابا مشهور دى، ده خپل ژوند هم د ترنګ پر غاړو او د غونډان په غره او د کلات په حدودو کې تېر کړى دى.)) (٤، ١٦).
دغه راز استاد حبيبي د نعمت الله هروي دمخزن افغاني په قول چې يو بل مشهور کلاسيک اثر دى را نقلوي چې : (( ان طالب حقايق و کاشف معاني زبده ابراو خلاصه اصرار شيخ متى خليل صاحب عبادت و رياضت بود. ايشانرا سر حلقه دوازده سړبن ميگويند و افغانان بسيار ارادت مى اوردند و مريد ميشدند چنانچه غلغله کرامت ايشان در تمام منتشر شد.)) (٤، ١٦٤) دغه راز استاد د شيخ متي عارف د عرفاني شخصيت او مقام د اثبات په ترڅ کې په پټه خزانه کې له ((افضل الطرايق)) څخه يو حکايت په دې عبارت رانقلوي: ((يوه ورځ شيخ متي پر لار تېرېده، چې هلته ډېرې ډبرې پرتې وې او لار يې بنده کړې وه. چې دغه ځاى يې وليد، نو څو شپې متواتر راغى او له هغې لارې څخه يې ډبرې او کاڼي ايسته کړل. يوه دهقان د شپې خپله ځمکه اوبوله ده ته يې وويل: ته د خداى دوست يې او ټول خلق ستا احترام کوي. نو دونې زحمت ولې پرځان تېروې او دغه لار پاکوې شيخ متي هسې ځواب ورکړ،چې يوه ګړۍ د خلقو خدمت تر هرڅه ښه دى.)) (٤، ١٦٥)
دپټې خزانې مولف زياتوي، چې شيخ متي يو اثر هم کښلى و چې نوم يې و (( د خداى مينه)) دغه کتاب په کلات کې د شيخ متي په زيارت پروت و او زيارت کوونکو به لوستلو، په دغه اثر کې مناجاتونه او دعائيه شعرونه و، خو دغه اثر تراوسه تر لاسه شوى نه دى.
اوس ددې لپاره چې د عارف شيخ په يواځينۍ لاسته راغلي شعر څه ووايو او د هغه د عارفانه او صوفيانه افکارو جاج واخلو نوموړى شعر رانقلوو:


پر لويو غرو هم په دښتو کې
په لوى سهار په نيمو شپو کې
په غاړو ږغ او په شپېلکو کې
ياد ويرژليو په شپېلو کې
ټول ستا د ياد نارې سورې دي
دا ستا د مينې نندارې دي

جنډې زرغون که په بيديا دى
د بربڼ خواته په خندا دى
ترنګ چې خړ دى په ژړا دى
دا ټول اغېز د مينې ستا دى
ټوله ښکلا دې ستا له لاسه
اى د پاسوالو پاسه پاسه

که لمر روښانه مخ يې سپين دى
ياد سپوږميه تندى ورين دى
که غر دى ښکلى پرتمين دى
لکه هنداره مخ د سين دى
ستا د ښکلا دا پلوشه ده
دا يې يو سپکه ننداره ده

دلته لوى غرونه زرغونېږي
د ژوند وږمې په کې چلېږي
بوراوې شاوخوا کړېږي
سترګې ليدو نه يې هيښېږي
تل د نړۍ په ښکليده يې!
لويه خاونده! ټوله ته يې!

خاونده ښکلى ستا جمال دى
ښکاره يې لور په لور کمال دى
که ورځ که شپه که پېړۍ کال دى
ستا دقرت کمکى مثال دى
ستا د لورونو يوه رڼا ده
دلته چې جوړه تماشاه ده

زړه مې دا ستا د مينې کور دى
سوى د عشق په سوځند اور دى
رپي و تاته ستا پر لور دى
بې له دې هېڅ دى ورک يې پلور دى
ستا د جمال په ليدو ښاد دى
که نه وي دغه نور برباد دى

په غرو کې ستا د عشق شپېلکى دى
ددې نړۍ په عشق سهى دى
که غټ که وړ که پڼد نرى دى
ستا د جمال ځرى هر شى دى
چې پر دنيا مې سترګې پرې سوې
ستا د جمال په نندارې سوې

نه هسک نه مځکه وه تورتم
تياره خپره وه ټول عدم و
نه دا ابليس نه يې ادم و
ستا د جمال سوچه پرتم و
چې سوښکاره ښکلې دنيا سوه
د پنځ پر لوري يې رڼا سوه

زه چې څرګند پر دې دنيا سوم
د ښکلي مخ په تماشا سوم
ستا پر جمال باندې شيدا سوم
له خپلې سټې را جلا سوم

په ژړا ژاړم چې بېلتون دى
يمه پردېسي بل مې تون دى

وګړيوالي (متي) ژاړي
سورې يې دورې غاړې غاړې
څه غواړې څه وايې څه باړي
خپل تون او کور و کلى غواړي
چوڼي چې بېل سي نيمه خوا سي
تل يې د بڼ په لور ژړا سي


د شيخ متي شعر څو اړخونه لري؟
_ د شيخ متي د شعر پوخوالى او شعريت.
_ دشعر تصوفي او عرفاني اړخ
_ د شعر فلسفي- عرفاني اړخ

د شعر پوخوالى:
د شعر دا اړخ موږ ته راجوتوي چې په پښتو شعر او شعري کلام کې فکري غنا ان له پخوا موجوده وه. په دې شعر کې موږ داسې پوخوالى او فکري غنا ليدلى شو، چې د يوې پياوړې فرهنګي غنا نماينده ګي کوي. دا خبره هم راجوتوي، چې پښتانه شاعران له تصوف او عرفان سره اشنا و. په دې برخه کې يې زياتې شتمني درلودې، خو دا چې لاتراوسه نه دى ترلاسه شوي، يو عمده دليل دا کېدى شي، چې د پښتنو سيمه تل د لويديځ او ختيځ او منځنۍ اسيا له خوا د يرغلونو او تاړاکونو د تېرېدو لاره ده او د اوسني جنګ په څېر، په تېرو جنګونو کې هم زرګونه فرهنګي اثار د اسونو او کاروانونو په پښو کې لتاړ شوي او له منځه تللي دي. پر دې اساس ده چې موږ د فکري جريانونو د تحليل له پلوه لږ مواد او اثار لرو.

د شعر تصوفي او عرفاني اړخ:
د شيخ متي په پورتني شعر کې يو ډول نه، بلکې په پوره ډول شرقي تصوفي فکري جريان ليدل کېږي. شعر د مولانا د مثنوي په تقليد په ((غاړه ږغ)) يا ((نى)) د فراق په سندره پيل کېږي او ټول موجودات د واحد او يواځيني ذات د موجوديت شهادت ته رابولي.
استاد حبيبي هم ددې خبرې يادونه کوي چې:
(( شيخ متي له هغو لومړيو حلقو څخه دى، چې پښتو شعر ته يې يو فلسفي ښکلى رنګ ورکړى او د جماليت ټکى يې ښه روڼ کړى دى مګر دده فکر تل له مادي خوا څخه معنوي او الهي افکارو ته ميل لري. له مادي اشعارو څخه تل معنوي او مافوق الطبيعه نتايج اخلي او يوازې د مادې په ستاينه کې ځان نه ډوبوي.)) (٤، ١٦٨) سره له دې چې د شيخ متي ټول اثر نه شته، خو موږ کله چې د حد اقل تحليل په لټه کې يو. په همدې مطلوب شعر کې چې له طبيعت او د طبيعي ښکلا له ستاينې پيل کوي، په جزئياتو غرونه، شپه او ورځ (زمان) غاړه (نى) د غمجنو اوازونه، شنه شوي، بڼونه، ترنګ سيند او هر څه چې ښکلا او جمال لري، په واقعيت کې يو تمثيل کوي.
دغه راز د لمر مخ، د سپوږمۍ ورين تندى، پرتمين غرونه، د سيند د هندارې په څېر مخ، زرغون غرونه، د ژوند وږمه، بوراګان او د هغو سندرې ټول او ټول د لوى ذات د يو واحد وجود په هستۍ شهادت ورکوي. شاعر له دغه توصيف او تمثيل څخه د لوى ذات خاوند تعالى جمال، ښکلا، زمان او مکان د خداى له قدر ته بولي. کوم چې ځاى يې زړه کې دى، زړه چې د سير او ((قلب)) د خاوندانو په فکر دخداى د مينې کور دى. خو د شاعر ټوله اندېښنه او غمنامه په دې کې ده چې له بېلتونه ژاړي.
بشنو از نى چون حکايت ميکند
از جدايى ها شکايت ميکند

په ژړا ژاړم چې بېلتون دى
يمه پردېسي بل مې تون دى

نوموړى هم په فراق کې د چوڼي (بلبل) په څېر په دې خاطر په ژړا او ماتم کې دى، چې جلا دى او دغه فراق او جلاوالى د هغه د رواني رنځ او نارامۍ منبع ده چې يوازې په وصال سره رفع کېدى شي.

د شعر فلسفي- عرفاني اړخ:
پورتنى شعر په شرقي دود فلسفي رنګ هم لري. لکه څرنګه چې د ډاکټر عبدالحکيم په قول مولانا هېڅ کله د لرغونو يوناني فلاسفه وو لکه ارستو، اپلاتون نوم نه يادوي او نه هم له قران پرته په بل څه استناد کوي. د شيخ متي په شعر کې هم په ظاهر کې هېڅ نه شته خو بيا هم لولو:

نه هسک نه ځمکه وه تورتم و
تياره خپره وه ټول عدم و
نه دا ابليس نه يې ادم و
ستا د جمال سوچه پرتم و
چې سو ښکاره ښکلې دنيا سوه
د پنځ پر لوري يې رڼا سوه.

(( په اريايي افکارو کې چې روح او فکر يې د واحد خداى اهورا مزدا په باب و، په ستاينه يې پيل وکړ واحد خداى يې د (اهورا) او پوه (مزدا) وباله چې ځمکه او اسمان يې هست کړه. د هخامنشيانو په کتيبو کې لولو چې اهورا مزدا ځمکه دلته... اسمان هلته... انسان... او د انسان لپاره خوښي هست کړه، زردشت د سينا په ٤، ٤٤ بند کې هغه د اوبو، ګياوو، باد، اسمان، رڼا او تورتم او په لنډه توګه د ټولو موجوداتو هستوونکى بولي.)) (٥، ١٠٥) افلاطونيان هم نړۍ او موجودات مثل بولي. نور فلاسفه هم دغه ډول عقايد وړاندې کوي. يوناني فلسفه په شرقي تصوف کې بې اغېزې نه ده ان په اسلامي فرهنګ کې يې ژورې ريښې درلودې، په دويمه او درېيمه هجري پېړۍ کې زيات شمېر يوناني فلسفي اثار په بغداد او اسکندريه کې په عربي وژباړل شول، زياتره فلاسفه وو په ارسطو او فلسفي افکارو د توضيح او تشريح کار وکړ، ستر اسلامي پوهان له ابن سينا، فارابي امکندي، مهر وروى او نور د يوناني- اسلامي فلسفې افکارو ښه متشرحين وو، خو تصوفي او عرفاني افکارو په اسلامي نړۍ کې د ازادۍ غزونې وس درلود. شعر او ادب دغه ډلې يعنې عارف او صوفي د خپل پيغام بستر کړ. شعر فلسفه، عرفان او تصوف وروزه، چې د شيخ متي شعر يو له دغو دى. اوس چې خپلې خبرې راټولې کړو ويلى شو چې:
پښتني فرهنګ په فکري او معنوي لحاظ د ډېرو ژورو فلسفي، عرفاني او تصوفي افکارو جوګه دى، چې کتبي اثار يې په دې سيمه کې د کوچېدلو، لېږدېدنو او جنګونو او خونړيو پېښو په ترڅ کې له منځه تللي، هر کله چې د راوروسته فرهنګ د بيا زرغونېدو لپاره بيا او بيا ماضي ته اړه پيدا شوې ده. فرهنګي جريان له انقطاع سره مخامخ شوى او تر کلونو وروسته راټوکېدلى دى.
پښتو شعر د لسيزو او پېړيو په جريان کې د فکري جريانونو حاصل و او دى. دې شتمنۍ په خپله ځولۍ کې درې سيمې او د فرهنګي حوزې افکار له ځانه سره ساتلي، روزلي او وروسته نسلونو ته يې انتقال کړي دي. په دې ترڅ کې د شيخ متي مناجات داسې کوچنۍ نمونه ده، چې هم عرفاني او تصوفي رنګ لري او هم فلسفي مفاهيم او فکري فلسفې جريان راڅرګندوي. موږ په نهايت کې دې ته رابولي، چې په پښتو کتبي کلاسيکو متونو کې د فکري جريانونو څېړنه، د معنوي خوندي ارزښتونو په نوي مطالعې موږ لاسبري کوي. نويو نتايجو ته مو رسوي هغه څه چې تراوسه پورې ورته لږه پاملرنه شوې ده.
يادښتونه
١- داکتر محمد اقبال، سير فلسفه در ايران. ((ترجمه امين حسين اريانپور)) تهران ٢٤مخ.
٢- هنر و مردم شماره سي ويکم ، تهران
٣- عبدالحسين زرين کوب، ارزش ميراث صوفيه، (تهران)
٤- عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ ٢ ټوک (کابل: پښتو ټولنه، (١٣٨٢)ل کال.
٥- ديانت زردشتى، ترجمه فريدون وصحن � مقاله دوم، تهران، بنياد فرهنگ، ١٣٤٨.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery