مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٤-دمسکن ( داوسيدو ځاې � کور ) حق


ښځه پر خپل خاوند حق لري چې دهغې لپاره داوسيدو داسې ځاې برابر کړي چې دهغې ضروريات پوره کوي خو دغه ځاې به دخاوند دوس مطابق وي او دا په دې خاطر چې دښځې اسباب او مالونه او دهغې عفت او عزت وساتلې شي او ددې لپاره چې دګرمي او ديخني څخه هم بچ وساتلی شي .
الله تعالی فرمایی : (( اسکنوهن من حيث سکنتم من وجدکم))
(سورة الطلاق ایت ۶)
ژباړه: او ووسوى خپلې ښځې چیر ته چې تاسو اوسیږی د خپل وس مطابق .
دمسکن مواصفات :
١-داوسيدو ځاې بايد دخاوند دوس مطابق وي
٢-کور بايد يواځې دښځې لپاره وي او بل څوک به پکې نه وي مګر دضرورت په وخت کې او دا ددې لپاره چې ښځه او خاوند يو دبل څخه په صحيح طريقې سره جنسي استفاده وکړي شی .
٣-دکور لوازم او ضروريات بايد ښځې ته برابر وي لکه فرش ، چپرکت . اشپزخانه ، دخوراک او څښاک لوښې غسل خانه او نور اسباب چې په کور کې پکاريږي
( خلاصة الفتاوي صفحه ٦٤ جلد ٢ فتاوي النوازل صفحه ٢٢٥)
٥-دجماع ( کوروالې ) حق :
ښځه پر خپل خاوند باندې حق لري چې دهغې دجنسی رغبت احترام وکړي او هغه په داسې طريقې سره ترسره کړي چې ښځه ورباندې خوشحاله شي او جنسی خواهش ئې پوره شي .
الله تعالی فرمائی : (( فاتوهن من حيث امرکم الله ))
( سورة البقرة ايت ٢٢٢)
ترجمه : تاسو کوروالې وکړئ خپلو ښځو سره دهغه لارې چې الله تاسو ته رواکړيدی ( مخکينې عورت ) .
نو ښځه فطرتاً جنسي خواهش لري او دهغې دغه خواهش که دخپل خاوند په واسطه په شرعي طريقې سره پوره کړی شي نو ښځه به هيڅکله هم بداخلاقي ته اقدام ونکړي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ان لزوجک عليک حقا ))
( بخاري صفحه ٧٨٣جلد ٢)
ژباړه : ستا ښځه پرتا باندې دکوروالې حق لري .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم په بل حديث کې داسې فرمائی : ( اذاجامع احدکم اهله فليصدقها فاذاقضی حاجته قبل ان تقضي حاجتها فلا يعجلها حتی تقضی حاجتها ))
( رواه ابويعلي في مسنده فقه السنة صفحه ٣٢٦ جلد ٢ )
ژباړه : کله چې لتاسو څخه کوم يو کس دخپلې ښځې سره کوروالې کوي نو هغې سره دې صادقانه او ريښتينی کوروالې وکړي ( يعنې دهغې خواهش دې پوره او هغه دې خوشحاله کړي ) او چې کله سړی خپل حاجت پوره کړي ( انزال وکړی او خوند واخلی ) نو دکوروالې معامله دې نه ختموي ترڅو چې ښځه ئې هم خپل حاجت پوره کړي ( انزال وکړي او خوند واخلی ) او خواهش يې پوره شی.
ددغه حديث څخه معلوميږي چې دښځې انزال ( خلاصيدل ) دسړی دانزال څخه وروسته وي نو ځکه نارينه بايد زرمعامله ختم نکړي ترڅو دښځې انزال هم وشي او حاجت ئې پوره شي. او په بل حديث كې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : ((ولک فی جماع زوجتک اجر ))
(رواه مسلم واحمد الفتح الربانی صفحه ٢٣٣جلد ١٦ )
ژباړه : ستا لپاره دخپلې ښځې سره په کوروالې کې اجر او ثواب دی .
او دا په دې وجه چې کوروالې دښځې جنسی رغبت پوره کوي او دهغې عفت او شرف محفوظوي .
دکوروالې آداب :
١-دکوروالې څخه مخکې بايد دښځې او خاوند ترمنځ ملاعبت ( لوبې او مستی ) وشي ترڅو دواړه په کمال رغبت او شوق سره کوروالې ته تيار شي او پوره خوند دواړو ته حاصل شي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم يو صحابي ته وفرمایل : (( فهلا جارية تلاعبها وتلاعبک ))
(بخاري صفحه ٧٦جلد ٢ مسلم صفحه ٤٧٤ جلد ١ )
ژباړه : ولې دې پيغله په نکاح نکړه چې هغې به لتا سره لوبې کولې او تابه له هغې سره لوبې کولې .
٢-دکوروالې په وخت کې بايد ښځه او خاوند په پوره توګې سره ځانونه لوڅ کړي ترڅو د دواړو بدنونه يو بل سره په صحيح طريقې سره پيوست شي او دواړو ته پوره خوند او لذت حاصل شي او دښځې او دهغې دخاوند ترمنځ دعورت موضوع مطرح نه دی بلکه ښځه کولای شی چې دخپل خاوندعورت او ټول بدن ته وګوري او نارينه کولای شي چې د خپلې ښځې عورت او ټول بدن ته وګوري او دغه خبره په ډيرو احاديثو سره ثابته ده او ددې په خلاف خبره چې ګوندې ښځه او خاوند يو دبل عورت ته نشي کتلی غلطه ده او ثبوت نلري . نو ښځه او خاوند يو دبل عورت ته کتلی شي او په دغه خبره باندې زيات دلائل شته دي چې مونږ ئې يو څو دلته ذکر کوو .
اول دليل : عائشة رضي الله عنها روايت کوي : (( کنت اغتسل انا والنبي صلی الله عليه وسلم من اناء واحدنغترف منه جميعا ))
(بخاري صفحه ٣٩ جلد ١ مسلم صفحه ١٤٨ جلد ١ نسائی صفحه ٧١ جلد ١ )
ژباړه : ما او نبی عليه السلام به له يوې لوښې څخه په لپو باندې اوبه اخيستلې او يو ځاې به موغسل کاوه .
امام ابن حجر ددغه حديث په شرحه کې وائی : (( استدل به الداودي علی جواز نظر الرجل الی عورة امراته وعکسه ))
(فتح الباري صفحه ٤٧٩ جلد ١ )
ژباړه : امام داودی دغه حديث دليل نيولی ددې لپاره چې ښځه او خاوند کولای شي يو دبل عورت ته وګوري .
او علامه ناصرالدين الباني رحمه الله ددغه حديث په شرحه كې داسې فرمايي : (( فيه اشارة لطيفة الي جواز نظر الزوج الي عورة زوجته بل صرحه بذلك ابن حبان في صحيحه في روايته لهذا الحديث و هو الذي يقتضيه النظر الصحيح و كل ما روي في النهي عن ذلك او كراهته لا يصح منه شيئ))
( مشكاة بتحقيق الالباني طبع بيروت جلد ۱ صفحه ۱۷۲)
ژباړه: په دغه حديث كې يوه باريكه اشاره ده دې خبرې ته چې سړى ته روا دي چې د خپلې ښځې عورت ته وګورې بلكې ابن حبان په خپل كتاب كې ددغه حديث د روايت كولو نه وروسته په دغه خبره باندې تصريح كړي دي،او صحيح نظر ددغې خبرې تقاضا كوى او چې كوم حديثونه ددې نه په منع يا كراهت كې راغلى دى هغه يو هم صحيح نه دي .
دوهم دليل :
امام ابن حبان رحمه الله روايت کوي : ((سال عتبة بن ابی حکيم سليمان بن موسی عن الرجل ينظر الی فرج امراته فقال سالت عطاء فقال سالت عائشة فقالت کنت اغتسل انا وحبی صلی الله عليه وسلم من الاناء الواحد تختلف فيه اکفنا ) )
(صحيح ابن حبان صفحه ٣٩٠ جلد ١٢ فتح الباري صفحه ٤٨٠ جلد ١ )
ژباړه : عتبة بن ابی حکيم دسليمان بن موسی څخه پوښتنه وکړلو چې آیا سړی کولاې شي دخپلې ښځې عورت ته وګوري نو هغه وويلي ما ددغه مسئلې پوښتنه دعطاء څخه کړيده او عطاء ويلي چې ما ددغې مسئلې پوښتنه دعائشې رضي الله عنها څخه کړې وه نو هغې راته وويل چې ما او ځما محبوب ( محمد صلی الله عليه وسلم ) به له يوه لوښی څخه يو ځاې غسل کولو چې کله به هغه دلوښی څخه اوبه اخيستلې او کله به مااخيستلی .
دريم دليل : امام نسائی دعبدالرحمن بن هرمز الاعرج څخه روايت کړی دی چې : ((ان ام سلمة رضي الله عنها سئلت اتغتسل المراة مع الرجل ؟ قالت نعم اذا کانت کيسة رايتنی ورسول الله صلی الله عليه وسلم نغتسل من مرکن واحد نفيض علی ايدينا حتی تنقيها حتي نفيض عليها الماء )
( مسلم صفحه ١٤٩ جلد ١ نسائی صفحه ٤٧ جلد ١ )
ژباړه : دام سلمة رضي الله عنها څخه پوښتنه وکړې شو چې آيا ښځه دخپل خاوند سره يو ځاې غسل کولای شی ؟ نوهغې په جواب کې وويلې چې هو هوښياره ښځه دا کار کوي ځکه ما او رسول الله صلی الله عليه وسلم به ديوه لوښی څخه غسل کاوه نو اول به مو په لاسو اوبه اچولې چې پاکې ئې کړو ددې لپاره چې په هغې باندې بيا نورې اوبه راواخلو .
څلورم دليل : عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت کوي چې ((اخبرتني ميمونه انها کانت تغتسل هي والنبي صلی الله عليه وسلم فی اناء واحد ))
( مسلم جلد ١٤٨ جلد ١ نسائی صفحه ٤٧ جلد ١ )
ژباړه : ميمونه رضي الله عنها ماته خبر راکړی چې دې او رسول الله صلی الله عليه وسلم به په يوه لوښې څخه غسل کاوه .
پنځم دليل : جليل القدر صحابی معاويه بن حيدة رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی : (( احفظ عورتک الا من زوجتک او ما ملکت يمينک ))
(ترمذی ابوداود ابن ماجه مشكوة صفحه ٢٦٩ )
ژباړه : دخپلې ښځې او خپلې وينځې نه بغير نور دهرچا نه خپل عورت پټ ساته .
د مشكاة محشي ددغه حديث په شرحه كې داسې فرمايى : (( هذا يدل علي ان الملك والنكاح يبيحان النظر الي السورتين من الجانبين))
( مشكاة صفحه ۲۶۹ حاشيه ۶ )
ژباړه: دغه حديث په دې باندې دلالت كوى چې د وينځى ملكيت او د ښځې نكاح جانبينو ته دا روا كوى چې يو د بل عورت ته وګوري.
شپږم دليل : امام مالک رحمهما الله او امام اصبغ بن الفرج رحمه الله فرمائلی : (( لاباس ان ينظرالرجل الی فرج زوجته ))
(النوادر والزيادات صفحه ٦٢٥ جلد ٤ البيان والتحصيل صفحه ٨٠ جلد ٥ شقائق الاترج صفحه ١٠٨ مواهب الجليل صفحه ٤٠٦ جلد٣ الوشاح فی فوائد النکاح صفحه ٢٥٤ )
ژباړه : هيڅ باک نيشته چې سړی دخپلې ښځې عورت ته وګوري .
همدارنګه امام مالک رحمه الله فرمائی : (( لا باس بالتجرد عند الجماع وان لم يکن بينه وبين زوجته ستر حينئذ وقد کان النبي صلی الله عليه وسلم يغتسل هو وعائشة عريانين والجماع اولی بالتجرد ولا باس ان ينظر الی الفرج فی الجماع ))
(النظر فی احکام النظر صفحه ١٢٦ النوادر والزيادات صفحه ٦٢٦ جلد ٤ فن تعامل النبی الزوجیه صفحه ۷۹، مراقي الزلف)
ژباړه : باک نشته چې ښځه او خاوند دکوروالې په وخت کې ځانونه بربنډ کړي اګر که ددواړو ترمنځ کومه پرده هم نه وي ځکه چې نبي صلی الله عليه وسلم او عائشة رضي الله عنها به دواړو يو ځاې بربنډ غسل کاوه نو دکوروالی په وخت کې بايد ښځه او سړی ځانونه بربنډ کړي او باک نشته چې ښځه او خاوند يو دبل عورت ته دکوروالی په وخت کې وګوري
اووم دليل : امام ابن عروة حنبلي رحمه الله فرمائی : (( ومباح لکل من الزوجين النظر الی جميع بدن صاحبه ولمسه حتی الفرج لهذالحديث ( حديث معاوية بن حيدة )) ولان الفرج يحل له الاستمتاع به فجاز النظراليه ولمسه کبقية البدن ))
( کتاب الکواکب صفحه ٥٧٥ جلد ١ اداب الزفاف صفحه ٣٥ )
ژباړه : ښځه او خاوند ته روا دي چې يو دبل ټول بدن ته وګوري او هغه ته لاس وروړى ځکه چې حديث دمعاويه بن حيده ددې دليل دی او بله دا چې سړی ته روا دی چې دښځې دفرج څخه جنسىګټه واخلي نو دهغې فرج ته کتل او هغه مسح کول په لاس سره هم روا دی لکه دنور بدن غوندې .
اتم دليل : امام برهان الدين مرغيناني حنفی مولف دهدايه فرمائی ((وينظرالرجل من امته التی تحل له وزوجته الی فرجها لان مافوق ذالک من المسيس والغشيان مباح فالنظر اولی وکان ابن عمر رضي الله عنه يقول : الاولی ان ينظر ليکون ابلغ في تحصيل معنی اللذة ))
(هداية صفحه ٤٥٩ جلد ٢ فصل فی النظر )
ژباړه : سړی ته روا دی چې دخپلې وينځی او د خپلې ښځې عورت ته وګوري ځکه چې ښځې ته لاس وروړل او دهغې سره کوروالی کول روا دی نو دهغې عورت ته کتل خو په طريق اولی سره روا دی او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به ويل چې ښه او غوره دادی چې سړی دخپلې ښځې عورت ته د کوروالې په وخت کې وګوری ددې لپاره چې ډير خوند ورته حاصل شي.
نهم دليل : امام ابوالليث سمرقندي رحمه الله فرمائی : (( ويجوزللرجل ان ينظر الی فرج امراته وکذا نظر المراة الی فرج زوجها ) )
( فتاوی النوازل صفحه ٢٧٤ کتاب الکراهية )
ژباړه : سړی ته روا دی چې دخپلې ښځې عورت ته وګوری او ښځې ته روا دی چې دخپل خاوند عورت ته وګوري .
لسم دليل : امام بن خویزمنداد فرمایی : (( اما الزوج فيجوز له ان ينظر الی ساير الجسد و ظاهر الفرج و کذلک المراة يجوزلها ان تنظر الی عورة زوجها ))
(تفسیر قرطبی صفحه ۲۱۱ جلد ۱۲)
ترجمه: میړه ته روا دی چې د ښځې ټول بدن او عورت ته وګوری او ښځې ته روا دی چې د خپل میړه ټول بدن ته و ګوری
یوولسم دلیل : امام قرطبی ویلی دی چې صحی خبره داده چې ښځه او خاوند یو د بل عورت ته کتلی شی.
(تفسیر قرطبی جلد ۲۱۱ جلد ۱۲)
يوه شبهه او د هغې جواب :
بعضې خلک وائی چې دجماع ( کوروالی ) په وخت کې دښځې او خاوند ځانونه بربنډول اويو دبل عورت ته کتل او دکوروالی په وخت کې خبرې کول ناروا دي او دوي يو څو دروغ او ضعيف او بي ثبوته حديثونه په دليل کې پيش کوي چې مونږ هغه ذکر کوواو دهغې نه جواب کوو :
اول : حديث دعائشة رضي الله عنها ( ما رايت عورة رسول الله صلی الله عليه وسلم قط ))
(طبرانی فی المعجم الاوسط . صفحه ٢٧ )
جواب : دغه حديث دروغ او باطل دی ځکه چې ددې په سند کې يو راوي دی چې برکة بن محمد الحلبي نوميږي او هغه يو لوې دروغجن وه امام حافظ بن حجر په لسان الميزان کې ويلي دي چې دغه حديث باطل دی او امام بوصيری په زوائد ابن ماجه کې دغه حديث ته ضعيف ويلی دی ))
(وګوره اداف الزفاف والباني صفه ٣٤ او تفسیر قرطبی جلد ۱۲ صفحه ۲۰۲ حاشیه ۱)
دوهم : دغه حديث چې (( اذا اتی احدکم اهله فليستتر ولا يتجردا تجردالعيرين ))
(رواه ابن ماجه صفحه ١٣٨)
جواب : دغه حديث دسند له مخې ضعيف دی ځکه ددې په سند کې دوه ضعيف راويان دي يو الاحوص بن حکيم او بل وليد بن قاسم الهمداني نوميږي ځکه خو امام زين الدين العراقي او امام بوصيري ويلي دي چې ددغه حديث سند کمزوری دی او امام نسائی او امام بيهقي ويلي دي چې دغه حديث منکر دی .
(اداب الزفاف صفحه ٣٤ )
دريم : دغه حديث چې : (( اذا جامع احدکم زوجته فلا ينظر الی فرجها فان ذلک يورث العمی ولا يکثر الکلام فانه يورث الخرس ) )
جواب : دغه حديث دروغ دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت ندی امام ابوحاتم الرازي او امام ابن حبان او امام ابن الحوزي او امام عبدالحق او امام ابن دقيق العيد او امام محمد طاهر فتني او علامه ناصرالدين الباني رحمهم الله فرمائلي دي چې دغه حديث دروغ تړل شوی په رسول الله باندې
(اداب الزفاف صفحه ٣٥ تذکرة الموضوعات صفحه ١٢٦ )
دکوروالی دريم ادب :
دکوروالی په وخت کې دې ښځه او خاوند دعشق او محبت نه ډکې خبرې وکړي او يو دبل دې ښه ښه ظاهري او معنوي صفتونه بيان کړي . دکوروالی په شروع کې بايدنارينه بسم الله ووائی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( اذا اراد ان ياتی اهله قال بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا ))
( صحيح مسلم صفحه ٤٦٣ جلد ١ )
ژباړه :چې څوک غواړي دخپلې ميرمنې سره کوروالی وکړي نو ودې وائی چې دالله په نوم کوروالی شروع کوم ای الله مونږه دشيطن څخه وساته او شيطان لری وساته دهغه شی څخه چې تا مونږ ته راکړي دي .
٥-سړی بايد اقلاً پس له هرو دريو ورځو له خپلې ښځې سره کوروالی وکړي .
٦-ښڅه که مريضه وي نو خاوندئې بايد دهغې ترروغيدو پورې صبر وکړي .
٧-دحيض ( دښځې مياشتنی مرض ) او نفاس ( دولادت وينه ) په حالت کې دښځې سره کوروالی حرام دی ترڅو چې پاکه شي .
الله تعالی فرمائی : (( فاعتزلوا النساء فی المحيض ولا تقربوهن حتی يطهرن فاذا تطهرن فاتوهن من حيث امرکم الله ))
( سورة البقرة ايه ٢٢٢)
ترجمه : تاسو دخپلو ښځو نه جدا شۍ دحيض په حالت کې او هغوې ته مه نزدی کيږئ ( کوروالی مه کو‌ئ ) ترڅو چې پاکې شي ( دحيض نه ) نو چې کله دوي پاکې شوې نو تاسو ددوي سره کوروالې وکړئ دهغه لارې نه چې الله تعالی تاسو ته روا کړيده ( مخکينې نې عورت )
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی ( اتق الدبر والحيضة )
(رواه الترمذي مشكوة صفحه ٢٦٧ )
ترجمه : دشاتنې عورت له لارې او دحيض په حالت کې دکوروالی څخه ځان وساته .
٨-دشاتنې عورت له لارې دښځې سره کوروالی کول حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ملعون من اتی امراة في دبرها ))
(رواه احمد وابوداودومشكوة ٢٦٧ )
ترجمه : ملعون دی هغه کس چې دخپلې ښځې سره دشا له لوري کوروالی کوي .
٩-دکوروالی رازونه بل چاته بيانول حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : ( ان شر الناس منزلة عندالله يوم القيامة الرجل يفضی الی المراة وتفضی اليه ثم ينشرسرها ))
( رواه مسلم واحمد مشكوة ٢٧٦ )
ترجمه : په خلکو کې بدترين کس دالله تعالی په نزد په ورځې دقيامت کې هغه سړی دی چې خپلې ښځې سره کوروالی وکړي او بيا دهغې رازونه افشا کوي .
١٠-کوروالې باید په پوره رڼائی کې وشی چې ښځه اوخاوند يو بل ښه ووينی ترڅو ددوي جنسی احساسات په صحيح طريقې سره راوپاريږي او دواړو ته پوره خوند حاصل شي . اودا خبره مې ځکه وکړه چې زمونږه په ټولنه کې يوخرافی رواج دی چې نارينه به دخپلو ښځو سره په تياره کې کوروالې کوي . دغه کار يو ډير بداوغلط او دشريعت دمقاصدوخلاف کاردی او دښځې او خاوند ترمنځ نفرت او بغض پيدا کوی ځکه چې دواړو د کوروالې څخه هيڅ خوند نه اخلی .
١١-کوروالی بايد په پټ او محفوظ ځاې کې وشی حتی چې دتی رودونکو ماشومانوپه وړاندې هم بايد ونشی .
١٢-دکوروالی په وجه په ښځه او نارينه باندې غسل فرض كيږي خو چې دغه غسل څومره زر وشي نو بهتره ده او دا ځکه چې دغسل په وجه د بدن سستی له منځه ځی او بله دا چې دبې اودسۍ په وخت کې دشيطان سلطه په انسان باندې زياتيږي او هغه ته ضرر رسوي نو ددغه ضرر څخه دځان ساتلو لپاره بايد په غسل کې چالاکی وکړی شی .

٦-د زينت ( ځان سينګارول ) حق :
ښځه حق لري چې خاوند ئې ورته ځان ښائسته کړی لکه چې هغه پرهغې دغه حق لري الله تعالی فرمائی : (( ولهن مثل الذين عليهن بالمعروف ))
(سورة البقرة اية ٢٢٨ )
ترجمه : دښځو لپاره حقوق دي لکه چې دخاوندانو پر دوي باندې حقوق دي او يو دبل حقوق به په نيکي طريقې سره ادا کوي .
او جليل القدر صحابی عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمائی : (( انی لاحب ان اتزين لامراتی کما احب ان تتزين لی ))
( رواه ابن ابی حاتم وابن جريرالطبري تفسير قرطبی صفحه ١١٨ جزء٣ )
ترجمه : زه خوښوم چې خپلې ښځې ته ځان ښائسته کړم لکه چې خوښيږم چې هغه دې ماته ځان ښائسته کړی .
او په يو روايت کې راغلي دی چې يو ګردوهلی او ببر سری سړی دخپلې ښځې سره عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته راغی نو دهغه ښځې وويل چې ای امير المومنين!ما دخپل خاوند څخه خلاصه کړه نو عمربن الخطاب رضي الله عنه ددغې ښځې خاوند ته امر وکړلو چې لاړشي او دخپل سرويښتان برابر او دګوتو نوکان پرې او ځان پاک او ښائسته کړي نو دغه سړی لاړ او ځان ئې ښه پاک او برابر او ښائسته کړ. او بيا راغی نو چې کله دهغې ښځې نظر په هغه ولګيده نو خوشحاله شوه او وې ويلې چې همدا مې قبول دی او دخلاصی د ارادې څخه بيرته وګرځيدله نو په دغه وخت کې عمررضي الله عنه وفرمایل (( وهکذا فاصنعوا لهن فوالله انهن ليحببن ان تتزينوا لهن کما تحبون ان يتزين لکم ))
(منهاج العشرة الزوجية صفحه ٧٦ )
ترجمه : ددغه سړی غوندې تاسو هم خپلو ښځو ته ځانونه جوړوئ قسم دي په الله باندې چې ښځې په دې خوښيږي چې تاسو ورته ځانونه جوړ او ښائسته کړئ لکه چې تاسو خوښيږئ چې هغوې دې تاسې ته خپل ځانونه جوړ او سينګار کړی.
او په بعضې رواياتو کې داسې راغلی دی : (( اغسلوا ثيابکم وخذوا من شعورکم واستاکوا وتزينوا وتنظفوا فان بني اسرائيل لم يکونوا يفعلون ذلک فزنت نساؤهم ))
(منهاج العشرة الزوجية صفحه ٧٧)
ترجمه : خپلې جامې پاکې کړئ او دسر او د ګيرې ويښتان جوړ کړئ ( دشريعت په حدودو کې ) او مسواک ووهئ او ځانونه ښائسته او پاک کړئ ځکه چې بني اسرائيلو به دغه کارونه نه کول نو دهغوې ښځې په زنا کې اخته شول يعنې دخپلو خاوندانو نه يې دناپاکې په وجه نفرت پيدا شو او دپردو سړو سره په زنا کې مبتلا شول .
او جليل القدر صحابی جابربن عبدالله رضي الله عنه روايت کوي چې زه يو ځل درسول الله صلی الله عليه وسلم سره غزاته لاړم او چې کله بيرته دغزا څخه راوګرځيدو او مدينې ته نزدې شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې تاسو تر شپې پورې صبر وکړئ او کورونو ته مه ورځئ ترڅو ستاسو ښڅې خپل ويښتان ګمنځ کړی او دخپلو تخرګونو او دنامه لاندې ويښتان لري کړي .
(رواه البخاری صفحه ٧٨٩جلد ٢ )
نونارينه بايد په خپل کور کې داسې پاک اوښائسته او خوشبويه وي چې دهغه دښځې زړه ورباندې خوشحاله كيږي او مينه ئې ورسره زياتيږي.
دپورتنيو رواياتو څخه دا معلومه شوه چې دخپل ځان او جامو دښائست او پاکوالی په باره کې دسړی اهتمام دهغه دښځې په عفت او ددواړو ترمنځ دلازيات تفاهم اومحبت په موضوع کې غټ رول لري نو ځکه داسلام مقدس دين په دغه موضوع باندې زيات اهتمام کړيدی .
دسړي دزينت څخه دلته څه مراد دی ؟
دلته دزينت څخه لاندې شيان مراد دي :
١-دسرويښتانو او دګيری ګمنځول .
٢-دسردويښتانو او دګيری اصلاح کول ( دشريعت په حدودو کې )
٣-دښائسته او پاكو جامو اغوستل چې دشريعت او دطاقت سره برابر وي .
٤-دمسواک استعمالول او دخولې پاکول .
٥-بدن پاکول او دتخرګونو او دنامه لاندې دويښتو لرې کول او دنوکانو کينچی کول ( پريکول )
٦-دچرس او پوډراوسګرت او نسوار څخه پرهيزکول .
٧-دخام پياز او اوږې او هر هغه شی چې خوله بدبويه کوي دهغې څخه ډډه کول ( مګر که پوخ شي بيا پروا نلري )
٨-عطر او خوشبوئی استعمالول .
٧-دعفت دساتلو حق :
ښځه پرخپل خاوند باندې حق لري چې دهغې دعفت او شرف ساتنه وکړي او دهغې د عفت څخه دفاع وکړي ځکه چې د هغې دعفت څخه دفاع فرض ده او کوم سړی چې دخپلې ښځې دعفت څخه دفاع نه کوي او دخپلې ښځې دشرف ساتنه نه کوي هغه دووس دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ثلاثة قدحرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر فی اهله الخبث ))
( رواه احمد والنسائی مشكوة صفحه ٣١٨ )
ترجمه : پر دريو کسانوباندې الله تعالی جنت حرام کړ ی دی دشرابو معتاد او دمور او پلار خفه کوونکی او دووس سړي چې دخپلې ښځې دعفت اهتمام نه کوي او پردو سړو ته اجازه ورکوی چې دهغه دښځې سره ناسته پاسته او راشه درشه وکړی.
بلکې داسلام مقدس دين امر کړی دی چې نارينه دې دخپل عفت او ناموس څخه دفاع وکړي او که په دغه لار کې څوک ووژلی شی نوهغه شهيد دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( من قتل دون اهله فهو شهيد ))
( ترمذي ابوداود نسائی مشكوة صفحه ٣٠٦)
ترجمه : څوک چې دخپلې ښځې دعفت نه په دفاع کې ووژلی شى نو هغه شهيد دی .
دنارينه غيرت پخپله ښځه باندې يو فطری او طبعی خبره ده يوه ورځ جليل القدر صحابی سعدبن معاذرضي الله عنه وويل که ما دخپلې ښځې سره څوک وليدل نوپه تورې سره به ئې ووژنم نو دده دا خبره رسول الله صلی الله عليه سلم ته ورسيده نو هغه وويلې چې ايا تاسو دسعد د غيرت څخه تعجب کوئ ځما دې په الله قسم وي چې زه دسعد څخه زيات غيرتي يم او الله ځما څخه زيات غيرتي دی او الله تعالی دخپل غيرت له وجې نه دبد کارې ټول ښکاره او پت عملونه حرام کړيدي .
(متفق عليه مشكوة صفحه ٢٨٦)
اما متاسفانه چې په ډيرو بی دينو خلکواو خاص طور سره ډمانو او سندر غاړو ښځو او سړو کې دغه غيرت چې په انسانانواو حيواناتو کې يو فطري شی دی کم ليدل كيږي چې د دوې دغه بې غيرتي يو جرم او بدعمل دی چې دوي به دهغې جزا په دنيا او اخرت کې وګوري .

-داحترام او کرامت حق :
سړی ته پکار دی چې دخپلې ښځې احترام وکړي او دهرهغه وينا او عمل څخه ځان وساتی چې دهغه دښځې دخفګان سبب ګرځي او دا ځکه چې ښځه يوه باعزته انسان ده او بايد دهغې سره ديوې مزدورې په څير معامله ونشي ، اونه دا چې صرف دجنسی لذت دحاصلولو لپاره ديوې وسيلې په څير ورته وکتلی شي . بلکه دښځو بې عزتی کول او هغوې ته په سپک نظر کتل دا دکم اصلو او کم عقلو نارينه و کار دی الله تعالی فرمائی (( ولقدکرمنا بني آدم )
( سورة اسراء ايت ١٧ )
ترجمه : مونږه دآدم اولادې ته عزت او کرامت ورکړی دی نو ښځه هم دآدم له اولادې څخه ده او الله تعالی هغې ته دنارینه و غوندې عزت اوکرامت ورکړی دی .
او په يو حديث کې داسې راغلی دی : (( ما اکرمهن الا کريم ولا اهانهن الا لئيم))
(رواه ابن ماجه وابن عساکر فی تاريخه منهاج العشره صفحه ٦ )
ترجمه : عزتمند سړی دښځو عزت کوي او سپک او رذيل سړي دښځو سپکاوی کوی . يعنې دښځو عزت کول دځان عزت کول دی او دښځو سپکاوی دځان سپکاوی دی.
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دی : (( بحسب امرئ من الشران يحقر اخاه المسلم ))
( رواه مسلم صفحه ٣١٧ جلد ٢ مشكوة صفحه ٤٢٢ )
ترجمه : دا ډير بدکار دی چې يو مسلمان دې خپل مسلمان ورو ر( ياخور ) ته په سپک نظر وګوري .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ولا تضرب الوجه ولا تقبح ))
( رواه احمد وابوداود وابن ماجه مشكوة صفحه ٢١٨ )
ترجمه : ښځې ته په مخ ګذار مه ورکوه او مه ورته بدې خبرې کوه.
نو لکه څرنګه چې نارينه په خپل احترام باندې خوشحاليږي نو همدارنګې ښځې هم په خپل احترام خوشحاليږي او ديو مسلمان احترام کول اودهغه خوشحالول دوه نيک عملونه دي اوډير اجرونه او ثوابونه لري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery