مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

کانديد اکاډميسين محمد رحيم الهام

محمد هوتک او محمد يو شاعر دى که بېل کسان دي؟

سرمحقق زلمى هېوادمل د ليننګراد د ختيځ پوهنې د انستيتيوت په خطي کتابونو کې د فوايدا شريعت د يوې خطي نسخې په پاى کې د ((محمد)) په نامه د يوه شاعر يوه غزله موندلې ده.(1) ده دا غزله ((د پښتو ادبي تاريخ خطي منابع)) په رساله کې رانقل کړې او ويلې يې دي، چې ښايي دغه ((محمد)) د ((پټې خزانې)) مولف ((محمد هوتک)) وي چې دغه يوه غزله يې په دې نسخه کې نقل او خوندي شوې ده. هېواد مل دغه غزله له هغې غزلې سره پرتله کړې ده، چې محمد هوتک د پټې خزانې په پاى کې د خپل شعر د نمونې په توګه راوړې ده او دې نتيجې ته رسېدلى دى، چې د فوايدا شريعت د قلمي نسخې غزله چې دده د کتاب ((د پنځمې برخې يوولسمه نمره غزله ده، له محمد هوتک څخه پرته د بل شاعر نه شي کېدى.))(2) خو سره له دې هم، ښاغلى هېوادمل چې يو دقيق او ځيرک سرمحقق دى، غواړي چې دغه مساله نوره هم وسپړله شي چې مبادا ده په خپل دغه قضاوت کې اشتباه کړې وي. نو له مانه يې هم وغوښتل چې خپله رايه په دې باب کې څرګنده کړم، چې که دى په خپل قضاوت کې تېروتلى وي خپله سهوه اصلاح کړي. ما د سرمحقق هېوادمل دا غوښتنه ومنله او دا دى هڅه کوم چې که وکولاى شم د پرتليزې سبک پوهنې د اصولو په رڼا کې دغه مساله وڅېړم.
سوال:
ايا هغه غزله چې هېوادمل په ليننګراد کې د فوايدا شريعت په خطي نسخه کې موندلې ده د پټې خزانې د مولف محمد هوتک ده که د کوم بل محمد چې لاتراوسه پېژندلى شوى نه دى؟
دې سوال ته د يوتقريبي سم ځواب د موندلو لپاره لومړى د هغه ميتود چوکاټونه راوړم چې دلته يې تطبيقول غواړم.
د ځينو پوهانو په عقيده، د سبک پوهنې ساحه پر نهو برخو باندې په دې ډول وېشله کېږي:
١- سيمه ييز واحد سبک
٢- ملي سبک
٣- په يوه دوره کې د يو ملت د سبک شريکې ځانګړتياوې
٤- د يو دريځ، مکتب يا نهضت سبک
٥- د يو ليکوال فردي سبک
٦- د يو ليکوال فردي سبک د ليکوالۍ په يوه خاصه دوره کې.
٧- د يو اثر سبک
٨- د يو اثر د يوې برخې سبک
٩- د يو عصر سبک چې پر ټولو يادشوو هنري پوړيو باندې اغېزه کوي.
ددغه دوو غزلونو په برخه کې د دوو فرضيو د اقامې امکان شته:
لومړۍ فرضيه: دا دوې غزلې به د دوو تنو وي.
دويمه فرضيه: دا دوې غزلې به د يوه شاعر وي.
د دواړو فرضيو د ازمويلو لپاره له عين ميتود نه کار اخيستلاى شو. زموږ لومړۍ هڅه به دا وي چې په پاسنيو نه ګونو ساحو کې هغه چوکاټ پيدا کړو، چې دغه دوې غزلې د قرينې، منطق او کميت له مخې په کې واچولاى شو. پاتې دې نه وي، چې د يوې علمي فرضيې د سموالي او نا سموالي د ثابتولو لپاره د data کميت ډېر اهميت لري.
يعنې هر څومره چې data زيات وي، همغومره د څېړنې نتيجه ډاډمنه وي. خو له بده مرغه data ډېر کم دى، يعنې صرف له دوو لنډو غزلونو څخه د سبکي عناصرو او ددغو عناصرو دجوړښت د کليت پشانتيا او بېلوالى په يقيني توګه نه شو معلومولاى.
خو موږ به خپله هڅه ونه سپموو.
اوس خپله data رانقلوو: د محمد هوتک غزل:

ساقي، پاڅه، د سرو ملو ډک يو جام را
ستا له غمه نا ارامه يم، ارام را
بې له ميوو د سهار نندارې څه کړم؟
پسرلى شو، د خوښۍ ښه پيغام را
دنيا پاته ده، ښادي مو يو ګړۍ ده
يو ګړۍ مې خوښ که، مى کړى انعام را
د بېلتون په تاريکو کې مې زړه شين شو
رڼا لمر د جام د ميوو په ظلام را
ناکاميو د دنيا مې کام راتريخ کا
چې مې خوږ کا کام، ترخه و مانا کام را
نه نشاط شته، نه مستي سته، نه رندي سته
چې سم رند هغه اوبه على الدوام را
په اوبو مې سوړ زړګى لږ څه راتود که
محمد ته د اور ډک يو هسې جام را.

د محمد غزل:

نه کړې په هېچا باندې صرفه هجرانه، ته
يار دې له ما بېل کړ ما په دوه سترګو کاته
دا ترابه ما نه ول چې به يار له ما جدا کا
ځکه مې په ځير د يار و مخ وته کاته
مه وايه خندان ګل دې بېل کړى له بوستانه
ولاړه په ارمان بلبل له ګلو الواته
تور باڼه دې غشي ناوکي کړه ما په وژنې
ولې صرفه نه کړې، تر زړګي مې وخاته
نجونه زلمي واړه تورو خاورو لره درومي
تور اوبل و څڼې و لحد ته پرېواته
ولاړه د ... کړه ولاړه نه ستنېږې
يار يې ځنې بېل کړئ محمد يې وناته

اوس، راشئ وګورو چې خپله data په کومو چوکاټونو کې ازمويلاى شو:
١- سيمه ييز واحد سبک: زموږ data په دې چوکاټ کې څېړل کېدى شي.
٢- ملي سبک: په دې چوکاټ کې څېړل کېدى نه شي.
٣- په يوه دوره کې د يو ملت د سبک شريک خصوصيتونه: په دې چوکاټ کې هم څېړل کېدى نه شي.
٤- د يو دريځ، مکتب، يا نهضت سبک: په دې چوکاټ کې هم نه شي څېړل کېدى.
٥- د يو ليکوال فردي سبک: په دې چوکاټ کې څېړل کېدى شي.
٦- د يو ليکوال فردي سبک د ليکوالۍ په يوه خاصه دوره کې: په دې چوکاټ کې نه شي څېړل کېدى.
٧- د يو اثر سبک: په دې چوکاټ کې هره غزله لومړى جلا څېړل کېدلاى او بيا دواړه سره پرتله کېدى شي.
٨- د يو اثر د يوې برخې سبک: په دې چوکاټ کې نه شي څېړل کېدى.
٩- د يو عصر سبک چې پر ټولو ياد شوو هنري مرحلو باندې اغېزه کوي. په دې چوکاټ کې هم څېړل کېدى نه شي.
لومړى:
د سيمه ييز واحد سبک په چوکاټ کې.
دواړه غزلې د ژبنيز جوړښت له مخې په لهجوي لحاظ په دې لاندينيو پوړيو کې تحليل او پرتله کوو:
١- فونو لوژيک جوړښت.
٢- لګزيک جوړښت
٣- مورفولوژيک جوړښت
٤- سنيتا کتيک جوړښت
موږ پوهېږو، چې د محمد هوتک لهجه د کندهار داده، چې په خپله د پټې خزانې د نثر متن يې ثابتوي.
الف- فونولوژيکه پرتله:
د پښتو په ګرافيمي سيستم کې ددې ژبې ټولې فونتيکي ځانګړتياوې نه شي منعکسېدى. په غزله کې ، سره له دې هم، د پټې خزانې د قلمي نسخې د ليک دود له مخې يوازې يوه کندهارۍ ځانګړنه موندلاى شو:
((پسرل سو، زړه شين سو، نه نشاط سته، نه مستي سته، نه رندى سته، چې سم رند.))
دکندهار په لهجه کې د ((سول)) د مادي ټول مشتقات په (س) ويل کېږي او دغه فونيم په همدې کلمه کې د نورو لهجو له (ش) سره تقابل لري:
کندهار نورې لهجې
سوم شوم
سوو شوو
سوى شوى
سواست شوئ
سو شو
سول شول

خو د محمد په غزله کې د کندهار د لهجې د فونيميک جوړښت بېلګې نه شته.
ب- لګزيکه پرتله:
د محمد هوتک په غزله کې د کندهار د لهجې خاص لګزيکي عناصر نه ليدل کېږي. خو د محمد د غزلې د دويم بيت په لومړۍ مصرع کې د ((ترا)) کلمه او د ((مانه ول)) جمله چې د نورو لهجو له ((ما نه ويل)) سره تقابل لري، د کندهار د لهجې څرګندې لګزيکې بېلګې دي. همدغسې د محمد دغزلې په مقطع کې چې وايي:
يار يې ځنې بېل کړئ محمد يې وناته
د کندهار د لهجې دوې نورې بېلګې شته دي: ((کړئ)) او ((ناته)).
په کندهار کې د ((کړئ- کى)) شکل ( چې مورفولوژيک خصلت هم دى) د واحد غايب د صيغې لپاره د نورو لهجو له ((کړ- که)) سره تقابل لري او ((ناته)) د ((نتل)) له مادې څڅه ما په خپله په نورو لهجو کې نه دى اورېدلى او زما له پوهې سره سم دغه شکل هم د کندهار د لهجې مميزه ګڼل کېدى شي.
ج- مورفولوژيکه پرتله:
د محمد هوتک په غزله کې د ((کا)) او ((را)) شکلونه د ((کړ)) او ((راکړه � راکه)) په ځاى؛ ((پاته ده)) د ((پاتې ده))؛ ((دبېلتون په تاريکو کې)) د ((بېلتانه په تاريکيو کې)) په ځاى ((کاته، الواته، وخاته، پرېواته، وناته)) د ((کوت، الوت، وخوت، پرېووت، وکوت ( چې مانه دى اورېدلى) په ځاى او ((وما ناکام را)) د ((ما ناکام ته راکه)) په ځاى ټول د کندهار د لهجې مورفولوژيک مميزات څرګندوي. په دې غزله کې ((کا)) او ((کړ)) دواړه راغلې دي. په همدې توګه ((نجونه زلمي واړه)) بايد د نورو لهجو په شان ((نجونې زلمي واړه)) وي.
نو د مورفولوژيک جوړښت له مخې د محمد شعر د کندهار د لهجې خورا زيات مميزات لري.
د- سنتاکتيکه پرتله:
د محمد هوتک په غزله کې ((يو ګړۍ دى)) د ((يوه ګړۍ ده)) په ځاى؛ او بله پلا ((يوګړۍ)) د ((يوه ګړۍ)) په ځاى؛ ((رڼا لمر)) د روڼ لمر)) په ځاى، (( ناکاميو ددنيا)) د ((دنيا دناکاميو)) په ځاى ( چې په پټه خزانه کې ډېر زيات راغلى دى) کارونې د کندهار د لهجې او د محمد هوتک د سبک له مميزاتو څخه دي.
د محمد په غزله کې (( په دوه سترګو)) د (( په دوو سترګو)) په ځاى؛ (( د يار ومخ وته)) د (( د يار مخ ته) په ځاى ((يار له ما جدا کا)) د ((يار له مانه (څخه شکه) )) په ځاى او ((ولحد ته)) د ((لحد ته)) په ځاى کارونې د کندهار د لهجې د عباراتو د جوړونې مميزې دي.
له دې پرتلې څخه دا نتيجه لاس ته راځي چې: د محمد په غزله کې د کندهار د لهجې فونولوژيک عنصر نه شته، مګر د لګزيک، مورفولوژيک او سنتاکتيک جوړښتونو او عناصرو له مخې د سيمه ييز واحد سبک دومره کافي ځانګړنې لري چې په پوره يقين سره ووايو: محمد د محمد هوتک په شان کندهارۍ لهجه لرله او نو ځکه کندهارى دى.
دويم: د فردي سبک په چوکاټ کې
الف- شکلي جوړښت: په متعارفه معنا دواړه ټوټې غزلې دي. د محمد هوتک غزله ((٧)) بيته او د محمد دا ((٦)) لري او وزن له مخې د عبدالحميد مومند د هغې غزلې غبرګون دى چې داسې شروع کېږي:
الــهي د مــحبت ســــــوزو ګــــــــذار را
په دې اور کې د سهي سمندر ساز را
چې د فاعلاتن فاعلاتن فاعلاتن عروضي وزن لري. خو د محمد غزله بېل وزن او بېله قافيه لري او د مفتعن مفتعن مفتعن فع په عروضي وزن که ده.
د محمد هوتک د غزلې د مطلع لومړۍ مصرع او د مقطع وروستۍ مصرع د ((جام)) شايګانه قافيه او د محمد د غزلې مطلع او دويم بيت د ((کاته)) شايګانه قافيه لري. د محمد هوتک د غزلې د دويم بيت دويمه مصرع، يعنې ((پسرلى سو د خوښۍ ښه پيغام را)) د وزن سکته ګي لري او بايد داسې ولوستله شي: پسرلى سو د خوښيه ښه پيغام را)). د محمد د غزلې د پنځم بيت دويمه مصرع، يعنې:
((تور اوربل و څڼې و لحد ته پرېواته)) ګرامري نيمګړتياوې لري: لومړى دا چې ((تور اوربل و څڼې)) بايد ((تور اوربل او څڼې)) ولوستل شي او دويم دا ((پرېواته)) فعل دوه فاعله: ((تور اوربل او څڼې)) لري، خو فعل مفرد دى او د عدد له نظره د جملې ددې دوو توکونو ترمنځ مطابقت نه شته. د ګرامري جوړښت په لحاظ بايد دغه مصرع په دې ډول وي: ((تور اوربل او څڼې و لحد ته پرېوتل)).
نو دشکلي جوړښت په لحاظ دواړه شعرونه نيمګړتياوې لري، په تېره بيا په دواړو غزلو کې د شايګانه څخه د ځان ژغورلو پروا نه ده ساتل شوې.
ب- محتوايي جوړښت: دواړه غزلې لريک خصلت لري؛ خو د دواړو اصلي تيمونه سره توپير لري. د محمد هوتک په شعر کې، شاعر ساقي ته خطاب کوي او شراب ترې غواړي او ډېر شراب غواړي او مدام يې غواړي او شراب ځکه غواړي چې شاعر د ساقي له غمه غمجن دى، نو په پسرلي کې هم له ښادۍ نه برخه نه لري. د بېلتانه په تاريکو کې يې زړه شين دى. په دنيا کې ناکامه دى، نشاط، مستي او رندي نه لري او دنيا هم بې بقا ده. په شعر کې د عرفاني روحيې سوز او صميميت منعکس شوى دى. د غم او ښادۍ د تضاد موضوع د شعر محتوا ته فلسفي رنګ او د دنيا بې بقاتوب ورته ديني، عرفاني پرداز ورکوي، دغه ټوټه که څه هم غزله ده او په غزلو کې عرفاً د موضوع وحدت، چې شراب غوښتل او ددغې غوښتنې دلايل دي، په ډېره ښه وجه ساتل شوي دي او شعر ته يې منطقي- عاطفي قوت ورکړى دى.
خو محمد په خپل شعر کې ((هجران)) ته خطاب کوي او سر ترپايه دغې موضوع ته انکشاف ورکوي. دغه ټوټه په حقيقت کې ((مرثيه)) ده، ځکه د شاعر محبوبا داسې تللې ده، چې بيا نه راستنېږي: تور اوربل او څڼې يې په لحد کې پرېوتې دي. په دغه شعر کې ((هجران)) د ((مرګ)) سمبول دى. شاعر هم د خپلې محبوبې په مرګ کې غمجن دى او هم په خپله خپل ځان ته تسل ورکوي. په دې شعر کې هم عرفاني روحيه منعکسه ده او دا چې وايي نجونې او زلمي واړه تورو خاورو لره درومي د خپل ځان د تسل لپاره منطقي استدلال کوي او د محمد هوتک په شان خپل شعر ته منطقي- عاطفي قوت ورکوي. په دې شعر کې هم د موضوع وحدت او تماميت ساتل شوى دى. نو دواړه شعرونه په سبکي لحاظ عمومي پشانتياوې لري او دا فرضيه قوي کوي، چې دواړه شعرونه به د يوه سړي وي.
درېيم هنري جوړښت:
په دې برخه کې بايد ددغو دواړو غزلو د خيال صورتونو (يعنې ايماژونو) چې تشبيهاتو، استعاراتو، کناياتو، اساطيرو سمبولونو او تشخيصاتو (يعنې د بېځايه شيانو ذيروح انګارلو) شرحه او پرتله وشي.
د محمد هوتک په شعر کې طباق، تجنيس او استعارې، مګر ډېر لږ راغلي دي، يعنې ايماژونه په کې کم دي، خو د شعر ژبه، وزن، د الفاظو انتخاب او رواني په دې حد کې دي، چې دغه ټوټه ماته سهل محتنع غوندې برېښي او په نسبي صورت يو ښه مکمل شعر دى.
خو د محمد غزل ايماژونه ډېر لري. سمبول لري، تشخيص لري، د اشعات صفت په کې شته او په عمومي توګه د محمد هوتک تر شعر هنري بډاليتوب لري، مګر د محمد هوتک د شعر په شان رواني نه لري. زه د اختصار د رعايت په خاطر له تفصيل نه تېرېږم.
نتيجه:

١- محمد هوتک او محمد د يوه سيمه ييز سبک پيروان، يعنې دواړه د خپلو شعرونو د فونولوژيک، مورفولوژيک، سنيتا کتيک او لګزيک جوړښتونو په لحاظ بېخي مشارکت لري. نو دواړه د يوې سميې، يعنې د کندهار دي.
٢- دواړه د غزلو په ويلو کې پوره مهارت لري او دواړو د شعر په دې ډول کې د موضوع تماميت او کليت سالتى دى.
٣- دواړه په خپلو شعرونو کې په قافيو کې ((شايګان)) لري، يعنې په دې برخه کې بې پروا دي.
٤- د دواړو د غزلو په محتوا کې په فکري، عاطفي لحاظ يو ډول طرز ليدل کېږي.
دغه مشترک وجوهات دې فرضيې ته قوت ورکوي، چې ګوندې دغه دواړه غزلې د يوه شاعر وي. يعنې دواړه د محمد هوتک د قريحې محصولات دي.
ددې فرضيې قوت عجالتاً په سلو کې اتياو ته رسېږي، شل په سلو کې نور هغه وخت اثباتېدى يا زموږ دغه فرضيه بالکل نفې کېدى شي، چې د محمد هوتک او د محمد نور منظوم يا منثور اثار هم پيدا شي او زموږ د کميت د څېړنې لپاره دومره کافي شي، چې د غوڅ قضاوت علمي امکان ميسر شي.
د مامورينو کارته
کابل

(1)  زلمى هېوادمل، د پښتو ادبي تاريخ خطي منابع، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه، ١٣٦٦، ١٤٩-١٦٤مخونه.
(2)  زلمى هېوادمل، د پښتو ادبي تاريخ خطي منابع، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه، ١٣٦٦ل کال، ١٤٩-١٦٤مخونه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery