مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

٢١٨- د ماشوم ادبيات:
سدو ټکني پر ١٣٦٥ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى. د ماشومانو د ادبياتو په باب معلومات په کې راغلي دي.

٢١٩- پر نظم باندې ختيځې کيسې او اسطورې:
مياجان مشفق پر ١٣٦٥ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې (١٢) افسانوي کيسې راغلې دي.

٢٢٠- د پښتو ژبې باقاعده او بې قاعده مصدرونه:
نورس امرخېل پر ١٣٦٥ل کال د نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د پښتو باقاعدې او بې قاعدې مصدرونو ته ګوته نيول شوې ده.

٢٢١- د پښتو ژبې د باقاعده او بې قاعده لغاتو مجموعه چې مصدر يې په (يدل) ختمېږي:
زرغونې برېښ پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې د باقاعده او بې قاعده لغتونو تشريح راغلې ده.

٢٢٢- د بهايي جان په اشعارو کې ادبي صنايع:
محمد داود ساپي پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٤٨) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د بهايي جان پر ژوند ليک سربېره د هغه په شعرونو کې ادبي صنايع هم ښوول شوي دي.

٢٢٣- په معاصرو هنري پښتو ادبياتو کې د ويښ ځلميانو د خپرونو او اثارو تحليل:
زرغونې درانۍ پر ١٣٦٥ل کال د پوهنوال ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٤٢) مخونو کې ليکلى دى. نوموړي مونوګراف کې د ويښ ځلميانو له جملې څخه د بېنوا د اثارو تحليل او په دويمه برخه کې د ګل پاچا الفت د اثارو تحليل راغلى دى.

٢٢٤- د ماه رخې ناول ته لنډه انتقادي کتنه:
پروين منګل پر ١٣٦٥ل کال د پوهنوال ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٥٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د سيدراحت زاخېلي د (ماه رخې ناول) ته يوه انتقادي کتنه شوې ده.

٢٢٥- د ننګرهار د مجلې فهرست:
شاه ولي پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زيورالدين زيور تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ننګرهار مجلې د ليکنو فهرست ( د ليکوال نوم او د ليکنې سرليک) برابر شوي دي.

٢٢٦- د رحمان بابا په دېوان کې ادبي صنايع:
بي بي حيا خلازۍ پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د رحمان بابا پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه په دېوان کې ادبي صنايع هم په ګوته شوي دي.

٢٢٧- په معاصر پښتو شعر کې ملي او مترقي افکار:
محمد حکيم تڼيوال پر ١٣٦٥ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٨٠) مخونو کې ليکلى دى. نوموړى مونوګراف درې څپرکي لري، چې د پښتو د معاصرو ادبياتو په ځانګړي ډول د شعر د فکري خوا (مترقي افکارو) په باب په کې خبرې شوي دي.

٢٢٨- په پښتو لنډيو کې تاريخي پېښې:
محمد قسيم پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى، چې په لنډيو کې تاريخي پېښې په کې څېړل شوې دي.

٢٢٩- په پښتو ادب کې ټوکې ټکالې:
ميراجان غروال پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې يو شمېر ټوکې او عاميانه اصطلاحات راغلي دي.

٢٣٠- د سراجي دورې پښتو منظوم ادبيات:
محمد علي قريشي پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٥) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ادبياتو د نظم او شعر پر برخې يو څه خبرې شوي او بيا په ياد شوې دوره کې ځينې پښتو نظمونه راوړل شوي دي.

٢٣١- پښتانه په بلخ کې:
عبدالقيوم پر ١٣٦٦ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٦٤) مخونو کې ليکى دى. نوموړى مونوګراف شپږ څپرکي لري او د بلخ د پښتنو په باب معلومات په کې خوندي شوي دي.

٢٣٢- په پښتو ادبياتو کې سفرنامه:
حيات الله صبور پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٩) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې يونليکونو (سفرنامو) په باب معلومات راغلي دي.

٢٣٣- په بره او کوزه پښتونخوا کې ادبي تاريخ ليکنه:
غلام نبي فراهي پر ١٣٦٦ل کال د پوهنوال زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٦) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د يادې شوې موضوع په باب يو لړ معلومات راټول شوي دي.

٢٣٤- شعر او شاعري د لرغوني يونان د پوهانو له نظره:
غلام مصطفى رحيمي شلګري پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٩٦) مخونو کې ليکلى دى. نوموړى مونوګراف شپږ څپرکي لري، چې د موضوع په باب معلومات په کې راغلي دي.


٢٣٥- مهمې فولکوري شپې او ورځې:
داکتر خان پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د فولکوري رواياتو له مخې مهمې شپې او ورځې په ګوته شوې دي.

٢٣٦- د منګلو د پښتونولۍ نرخ:
ګلات منګل پر ١٣٦٦ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د منګلو د قوم د پښتونولۍ، دود او دستور په باب معلومات راټول شوي دي.

٢٣٧- په پښتو ژبه کې د باقاعده او بې قاعده مصدرونو ډيټا:
شيرين شاه پر ١٣٦٦ل کال د نوراحمد شاکر تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى.

٢٣٨- د ګودر په باره کې لنډۍ:
محمد اسحق پر ١٣٦٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د الفبا په ترتيب هغه لنډۍ راټولې شوي چې د (ګودر) په باب ويل شوي دي.

٢٣٩- لازمي افعال او د هغوى مورفولوژيکي خصوصيات:
ګل غوټۍ پر ١٣٦٧ل کال د زرغونې زيور تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د فعلي کټګورۍ او لازمي فعلونو په باب معلومات راغونډ شوي دي.

٢٤٠- د افغانستان د ليکوالو انجمن له تاسيس (١٣٥٩-١٣٦٦) کلونو پورې د پښتو چاپ شويو اثارو فهرست:
تاج محمد ياري پر ١٣٦٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٩) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د هغو پښتو کتابونو يادونه شوې، چې په ياد شوي زماني واټن کې د ليکوالو ټولنې خپاره کړي دي.

٢٤١- د ملګرو ملتو منشور او زموږ ملي روغه جوړه:
ميرزا محمد توتاخېل پر ١٣٦٧ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ياد شويو موضوعګانو فکري نږدېوالى تر بحث لاندې نيول شوى دى.
يادښت: پر ١٣٧٠ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې په امريت کې يو زيات شمېر پښتو مونوګرافونه خوندي وو، په دې لړ کې يو شمېر داسې مونوګرافونه هم وو، چې د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې يې کاپۍ نه وې، ددې خبرې يوه وجه شايد دا وي، چې مرکزي کتابتون ته يې کاپۍ نه وې استول شوې او يا هم د کتابتون د کارکوونکو د تخنيکي ستونزو او ځينو نورو لاملونو له امله د دغو مونوګرافونو نقل د پوهنتون په مرکزي کتابتون کې نه وي خوندي شوى. په هر حال دلته به د کال په ترتيب د دغو مونوګرافونو يادونه هم وکړو. د پېژندنې لپاره (د پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د هغو د کتلاک نومره هم ثبت شوې وه خو څرنګه چې د مرکزي کتابتون اکثره خطي نسخې چور او يا سيزل شوي چې دې کې پښتو مونوګرافونه هم شامل وو، نو ځکه د کتلاک نومره يې رانه وړل شوه، اوس ددې مونوګراف يو شمېر د زياتو سيلاوونو او ناتارونو له بلاوو سره سره په پښتو څانګه کې خوندي پاتې دي او ځينې يې کېدى شي د هغو له خپلو ليکوالو سره هم خوندي وي.

٢٤٢- غرځستان:
بسم الله ځيرمن پر ١٣٣٩ل کال ليکلى، چې (٥٩) مخونه لري او د ياد شوې سيمې سياسي، ټولنيز او اقتصادي حالات په کې څېړل شوي دي.

٢٤٣- د خوشال خان ادبي لار:
عزيزالله پښتونمل پر ١٣٣٩ل کال، په (١٦٧) مخونو کې ليکلى او د خوشال د ادبي ژوند په باب په کې معلومات ورکړل شوي دي.

٢٤٤- د غرب اوسنى تمدن:
نوراحمد پر ١٣٣٩ل کال په (٤٠) مخونو کې ليکلى، چې د غرب د تمدن په باب يې يو لړ معلومات وړاندې کړي دي.

٢٤٥- د افغانستان د لمر ختيځو او مرکزي برخو کوچيان:
محمد عزيز کاکړ پر ١٣٤٠ل کال په (١٧٥) مخونو کې ليکلى او د ياد شوې موضوع په هکله په کې يو لړ معلومات ورکړل شوي دي.

٢٤٦- د لغمان محلي شاعران:
عبدالرشيد پر ١٣٤١ل کال ليکلى، (١٠٥) مخه لري او د لغمان د ځينو محلي شاعرانو ژوند ليک او د شعرونو بېلګې په کې راوړل شوي دي.

٢٤٧- ابداليان:
امين الله پر ١٣٤١ل کال په (٥٩) مخونو کې ليکلى او د پښتنو د يوه نامتو ټبر (ابداليانو) په باب معلومات په کې راټول کړي دي.

٢٤٨- د ښځې تاريخي او محيطي موقف:
صفورا پر ١٣٤١ل کال په (٦٤) مخونو کې ليکلى او د تاريخ په اوږدو کې او بيا تر نوي عصره پورې په ټولنه کې د ښځې پر ژوند او دريځ خبرې شوي دي.

٢٤٩- د پکتيا ولايت يو لړ ملي او اجتماعي دودونه:
پر ١٣٤٣ل کال محمدرحيم شملزي په (٧٠) مخونو کې ليکلى او د ياد شوي ولايت يو لړ ملي او ټولنيز دودونه په کې بيان شوي دي.

٢٥٠- د پښتو اصطلاحات:
حبيب الله جاج پښتو زوى پر ١٣٤٣ل کال په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى او د پښتو ژبې ځينې اصطلاحات يې په کې راټول کړي دي.

٢٥١- د نباتاتو او مرغانو په باب تحقيق:
محمد اسمعيل پر ١٣٤٥ل کال په (٣٥) مخونو کې ليکلى او د ياد شوې موضوع په باب په کې يو لړ معلومات راغونډ شوي دي.

٢٥٢- د هلمند ولايت د مارجي د ناقلو حوزه:
پاياب پر ١٣٤٨ل کال د استاد احمدي تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى او د ياد شوې موضوع په باب په کې يو لړ معلومات راټول شوي دي.

٢٥٣- د پښتو پخوانيو ګرامرونو ته يوه کتنه:
جانباز پر ١٣٤٨ل کال په (٥٩) مخونو کې ليکلى او د پښتو د ځينو پخوانيو ګرامرونو پر معرفۍ سربېره يې پر هغوى يو لړ خبرې کړي دي.

٢٥٤- د لوګر ولايت د فيض اخوندزاده سوانح او اشعار:
شاه الله احمدزي پر ١٣٤٩ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٨) مخونو کې ليکلى او د ياد شوي شخص پر ژوند ليک سربېره يې د شعرونو بېلګې هم راوړي دي.

٢٥٥- د سپرې ولسوالۍ دودونه:
عبدالودود پر ١٣٥٠ل کال د پوهاند عبدالحى حبيبي تر لارښوونې لاندې په (١٥) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې لومړى د سپرې ولسوالۍ موقعيت، دکليو نومونه او د همغه ځاى د ځينو پښتني دودونو په باب معلومات ليکل شوي دي.

٢٥٦- د کندهار سياسي او اجتماعي اوضاع:
حيات الله رفيقي پر ١٣٥٠ل کال د پوهاند عبدالحى حبيبي تر لارښوونې لاندې په (٤٢) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کندهار تاريخي اهميت، د هغه ټولنيزه وضع، اقتصادي اوضاع او جغرافيايي حالت څېړل شوي دي.


٢٥٧- ولسي ادب:
محمد صابر خويشکي پر ١٣٥١ل کال د مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې پښتو لنډۍ، ناول او د ولسي ادب ځينې نور ډولونه بيان شوي دي.

٢٥٨- د باجوړ متلونه:
پذيرګل سالارزي پر ١٣٥١ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٤٣) مخونو کې ليکلى او د الفبا په حساب يو شمېر هغه متلونه په کې راټول شوي، چې د باجوړ دخلکو په خبرو اترو کې کارول کېږي.

٢٥٩- ژوند او هنر:
محمدجان ګياني پر ١٣٥٢ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د هنر او ادبياتو ارزونې، شعر او هنر، فن او ژوند او د خلکو او هنر په باب يو لړ معلومات راټول شوي دي.


٢٦٠- په لغمان کې لاسي صنايع او د هغو اقتصادي ارزښت:
عبدالظاهر نوري پر ١٣٥٢ل کال په (٥٢) مخونو کې ليکلى او د لغمان ولايت دجغرافيايي موقعيت او لاسي صنايعو په باب په کې معلومات ځاى کړاى شوي دي.

٢٦١- په افعانستان کې د ښځو د عصري تربيې تاريخ:
فاطمې ساپۍ پر ١٣٥٣ل کال د مجاوراحمدزيار تر لارښوونې لاندې په (٥٧) مخونو کې ليکلى او په افغانستان کې يې د ښځو د عصري تربيې او تعليم په باب رڼا اچولې ده.

٢٦٢- د راډيو افغانستان د پروګرامونو شکل او څرنګوالي ته يوه کتنه:
شامحمود زيارمل پر ١٣٥٣ل کال په (٣٠) مخونو کې ليکلى. په دغه مونوګراف کې د ١٣٥٢ل کال او تر هغه وړاندې د راډيو پروګرامونه معرفي شوي او هم د دغو پروګرامونو پر مطالبو خبرې شوې دي.


٢٦٣- د کيسو په باره کې:
پر ١٣٥٣ل کال د محمود ساپي له خوا د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٥٧) مخونو کې ليکل شوى. په دغه مونوګراف کې د کيسې تعريف، مرام او بيا په بېلابېلو سيمو کې د کيسو ويل څېړل شوي او هم يې د ويلو طرز بيان شوى دى.

٢٦٤- د ننګرهار ولايت د بړينې د سيمې فولکور:
سيمين پر ١٣٥٦ل کال د استاد عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى او د يادې شوې سيمې پښتني دودونه لکه: واده، کوژده او ځينې نور دودونه بيان شوي دي.

٢٦٥- د زين الله لنډه پېژندګلوي او اشعار يې:
عزيزالله پر ١٣٥٦ل کال د مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې ليکلى او د ياد شوي شاعر پر ژوند ليک سربېره يې د هغه پر اشعارو خبرې کړي او د شعرونو بېلګې يې ورته راوړي دي.
٢٦٦- د لال پورې څو وګړني شاعران:
خيبر برم پر ١٣٥٦ل کال د مجاوراحمد زيار تر لارښوونې لاندې په (٧٠) مخونو کې ليکلى او د لال پورې څلور تنه ولسي شاعران په کې معرفي شوي او د شعرونو بېلګې يې راوړل شوې دي.

٢٦٧- د تعليمي نصاب په رڼا کې د پښتو ژبې تاريخچې ته يوه لنډه کتنه او د هغو د ليکوالانو پېژندګلوي:
ګل محمد شينزي پر ١٣٥٩ل کال د پوهاند عبدالشکور رشاد تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو ژبې د تعليمي نصاب ميتود، د پښتو ادبياتو د ليکوالو پېژندګلوي او د ځينې درسي کتابونو پر ميتود رڼا اچول شوې ده.

٢٦٨- د خوشال په اشعارو کې مېړانه:
الله نظر پر ١٣٦١ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د خوشال پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه مبارزې او هم خوشال د نورو له نظره څېړل شوى او بيا يې د کلام بېلګې راوړل شوې دي.
٢٦٩- ادبي کره کتنه او ګټې يې:
شاه محمود زرمتي پر ١٣٦٣ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د پوهانو له نظره کره کتنه څېړل شوې، د کره کتنې تعريف وړاندې شوى او هم د کره کتنې ډولونه په ګوته شوي دي.

٢٧٠- د حضرت يوسف عليه السلا قيصه:
شريفې يونس وردګ پر ١٣٦٤ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې ليکلى. په نوموړي مونوګراف کې لومړى د اتلانو او پيريانو کيسې او بيا د حضرت يوسف عليه السلام د کيسې بيان شوى دى.

٢٧١- د خوشال په اشعارو کې د غير لفظي مفاهموي خپلونو انعکاس:
زرغونې حليمې پر ١٣٦٦ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د سر، وچولي، وروځو، سترګو، شونډو او داسې غړو په واسطه د غير لفظي مفاهمې ډولونه ښوول شوي دي.

٢٧٢- په پښتو معاصرو ادبياتو کې د (منان ملګري) ادبي او هنري دريځ:
عبدالشکور قيومي د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې پر ١٣٦٧ل کال په (٤٥) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پښتو په اوسنيو ادبياتو کې د منان ملګري پر ادبي څېرې او مقام خبرې شوې دي.

٢٧٣- په پښتو لنډيو کې د مسافر څېره:
ميرزامحمد ګړندي پر ١٣٦٧ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لنډيو محتوا، وېش او بېلګې راغلي دي او بيا په پښتو لنډيو کې د مسافر څېرې ته ګوته نيول شوې ده.

٢٧٤- د ماه رخې ناول او ټولنيز ارزښتونه:
زرغونې شهۍ پر ١٣٦٧ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د راحت زاخېلي پېژندګلوي او د هغه د اثارو د پېژندنې په باب معلومات راغلي دي او بيا د ماه رخې ناول اړتيا، ټولنيز او هنري ارزښت او د ناول ټولنيز پيغام بيان شوى دى.

٢٧٥- پښتو ترانې:
حبيبيې پر ١٣٦٧ل کال د زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې په (٦٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د پښتو ژبې يو شمېر ترانې راټولې شوې دي.

٢٧٦- په پښتو لنډيو کې د (جانان) څېره:
راحلې بابکرخېل پر ١٣٦٧ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى او هغه پښتو لنډۍ په کې راوړل شوې، چې د (جانان) ياد په کې راغلى دى.

٢٧٧- د پښتني پېغلو او مېرمنو ادبي او ژبنۍ هلې ځلې:
صالحې سروري پر ١٣٦٧ل کال د زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ځينو هغو پښتنو پېغلو او مېرمنو پېژندګلوي راغلې، چې د پښتو ژبې او ادب په پراختيا او بډاينه کې يې برخه اخيستې ده.

٢٧٨- د ويښتيايي پېر سياسي، ملي جريدو پښتو برخې ته يوه کتنه:
محمد حسن مطع پر ١٣٦٧ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٨٠) مخونو کې ليکلى. په دغه مونوګراف کې د ويښتيايي پېر د جريدو پر پښتو برخې يو لړ خبرې شوې دي.


٢٧٩- د ازاد افغانستان پښتو برخه:
خيرمحمد شېرزي پر ١٣٦٧ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٥٣) مخونو کې ليکلى دى.

٢٨٠- د انګرېزي استعمار پر ضد د پښتنو د ليکني او ګړني ادب ونډه:
نورمحمد پر ١٣٦٨ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د انګرېزانو راتګ، د انګرېزانو پر وړاندې د خلکو کرکه او پر هغه وخت د پښتو ادب پر څرنګوالي رڼا اچول شوې ده.
٢٨١- د لرغوني يونان او روم نامتو پوهان او ليکوالان:
عاطفې حرکت پر ١٣٦٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى او د يونان او روم (٢٩) نامتو پوهان او ليکوالان په کې معرفي شوي او د هغوى پر ځينو اثارو خبرې شوې دي.
٢٨٢- د خوشال په کلياتو کې تلميحات:
نسيمې ارغنديوال پر ١٣٦٨ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى او د خوشال په کلياتو کې د تلميح ادبي صنايع په ګوته شوې دي.

٢٨٣- په فولکوريک ولسي ادب کې د پښتنو د واده دود او دستور:
عمر ګل پر ١٣٦٨ل کال د جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې په پښتو ادبياتو کې د فولکور اهميت په باب خبرې شوي او ځينې پښتني دودونه بيان شوي دي.

٢٨٤- د شپون تحقيقي او نوښتي اثار:
نفيسې هاشمي پر ١٣٦٨ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٤٩) مخونو کې ليکلى او د سعدالدين شپون پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه پر ادبي اثارو يې هم رڼا اچول شوې ده.

٢٨٥- د ادب مجلې پښتو برخه:
اصفې اندړې پر ١٣٦٨ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى او د ادب مجلې د پښتو برخې نيوليک يې په کې ترتيب کړى دى.


٢٨٦- د پټې خزانې د تاريخي متونو بېلګې: منثور، منظوم متن:
د اسې رحماني له خوا پر ١٣٦٨ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې د پټې خزانې د تاريخي متونو پر بېلګو خبرې شوې دي.

٢٨٧- د استاد زيار معرفي او د هغه اثار:
پلوشې جبارخېلې پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٥١) مخونو کې ليکلى او په هغه کې يې د استاد زيار پر پېژندګلوۍ سربېره د هغه د اثارو په باب هم يو لړ معلومات وړاندې کړي دي.

٢٨٨- د خوشال په اثارو کې د سواتنامې ارزښت:
سپوږمۍ پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٥٩) مخونو کې ليکلى او په هغه کې د خوشال پر پېژندګلوۍ سربېره پر (سواتنامې) هم خبرې شوې دي.
٢٨٩- ټوټکې:
د ليلما وردګ له خوا پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکل شوى او په هغه کې بېلابېلې ټوټکې لکه پر زوم باندې ټوټکې، د ايرو او سپېلنو ټوټکې او داسې نورې راټولې شوې دي.

٢٩٠- د لرغونې دورې د شعر شکل او مضمون:
د جلات خان له خوا پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکل شوى. په دغه مونوګراف کې په لرغونې دوره کې پر ملي اوزانو برابرو شعرونو، لکه: د امير کروړ پر وياړنې، د بېټ نيکه، شيخ تيمن او داسې نورو پر شعرونو خبرې شوې دي.

٢٩١- خوشال ولې دستار نامه وليکله:
محمد نعيم پر ١٣٦٩ل کال د آصف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې پر دستارنامه او د هغې د ليکلو پر علتونو خبرې شوې دي.

٢٩٢- د کاظم خان شيدا په شعر کې د غربت او مساپرۍ انعکاس:
پلوشې عمر پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کاظم خان شيدا پېژندنه، د شيدا شاعري او د شيدا د مسافرۍ او غربت علتونه بيان شوي او هم د بېلګې په توګه د شيدا ځينې غزلونه، څلوريزې، مخمسات او قطعات راوړل شوي دي.

٢٩٣- د پخواني يونان او روم وتلي اثار:
عبدالرسول جبارخېل پر ١٣٦٩ل کال د حبيب الله جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى او د لرغوني يونان او روم يو شمېر اثار په کې معرفي شوي دي.

٢٩٤- د مير مهدي شاه د لنډو کيسو مهم موضوعات:
شريفې پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٦٥) مخونو کې ليکلى او د مهدي پر ژوندليک سربېره يې د هغه د لنډو کيسو مهمو موضوعاتو ته ګوته نيولې ده.

٢٩٥- د سيد بهاوالدين مجروح ژوند او دده د پښتو اثارو معرفي:
نصيرې نوري پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٨) مخونو کې ليکلى او د سيدبهاوالدين مجروح پر ژوند او پښتو اثارو يې رڼا اچولې ده.


٢٩٦- د رحمت شاه سايل د شعر رنګين اړخونه:
امنې پر ١٣٦٩ل کال د خالق رشيد تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى او د رحمت شاه سايل د ژوند او اثارو پر پېژندنه سربېره يې د هغه د شعر پر ځينو محتوايي اړخونو رڼا اچولې ده.

٢٩٧- د پخواني يونان پنځه اتلان:
ناجيې مقبلې پر ١٣٦٩ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى او د پخواني يونان د پنځو اتلانو په باب يې معلومات په کې راټول کړي دي.

٢٩٨- د دولت لواڼي په دېوان کې د توجيه تغير:
جميلې پر ١٣٦٩ل کال ليکلى، لارښود استاد يې جلال الدين خان دى. دا مونوګراف (٣٦) مخونه لري او د دولت لواڼي د دېوان په قافيه کې يې ياده شوې موضوع څېړلې ده.

٢٩٩- د محمد ګل خان مومند اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه:
د محمد اسمعيل يون له خوا ليکل شوى دى. په دغه مونوګراف کې د وزير محمد ګل خان مومند د ژوند، مبارزو او افکارو په باب څرګندونې شوي دي. دا مونوګراف پر ١٣٧٣ل کال چاپ شوى دى.

٣٠٠- لنډيو ته يوه لنډه کتنه:
د ارين مومندې له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى، چې د لنډيو د جوړښت او د هغو د ځينو اړخونو په باب په کې څرګندونې شوې دي.

٣٠١- پښتو ډرامه:
د ګل غوټۍ له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى، په دغه مونوګراف کې لومړى په تاريخي لحاظ د ډرامې په باب معلومات راغلي او بيا د پښتو ډرامې په باب څرګندونې په کې شوې دي.

٣٠٢- د راحت زاخيلي ژوند او اثار:
بلقيس اندړ پر ١٣٧٠ل کال ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د راحت زاخيلي د ژوند او اثار په باب معلومات راغلي دي.

٣٠٣- د عبدالروف بېنوا ژوند او اثار:
د شيما جبارخېلې له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى دى، د مرحوم بېنوا ژوند ليک او د هغه اثارو په باب معلومات په کې راغلې دي.

٣٠٤- د محمد صديق روهي ژوند او اثار:
د محمد رحيم له خوا پر ١٣٧٠ل کال ليکل شوى او د کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي د ژوند او د هغه د ادبي فعاليتونو په باب معلومات په کې راغلي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery