مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

نصر الله (حافظ)


مخمس

څوک زما د زړه په خوږ څه پوهېده
چې جانان زما له خوا نه بېلېده
را په برخه شول د عمر کړېده
په نصيب مې بېلتانه کړه سوزېده
رود د اوښکو مې ګرېوان کې بهېده.

نه يې ومنل زما زاري عذرونه
په ژړا مې کړه کاڼه اشنا غوږونه
که مې لاړل تر اسمانه فريادونه
ستورو ووهل زما په غم مخونه
خو د يار غوږ ته مې غږ نه رسېده.

د سره اور لمبه زما په زړه شوه بله
شنه ډډوزه مې د دود تله له ګوګله
سوزېدم په دغه اور لکه خځله
د فراق چغه زما له خولې وتله
چې په سرو سترګو جانان رخصتېده.

په زړه سخت په هېڅ رنګ نه شو مهربانه
په دې خپله جفا هېڅ نه شو ستومانه
هى توبه شه له دې هسې مسلمانه
چې د غم پېټى وا نه خلي له انسانه
ما ژړل ورته او دى روانېده.

کور مې وران مال مې تالا ژوند مې تبا شو
چې د عمر وفادار مې بې وفا شو
د ګونګي ټپوس وزر راته هما شو
هغه څه چې چا ويلي وو رښتيا شو
دا چې يم د غم په نم ليمه لامده.

نه پوهېږم چې مړ نه شوم څه بلا يم
چې ګل لاړه زه ژوندى په دنيا پايم
د هغه ساعت له خوږه به څه وايم
پوښتې څه چې ولې هسې نيمه خوا يم
د غم غر زما په سرو نړېده

لاهو شوى د غمونو په درياب يم
بې بنياد او بې بقا لکه حباب يم
د فراق د سرو لمبو په سر کباب يم
يم ژوندى کنه د مړو په حساب يم
دي هېر کړي مې د عمر خندېده.

پاس اسمان او لاندې ځمکه راته اور شوه
رابيداره شاوخوا زما په شور شوه
چې مې چغه د بېلتون د زړه په کور شوه
د کور شپه مې له ناکامه نن په ګور شوه
څومره سخت دى له ژوندونه تېرېده.

دواړه سترګې مې لمدې ښکاري په اوښکو
ځاى پر ځاى په کې تغمې ښکاري د اوښکو
په ګرېوان مې هم ولې ښکاري د اوښکو
په ژېړ مخ مې سلسلې ښکاري د اوښکو
کاڼى هم راسره سم وژړېده.


د هجران څپو اخيستى يم ډوبېږم
لاس وهم پښې وهم کله خلاصېږم
وار و پار مې خطا شوي دي پوهېږم
چې له دې بلا مې نه شته خلاصېده.

لېونى لکه مجنون ګرځم له غمه
يم لوېدلى مينې ستا له جوش و جمه
په اور وسوزې زما نصيبه کمه
چې يوه شېبه مې جوړه نه شوه دمه
په شپه ورځ مې شو په دښتو ګرځېده.

چې رسوا يې راز زما د يارانې کړ
رادوڅار يې نوى غم د زمانې کړ
رانه بېل يې ګران زما د پيمانې کړ
زما نوم يې سر د هرې افسانې کړ
رقيب خپله په دې کار وشرمېده.

نا ارام چې د پارې په رنګ ته ښورم
د فراق دا اوږد مزل په مخکې ګورم
دين دنيا د يار د مخ په بها پلورم
بې له مينې هر چې وايي هغه اورم
په سکروټو مې ده ناسته پاڅېده.

راته ياد چې هغه ناز هغه مکېز شي
په هغه دم مې برباد واړه پرهېز شي
که يې ورک رانه د عشق دست اويز شي
د غرور بب به مې مات او رېز مرېز شي
چاته پېښ مه شه په عشق کې ماتېده.

لاس مې څه نيسې طبيبه نه رغېږم
هر قدم د نيستۍ خواته نږدې کېږم
ستا دارو مې په کار نه دي نه جوړېږم
زه د خپل زړه په مرض باندې پوهېږم
چې له دې رنځه مې نه شته رغېده.

خدايه! کور د غماز وران کړې مخ يې تورکړې
د دوزخ له اوره ډک يې ورته ګور کړې
پرې نازله له اسمانه هسې اور کړې
لولپه يې په دې اور کې د زړه کور کړې
چې زما پر حال هېڅ ونه رحمېده.

د ځوانۍ د بڼ ګلان مې شول خزلې
د پيري خزان پرې کېښودې منګولې
نه بورا ورته راځي او نه بلبلې
نه پرې وايي اوس خوږې خوږې بدلې
نه پرې شته دي د توتيانو چغېده.

اى دنيا دا مې ژوندون دا مې انجام دى
د ساقي په لاس کې تش د ميو جام دى
دا له کومې خوا په ما راځي الهام دى
دا چې خوږ دى د نازو انا کلام دى
چې د خيال په غوږ زما ولګېده
سحرګه و د نرګس لېمه لامده
څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده
ما وې څه دي ښکلى ګله ولې ژاړې
ده وې ژوندې مې دى يوه خوله خندېده.

١٣٧٠/٧/٧ راديو
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery