مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

هولوكاسټ: ( The Holocaust)
ددوهمي نړيوالي جګړې په بهير كي ( 1939-45) ډېر فلسطيني عرب او يهود د ائتلافي ځواكونو سره يو ځاى سوه. يهودو لازمه بلله چي د نازېانو سره و جنگيږي. په ( 1941) م كال كي برتانويانو Jewish Hagannah د عمومي عفوي په ترڅ كي خوشي كړ، Hagannah د يهودو د يوې لويي ډلي مشر وو، تر خوشي كېدو وروسته د ( Hagannah) ډله د برتانوېانو سره يو ځاى او د جرمن پر ضد يې جګړه كوله.
تر جګړې وروسته څرګنده سوه چي د شپږ ميليونه په شاوخوا كي يهود د جرمنېانو له خوا په اروپا كي په هلوكاست كي وژل سويدي. نورو هيوادونو و يهودو ته پناه نه وركوله، يوازي اروپا وه چي دوى ته ئې د پاتي كېدو اجازه وركوله.
و فلسطين ته د مهاجرت پر سر د برتانيې بنديزونه د سلګونو تنو په مړينه تمام سوه. اوس نو نور يهود ناهيلي وه او هم جدي وه چي زېات يهود و فلسطين ته راولي، تقريبا دوه نيم سوه زره تنه نورو يهودو و فلسطين ته د راتګ په هيله په مهاجركمپونو كي شپې ورځي سبا كولې.
د هري ورځي په تېرېدو سره په منځني ختيځ او فلسطين كي حالات لا وخيم او كړكېچن كېدل، متحدو اېالاتو او ورسره په څنګ كي څو نورو هيوادونو پر برتانېه فشار راوړ چي يهودو مهاجرينو ته دي د تګ اجازه وركړي، د برتانيې او اروپائي پلاوو يوې ګډي ادارې يوه فيصله و كړه چي په بېړنۍ توګه دي سل زره تنه يهود و فلسطين ته داخل شي.
عربو د لوېديځ پر دې فيصله نيوكي و كړې او پر برتانېه يې فشار وارداوه څو ددې پرېكړي مخه و نيسي. خو برتانيې ته حالت بيخي متغير وو، او فكر يې كاوه چي فلسطين نور تر واك او سلطې وزي. نو يې هغه خپل تړون چي د ( Balfour) اعلامېه وه و ملګرو ملتونو ته راجع كړه. نور نو فيصله د ملګرو ملتونو له لوري كېدله، چي دې ځپل سوي سيمي ته به څه وركړي،

تجزيه يا Partition

ملګرو ملتونو د منځني ختيځ د دې ستري لانجې د كتني او څېړني لپاره خپل ځانګړى پلاوى چي ( UNSCOP)، فلسطين ته د ملګرو ملتونو ځانګړى هيات نوميږي، و ټاكى. دې پلاوي د ملګرو ملتونو عمومي اسنبلې ته د منځني ختيځ په اړه خپله طرحه وړاندي كړه.
دې طرحي فلسطين پر دوو مساوي برخو ويشى، د عربو دولت او د يهودو دولت ، او پرېكړه يې كړې وه چي بيت المقدس به تر نړيوالي ادارې لاندي وي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسنبلې دا طرحه د ( 1947) كال د نومبر په اووه ويشتمه نېټه په ( UN � Resolution- GA 181) يا د جنرل اسنبلې په ۱۸۱ ماده باندي و منله.
ملګرو ملتونو ويلي وو چي ددواړو نړيوالو قدرتونو، شوروي اتحاد او متحدو ايالاتو د وړانديزونو پر بنسټ يې دا كار كړى دى. تر پرېكړي وروسته يهودو د ملګرو ملتونو دا منحوسه پرېكړه و منله، خو د فلسطيني عربو لوړ ضمير كله دا منله چي ددوى سيمه دي پر دوو برخو ووېشل سي، نو يې د رد ځواب وركړ.
د عربو له ردوني ېا ويټو وروسته بېا هم د معاهدې له مخي د فلسطين ځمكه پر دوو مساوي برخو ووېشل سوه، د تجزيې پر مهال د ټول فلسطين نيمائي ځمكه د فلسطيني عربو ملكيت وو، چي له هغې جملې څخه يې نيمائي د شهزاده ګانو ملكيت وو، او پاته اته په سلو كي يې د يهودو ځمكي وې.
يوه سر شمېرنه ښئې چي(1.2) هغه مهل (۲.۱) ميليونو عربو په فلسطين كي ژوند كاوه، پداسي حال كي چي شپږ سوه زرو تنو يهودو په ځينو نورو سيمو او خاص ډول تر نړيوالي ادارې لاندي بيت المقدس كي شپې ورځي سبا كولې.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسنبلې د ( 181) مي مادې د پرېكړه ليك له مخي بايد له فلسطينه دوې بيلي سيمي جوړي سي، عرب واكمني او هم يهود واكمني، او بيت المقدس به هم د خپل سپېڅلتوب او جيوپوليتيك ارزښت له مخي نړيوال كيږي.
په جغرافيائي ډول له وارد شوو پراخ شمېر يهودو څخه سل زره تنه د بيت المقدس او د هغه د شاوخوا سيمو څخه ليري شول. او دوى د يوې ترآډي په واسطه چي و فلسطيني عربو ته وسپارل سوه، ليري و ساتل سوه. ددې تراډي ېا (Corridor) ټول نفوس عرب وه، او هم دې ترآډې د لاډ او رام الله په نامه لوى ښارونه او د كلونيه ، قسطل او ايماوس پنامه كوچني ښارونه درلودل.
د غربي تيوري پر اساس جوړي سوي د ملګرو ملتونو دا طرحي كومه ښه پايله و نه درلوده، د عرب فلسطينيانو او يهودو تر منځ خونړيو پلانونو وضعه لا بحراني او كړكېچنه كړه.
عرب سر مشريزي د حاجي امين الحسيني په نوښت خپله اعلاميه صادره كړه، او په ډاګه ئې كړه چي د فلسطين د خپلواكۍ له پاره به جهاد كوي، او دا سپېڅلې سيمه به د يهودو له منګولو را كاږي. خو تاريخ ثابته كړې ده چي په سېاست كي ډيري پريكړي د پردې تر شا سوي دي، نو عرب مشرانو كه څه هم دا اعلاميه په قلمونو لاسليك كړه، خو په حقيقت كي يې بيلي بيلي مفكورې او هيلي درلودې.
د اردون مشر ملك عبدالله د اسرائيلو سره يو غير رسمي او مرموز تړون لاسليك كړى وو، چي ددې تړون له مخي به اسرائيل د فلسطين پر يوه سيمه چي په لوېديځ بانك يا ( West Bank) پوري اړه لري او فلسطيني عربو ته وركول سوېده، تېرى كوي، او اردون به هم د فلسطيني دولت د جوړېدو مخنيوى كوي.
سورئې بېا غوښتل چي د عربو او يهودو ګډي سيمي چي د فلسطين په شمال كي پرتې دي، تر خپلي ولكې لاندي راولي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery