مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو مونوګرافونه

١- د رحمان بابا او خوشال شعر او شاعري:
د شريفې خوګياڼۍ (اسلمي) له خوا پر ١٣٤٢ل کال د پوهاند صديق الله رښتين تر لارښوونې لاندې ليکل شوى، د مخونو شمېر يې (٢٤) دى. په دغه مونوګراف کې د رحمان بابا د اشعارو پر اخلاقي، ټولنيزو، تصوفي او د خوشال د اشعارو پر اخلاقي، ټولنيزو، عشقي او حماسي خواوو لنډې خبرې شوي دي.

٢- بلوڅ او بلوڅي:
عبدالرحمن بلوڅ د پوهاند صديق الله رښتين تر لارښوونې لاندې پر ١٣٤٣ل کال ليکلى دى، د مخونو شمېر يې (٤٤) دى. دغه مونوګراف پر شپږو څپرکو وېشل شوى، چې په هره برخه کې يې د بلوڅو او بلوڅي ژبې په باب لنډه رڼا اچولې.
٣- د باختري او ايرانيو تاريخي انکشاف:
د محمد کريم اڅکزي له خوا پر ١٣٤٣ل کال ليکل شوى، لارښود استاد يې حبيب الله جاج پښتون زوى دى، د مخونو شمېر يې (٢٠) ته رسېږي.

٤- د کوچنيانو شفاهي ادب يا د کوچنيانو فولکور:
د شاه ولي له خوا پر ١٣٤٤ل کال په ٩٧مخونو کې ليکل شوى، په مونوګراف کې د کوچنيانو شفاهي ادب ته پر کتنې سربېره د هغو پر روزنيز اړخ هم رڼا اچول شوې ده.

٥- پښتنې شاعرانې:
د زرغونې زېور له خوا پر ١٣٤٥ل کال په (٧٥) مخونو کې د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي تر لارښوونې لاندې ليکل شوى دى. په دغه مونوګراف کې ټولې (٣٣) پښتنې شاعرانې معرفي شوي او د شعرونو بېلګې يې راوړل شوي دي.

٦- د ننګرهار د سيمې ولسي شاعران:
د زېورالدين زېور له خوا پر ١٣٤٥ل کال په (٥١) مخونو کې ليکل شوى، لارښود استاد يې پوهاند عبدالحى حبيبي دى، په دغه مونوګراف کې د (٣٦) تنو شاعرانو ژوند ليک او د شعرونو بېلګې خوندي دي.
٧- د ادبي تاريخ تيوري:
پر ١٣٤٦ل کال په (٤٨) مخونوکې د حبيب الله تږي له خوا ليکل شوى دى. په دې مونوګراف کې د ادب تاريخ تيوري، تاريخي سير او د تيورۍ د ميتود په باب خبرې شوي دي.

٨- د تګاب د سيمې ولسي شاعران:
ليکوال يې سيدامير دى، پر ١٣٤٦ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې ليکل شوى دى. د مخونو شمېر يې (٨١) ته رسېږي، په دې مونوګراف کې د تګاب د څلورو تنو شاعرانو ژوند ليک او د شعرونو بېلګې راغلي دي.

٩- د ننګرهار مجله:
دا مونوګراف د شاه ولي قرار له خوا پر ١٣٤٦ل کال د استاد محمد حسين راضي تر لارښوونې لاندې ليکل شوى، د مخونو شمېر يې (٤٧) ته رسېږي. دا مونوګراف شپږ څپرکي لري او د ننګرهار مجلې د موضوعي نيوليک (فهرست) په باب په کې خبرې شوي دي.

١٠- د کونړ د سيمې اجتماعي دودونه:
د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې د جلال الدين کونړي له خوا پر ١٣٤٦ل کال په (٦٧) مخونو کې ليکل شوى دى. په دې مونوګراف کې د کونړ د خلکو په ځينو دودونو او رواجونو لنډه رڼا اچول شوې ده.

١١- بازارک او څڅوبى:
د عبدالباقي (شينواري) له خوا پر ١٣٤٦ل کال ليکل شوى، د مخونو شمېر يې (٢٧) دى. ياد شوى مونوګراف دوه برخې لري، په لومړۍ برخه کې يې د بازارک او په دويمه برخه کې يې د څڅوبي سيمو په باب خبرې شوي دي.

١٢- د افغانستان په تاريخ او ادبياتو کې د روښانيانو دنهضت مقام:
د عبدالقيوم نورزي له خوا په (٦٤) مخونو کې پر ١٣٤٧ل کال ليکل شوى، په دغه مونوګراف کې د روښانيانو د نهضت ماهيت، اصولو او عقايدو په باب خبرې شوي دي.

١٣- د شګې پخواني شاعران:
عبدالمجيد زاخېل د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې پر ١٣٤٨ل کال ليکلى، د مخونو شمېر يې (٥١) ته رسېږي. په دې مونوګراف کې د شګې د څو تنو شاعرانو ژوند ليک او د شعرونو بېلګې راوړل شوي دي.

١٤- پښتني دودونه-کږنې او فالونه:
د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې علي محمدمنګل پر ١٣٤٨ل کال ليکلى دى. دغه مونوګراف (٧٠) مخونه لري او د پکتيا د خلکو د ځينو دودونو په باب په کې لنډه رڼا اچول شوې ده.

١٥- د لغمان بشري جغرافيه:
اسدالله (رويا) پر ١٣٤٨ل کال په (٢٧) مخونو کې ليکلى دى. لارښود استاد يې حميدالله امين دى، په ياد شوي مونوګراف کې د لغمان ولايت پر ځينو دودونو، رواجونو او ځينو سپورتي لوبو لنډه رڼا اچول شوې ده.

١٦- مېرمن حميده او د هغې ژوند او اشعارو ته يوه کتنه:
عبدالصبور مليار په (٤٠) مخونو کې پر ١٣٤٨ل کال د حبيب الله جاج تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د مېرمن حميدې ژوند ليک او د شعرونو نمونې راوړل شوي دي.
١٧- د شيدا په فکر او شعر لنډه څېړنه:
خيرمحمد شينواري پر ١٣٤٩ل کال ليکلى دى، (٣٨) مخه لري د کاظم خان شيدا د ژوند پر حالاتو او د شعر پر ځينو ځانګړنو خبرې شوي دي.

١٨- د پکتيا ولايت د ګوملې پېژندنه:
محمدعلم نواب خېل د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې پر ١٣٤٩ل کال ليکلى دى، (٧٩) مخونه لري. په دې مونوګراف کې د پکتيا ولايت د ګوملې د سيمې پر لنډې پېژندنې سربېره د نوموړې سيمې پر ځينو قوانينو او دودونو هم لنډې خبرې شوي دي.

١٩- د پکتيا ولايت د ځاځيو ولسي شاعران:
دسيد محمد کارګر له خوا د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې پر ١٣٤٩ل کال ليکل شوى دى. (٥٥) مخونه لري، په نوموړي مونوګراف کې د پکتيا ولايت د هاشم خېلو او عمرخېلو د سيمو (٧٦) تنه شاعرانو پېژندګلوي او شعري بېلګې راغلي دي.

٢٠- د نوزاد رواجونه:
نصر الله نوزادي پر ١٣٤٩ل کال په (٢٨) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې په دريو برخو کې د نوزاد د خلکو پر ځينو رواجونو خبرې شوي دي.

٢١- خوشال خان او د پښتنو د ازادۍ تحريک:
عبدالمالک شهبازخېل پر ١٣٥٠ل کال د پوهاند ميرحسن شاه تر لارښوونې لاندې ليکلى، (٥٠) مخونه لري. په نوموړي مونوګراف کې د خوشال خان پر ژوند، اقتصادي او ټولنيزو حالاتو باندې لنډه رڼا اچول شوې ده.

٢٢- د راډيو افغانستان د پروګرامونو شکل او څرنګوالي ته يوه کتنه:
شاه محمود زيارمل پر ١٣٥٠ل کال په (٢٠) مخونو کې ليکلى، په نوموړي مونوګراف کې د کابل راډيو د پروګرامونو او دهغو د نشر او خپرېدو د وختونو په باب معلومات ورکړل شوي دي.

٢٣- د پشه يي د خلکو محيط او د ژبې معرفي:
نورمحمدغمجن الينګاري په (٦٨) مخونو کې پر ١٣٥٠ل کال ليکلى، په ياد شوي مونوګراف کې د پشه يي ژبې او د پشه يانو د محيط په باب رڼا اچول شوې ده.
٢٤- د افغانستان کالنۍ د مضامينو فهرست:
سيد عبدالستار رازي پر ١٣٥٠ل کال په (٥٥) مخونو کې ليکلى، لارښود استاد يې محب الله رحمتي دى.

٢٥- د اندړو دودونه:
د محمد اسلم قربانخېل له خوا د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٥١) مخونو کې پر ١٣٥٠ل کال ليکل شوى دى، په ياد شوي مونوګراف کې د غزني د اندړو ولسوالۍ دخلکو د ټولنيزو دودونو په باب خبرې شوې دي.

٢٦- د احمدشاه بابا لښکر کشي او دده د امپراطورۍ حدود:
امان الله ايازي پر ١٣٥١ل کال د پوهاند ميرحسين شاه تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى دى. په دغه مونوګراف کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ د حدودو او لښکر کشيو په باب په لنډيز سره خبرې شوې دي.

٢٧- د پښتونستان مسئله د تاريخ په اوږډو کې:
عبدالشاه ظفرخېل پر ١٣٥١ل کال د پوهنوال حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. (٥٢) مخونه لري.
٢٨- پښتونستان:
ليکواله يې حفيظه ده، پر ١٣٥١ل کال يې د پوهاند ميرحسين شاه تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى دى. (٨٢) مخونه لري، په ياد شوي مونوګراف کې د پښتونستان پر جغرافيايي موقعيت خبرې شوي او د پښتونستان د ځينو ملي مبارزو لکه خان عبدالغفار خان پېژندګلوي په کې راغلې ده.

٢٩- عربي ژبه د پېړيو په بهير کې:
عبدالغفور رسول پر ١٣٥٢ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى دى، (٣٠) مخونه لري. مونوګراف درې برخې لري او د عربي ژبې د پرمختګ او څرنګوالي په باب په کې خبرې شوي دي.

٣٠- د قره باغ پښتني دودونه:
محمد حسن پر ١٣٥٢ل کال په (٥٨) مخونو کې ليکلى، د غزني ولايت د قره باغ د سيمې د پښتنو د ځينو دودونو په باب په کې معلومات وړاندې شوي دي.

٣١- د لغمان ولايت د ملي شاعرانو په شعرونو کې د ځايونو نومونه:
محب الدين محب پر ١٣٥٢ل کال په (٥١) مخونو کې ليکلى، په دې مونوګراف کې د يادې شوې سيمې د اتو تنو شاعرانو د شعرونو له مخې سيمه ييزو نومونو ته ګوته نيول شوې ده.

٣٢- وړانګې ورځپاڼه:
محمدانور پر ١٣٥٢ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې ليکلى، (٣٦) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د يادې شوې خپرونې او د هغې د مضامينو په باب معلومات وړاندې شوي دي.

٣٤- د قرغيو د ولسوالۍ جغرافيه:
محمداعظم حيدري پر ١٣٥٢ل کاې د پوهاند حميدالله امين تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى دى، (٧٥) مخونه لري، په دې مونوګراف کې د لغمان ولايت د قرغيو سيمې د يو شمېر غرونو او سيندونو په باب معلومات وړاندې شوي دي.

٣٥- ١٨٩٣م څخه راپدېخوا د تاريخ په اوږدو کې د پښتونستان مسئله:
د جان محمد، دوړ له خوا پر ١٣٥٢ل کال ليکل شوى دى. لارښود استاد يې برهان الدين حساس دى، مخونه يې (٤٨) دي. مونوګراف څلور څپرکي لري او په هر څپرکي کې د پښتونستان په باب معلومات وړاندې شوي دي.

٣٦- په افغاني ټولنه کې د ښځو دريځ:
لطيفې پر ١٣٥٢ل کال د زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې ليکلى، (٣٥) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې په افغاني ټولنه کې د ښځو د دريځ په باب خبرې شوي او هم د ځينو افغاني ښځمنو شاعرانو پېژندګلوي او د شعرونو بېلګې راغلې دي.

٣٧- د خوست لهجې او مروج ليکدود:
حضرت محمد وياړ پر ١٣٥٢ل کال د شيريندل ګرديوال تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. دغه مونوګراف (٢٧) مخونه لري.

٣٨- د پروفيسور ډاکتر برنارډورن د پښتو منتخباتو او د رحمان بابا د چاپي دېوان مقايسه:
د ميرزامحمد له خوا پر ١٣٥٢ل کال په (٧٩) مخونو کې ليکل شوى دى.

٣٩- په کندهار کې د ډله ييزو مفاهيمو وسايلو تاريخي سير:
احمدالله پر ١٣٥٢ل کال د عنايت الله تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، (٦٢) مخونه لري. په دې مونوګراف کې د کندهار د مطبوعاتو او خپرو شويو مطالبو په اړه خبرې شوي دي.

٤٠- پښتني جرګې او دودونه:
سهراب مومند پر ١٣٥٢ل کال د مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې ليکلى، (٢٦) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د پښتني جرګې پر اهميت او په اولسمه او اته لسمه پېړۍ کې د پښتنو د ځينو دودونو په باب خبرې شوې دي.

٤١- د سراج الاخبار او هېواد مقايسوي مطالعه:
لعل پاچا ځدراڼ پر ١٣٥٣ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې ليکلى، (٤٢) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د سراج الاخبار او هېواد د ورځپاڼو پرتلنه شوې ده او د دواړو ورځپاڼو توپيرونو ته ګوته نيول شوې ده.

٤٢- د هسکې مېنې جغرافيه:
د سيدبادشاه له خوا پر ١٣٥٣ل کال د حميدالله امين تر لارښوونې لاندې ليکل شوى، (٣٠) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د شينوارو دهسکې مېنې د ولسوالۍ پر جغرافيه لنډه رڼا اچول شوې ده.


٤٣- د پښتو فولکور او ادب:
حفيظ الله جمالي پر ١٣٥٣ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې ليکلى، (٣٦) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د پښتني فولکور پر ځينو اړخونو رڼا اچول شوې ده.

٤٤- پښتونستان وپېژنئ:
محمد نعيم پر ١٣٥٣ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې بشپړ کړى دى. په مونوګراف کې د پښتونستان د سيمې په باب ځينې معلومات راغلي دي.

٤٥- د جمعې مفاهيمې وسايل په کندهار کې:
حبيب الله حبيب پر ١٣٥٣ل کال د استاد حبيب الله تر لارښوونې لاندې په (٢٦) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کندهار د خپرونو په باب يو لړ معلومات وړاندې شوي دي.

٤٦- د پښتونستان په مسئله کې د هېواد ورځپاڼې رول:
شيخ محمد پر ١٣٥٣ل کال د پوهنوال حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې په (٤٩) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې هغو ليکنو ته نغوته شوې ده، چې د پښتونستان په باب په هېواد ورځپاڼه کې خپرې شوې دي.

٤٧- د انګولا مسئله:
رحيم داد همزولي پر ١٣٥٣ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د نوموړي هېواد جغرافيا او تاريخ ته لنډه کتنه شوې ده.

٤٨- د مطبوعاتو رول د هېواد او ازادۍ په برخه کې:
خان زمان پر ١٣٥٣ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې په (٢٨) مخونو کې بشپړ کړى دى. دغه مونوګراف پر څلورو برخو وېشل او د هېواد د ازادۍ په برخه کې د مطبوعاتو پر اغېز او تاثير خبرې کوي.

٤٩- تربګني:
د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې (وزير) ليکلى دى، د ليکلو کال يې ١٣٥٣ل دى، (٣٨) مخونه لري او د لنډې کيسې، ډرامې او تربګنۍ په باب په کې معلومات راغلي دي.

٥٠- له جغرافيايي نومونو سره د رواياتو تړون:
د وزير محمد له خوا پر ١٣٥٣ل کال ليکل شوى، (٣٥) مخونه لري، په دغه مونوګراف کې د ځينو رواياتو په باب خبرې شوي دي.
٥١- ژبه او د ژبې د پيداکېدو سرچينه:
د الله باز له خوا د دوکتور مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې پر ١٣٥٣ل کال په (٢٦) مخونو کې ليکل شوى دى. په دغه مونوګراف کې د ژبې د پيداکېدو پر علتونو او عواملو لنډې خبرې شوې دي.

٥٢- د پښتو څېړنو بين المللي مرکز:
عبدالهادي هاند پر ١٣٥٣ل کال په ٢٣ مخونو کې ليکلى دى، په دغه مونوګراف کې د پښتو ژبې د بين المللي مرکز په باب معلومات وړاندې شوي دي.

٥٣- د تصوف اغېز پر ټولنه باندې:
مصرخان پر ١٣٥٣ل کال د زيورالدين زيور تر لارښوونې لاندې په ٣٣ مخونو کې بشپړ کړى دى او د روښانيانو د غورځنګ په باب په کې خبرې شوي دي.

٥٤- د ملنګ جان ورک اشعار:
اخندخان پر ١٣٥٣ل کال د مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى دى. ٢٥ مخونه لري، په نوموړي مونوګراف کې د ملنګ جان پر پېژندګلوي سربېره د هغه ځينې شعرونه او د هغه په باب د کورنيو او بهرنيو ليکوالو ځينې اشعار راغلي دي.

٥٥- د کندهار د سيمې فکاهيات:
د بريالي پکتا له خوا پر ١٣٥٣ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکل شوى. دغه مونوګراف (٢٦) مخونه لري او په کې د کندهار د سيمې ځينې ټوکې ټکالې راټولې شوې دي.

٥٦- د پښتو ټولنې نشراتي فعاليتونه:
زمري محقق پر ١٣٥٤ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې بشپړ کړى. دغه مونوګراف (٣٠) مخونه لري او په کې د پښتو ټولنې لنډه تاريخچه بيان او ددې ټولنې پر خپرنيو فعاليتونو رڼا اچول شوې ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery