مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

١٠٩- د کندهار په سيمې کې کرکې:
محمد رحيم سلطاني پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کندهار د خلکو په فولکور کې کرکې څېړل شوې دي.

١١٠- د بېسوادۍ د مسلې حل په افغانستان کې:
خوشحال ياسيني پر ١٣٥٧ل کال ليکلى دى. دا مونوګراف پنځه برخې لري، په هره برخه کې يې د سواد د ګټې او د بېسوادۍ د له منځه وړلو لارې چارې څه نا څه په ګوته شوې دي.

١١١- د نوم صرف (نوم ګړپوهه):
نصرالله ناصر پر ١٣٥٧ل کال د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د نوم پر صرف باندې خبرې شوې دي او د نوم ډولونه هم په ګوته شوې دي.

١١٢- د شينوارو ولسي ادب:
تاج محمد پر ١٣٥٧ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٥٥) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د شينوارو ولسوالۍ پر ولسي ادب رڼا اچول شوې ده.

١١٣- د ګرشک د خلکو ګړنى ادب:
سخيداد هلمندي پر ١٣٥٧ل کال د پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ګرشک د خلکو ولسي اصطلاحات څېړل شوي او بېلګې يې راوړل شوې دي.

١١٤- ټولنيزه پراختيا:
فيض محمد فياض پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې ټولنيزه پراختيا له علمي نړۍ ليد او د هغه د مخالف فکر دواړو له مخې څېړل شوې ده.

١١٥- اجتماعي انقلابونه او ښوونې روزنې سره د هغو اړيکي:
سراج الدين پر ١٣٥٧ل کال د رڼا ګل رڼا تر لارښوونې لاندې په (٢١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې پر ښوونه او روزنه باندې د ټولنيزو بدلونونو اغېزې څېړل شوې دي.

١١٦- د تره خېلو ګړدود:
مصطفى نژدې پر ١٣٥٧ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى، چې د تره خېلو د ګړدود په باب معلومات په کې راغونډ شوي دي.

١١٧- د شوروي اتحاد د مطبوعاتو سيستم:
زلمي هېوادمل پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې په (١٧) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د شوروي اتحاد د مطبوعاتو، راډيو او ټلويزيون په باره کې په لنډيز سره معلومات راوړل شوي دي.

١١٨- د ممتاز کارګر اشعار:
نادرخان پر ١٣٥٧ل کال د دوکتور مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې په (٤٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ممتاز کارګر ژوندليک او د شعرونو بېلګې راغلې دي.


١١٩- د حيات الله بشري اشعار:
نورمحمد پر ١٣٥٧ل د مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې په (٢١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د شاعر پېژندګلوي او د شعرونو بېلګې راغلې دي.

١٢٠- د حصارک غلجايي د ولسوالۍ بشري جغرافيه:
زلمي داد پر ١٣٥٧ل کال د لطف الله ساپي تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د حصارک د ولسوالۍ پر ټولنيز ژوند، اداري تشکيلاتو، دود او دستور باندې رڼا اچول شوې ده.

١٢١- ښځه په پښتو منثورو ادبياتو کې:
اميرمحمد پاڅون پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ښځې د ټولنيز او طبقاتي ژوند په باب معلومات راغلي دي.

١٢٢- د شغني ژبې فولکور (ګړنى ادب):
دلبرشاه سرچشمه پر ١٣٥٧ل کال د مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې ليکلى دى. نوموړى مونوګراف درې څپرکي لري، چې په هر څپرکي کې يې د شغنان د خلکو د ولسي ادب او ټولنيز ژوند په باب معلومات راغلي دي.

١٢٣- د تګاو ولسوالۍ د خلکو ګړنى ادب:
محمد ابراهيم پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې ليکلى دى. نوموړي مونوګراف کې د تګاو ولسوالۍ جغرافيايي موقعيت، ټولنيزه او اقتصادي بڼه او پر ولسي ادب رڼا اچول شوې ده.

١٢٤- د حميد د شاه ګدا په مثنوي کې د قافيې د عيبونو مطالعه:
خان اباد پر ١٣٥٧ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٢٧) مخونو کې ليکلى دى. دې مونوګراف کې د حميد د ياد شوي اثر د قافيې نيمګړتياوې په ګوته شوې دي.

١٢٥- د غلام حسين پېژندګلوي او اشعار:
محمد عمر دايمزي پر ١٣٥٧ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٥١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د غلام حسين ژوند ليک او د شعرونو بېلګې راغلې دي.

١٢٦- په پکتيا کې ډله ييزه مفاهمه او د هغې وسايل:
عزيزخان عدلي پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الرحمن هاله تر لارښوونې لاندې په (٣٨) مخونو کې ليکلى دى. نوموړى مونوګراف پنځه څپرکي لري او د پکتيا ولايت د مطبوعاتو په باب په کې معلومات راغونډ شوي دي.

١٢٧- د سيداباد د ولسوالۍ انګېرنې او کږنې:
محمد اصف پر ١٣٥٧ل کال د دوکتور مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د سيد اباد د ولسوالۍ لنډه پېژندنه او د هغې سيمې د کږنو او انګېرنو په باب معلومات راغلي دي.



١٢٨- د ګلستان د ولسوالۍ جغرافيايي څېړنه:
عبدالعزيز اکرمي پر ١٣٥٧ل کال دمحمد ظريف ظريفي تر لارښوونې لاندې په (٦٠) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ګلستان د ولسوالۍ جغرافيايي موقعيت او بشري او اقتصادي بڼې په باب معلومات راغلي دي.

١٢٩- د ننګرهار ولايت د غني خېلو د ولسوالۍ اصطلاحات:
داودشاه خوشال پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، چې د غني خېلو د ولسوالۍ عاميانه اصطلاحات په کې راغلي دي.

١٣٠- کيسې:
عاصم شرر پر ١٣٥٧ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٨) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې څلور فولکوريکې کيسې راټولې شوې دي.

١٣١- د دولت تطبيقي شکل په افغانستان کې:
د مسافر له خوا پر ١٣٥٧ل کال د لطف الله ساپي تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى شوى دى. په دغه مونوګراف کې د دولت د تاسيس، منشا، ماهيت او بڼو په باب معلومات راټول شوي دي.

١٣٢- د نجونو او هلکانو روابط د پوهنتون په ساحه کې:
عاليې تنوير پر ١٣٥٧ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د تحصيل په دوره کې د پوهنتون په ساحه کې د هلکانو او نجونو، يا ښځو او نارينه وو اړيکي تر بحث لاندې نيول شوي دي.

١٣٣- د محمد عثمان د اشعارو مجموعه او ژوند پېښې:
نظام الدين پر ١٣٥٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٧) مخونو کې ليکلى دى، چې د شاعر ژوندليک او د شعرونو بېلګې په کې خوندي دي.

١٣٤- بالابلوک د ولسوالۍ ګړنى ادب:
غلام سخي پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٨) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د يادې شوې ولسوالۍ پر جغرافيايي موقعيت، ټولنيزو اړخونو او ځينو عاميانه اصطلاحاتو خبرې شوې دي.

١٣٥- د وزيرستان د برملې پښتني دودونه:
الياس وزيري پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٨) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د وزيرستان د برملې ځينې پښتني دودونه معرفي شوي دي.

١٣٦- د تاريخي ماترياليزم د څلورو مفاهيمو لنډه توضيح:
داود سرلوړي پر ١٣٥٨ل کال په (٥٥) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ماترياليزم ځينې موضوعات څېړل شوي دي.

١٣٧- د چک ولسوالۍ شفاهي ادبيات:
خرم دل پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٨) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د وردګو د ولايت پېژندنه، د چک ولسوالۍ پېژندنه او همدارنګه د نوموړي ولسوالۍ د خلکو پر شفاهي ادبياتو خبرې شوې دي.

١٣٨- د حميد په دېوان کې تلميح:
رحمت الله پر ١٣٥٨ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٦٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د حميد مومند پر پېژندنې سربېره د هغه په شعرونو کې د تلميح ادبي صنعت په ګوته شوى دى.

١٣٩- د کارګرې طبقې نوى ډول ګوند:
مثل خان نثار پر ١٣٥٨ل کال د توريالي (دايم) تر لارښوونې لاندې په (٥٢) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کارګرې طبقې ګوند په باب معلومات راغلي دي.

١٤٠- په سراج الاخبار کې د پښتو ادبياتو ونډه:
حبيب الرحمن زلمي پر ١٣٥٨ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٧) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د سراج الاخبار لنډه تاريخچه او په دې جريده کې د پښتو ليکنو نيوليک راغلى دى.
١٤١- مېرمن حميده او د هغې اشعار:
بريالي زهير باجوړي پر ١٣٥٨ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٦) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د مېرمن حميدې د نثر او نظم بېلګې راغلي دي.
١٤٢- د ښځينه لنډيو غنايي غشقي برخه:
د سپوږمۍ له خوا پر ١٣٥٨ل کال د نورمحمد عمجن تر لارښوونې لاندې په (٤٤) مخونو کې ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ښځينه لنډيو عشقي برخه د الفبا په ترتيب (بېلتون، وصال، د يار خاطر، سپوږمۍ او د مينانو دنيا) په باب معلومات وړاندې شوي دي.

١٤٣- د الينګار ولسوالۍ د نيازيو د قوم کليوالي لوبې:
د صديق راشوجان له خوا پر ١٣٥٨ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې ليکل شوى ، چې د نيازيو د قوم يو شمېر سيمه ييزې لوبې يې تشريح کړي دي.

١٤٤- د شوروي اتحاد د ځينو معاصرو ليکوالو بيوګرافي:
شاه صنم پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٢) مخونو کې ليکلى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د ((شوروي اتحاد) د څوارلسو ليکوالانو بيوګرافي راغلې ده.

١٤٥- د کونړ ولايت د نرنګ علاقه دارۍ کليوالي ورزشي لوبې:
غلام حسين پر ١٣٥٨ل کال دنورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٥٦) مخونو کې ليکلى دى او د يادې شوې علاقه دارۍ ځينې ورزشي لوبې يې په کې راوړې دي.

١٤٦- د خراسانيانو نهضت د عربو په مقابل کې:
ظابط الله پر ١٣٥٨ل کال د پاينده محمد سرهنګ تر لارښوونې لاندې په (٨٤) مخونو کې ليکلى دى، چې د عربو پر وړاندې د خراسانيانو د مبارزو څرګندونه په کې شوې ده.

١٤٧- دنارينه وو له خوا ښځو ته غنايي لنډۍ:
وړانګې پر ١٣٥٨ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٦١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د الفبا په ترتيب د نارينه وو له خوا ښځو ته غنايي لنډۍ راوړل شوې دي.

١٤٨- وزيرستان وپېژنئ:
بخت مير وزيري پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٠) مخونو کې ليکلى دى، چې د وزيرستان جغرافيايي موقعيت، د هغه ځاى ژبه، کرنه او ځينې دودونه په کې بيان شوي دي.

١٤٩- د ګيلان په ورځنيو خبرو اترو کې ځينې نادر لغتونه:
عبدالرزاق پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٥) مخونو کې ليکلى دى، چې د ګيلان د سيمې ځينې نادر لغتونه په کې راغلې دي.

١٥٠- پښتو ادبيات له ١٤٥٠ څخه تر ١٢٩٧پورې:
آصف بهاند پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ياد شوي عصر عمومي وضعې ته يوه کتنه، د پښتو د نثر او نظم ځانګړتياوې، د صنعتي انقلاب اغېزې او د ځينو ليکوالو د نظم او نثر بېلګې راوړل شوي دي.

١٥١- د خوشال خان سياسي موضع:
محمد اسمعيل پر ١٣٥٨ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٢) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د خوشال خان ژوند ليک، د بند دوره، د ځوانۍ دوره، مبارزې، د بند علتونه، له مغلو سره جنګ او د خوشال سياسي او ټولنيز موقف بيان شوي دي.

١٥٢- د شيګل په شينوارو کې د ځمکې د وېش سيستم:
شېرزمين پر ١٣٥٨ل کال د حکيم تڼيوال تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کونړ ولايت د شيګل د سيمې جغرافيايي موقعيت تاريخچه او د ځمکو د وېش سيتسم څېړل شوى دى.

١٥٣- پښتو ادبياتو ته د ثور انقلاب په رڼا کې يوه کتنه:
خالق رشيد پر ١٣٥٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، (٤٤) مخونه لري. دا مونوګراف دوه برخې لري چې له لرغونې دورې څخه تر ١٣٥٧ل کال او بيا له ١٣٥٧ څخه تر ١٣٥٨ کاله پورې پښتو ادبياتو ته په کې کتنه شوې ده.

١٥٤- د ورګون د ولسوالۍ سيمه ييزه جغرافيه:
حفيظ الله وزير پر ١٣٥٨ل کال د محمد ظريف تڼيوال تر لارښوونې لاندې په (٧٢) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ورګون بشري، فزيکي او اقتصادي بڼې بيان شوي دي.

١٥٥- د خلق په جريده کې د علمي مضامينو فهرست:
مکمل پر ١٣٥٩ل کال دجاج پښتون زوى تر لارښونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې په ياد شوې جريده کې د علمي ليکنو عنوان، لنډيز او د ليکوال نوم راوړل شوي دي.

١٥٦- د تعليمي نصاب په رڼا کې د پښتو ژبې تاريخي سير ته يوه کتنه:
ګل محمد پر ١٣٥٩ل کال د نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د تعليمي نصاب په باب خبرې شوي او هم د ځينو ليکوالو د تعليمي نصاب کتابونه معرفي شوي دي.
١٥٧- د پښتو په شفاهي ادبياتو کې د حماسي لنډيو يوه برخه:
د وږمې يوسفي له خوا پر ١٣٥٩ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٢٠) مخونو ليکل شوى دى، چې په کې يو شمېر حماسي لنډۍ او د هغو د ځينو لغتونو مانا راوړل شوې دي.

١٥٨- د پښتنې ښځې تصوير په لنډيو کې:
زرغونې عزيز وردګ پر ١٣٥٩ل کال په (٥٨) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې هغه لنډۍ راوړل شوي چې د ښځو د ژوند څېره په کې ځلېږي.

١٥٩- د پښتنو ښځو مبارزې:
الينيس قيوم پر ١٣٥٩ل کال په (٥٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د افغانستان د ښځو ټولنيز موقف، په ملي مبارزو کې د هغوى ونډه او بيا د (١٣) مبارزو ښځو معرفي د دوى فکري او ادبي کارونه او د هغوى د شعرونو بېلګې راغلې دي.

١٦٠- پښتنې شاعرانې:
حبيبي پر ١٣٥٩ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې (١٧) تنه پښتنې شاعرانې معرفي شوي دي.

١٦١- په کندهار کې پښتني دودونه:
د زينب فروغ له خوا پر ١٣٥٩ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٥١) مخونو کې ليکلى شوى دى، چې د کندهار ولايت ځينې پښتني دودونه په کې معرفي شوي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery