مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه

محمد ګل خان مومند
او پښتونولي

پښتو نه يوازې زموږ د ژبې نوم دى، بلکې زموږ د کلتور او ټولنيز دود معنوي رمز هم په کې پروت دى، پښتانه په پښتو سره راټولېږي، په پښتو پرېکړه کوي او په پښتو لوړه.
ځينو د (پښتو) له کلمې څخه، څو ماناوې راکښلي، چې دا ماناوې او خويونه په يوه پښتون کرکټر کې تجلا مومي. (پ)، د پت؛ (ښ)، د ښېګڼې؛ (ت)، د تورې؛ او (و) د وفا د ماناوو ښکارندويي کوي. که څه هم په يوه انسان کې د پښتو د بشپړو معنوي ارزښتونو د ټولو څرکونو ليدل څه ګرانه خبره ده، خو ځينې داسې پښتانه هم شته، چې د يوه پښتون کرکټر بشپړې ځانګړنې په کې ځلېږي. يو له داسې پښتنو کرکټرونو څخه محمد ګل خان مومند دى. فکر کوم د محمد ګل خان مومند په فکر، احساس، عاطفې او روحياتو کې چې د پښتو او پښتونولۍ څومره جذبې او ولولې جاري وې د ډېرو کمو پښتنو په روحياتو کې که پښتو دومره ځاى نيولى وي. محمد ګل خان مومند هغه شخصيت و، چې پښتو يې ويلې، پښتو يې ليکلې او پښتو يې ترسره کړې ده.
محمد ګل خان مومند د پښتو او پښتونولۍ په باب يوه رساله هم ليکلې ده. د دې رسالې نوم دى ((لنډکۍ پښتو)). په دې رساله کې د محمد ګل خان مومند هغه افکار راټول شوي چې د پښتو او پښتونولۍ په باب يې لري.
(( مرحوم مومند په پښتو ليکلو او پښتو ويلو کې د سوچه والي کلک طرفدار و او د کوم څيز لپاره به يې چې په پښتو کې لغت بياموند، نو د پردي لغت استعمال ورته ادبي کفر ښکارېده. که به چا د ده پر وړاندې د پردۍ ژبې لغت استعمال کړ، ده به ورته ويل: ((وروکيه! پوه نه شوم، څنګه؟)) څو چې به هغه سړى په خپله خپلې وينا ته ملتفت شو.)) (١٤)
دلته به له پښتو او پښتونولۍ سره د محمد ګل خان مومند د اورنۍ مينې او افکارو يو لنډ جاج وړاندې کړو، وبه ګورو چې دې لوى پښتون له خپلې ژبې او پښتونولۍ سره څومره د زړه له تله سپېڅلې او رواني مينه درلودله. محمد ګل خان مومند وايي: (( پښتو، پښتو منل، پښتو ويل، پښتو کول او پښتو چلول دي. پښتانه په پښتو سره پښتانه وو او په پښتو سره به پښتانه وي. پښتانه په پښتو چلېدلي وو او په پښتو به وچلېږي. پښتانه په پښتو پېژندل کېدل په پښتو به پېژندل کېږي او په پښتو به وپېژندل شي. پښتانه په خپل منځ کې هم په پښتو يو له بله سره پېژني په پښتو سره عزيزان او يو پر بل ګران دي.
د پښتنو خپلوي په پښتنو سره ده، خپل او پردي په پښتو سره څرګندېږي او بېلېږي. پښتانه په پښتو باندې سره پوهېږي، د پښتو خوږه مرکه په پښتو کېږي. پښتانه له پښتو نه خوند اخلي.
تر ټولو خوندوره مرکه د پښتو ده...
پښتو د پښتنو تفکرات، تخيلات، ذوق او هر څه سره يو شانته او يو کوي.
_ پښتو خورا خوږه وروري ده.
_ پښتو صله رحمي ده.
_ پښتو شفقت دى.
_ پښتو مرحمت دى.
_ پښتو مهرباني ده.
_ پښتو مروت دى.
_ پښتو ښېګڼه ده.
کونډې، رنډې، يتيمان، بېوزلي او مسکينان، ړانده او ګوډ، په پښتو ساتل کېږي. که پښتو وه يو د بله خوښ، يو پر بل راضي، يو پر بل به ښاد يو.
که پښتو نه وه يو د بله ناخوښه، يو د بل نه ناراضه او يو به هم پر بل ښاد نه شو. که پښتو وه زه به تا درنوم او ته به ما درنوې.
_ پښتو اصيلتوب دى.
_ پښتو سيالوالى دى.
_ پښتو نجات دى.
_ پښتو عزت دى.
_ پښتو کې بې پتي، دګلتوب (حقارت) نه شته، ځکه چې پښتانه يې نه شي منلى.
_ پښتو دروندوالى (وقار) دى.
_ پښتو د پښتنو درنول دي.
_ پښتو کې ټيټال او تملق نه شته.
_ پښتو کې سپکه نه شته، نو ځکه سپک پښتون نه دى.
_ پښتو شرافت دى.
_ پښتو ښه نيت دى.
_ پښتو د پښتنو او مسلمانانو خير غوښتنه ده.
_ پښتو ښه اخلاق دي.
_ پښتو سپېڅلتوب (تهذيب) دى.
_ پښتو تدبير دى.
_ پښتو سړيتوب دى او سړيتوب پښتو ده.
_ پښتو انسانيت ته خدمت دى.
_پښتو قناعت دى.
_ پښتو په حق درېدل دي.
_ پښتو صبر دى.
_ پښتو حوصله ده.
_ پښتو هاند او کوښښ دى.
_ پښتو دين، وطن او د پښتانه ولس ته خدمت دى.
_ پښتو ايثار دى.
_ پښتو فدا کاري ده.
_ پښتو تکړه توب دى.
_ پښتو غښتلتوب دى.
_ پښتو کې خيانت نه شته.
_ پښتو کې ټګي نه شته، ټګ پښتون نه دى.
_ پښتو کې غلا نه شته.
_ پښتو کې تالا نه شته.
_ پښتو کې ظلم نه شته، ظلم بې پښتوالې دى.
_ پښتو د مظلوم حمايه ده، په نيمې شپې کې له غږه سره سم د پېښې ځي ته ځان رسول پښتو ده، غله، جاني او خاين نه چيغه ويستل او نيول يا يې وژل پښتو ده.
_ پښتو صداقت دى.
_ پښتو پاک زړه دى.
_ پښتو سليم وجدان دى.
_پښتو روغه پوهه ده.
_ پښتو ده چې پښتانه له بدو چارو ساتي.
_ پښتو دوا ده.
_ پښتو شفا ده.
_ پښتو د پښتانه د زلمو ښکلا او د پېغلو ښايست دى.
_ پښتو د پښتنو ګاڼه ده.
_ پښتو پسول (زينت) دى.
_ پښتو حيا ده.
_ پښتو د پښتنو د نارينه وو پګړۍ او د ښځو ټيکرى او پوړونى دى.
_ پښتو عفت دى.
_ پښتو عصمت دى.
_ پښتو سمه عقيده ده.
_ پښتو ايمانداري ده.
_ پښتو پر مسلمانۍ ټينګېدل دي.
_ پښتو پر ځان باور دى.
_ پښتو ډوډيماري ده.
_ جهل په پښتو ورکېږي.
_ علم په پښتو زده کېږي.
_ زده کړه په پښتو کېږي.
_ پښتو د علماوو مننه او احترام دى.
_ پښتو پانګه (سرمايه) ده.
_ پښتو کې د دواړو نړيو ګټې دي.
_ پښتو ازادي ده.
_ پښتو قوت دى.
_ وطن په پښتو ژغورل کېږي.
_ پښتو لوړ همت دى.
_ پښتو توره ده.
_ پښتو نارينتوب دى.
_ پښتو تورزنتوب دى.
_ پښتو د پښتنو هر ګوره کلک سنګر دى.
_ پښتو لطف دى.
_ پښتو قانون دى.
_ پښتو انتظام دى.
_ پښتو د سمو مشرانو مننه ده.
_ پښتو د خاينو مشرانو رټنه ده.
_ جنت پر اسلام باندې په پښتو کولو ګټل کېږي، حورې، غلمان او د جنت بې شمېره نعمتونه پښتنو ته په پښتو لاسته ورځي.
_ پښتو د پښتنو د دواړو نړيو د سعادت ضامنه ده.
_ پښتو د پښتنو د ټولنې روح دى.
_ پښتو خو نو پښتو ده، پښتو ده.
_ پښتو ده او پښتو (پښتونواله) ده.)) (١٥)
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery