مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

د دې اثر د دويم چاپ په اړه څو ټکي

دا اثر ما پر ١٣٧٣ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پنځوسمې کليزې په وياړ ليکلى و، هغه وخت کابل کې سخت جنګونه وو، پوهنتون په واقعيت کې تړلى و او يوازې په کابل ښار کې شپږ اووه ځله له يوه ځايه بل ځاى ته مهاجر شوى و. درې کاله وروسته ددې زمينه برابره شوه، چې دا اثر چاپ کړم، هغه وخت په ټول کابل کې يو کمپيوټر هم نه و، چې ما پرې دا اثر کمپوز کړى واى، نو ځکه مې له ګران ورور او خوږ ژبي شاعر صديق الله بدر څخه هيله وکړه چې که دا راته په خپلو مبارکو ګوتو وليکي، بدر چې زما د فرهنګي مبارزې يو پخوانى ملګرى او د سختې ورځې يار دى، په ورين تندي يې زما غوښتنه ومنله، دا اثر يې د څو مياشتو په بهير کې خطاطي کړ، هغه هم يوازې د ثواب په بدل کې، دا کتاب درې کاله له ما سره پاتې شو، ځکه چې مالي لګښت ورته نه برابرېده، بيا مې د همدې پوهنځي له خپل يو ټولګيوال (احمدالله) څخه هيله وکړه چې دا کتاب چاپ کړي، د هغه اقتصاد ښه و، په تاجکستان او نورو هېوادونو کې يې تجارت هم کاوه، هغه هم زما خبره په خلاصې ټنډې ومنله. کله چې مې کتاب پېښور ته يووړ، نو له نورو کاغذونو سره مې په يوه ځانګړې پلاستيکي کڅوړه کې خوندي کېښود، څو ورځې راسره په ګل حاجي پلازا کې و، له ځان سره به مې ګرځاوه، ددې اثر همدا يوازېنۍ خطاطي شوې نسخه راسره وه، هغه کاغذونه چې بدر ورڅخه دا کتاب خطاطي کړى و، هغه متفرقه کاغذونه وو، ډېر منظم نه وو او د همدې څو کلونو په بهير کې مې له لاسه وتي وو.
پر هغه ورځ چې مې دا اثر له ګل حاجي پلازا څخه قصه خوانۍ کې دانش چاپخونې ته ورووړ، نو سخته ګرمي هم وه، ددې ترڅنګ ما سره نورې کڅوړې هم وې، چې نور ناچاپ کتابونه او يادښتونه هم په کې وو. ګل حاجي پلازا کې مې يوه سيوري ته پر کټاره ډډه لګولې وه، کله چې تلم نو کڅوړې مې ځان سره واخيستې، موټر کې کېناستم، ((ګوره قبرستان)) ته لا نه وم رسېدلى چې زړه کې مې څه ټکه پرېوته، ما ويل راځه دا کڅوړې وګوره، نه چې څه شى پاتې نه وي، کله چې مې کڅوړې راجګې کړې، لږ سپکې راښکاره شوې، دننه مې ولټولې اخوا دېخوا مې ښې واړولې، هر څومره چې ګورم کتاب نه شته، زړه مې ډيپ ولوېد، ما ويل لکه چې د څو کلونو خواري مې اوبو يووړه، حيران وم چې چېرته به رانه لوېدلى وي، ځان سره مې فکر وکړ راځه ګل حاجي پلازا ته لاړ شه، د هيلې يوازېنى ځاى همغه دى، که هلته نه و نور نو زړه صبر کړه، له (صدر بازار) نه بېرته راوګرځېدم، ګرمي نو دومره زور اخيستى و، چې د چا خبر خوله يې لګوله، خو زه پر داسې غم اخته وم، پوه نه وم، چې پر څومره وخت بېرته ګل حاجي پلازا ته رسېدلى يم. همغه ځاى کې چې ساعت دمخه ولاړ وم، څو ځله کښته و پورته تېر شوم، بيا هملته غلى ودرېدم، وروستى اميد مې هم له لاسه ورکړ، لس پنځه لس دقيقې همداسې ځاى پر ځاى ولاړ وم، چورت وړى وم، چې ترڅنګ مې يو ځوان ودرېد، ماته يې وويل يون صيب خو به نه يې؟ ما ويل ولې نه يون يم، بيا يې راته وويل څه خو به درنه پاتې نه وي؟ ما ويل والله چې دغسې يو کتاب مې چاپ ته وړه، تيار په ترس کې خطاطي شوى و، هغه راڅخه ورک شوى دى، ځکه بېرته راغلم، دې وخت کې هغه لږ موسکى غوندې شو، کڅوړه يې راښکاره کړه، دا خو به نه وي، ما ويل ولې نه والله همدا دى، د کڅوړې منځ مې وکوت، کتاب په کې ايښى و، پر سترګو مې رڼايي راغله، وجود مې يخ شو، ارام شو، ما ويل کور دې ودان چې پر ما دې څومره غټ زېرى وکړ. هغه وويل: زه همدلته په هغه دفتر کې کار کوم، پر دې لاره تېرېدم چې دا کڅوړه مې وليده، راجګه مې کړه، چې ومې کتل، کتاب په کې و او بيا ستا نوم پرې ليکل شوى، نو ځکه مې ځان سره وساته، ما ويل حتمي بېرته همدلته ورپسې راځې، زه خپله کتابونه کمپوزوم، ماته د کتاب درد او ستونزې معلومې دي، چې څومره سخت کار دى، خو ځه ښه شو چې کوم بل ځاى کې درنه نه دى پاتې شوى، ما ويل ډېره مننه وروره ما سره دې ډېره زياته نېکي وکړه، څه خدمت درته وکړم، هغه ويل نه مننه، ښه کار دا وشو چې کتاب پيدا شو، ما ويل خفه ورته په دې وم، چې دا يې يوازېنۍ نسخه ده او بله يوه پاڼه هم ما سره نه شته. هغه ځوان نه مې يو ځل بيا مننه وکړه، کڅوړې مې ټولې ځان سره ښې چک کړې او ژر د قصه خوانۍ پر لوري رهي شوم، د دانش چاپخونې مسئول اسدجان ساپي ته مې وويل: دا کتاب راته ژر چاپ کړه، هغه خپل ماشين ورپسې راووېست، ماته يې وويل: څومره او په کوم کاغذ؟ ما ورته وويل مه په کاغذ پسې ګرځه او مه يې شمېر پسې، همدا اوس يې چاپ ته ورکړه، دا ټوله کيسه مې ورته وکړه، هغه ويل خداى درسره ډېره نېکي کړې ده، سملاسي يې نورزي ته وويل، ژر دا کتاب يوسه چې پسټنګ يې کړي او سبا اول همدا چاپ کړه. دا و ددې اثر يو داستان. اوس چې له هغه وخته نږدې دولس کاله تېرېږي، زه يو ځل بيا خپل اثار په دې نيت چاپوم، چې د مرګ له خطره يې وژغورم. طبيعي خبره ده، چې دا اثر څرګندې نيمګړتياوې لري، خو د هغه وخت ظرفيتونه هم بايد په پام کې ونيول شي، لکه د انساني مغز محصول هر اثر چې له نيمګړتياوو خالي نه وي، دا اثر هم خپلې نيمګړتياوې لري، خو اوس چې يې زه بيا چاپوم، د همدې مشخص کلکتيف د پنځوس کلن فعاليت د څرنګوالي په انعکاس کې ماته بې ګټې نه ښکاري. تر چاپ وروسته به (که ژوند مو ملګرى و) طبعاً ددې اثر ياد شمار ګڼې د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته هم ورکوم، هلته به له دې اثر څخه ګټه اخيستل کېږي، په تېره بيا د مونوګرافو په تنوع کې به مرسته وکړي؛ تر يوه حده به د تکراري او کليشه يي مونوګرافو مخنيوى وکړي. دا اثر به د ادبياتو پوهنځي د محصلينو او استادانو مخ ته پروت وي، کله چې ددې پوهنځي لسيزې او يا شليزې پوره کېږي، کېدى شي څوک پرې نور څه زيات کړي او سمونې په کې وکړي. اوس چې د کمپيوټر زمانه ده او د لاس خواري کمپيوټر ته انتقال شوې، نو ټولو ليکوالو ته بويه چې خپل اثار نه يوازې د بياچاپ له لارې خوندي کړي، بلکې د انټرنيټ څپو ته يې هم وروسپاري، چې هم د مرګ له خطره خوندي شي او هم يې ګټه اخيستنه عامه او اسانه شي. ما د خپل کار د بشپړاوي او خونديتوب لپاره همداسې يو لړۍ پيل کړې او له نورو ليکوالو هم هيله لرم، چې خپل کارونه په خپله تنظيم کړي او خپل اثار له ټولو احتمالي خطرونو څخه وژغوري، که چېرې دوى په خپلو اثارو کې د بيا سمون او زياتون غوښتونکي هم وي، نو د خونديتوب په حالت کې ورته دا کار لا اسانه کېږي. له ټولو افغان ليکوالو د همدې فرهنګي هيلې د تطبيق په هيله.

په درناوي
پوهندوى محمد اسمعيل يون
ارګ، د جمهوري رياست ودانۍ
کابل- افغانستان
د ١٣٨٧ل کال د کب ٢٠مه نېټه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery