مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

احمد تکل



د چا بدل

انا ټټر دې څيرې
انا د کور له دالانو نه دې لمبې جګېږي
انا منګي کې د ملالې کوم چا زهر ګډ کړل
او دا خبره نه ده
ګوره ډوډۍ کې دې کوم لاس دى چې رانجه ګډوي
چې ستا اواز د خونړۍ پېړۍ د غبرګو دېوالونو له شا
ماته را ونه رسي
انا دا څه پېښ شوي...
چې پښتانه لمسيان دې
له يخدانو کليمه دارې مشهدي پټوي
او د مغولو په بازار کې يې په نيمه، نيمه بيه پلوري
انا دا څه پېښ شوي
چې د جرګو کړۍ کې
د ښو درنو درنو خبرو پر ځاى
سپکې کنځلې کېږي
انا دا څه پېښ شوي
چا درته ښېرې کړې دې؟
الله د چا بدل له تانه اخلي؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery