مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

د فاعي دېوال يا Operation Defence Wall:
پداسي حال كي چي په اسرائيلي سيمو كي ځانمرګو بريدونو خپل اوج ته ځان رساوه، ياسر عرفات پر فلسطېنېانو ږغ وكړ چي له دې ډول ځان مرګو بريدونو څخه دي مخ و ګرځوي.
منځني ختيځ ته يو ځل بېا د جنرال زيني په راتګ سره دې ډول بريدونو زور واخيست، د Nethanyaد پارك په هوټل كي يوه ځان مرګي بريد چي د يوې ښځي لخوا تر سره سو، 27تنه اسرائيلېان ووژل. اسرائيلي حكومت هم ددې بريد په ځواب كي پر فلسطيني سيمو بريد وكړ، په رام الله، نبلس، جنين او تولكرم ښارونو كي ئې ډيري بې رحمانه وژني وكړې، ښوونځى او دولتي تاسيسات ئې وران او د عامه خلكو ډېر كورونه وران كړل، په سلګونوتنه بې ګناه ښارېان ئې په شهادت و رسول، د بريدونو پر مهال د اسرائيلو يوه وياند ويلي وو چي يوازي يې په جنين ښار كي 50تنه فلسطيني جنرالان په شهادت رسولي دي.
اسرائيلي پوځېانو د الفتح سازمان مشر Marwan Barghouti ژوندى په لاس غوښت چي ددوى له نظره ئې په ډيرو ترهګرو پېښو كي لاس درلود.
د اسرائيلي پوځېانو دا بريدونه چي د دفاعي دېوال پنامه ېادسوي دي، دوى ته دا په ډاګه كړه چي په وسله وال ډول به دې پېښو او ناورين ته پاى ورنه كړي، بلكي لا به د سولي پروسه و پاى ته و غورځوي.
په عربي نړۍ اومسلمانو هيوادو كي تر زېاته حده اسرائيلي ظلمونه غندل كيږي، د اپريل پر 19 مه د امنيت شورا 1405نمبر معاهده صادره كړه او پخپله دې معاهده كي ئې د يوې پلاوي ټاكل غوښتل چي د فلسطين او اسرائيلو تر منځ ددې ناتار په حقيقت ځان و پوهوي، اسرائيلو لومړى دا معاهده و منل خو راوروسته ئې د همدې پلاوي پر جوړښت او تګلاره نيوكي و كړې او هغه ئې رد كړل.
د امريكا اوسني ولس مشر جورج واكر بوش ددې لپاره چي پر عراق د بريد پر ضد د مسلماني نړۍ پاڅون راپورته نشي، و غوښتل د فلسطين او او اسرائيلو ترمنځ په دراماتيك او بېړني ډول سوله رامنځته كړي، د همدې سولي لپاره ئې د 2002كال د مى په مېاشت كي اسرائيلي لومړى وزير اېريل شېرون سپيني ماڼۍته و غوښت، تر څو د منځني ختيځ په اړه ورسره وږغيږي، ددوى د غونډي پر مهال خبر راورسېد چي د حماس مذهبي ډلي په اسرائيلو كي يوه لويه چاودنه سر ته رسولې ده، شېرون هم د خبر تر اورېدو وروسته د خپل هيواد په لور ستون سو او دا خبري همداسي بې پايلې پاته سوې.
د مى په مېاشت كي پر فلسطيني مشر ياسرعرفات هم فشار زېات وو، څو هغه ئې ددې مېاشتي په پاى كي د Basic Lawيا انتقالي ادارې اساسي قانون توشېح كولو ته و هڅاوه. د فلسطين لپاره دا اساسي قانون د اسلامي قانون يا شريعت پر اصولو ولاړ دى.
د 2002كال د اګست مېاشت ته په كتنه، دا مېاشت په ځانګړي ډول د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د تاوتريخوالي مېاشت وه. په اسرائيلي سيمو كي فلسطينېانو مرګوني بريدونه سر ته رسول، او په ځوابيه عملېاتو كي ئې اسرائيلو پر فلسطينېانو له ځمكي نه ځمكي ته توغندۍ توغولې.
په همداسي يوه پېښه كي اسرائيلو په فلسطين كي د حماس د مذهبي ډلي مشر Salih Shehadeh هم په شهادت و رساوه، چي تر شهادت وروسته ئې Muhammad Deifو ټاكل سو.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery