مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

١٢-دعدالت حق

١٢-دعدالت حق :
که يو سړی ديوې نه زياتې ښځې ولري نو په هغه باندې لازم دی چې دهغوې ترمنځ په مسکن ، لباس، نفقه او علاج ، شپه تيرول او تعامل او چلند کې عدالت وکړي بلکه الله تعالی نارينه و ته امر کړيدی کچيرته دوي دزياتو ښځو ترمنځ دعدالت دنه کولو نه ډاريږي نو بيا دې هر يوکس يوه ښځه وکړي الله تعالی فرمائی : (( وان خفتم الا تعدلوا فواحدة ))
(سورة النساء ايت ٣ )
ترجمه : که چيرته تاسو ډاريدئ چې دزياتو ښځو ترمنځ به عدالت ونشي کړای نو بيا يوه ښځه وکړي.
خوکه دزړه عشق او محبت او ميلان يوې ښځې سره زيات وي نو په دې باندې الله تعالی نارينه نه نيسی ځکه چې دادنارينه داختيار او ارادې څخه خارج دی خو په دې شرط چې دښځو ترمنځ ئې په تعامل او اخلاق او چلند کې کوم فرق رانشي او دهغوې ترمنځ په مادي او معنوی لحاظ سره دعدالت رعايت وکړي ، الله تعالی فرمائی : (( ولن تستطيعوا ان تعدلوا بين النساء ولوحرصتم فلا تميلوا كل الميل فتذروها کالمعلقة ))
(سورة النساء ايت ١٢٩ )
ترجمه : تاسو نه شی کولاې چې دخپلو ښځو ترمنځ دزړه په محبت کې عدالت وکړی اګر که زيات کوشش هم وکړئ . او دا ځکه چې دزړه محبت داختيار څخه وتلی دی .
او عائشة رضي الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمائل : (( اللهم هذا قسمي فيما املک فلا تلمني فيما تملک ولا املک ))
(ترمذي ابوداود نسائی ابن ماجه دارمي مشكوة صفحه ٢٧٩ )
ترجمه : ای الله دا هغه عدالت او تقسيم دی چې ځما په واک کې دی مامه ملامتوه دهغه څيز په باره کې چې ستا په واک کې دی او ځما په واک کې نه دی ( يعنې دزړه محبت )
نوکه يو سړی ديوې څخه دزياتو ښځو خاوند وي او غواړي چې دخپلې يوې ښځې په ملګرتوب چيرته سفر وکړي نو بايد دهغوې ترمنځ قرعه کشي وکړي ترڅو هيڅوک هم خفه نشي او رسول الله صلی الله عليه وسلم به دسفر په وخت کې دخپلو بيبيانو ترمنځ قرعه کشی کوله ځکه خو عائشة رضي الله روايت کوی چې : (( کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا اراد سفر ضرب القرعة بين نسائه فايتهن خرج سهمها خرج بها معه ))
(بخاري ومسلم مشكوة صفحه ٢٧٩ )
ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله دکوم سفر اراده وکړلو نو دخپل ښځو ترمنځ به ئې قرعه کشی کوله نو دچا نوم به چې ووتله نو هغه به ئې دځان سره په سفر کې ملګرې کوله . همدارنګې دښځو ترمنځ په شپه تيرولو کې هم عدالت ضرور دی که هر څومره يوه ښځه ناجوړه او بوډۍ هم وي خو چې نوبت ئې راشي بايد خاوند ئې ورسره شپه تيره کړي او که کومه ښځه خپل نوبت بلې ته وبښي نو کولی شي ځکه خو عائشة رضي الله عنها فرمائى: چې کله د رسول الله صلی الله عليه وسلم مريضی زياته شوه نو هغه دخپل ټولو بيبيانو څخه اجازه وغوښتله ددې لپاره چې ځما په کوټه کې وه ووسيږي او زه دهغه خدمت وکړم نو ټولو بيبيانو ئې ورته اجازه وکړله .
(بخاری مشكوة صفحه ٢٧٩ )
نو دښځو ترمنځ په مسکن ( داوسيدو ځاې ) او جامه او نفقه او شپه تيرولو کې عدالت فرض دی او دهغوې ترمنځ عدالت نه کول حرام او لويه ګناه ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( من کانت له امراتان فمال الی احداهما جاء يوم القيامة واحد شقيه ساقط ))
(ترمذي ابوداود ، نسائی ابن ماجه مشكوة صفحه ٢٧٩ )
ترجمه : چاچې دوه ښځې درلودلې او يوې ته ئې توجه وکړلو او بلې ته ئې ونکړلو ( يعنې دهغوی ترمنځ ئې عدالت ونکړلو ) نو په ورځ دقيامت کې به ئې دبدن يو طرف غورځيدلی وي او وجود به نه لري .
١٣-په کورنی کارونو کې دمرستې حق :
نارينه ته پکار دی چې دخپلې ميرمنې سره دکور په کارونو کې مرسته وکړی او دا درسول الله صلی الله عليه وسلم طريقه وه چه دکور په کارونو کې به يې دخپلو بيبيانو سره يې مرسته کوله ځکه بي بي عايشه رضی الله عنها روايت کړيدی چې ( کان رسول الله صلی الله عليه وسلم فی مهنة اهله فاذا حضرت الصلاه قام الی الصلاه )
(بخاری صفحه ۸۰۸ جلد ۲)
ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کور کې دخپلو بيبيانو خدمت کاوه او چه کله به د لمانځه وخت داخل شو نو لمانځه ته به ودريده يعنې دمانځه ادا کولو لپاره به مسجد ته تللو او د کور کار به يې پریښوده .
او د اسلام څلورم خليفه او درسول الله صلی عليه وسلم زوم حضرت علی رضی الله عنه روايت کوی چې ((کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذااوی الی منزله جزءدخوله ثلاثه اجزاء جزءا الله و جزءا لاهله وجزءا لنفسه )
( شمایل ترمذی صفحه ۲۲ جلد ۲)
ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله کور ته ورغی نو خپل وخت به يې په دريو حصو ويشل يوه حصه دالله تعالی د عبادت دپاره او بله حصه دخپل کورنی دپاره او بله حصه د خپل ځان د خدمت لپاره.
همداراز بي بي عايشه رضی الله عنها روايت کړيدی چې ((کان رسول الله صلی عليه وسلم بشرامن البشر يفلی ثوبه ويحلب شاته ويخدم نفسه))
(رواه الترمذی فی الشمائل ص٢٣ جلد ۲ )
ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم يو بشر و او دبشر په څير به يې ژوند تيراوه او هغه دا چې خپلې جامی به يې پخپله پاکولې او خپله ميږه يې به يې پخپله لشله او خپلې پڼی به ئې پخپله گنډلی .


١٤- د ښځې د خپلوانو احترام کول :
نارينه ته پکار دی چه دخپلې ښځې دخپلوانو او دوستانو قدر او احترام وکړی او دهغې په وړاندې دى دهغې خپلوانو پسی بدی خبری نه کوی او که وسه يې رسيږی دهغې خپلوانو سره دی مرسته او کمک وکړی او هغوی دی خوشحاله وساتی بي بي عايشه رضی الله عنه داسې روايت کوی ( کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يکثر ذکرها (خديجه)وربما ذبح الشاة ثم يقطعها اعضاءا ثم يبعثها فی صدائق خديجه )
(متفق علیه مشكوة صفحه ۵۷۳)
ترجمه: رسول الله صلی عليه وسلم به خديجه رضي الله عنها دوفات نه وروسته ډيره يادوله او چه کله به يې گډ ذبح کوله نو هغه به يې ټوټې ټوټې کړ او دبي بي خديجی دوستانو ته به يې لیږله .
او په يو بل روايت کې عايشه رضی الله عنها فرمائی چې يوه بوډی ښځه رسول الله صلی عليه وسلم ته راغله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دهغې دحال پوښتنه وکړه چه څنگه ئي نو هغې بوډی ښځې وويلی چې ښه يمه . ځما مور او پلار دی تا نه قربان شی ای رسول الله صلی الله عليه وسلم نو چه کله دا بوډی واپس لاړله نو ما رسول الله صلی عليه وسلم ته وويل چې تا ددغې بوډی سره ولې دومره ښه چلند وکړ ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل (يا عايشه انها کانت تاتينا زمان خديجه )
(رواه الحاکم فی المستدرک )
ترجمه: ای عائشې دغه بوډی دخديجې په ژوندانه کې به زمونږ کورته راتله يعنې دغه بوډی د خدیجې ددوستانو څخه ده نو ځکه مې د هغې قدر او احترام وکړو.
او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې فرمائلی ( احق ما اکرم به الرجل ابنته او اخته )
(مسند احمد الفتح الربانی صفحه ۱۷۶ جلد ۱۶)
ترجمه:ښه قدر او عزت ديوی سړی (خسرگنى) په دې کيږی چې دهغه دخور يا لور عزت او احترام وشی .
يعنې سړی بايد د خپلې ښځې قدر او احترام وکړی او دخپلې ښځې قدر او احترام د هغه دخسرگنی قدر او احترام دی
١٥-د مشورې حق
نارينه ته پکار دی چه د ژوند په کارونو کې د خپلې ښځې سره مشوره وکړی او پدغه مورد کې درسول الله صلی الله عليه وسلم په پل قدم کيږدی ځکه چې هغه به هميشه به دخپلو اصحابو او خپلو بيبيانو سره مشوره کوله او دا ځکه چې الله تعالی فرمائى(وشاورهم فی الامر)
(سورة آل عمران ایت ۱۵۹)
ترجمه: دخپلو اصحابو سره په مهمو کارونو کې مشوره کوه .
او الله تعالی په بل ايت کې دمومنانو په صفت کې داسې فرمائی (وامرهم شوری بينهم )
(سورة الشوري ایت ۳۸)
ترجمه: او کار ددوی دی مشوره کول پخپلو منځو کې يعنې دوی خپل کارونه په مشوری باندې حل او فصل کوی .
او رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمائی (آمروا النساءفی بناتهن)
(ابو داود صفحه ۲۸۵)
ترجمه: د ښځو سره دهغوی دلورگانو په ازدواج کې مشوری وکړی .
او امام بخاری دحصرت عايشی څخه روايت کړی دی چې کله رسول الله صلی عليه وسلم غارحراء کې دنبوت څخه مخکې عبادت کاوه نو يوه ورځ جبريل عليه السلام هغه ته يې وحی راوړله او هغه يې خپله سينه کې کيمنډله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وډار شو او بي بي خديجی رضی الله عنها ته ورغی او ورسره يې مشوره وکړه او بيا دواړه ورقه بن نوفل ته ورغلل او هغه ته يې قيصه بيان کړله نو ورقه بن نوفل ورته وويل چې مبارک دی وی ته ددې امت پيغمبر ئي .
(بخاری ج١ص٢)
همداشان چې کله رسول الله صلی عليه وسلم د مدينی څخه مکی ته دعمری لپاره د خپلو اصحابو سره روان شول او ټول احرامونو تړلی وو او دقربانی څاروی يې هم دځانونو سره روان کړی وو نو چې کله دوی دحديبی مقام ته ورسيدل نو دمکی مشرکانو دوی مکې ته د داخليدو او عمری اجازه ورنکړله او ديو څه بحث څخه وروسته رسول الله صلی عليه وسلم دهغوی سره يو تړون لاسليک کړلو چې يوه خبره پکې داوه چې سږ کال به رسول الله صلی عليه وسلم به دخپلو اصحابو سره ځی او راتلونکی کال به ورته دعمری دادا کولو اجازه وی .
نو رسول الله صلی عليه وسلم خپلو صحابوو ته امر وکړلو چې ځانونو داحرامو څخه وباسی يعنې دسر ويښتان وخرئی يا کم کړی او داحرام جامی وباسی نو صحابه کرامو دډير غم او خفگان دلاسه ځانونه داحرام څخه ونه ويستل نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلۍ خيمی ته ننوته او خپله بي بي ام سلمه سره يې مشوره وکړه چه څه وکړم نو ام سلمه هغه ته وویلی چه تاسو ووځی او دخپلې قربانی څاروی ذبح کړی او دسر ويښتان وخروی او دچا سره خبری مکوی نو رسول الله صلي عليه وسلم دهغه دغه مشوره عملی کړله نو چې کله صحابه کرامو رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدل چه ځان يې داحرام څخه وويسته نو ټولو دغه کار وکړلو اومشکل حل شو .
( بخاری ج١ص٣٧٢)


١٦- د مريضی په حالت کی د ښځې د علاج حق
ښځه پر خپل خاوند باندې حق لری چې دناجوړتيا په حالت کې دهغې علاج وکړی او ددې خبرې دليل دادی چه يو صحابی نقل کوی چه دبدر د غزا په وخت کې د عثمان رضی الله عنه ښځه بي بي رقيه چې درسول الله صلی عليه وسلم لور وه مريضه وه نو رسول الله صلی عليه وسلم عثمان رضی الله عنه ته وويل چه ته غزا ته مه ځه او دخپلې ښځې خدمت کوه تاته به بدر غزا ثواب او غنيمت درکړی شی .
نو ددغه حديث څخه معلوم شو چې د ښځې علاج پر خاوند باندې لازم دی او ددې دومره لوې اجر او ثواب دی چې د الله تعالی په لارکې دغزا سره برابره ده .

١٧-دانتقاد حق
که دښځې خاوند دشريعت خلاف کوم کار وکړی نو ښځه حق لری چه د اصلاح په نيت په هغه باندې احترامانه انتقاد وکړی او خپلې غلطی ته يې متوجه کړی .
الله تعالی فرمائی (والمؤمنون والمؤمنات بعضم اولياء هم بعض يامرون بالمعروف وينهون عن المنکر ويقيمون الصلاة ويؤتون الزکاة ويطيعون الله ورسوله )
(سورة التوبة ایت ۷۱)
ترجمه: مومنان سړی او مؤمنانې ښځې بعضې د بعضو دوستان دی په نيکو کارونو امرکوی او د بدو کارونو څخه منع کوی او مونځونه ادا کوی او دالله او رسول اطاعت کوی.
نو نيکو کارونو ته بلنه ورکول یوازې دسړو وظيفه نه بلکه د زنانه و هم دی .
او روايت شويدی چه عمر بن خطاب رضى الله عنه دخپل خلافت په دور کې په نبوی مسجد کې دخطبی په حال کې وويلی چا چې درسول الله صلی الله عليه وسلم دبيبيانو دمهر څخه زيات مهر واخسته نو هغه زياتی به ورڅخه بيرته واخستل شی نو يوه ښځه پاسيدله او وی ويله ای عمره الله تعالی فرمائی (واتيتم احداهن قنطار فلا تاخذا منه شيئا)
(سورة النساء ایت ۲۰ )
ترجمه : که تاسې کومی ښځې ته په مهر کې ډير مال ورکړی وی نو تاسو دغه مال څخه هيڅ کوم شی بيرته مه اخلی .
نو چه کله حضرت عمر ددغی ښځې خبره وواريدله نو هغه وفرمایل (اخطا عمرواصابت امراة)
(مسند ابی یعلی ، سنن سعید بن منصور فقه السنة صفحه ۲۹۴)
ترجمه : عمر پخپله خبره کې خطا شو او ددغی ښځې خبره صحیح ده.
دغه وه دوخت پر خليفه باندې د یوې ښځې انتقاد چې دهغه ستاينه وشی .

١٨-دميراث حق
ښځه دخپل خاوند دوفات نه وروسته د هغه په مال کې حق لری او هغه داسې دی چه که دخاوند يې ځامن يا لورګانې وی نو هغې ته دخاوند په مال کې اتمه حصه حق کيږی او که د خاوند نه يې ځامن يا لورګانې پاتی نه وی نو بيا هغې ته څلورمه حصه ورکول کيږی الله تعالی فرمائی (ولهن الربع مما ترکتم ان لم يکن لکم ولد فان کان لکم ولد فلهن الثمن مما ترکتم من بعد وصية توصون بها اودين )
(سورة النساء‌ ایت ۱۲)
ترجمه : او ښځې دپاره څلورمه حصه ده هغه مال چې پريښودلی وی تاسو که چری نه وی تاسو لره اولاد (ځامن يا لورګانې ) نو که وی تاسو دپاره اولاد نو بیا ښځو دپاره اتمه حصه ده دهغه مال نه چه پريښودلی تاسو وروسته دپوره کولو دوصيت نه چه وصیت کوی تاسو به هغه سره او ادا کولو دقرض نه .
١٩- دکار او ملکيت حق
ښځه حق لری چې د مشروعو او رواوو کارونو له لاری خپل شخصي مال زياد کړی او دځان سره يې وساتی او تصرفات پکې وکړی خو پدی شرط چې دهغې عفت ته پکې خطره نه نه وی او دهغې دخاوند او اولاد حقوق پيمال نه شی نو ښځه کولی شی دغسی کارونه وکړی لکه په خپل کور کې دوزگارتيا په وخت کې خياطی يا گلدوزی کول يا پخپل کور کې دچرگانو ساتل او ښځو او جينکو ته دفيس په مقابل کې درس ورکول يا ډاکتره او قابله وی پخپل کور کې يا داسې شفاخانه کې چې دنارينه او زنانه پکې اختلاط نه وی دښځو علاج کول نو دغه ټول دښځې حقوق دی او ښځه کولی شی ددې لیارې خپل شخصي ملکيت زيات کړی که منقول وى که غير منقول .
علامة ابن عابد شامی په خپل کتاب ردالمختار کې داسې ويلی دی (اما العمل الذی لا ضرر فيه فلاوجه لمنعها منه)
(رد محتار صفحه ۲۰۷ جلد ۲)
ژباړه: هغه کار چه په هغه کې ضرر نه وی يعنې دخاوند حقوق پکې نه پيمال کيږی او دښځې عفت ته پکې ضرر نه رسيږی نو ښځه د داسې کارونو څخه نشی منع کیدلاې:

٢٠-دخلع حق
خلع دنکاح دعقد له منځه وړل دی دعوض په بدل کې چې ښځه يې خاوند ته ورکوي که دا عوض مهر یا هيز وي يا بل څه وي لکه چې ښځه خاوند ته ووائي ما د زرو روپو په بدل کې پريږده او د هغه خاوند يې ومنی او يا خاوند ته ووائی چې زما مهر او جهيز واخله او ماپريږده او خاوند يې ومنی نو دپورتنې تعريف څخه معلومه شوه چې په خلع کې درې شرطونه دي :
١-چې دخلع يا ابراء او يا ددې مفهوم سره برابر لفظ باندې وي .
٢-دعوض ذکر ضروري دی .
٣-دښځې موافقه ضروري ده او که ښځه يې ونه منی او يا چپه پاتې شي نو دا خلع صحيح نه ده .
دخلع حکم :
څرنګه چې شريعت نارينه و ته حق ورکړی چې کومه ښځه يې نه خوښيږي نو هغه ته طلاق ورکړي همدارنګه يې ښځې ته هم حق ورکړی چې که ميړه يې نه خوښيږي او ژوند يې دتاو تريخوالي او ستونزو سره مخ وي او دالله تعالی ټاکل شوی حدود نه شي مراعتولی نو دهغه څخه بيلتون وغواړي ځکه چې کله ښځه او خاوند يو له بله سره هيڅ ګوزاره نه کوي او ددوي يوځاې ژوند ناممکن وي او يو دبل په نسبت کرکه او نفرت لري او کيدی شي چې هر پلو دخپلې جنسي غريزې داشباع لپاره نامشروعې لارې ولټوي نو په داسې حالت کې يو دبل څخه جدايې او بيلتون پکار دی مګر په عام ډول څرنګه چې خلع دطلاق يو ځانګړي ډول دی دا هم لکه طلاق مکروه او ښه نه ګڼل کیږي خو چې کله شرائط انسان ديته اړباسي نو بيا روا ده الله تعالی فرمائی : (( ولا يحل لکم ان تاخذوا مما اتيتموهن شيئا الا ان يخافا الا يقيما حدودالله فان خفتم ان لايقيما حدودالله فلاجناح عليهما فيما افتدت به ))
( سورة البقرة ايت ٢٢٩ (په اسلام کې کورنی ژوند صفحه ٩٤-٩٥)
ترجمه : او تاسې ته روا نه ده چې واخلئ خپل ورکړې شوي څيز ښځو ته مګر چې ښځه او خاوند دواړه وويريږي له دې خبرې څخه چې دا دواړه به ټينګه ونه ساتلی شي حدودالله ( تعالی ) نو څه ګناه نشته په دواړو باندې چې ښځه بدله ورکړي او ځان خلاص کړي .
او عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت کړی چې دجليل القدر صحابي ثابت بن قيس رضي الله عنه ښځه حبيبه بنت سهل رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله او وې وئيلې چې ای رسول الله زه دثابت په ديانت او اخلاق کې څه عيب نه ګورم خو هغه مې نه خوښيږي او نه غواړم نور دهغه سره يو ځاې ژوند وکړم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته ووئيل چې ته کولای شې هغه باغچه چې تاته ئې په مهر کې درکړيدی بيرته هغه ته ورکړی ؟ نو هغې ووئيلې چې هو يارسول الله صلی الله عليه وسلم ، نو رسول الله صلی الله علیه و سلم ثابت بن قيس ته ووئيل چې باغچه واخله او هغې ته طلاق ورکړه ؟
(بخاري ، نسائی ، ابن ماجه ، مشكوة صفحه ٢٨٣)
همدارنګه علی رض فرمائی چې کله ښځه دخپل خاوند څخه خلع وغواړي نو مستحب دی چې خاوند ئې دهغې دغه غوښتنه ومني.
خو که ښځه بغير دکوم دليل او عذر څخه دخاوند څخه ځان خلاصول وغواړي نو مکروه دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ايما امراة سالت زوجها طلاقا في غير ماباس فحرام عليها رائحة الجنة ))
(احمد ، ابوداود، ترمذي ، ابن ماجه ، دارمي ، مشكوة صفحه ٢٨٣)
ترجمه : کومه ښځه چې دخپل خاوند څخه بغير دکوم عذر او ضرورت څخه طلاق وغواړي نو پرهغې باندې دجنت بوي حرام دی . او که دښځې خاوند خلع نه قبلوله نو بيا ښځه حق لري چې قضاء ته رجوع وکړي او قضاء دهغوې دواړو ترمنځ جدایې راولې چې ديته دتفريق حق وائی . قضا‌ کولای شي دښځې او خاوند ترمنځ په لاندې حالاتو کې بيلتون راولې:
١-بيلتون دنفقې دنه ورکولو په وجه .
٢-بيلتون دعیبونو په وجه لکه ضعف جنسي يا ليونتوب يا نور لاعلاج او طولاني مرضونه .
٣-بيلتون دخاوند دبدسلوک‌ او بدګذارنی په وجه
٤-بيلتون دخاوند دغائبوالی يا بندي توب په وجه
(په اسلام کې کورنی ژوند صفحه ٩٠، فقه خانواد صفحه ٣٩٩ )
٢١-د سلام حق :
ښځه پرخپل خاوند حق لري چې کور ته دننوتو په وخت کې پر هغې سلام واچوي ځکه چې الله تعالی فرمائی : ((فاذا دخلتم بيوتا فسلموا علی انفسکم تحية من عندالله مبارکة طيبة ))
(سورة النور ايت ٦١ )
ترجمه : چې کله تاسو کورونو ته ننوځئ نو پخپلې کورني باندې سلام واچوئ دادالله تعالی له طرفه برکتونو والا او زړه خوشحالونکی پيشکش ده .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( اذا دخلت علی اهلک فسلم يکون برکة عليک وعلی اهل بيتک ))
(ترمذي مشكوة صفحه ٢٩٩ )
ترجمه : کله چې کور ته ورځې نو پخپلې کورني باندې سلام واچوه داستا او ستا دکورني لپاره دبرکت سبب لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery