مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

د اكتوبر جګړه :Yom Kippur War
تر يو لړ زېاتو ناندريو وروسته د 1973 كال د اكتوبر په مېاشت كي مصر او سورئې د اسرائيلو پر ضد يوه بله جګړه ونښلوله، او دا جګړه د اسرائيلي لومړي وزير ګولدامير لخوا د انور سادات د هغه وړانديز تر ردولو وروسته پيل سوه چي د مهاجرت په اړه ئې د مذاكرې غوښتنه څرګندوله.
د اكتوبر پر شپږمه چي يهودان ئې Yom Kippur بولي، او ددوى لپاره يوه ځانګړې سپېڅلي ورځ ده، مصري پوځي ټولګۍ له سويس كاناله تېري سوې، كه څه هم پخوا لدې انورسادات دوه ځله د جګړې د پيل په اړه خبرداۍ ور كړى وو، خو څه پېښ نه سول، ځكه نو اسرائيلي مشرتابه هم د مصري بريد په اړه ګمان نه كاوه، خو د بريد په ورځ رارسېدلي استخباراتي خبرونو ګولدامير او د اسرائيلو ددفاع وزير داېانDayan حيران كړل.
زېات شمېر مصرېان د سويس كانال پر شاوخوا راټول شوي وو، اسرائيلي ځواكونه هم سره راټول او يو ځاى سوه، تر څو د راپېښ اړودوړ مخه و نيسي، خو خبر نه وو چي ټانكونه او زېاتي درنې وسلې ئې تر مخه لا د مصري پوځېانو په لاس كښېوتلي دي.
د اسرائيلو سره په جګړه كي د زېات فشار له امله 200 اسرائيلي ټانكونو د ګولان لوړي پرېښودې، او پر شاتګ ئې و كړ، كله چي مصرېان له سويس كاناله تېر سول، نو سورېې هم د پينينسولا تراډه چي له لاسه ئې وركړې وه، بيرته په لاس راوړه.
د اسرائيلو يو جنرال اېريل شېرون چي د اسرائيلو اوسنى لومړى وزير دى، په همدې جګړه كي يو مهم رول لوبولى وو.
جګړه د متحدو اېالاتو د زېات فشار له امله ودرېده، د جګړې په پاى كي معلومه سوه چي دواړو خواوو ته زېات ځاني او مالي زېانونه اوښتي دي، د مصر د مړو شمېر 8500 تنه او د اسرائيلو هغې 2500تنه و ښودل سو.
د جګړې په پاى كي د اسرائيلو لومړى وزير ګولدامير و استعفاكولو ته مجبور سو، چي له استعفا وركولو وروسته ئې Izhak Rabin اسحاق رابين، چي په متحدو اېالاتو كي د اسرائيلود سفير هم تېر سوى وو، د لومړي وزارت په ګدۍ كښېناست.

د متحدو اېالاتو د باندنيو چارو د وزير له هڅو سره سم و منل سوه چي اسرائيل به د سيناى پينينسولا د ځينو برخو څخه وزي، خو د اسرائيلو د ښى اړخه اپوزيسيون مشر Menhaem Begin له سيناى پينينسولا څخه د اسرائيلي پوځېانو د وتلو سخت مخالف كاوه، كه څه هم چي انورسادات او د اسرائيلو لومړى وزيرMenahem Beigin په 1978كال كي د Camp David تړون لاسليك كړ، چي په 1979 كال كي ئې د سولي د تړون لپاره لار هواروله.

په لبنان كي د 1982 كال جګړه:
په 1970يم كال كي د فلسطين د خپلواكۍ سازمان غړي او جنګېالي و لبنان ته راغلل، او لبنان ئې خپل مركز و ګرځاوه، تر څو له هماغه ځايه پر اسرائيلي سيمو خپل بريدونه تر سره كړي، سورېاېان د 1976 كا ل په لومړيو كي و لبنان ته داخل سوي وو.
خو د اسرائيلو لومړي وزير د فلسطين د خپلواكۍ سازمان پر همدې عمل خبر او په 1982 كي ئې پرې حمله و كړه، څو له هغه ځايه د فلسطين د خپلواكۍ سازمان جنګېالي و تونيس ته ولاړل.
دا هڅه د اسرائيلو ددفاع د وزير اېريل شېرون وه چي غوښتل ئې د فلسطين د خپلواكۍ سازمان له منځه يوسي، په لبنان كي تر ډېره وخته د اسرائيلو او فلسطيني سازمان تر منځ جګړه روانه وه، خو په وروستيو كي اسرائيلو له لبنانه خپله پښه و ايسته، خو له وتلو سره سم ئې د اسرائيلو پر ضد د حزب الله ډله جوړه سوه.
لومړۍ انتفاده او اوسلو تړون:

كله چي د فلسطين د خپلواكۍ سازمان لږ ضعيف كړل سو نو فلسطينېانو كوښښ كاوه څو په نيول سوو سيمو كي خپل سرنوشت او واك چاري پخپلو لاسونو كي واخلي.
د 1978كال په لومړيو كي په غربي بانك او غزه تراډه كي د اسرائيلي ظلمونو په وړاندي ستر پاڅون وسو، چي د انتفادې په نامه و نومول سو، د خليج تر جګړې وروسته او د شوروي اتحاد تر ټوټه كېدو وروسته د متحدو اېالاتو او نړيوالي ټولني پام منځني ختيځ او په تيره بېا د فلسطين او اسرائيلو تر منځ سولي ته راواوښت.
په 1993 او 1995 مو كلونو كي د فلسطين د خپلواكۍ سازمان او اسرائيلو د اوسلو اعلاميه ېا Oslo Declaration of Principles او د اوسلو لنډمهاله تړون يا The Oslo Interim Agreementلاسليك كړ، او همدا ډول په ۱۹۹۴كال كي د اسرائيلو او اردون تر منځ هم د سولي تړون لاسليك سو.
د P.L.O او اسرائيلو تر منځ په اعلاميه كي راغلي وو چي د 1996كال له مخه به اسرائيل د غزې له تراډي او غربي بانك له ډيرو ښارو راوزي. د 1996م كال په رارسېدو سره چي اسرائيل له همدې سيمو راووتلل.
تقريبا 97%په سلو كي فلسطينېان چي په همدې سيمو كي اوسېدل، تش په نامه تر فلسطيني قانون لاندي وو. خو هغه ساحه چي د فلسطين ملي واكمنۍ ېا Palestine National Authority اداره كول، په ټوليز ډول 8%په سلو كي وو.
د 1996كال د جنوري په مېاشت كي په غزه او غربي بانك كي مېشتو فلسطينېانو يوه مقننه قوه و ټاكل،چي ياسرعرفات ئې د فلسطين د مشر يا رئيس په توګه و ټاكه.
د فلسطيني دولت مشر سپين ږيرى ياسر عرفات چي د ژوندانه په هره شېبه كي ئې له فلسطيني حقوقو دفاع كړې او د اسرائيلي ځواك په وړاندي د سپر په شان ولاړ دى.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery