مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

هر وخت چي زه او د متحدو اېالاتو ولس مشر روزولت يو له بل سره پر مقابل مقابل مېز كښينو، داسي كار وجود نلري چي حل يې نه كړو، يهودېان بايد خپله اصلي مېنه ولري.
وينستن چرچل
د برتانيې لومړى وزير

د منځني ختيځ پراخه تاريخي او كلتوري سيمه د اسيا د لويي وچي په سهيل لويديځ او د افريقا د لويي وچي په شمال ختيځ كي پرته ده.
د نړى په اوسنٰۍ نقشه كي په منځني ختيځ كي شامل هيوادونه له بحرين، ايران، عراق، فلسطين، اسرائيلو، اردون، كويټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عرب، سوريه، تركيه، متحده عرب امارات، او يمن څخه عبارت دي. يو افريقايي اسلامي هيواد مصر هم د خپل جيو پوليټيك اهميت له امله په منځني ختيځ كي نومول كيږي.
د منځني ختيځ سيمه چي د ځمكي پيژندني له نظره وچه او ګرمه سيمه ده ، تقريبا د نړۍ په سلو كي پنځه شپيته د تيلو زيرمي لري، چي د فارس سمندرګى يي هم ګاونډئ دى.
تيل د منځني ختيځ اصلي صادرونكى څيز دى، چي له امله يې د منځني ختيځ ټول وګړي نسبتا ښه او سوكاله ژوند لري، په منځني ختيځ كي شامل هيوادونه له اقتصادي پلوه په مختلفو كتګوريو كي راځي، ځيني يي د ښه اقتصاد لرونكي او ځيني نور يي له هغې جملې څخه يمن، په سترغربت او بدمرغۍ كي شپې ورځي سبا كوي.


د منځني ختيځ سيمه د تاريخ په اوږدو كي د دوام داري او البته خونړۍ جګړې شاهده ده، دا جګړې تر ډېره حده د فلسطين پر سر د عربو او اسرائيلو تر منځ، د فارسېانو او عربو تر منځ او پخپله د فلسطينيانو او اسرائيلو تر منځ پېښي سويدي.
نوموړي جګړې چي تر اوسه يې لا هم پاى نه دى موندلى، اصلي موضوع يې د فلسطين د يوه خپلواك دولت د رسميت پېژندلو موضوع ده چي تاريخ به ئې په تفصيلي ډول په همدې بحث كي څېړو:
ځمكه چي اصلا د فلسطين او اسرائيلو تر منځ پر شخړه ده، كوچنۍ ده او ټول مساحت يې 10000 ml2 لس زره ميله مربع دى، او د مديترانې سمندر په ختيځ پاى كي پرته ده.
پر همدې ځمكه د تاريخ په مختلفو پړاوو كي مختلفي واكمنۍ تر سره سويدي، د اسرائيلو اوسنى ځوان دولت چي له زېږېدني ئې يوازي شپږ پنځوس ( ۵۶) كلونه كيږي، ادعا كوي چي له اردون سمندر څخه تر مديترانې پوري، شمال لوري ته تر لبنانه پوري، ختيځ لوري ته تر اردونه پوري او په سهيل كي تر مصره پوري اسرائيلي ملكيت دىاو هم يې په رسمي ډول نوموړې سيمه لاندي كړېده.
د اسرائيلي دولت د پېژندل سوو پولو له مخي د همدې ځمكي 78% اته اويا په سلو كي اسرائيلي سيمه ده، هغه پاته 22% دوه ويشت په سلو كي بېا هم پر دوو برخو وېشل كيږي، چي يوه برخه يې د اسرائيلو تر سلطې لاندي ده چي په 1967 م ميلادي كال كي يې په يوه شپږ ورځنۍ جگړه كي لاندي كړې ده او نوره يې د فلسطينيانو تر كنترول لاندي ده.
د غزې تراډه چي د منځني ختيځ په حاصل خيزو او ستراتيژيكو سيمو كي شمېرپ كيږي، 141 ml2 ميله مربع ده او د اسرائيلو د اوسني دولت و سهيل لوري ته د سمندر پر غاړه پرته او اباده سيمه ده، پر غزه تراډه تر ډېره ځايه فلسطينيان واكمني لري، او ځيني سيمي يې د اسرائيلي دولت لخوا كنتروليږي.
په منځني ختيځ كي مېشت لومړنى مدنيت د نېل سمندرګي، Tigres, او Eurphrates په سيمو كي مېشت سوي وو، د زمان په تېرېدو سره د منځني ختيځ مېشتنه د دريو مذهبونو پيروان وو، لومړى جودايزم چي له ميلاد څخه دېارلس پېړۍ مخكي د سيمي خلكو ددين په توګه منلى وو، له اولي تر څلورمي پېړۍ عيسويت او له اوومي پېړۍ راوروسته د اسلام سپېڅلي دين.
تاريخ پاڼو ته په كتنه فلسطينيان له سلګونو زرو كلونو را پدېخوا پر همدې ځمكه پراته دي.
د ځمكي پېژندونكو يا جيولوجيستانو د څېړني له مخي چي په همدې سيمه كي يې د لرغونو حيواناتو فوسيلونه او نباتي بقاياوي پيداكړي دي وايي چي د منځني ختيځ دا سيمه د لرغونو مدنيتونو يوه ستره زراعتي سيمه وه.
لرغون پوهان وايي چي د ميلاد له مخه له 2000 څخه تر 1500 پوري ( Amorites ، ( Canaanites) او ( Semitic) خلك چي په ( Phoenicians) قبيلې پوري ئې اړه درلوده، منځني ختيځ ته راغلي دي، چي دا سيمه وروسته د Canaan پنامه و نومول سوه.
په ( Canaan) سيمه كي د تاريخ په اوږدو كي ( Semic) , ( Hittites) او په راوروسته كي ( Philisines) اوسېدلي دي.
د ځينو رواياتو پر اساس د ( Joshua) تر مشري لاندي اسرائيلو د ( Canaan) سيمه لاندي كړه، او پيغمبر حضرت داود (ع) تر ميلاد زره كاله له مخه بيت المقدس يا ( Jerusalem) فتحه كړ، او هلته يې يوه شاهنشاهي تاسيس كړه، دا شاهنشاهي نه يوازي پر Canaan مسلطه وه، بلكي پر Transjordan يا اوسني اردون يې هم واكمني درلوده.
شاهنشاهي د زمان په تېرېدو سره په دوو برخو ووېشله سوه، په سهيل كي په Judea او په شمال كي اسرائيل، د حضرت داود ( ع) د زوى سليمان ( ع) تر مرګ وروسته بيت المقدس د يهودانو پلازمېنه سوه، او اسرائيلو په همدې ځاى كي خپل عبادت ځايونه پرانيستل،او تر 133 ميلادي سنې پوري يې پر همدې سيمه واكمني درلوده.
(Babylonians) يا بابيلونېانو د (Judah) ښار تقريبا په 586 قبل الميلاد كي لاندي كړ. په پلازمېنه بيت المقدس كي يې د داود عليه السلام د زوى حضرت سلېمان عليه السلام معبد راونړاوه، او هم يې ډېر يهود له خپلو كورونو څخه و شړل..
تقريبا پنځوس كاله وروسته د فارسېانو پاچا ( Cyrus) بابيلولنېا و نيول، او بيرته يې يهودو ته بلنه وركړه چي خپل كورونه جوړ كړي، يهودو هم له همدې بلني څخه ګټه پورته كړه او هلته مېشته سول، دا يهودان تر ډېره وخته هلته پاته سول او بيت المقدس يې اباد كړ.
د يهودي دولت تر تاسيس وروسته يهودانو د هغه مهال د پر واك حكومت سره خپل ښي اړيكي ساتلي، او په بشپړ ډول يې د نوموړى حكومت سېك ټينګاوه.
فارسېانو هم پر دې سيمه له 531 خخه بيا تر 331 قبل الميلاد پوري خپله پوره واكمني و چلول، تر دې دوه سوه كلني واكمنۍ وروسته لوى الكساندر فارسي امپراتوري ړنګه كړه، او د هغې سيمي د پاچا په توګه يې خپل ځان اعلان كړ.
په 323 قبل الميلاد كي د لوى الكساندر تر مرګ وروسته د هغه جنرالانو دا واكمني پر دوو برخو ووېشله، او يو تن جنرال ( Seleucus) يو امپراتوري يا ( dynasty) تاسيس كړه، چي تر 200 قبل الميلاد پوري يې دا بحراني سيمه رهبري كړه.
د امپراتورۍ د تاسيس په پيل كي دا واكمنو چي ( Seleucids) نومېدله و يهودانو ته دا اجازه وركوله چي په ازاد ډول خپل عبادت و كړي، خو راوروسته يې بېا د Judaism و مذهب ته د عبادت مخنيوى كاوه.
په 167 قبل الميلاد كي يهودو پاڅون وكړ او پر فلسطين باندي يې ددې واكمنانو امپراتوري پاى ته ورسوله. دوى دا پاڅون د مكابين ( Maccabean) تر مشرۍ لاندي پيل كړ، او د خپلي سلطې واك يې پراخ كړ، د خپلي سيمي پلازمېنه يې بيت المقدس يا ( Jerusalem) اعلان كړ.
پر بيت المقدس باندي پراته دې سلطنت چي په راس كي يې ( Maccabean) واقع وو د رومي امپراتورۍ ملاتړ او مرسته تر لاسه كړه، او تر ( 164) قبل الميلاد پوري د رومي امپراتورۍ ملګرى پاته سو.

فلسطين له رومي امپراتورۍ څخه تر عثماني امپراتورۍ پوري:

له ميلاد څخه تقريبا 61 كاله مخكي رومي سرتېرو د ( Pompei) تر مشرۍ لاندي ( Judah) و نيول، او بيت المقدس يې ويران كړ، ( Judah) او بيت المقدس تر يوې زياتي مودې پوري د رومي ځواكونو تر كنترول لاندي وو.
د رومي ځواكونو د واكمنۍ پر مهال يهودو ځيني پاڅونونه و كړل چي د رومي ځواكونو له خوا ماته وركول سوه، د يهودو لخوا دوه ستر پاڅونونه په 131 ميلادي كال او دوهم يې په ( 70) اوېايم ميلادي كال كي سوي دي، چي د هغه مهال رومي واكمنو يې پر ضد سخته او خونړۍ جګړه كړې او دا پاڅونونه يې ځپلي دي.
تر دې پاڅونونو وروسته په ( 135) ميلادي كال كي رومېانو يهود له بيت المقدس څخه و شړل او دا سيمه يې د ( Palastina) په نامه و نومول.
د ( Palastina) كلمه چي په انګليسي ژبه كي ورته ( Palestine) وايي د ( Herodotus) يا هيرودتس څخه اخيستل سوېده، هيرودتس دا اصطلاح د ( Palestin Syria) پنامه نومولې ده چي اصلا د سوريې سهيلي برخه ده.
رومېانو پر فلسطين باندي خپل پوره كنترول درلود، او دا كنترول يې تر څلورمي پېړۍ ( 300) مو كلونو پوري راورسېد، او تر دوى وروسته بېا د فلسطين سيمه د ( Byzantine) يا بيزانس امپراتورۍ تر واكمنۍ لاندي راغله.
په څلورمه پېړۍ كي عيسويت پر خپرېدو وو، د رومېانو ځيني كورنۍ چي په همدې موده كي د فلسطين و سيمي ته راتلې، د منځني ختيځ سيمي ته د عيسويت دين راوړ ، او زېاتو يهودو دې دين ته مخه و كړه.

د اوومي پېړۍ په بهير كي په ( 600) مو ميلادي كلونو كي مسلمانو ځواكونو د سعودي عربستان څخه د شمال پر لوري خپل تحريك پيل كړى وو، تر څو منځنى ختيځ لاندي كړي، او پدې سيمو كي د اسلام سپېڅلى دين خپور كړي. په دې ډول بيت المقدس په ( 638) ميلادي كال كي د اسلام د دوهم خليفه حضرت عمر ( رض) تر فتحي لاندي راغى.
مسلمانانو دا سيمه تر ( 1900) مو كلونو پوري كنترول او و ساتله. د مسلمانانو د واكمنۍ پر مهال مسلمانو چارواكو و عيسويانو او يهودانو ته اجازه وركړه چي خپلو دينونو ته عبادت و كړي.
پداسي حال كي چي په سيمه كي مېشتو وګړو تر زېاته حده د اسلام سپېڅلى دين منلى وو او عرب كلتور هلته پوره وده كړې وه، بيت المقدس د مسلمانانو د يوه سپېڅلي ښار په توګه خپل برم درلود، ځكه چي د اسلام پيغمبر او د لوى څښتن د استازى حضرت محمد (ص) براق له مدينې منورې څخه همدې ښار البته د اقصى مسجد ته راغۍ او له همدې ځايه د لوى څښتن استازى و معراج ته تللى دى.
سبحان الذي اسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام الي المسجد الاقصى. الذي بركنا حوله لنريه من اياتنا انه سميع بصير. (الايه)
ژباړه: سپېڅلي دى هغه ذات چي تګ يې و كړ په خپل بنده سره ( چي مراد ترې محمد (ص) دى) له مسجد حرامه څخه و مسجد اقصى ته ، چي په شاوخوا كي يې موږ بركت ايښى دى، ددې لپاره چي ووينو موږ په ده باندي نښي زموږ له نښو څخه. بېشكه څښتن ( ج) ښه اورېدونكى او ښه ليدونكى دى.
بيت المقدس تر پايه د عرب واكمنو په لاس كي پاته نه وو، بلكي په ( 1071) كي تركي سلجوقېانو د بيت المقدس كنترول واخيست او دې ښار ته ئې خپل پوځونه ولېږل، خو د تركي سلجوقېانو دې واكمنۍ هم زيات وخت و نه نيو، بلكي تر ( 30) كلونو لږ ئې واكداري وكړه.
اروپايانو هم په بيت المقدس كي د سلجوقي حكومت واك نه مانه او له هغوى سره ئې تل مبارزه كوله، د سلجوقي تركيانو او اروپائي عيسويانو د مبارزې په بهير كي د مصر ( Fatimids) ېا قاطمېان چي اصلا د شيعه مذهب لاروۍ ډله وه، خپله اعظمي ګټه پورته كړه، دوى د اروپائي عيسويانو سره چي ( Crusaders) نومېدله، ائتلاف و كړ او بيت المقدس ئې و نيو، دوى د بيت المقدس پر نيولو بسنه و نه كړه، بلكي ( Juffa)او د فلسطين ځيني نوري برخي يې هم په ( 1098) كي و نيولې.
د تاريخ په شهادت ائتلاف تر پايه نه دى رسېدلى او په يو ډول د ډولونو يې ګذار پر سر خوړلى دى، دې ائتلاف هم چي يو نا مشروع ائتلاف وو داسي يو ګذار و خوړ، عيسوي اروپايانو ائتلاف مات كړ او د فلسطين ډيري برخي له هغې جملې څخه يې ( Jaffa) او بيت المقدس په ( 1099) كي و نياوه.
د بيت المقدس دې لاندي كوني د مسلمانانو او اروپائي عيسويانو چي هغه ( Crusaders) نوميږي تر منځ د اخ و ډب فضا لا ګرمه كړه، او نور هيڅ يوه لور ته اجازه نه وه چي په بيت المقدس كي شپې ورځي تيري كړي. خو له هر راز تاوتريخوالي سره سره اروپائي عيسويانو د بيت المقدس د سپېڅلي ښار كنترول تر ( 1187) ميلادي كال پوري په لاس كي درلود.
اروپائي عيسويانو د يوه مسلمان اتل صلاح الدين سره په جګړه كي ماتي و خوړه، د بيت المقدس نه و شړل سوه او د فلسطين پر سمندرغاړه يوه سيمه( ( Acre كي پاته سول. صلاح الدين واكمن د اروپائي عيسوېانو سره پر همدې سيمه د پاتي كېدو تړون و كړ، خو اروپائې عيسوېان همدې تړون ته ژمن پاتي نه سول، پر بيت المقدس يې د نيولو په نيت څو ځله ناكام بريدونه و كړل، خو مسلمانو ځواكونو به تل ماتي وركوله، مسلمانانو بالاخره دوى له ( Acre) څخه هم په ( 1291) كي و شړل.
د اروپائي عيسويانو بريدونو لا پاى و نه موند، ددې لپاره چي مسلمانانو ددوى ددې بريدونو څخه ځان ژغورلى وي، نو يې د هغې سيمي مسلمانان ورو ورو ددې سيمي را و ايستل. او دا سمندر غاړه د كلونو كلونو لپاره همداسي تشه او شاړه پاته سول.
د ( 1200) مو كلونو په منځ كي ( Mamelukes) ماملوكان چي اصلا په مصر كي مېشت يو لوى پوځي ځواك وو، يوه امپراتوري تاسيس كړه، چي د فلسطين زياتي برخي يې هم په خپل غيږ كي را ونيولي.
د فلسطين د نفوسو زياته برخه په هغه مهال كي عربي ويونكو مسلمانانو تشكيلوله. د ( 1300) مو كلونو په پيل كي د مديترانې د شاوخوا سيمو او هسپانيې څخه يو څه يهود، بيت المقدس او د هغه شاوخوا سيمو ته راولېږل سول.
عثماني امپراتوري چي د ماملوكېانو سره په جګړه بوخته وه، دا جګړه و ګتله، ماملوكېانو ته ئې په ( 1517) كي ماتي وركړه او په دې توګه فلسطين د عثماني امپراتورۍ يوه مستعمره و ګرځېده.
په تركيه كي پر واك سلطان هغو يهودو ته چي له هسپانيې څخه راتښتېدل بلنه وركړه څو په تركي امپراتورۍ او د فلسطين په زياتو برخو كي مېشت سي.
د فرانسې پاچا ناپليون بناپارت، په ( 1798) ميلادي كال كي منځني ختيځ ته داخل سو، د مصري او عثماني واكمنو سره د ناپليون د جګړې پر وخت د فلسطينيانو نفوس كم سو، او زياتو فلسطينيانو خپلي سيمي پرېښودې، چي د وخت په تېرېدو يې دا حاصل وركونكې ځمكي عربو او يهودو و نيولې.
د عثماني امپراتورۍ پر ضد د فلسطيني عربو پاڅون او ياغيتوب ښائي په لويه كچه د فلسطينيانو د خپرېدو لامل ګرځېدلى وي.
دوى وو چي د يهودو او صهيونيستانو مېشتېدني ته يې اجازه وركول، په همدې ترتيب د عربو او يهودو نفوس په منځني ختيځ كي وده كول،ان تر دې چي په ( 1880) عيسوي كال كي ( 24000) څلور ويشت زرو تنو عربو په فلسطين كي ژوند كاوه. په داسي حال كي چي پوره شمېر يې ( 400000)څلور سوه زرو تنو ته رسېدى، په همدې مهال كي عثماني دولت پر يهودو مهاجرو ځيني بنديزونه اعلان كړه، چي دوى ته ئې اجازه نه وركوله چي په فلسطيني سيمو كي ځمكه رانيسي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery