مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

ددې اثر اړتياوې، نيمګړتياوې او برياوې

د ١٣٧٣ل کال پر لړم مياشت ، چې پوهنتون د څووم ځل لپاره د پرله پسې جګړو له امله، له تجارت، جمهوريت، زرغونې لېسو، له پلان وزارت، کابل پوليتخنيک او د امام زمان له تکيه خانې څخه د خيرخانې مېنې په درېيمه برخه کې د سرور کاينات مسجد ته په مهاجرت مجبور شوى و، نو په همدې ترينګلي او جګړه ييز حالت کې د پوهنځي د هغه وخت د مشرتابه له خوا وپتېيل شوه، چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي (پنځوسمه کليزه) ونمانځل شي.
په همدې نيت ما ته هم بلنه راکړل شوه، چې د ادبياتو پوهنځي د ټول ژوند په بهير کې د دې پوهنځي د ځينو نامتو استادانو پر ادبي خدمتونو په ځانګړې ډول پر اثارو ليکنه وکړم. ما چې کله په دې باب د کتابونو پاڼې واړولې نو خداى(ج) شاهد دى، چې ليکنه وار په وار اوږدېدله. يو ځل بيا راته هغه اړتيا رادمخه شوه، چې موږ ورسره په پوهنځي کې د زده کړې پر وخت مخامخ وو. زموږ د تحصيل په وخت کې د محصلينو غټه ستونزه دا وه، چې هېڅ داسې کيلي موجود نه وه، چې د هغې په زور دې محصلين د ادبياتو د لويې نړۍ ور پرانيزي او په دې لويې دنيا کې دې د خپل اند، ذوق او موخې نيلي وځغلوي.
هر چا چې به کومه وړه ليکنه هم کوله، نو اخځونو او کتابونو پسې به سرګردانه و، ان دا چې استادانو به په رسمي توګه سيمينار او کورنۍ دنده وروسپارله، بيا به هم د کتابونو په لټون او پيداکېدن کې پاتې راغلل، کله کله خبره تر دې بريده هم رسېدله چې استادان به هم د پوره اخځونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخامخېدل.
دا ستونزه د پاى ليکونو (مونوګرافونو) د ليکلو پر وخت لا ډېره څرګندېدله، فارغان به يو او بل ماخذ پسې لالهانده وو. څرنګه چې په پښتو څانګه کې د تېرو کلونو دمونوګرافونو بشپړ کتابښود او نومښود موجود نه و، نو داسې هم شوي چې يوه ټاکلې موضوع څو تنو فارغانو ته ورکړل شوې ده. د کتابونو او يا هم د اخځونو نشتوالي له کبله ځينو استادانو خپلو فارغانو ته ډېره ساده او بسيطه موضوع هم ټاکله، چې له آره په يو پايليک ليکلو نه ارزي.
ځينې داسې اشخاص هم له ادبياتو پوهنځي څخه فارغېدل، چې په پاى کې يې د (شلو) ادبي کتابونو نومونه هم په پرله پسې ډول اخيستلى نه شول، هغه چا چې له ادبياتو سره يې پوره مينه لرله، د هغو لپاره هم دا امکان موجود نه و، چې په خپله ټاکلې څانګه کې تېر شوي کارونه ترسترګو تېر او پر نورو کېدونکو باندې غور وکړي.
همدغو نيمګړتياوو ما کې دا ولوله پياوړې کړه، چې لږ تر لږه په دې برخه کې داسې يوه هڅه وکړم، چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي ځانګړي ډول په پښتو څانګه کې دغه تشه که پوره ډکه نه شي، نو د محصلينو يو څه اړتيا خو حل کړي.
لکه څنګه چې ددې رسالې له نامه څخه ښکاري په دې کتابګوټي کې هڅه شوې، چې د پښتو کتابونو پېژندنه وشي، خو ځاى نيم په کې د ځينو ليکوالو د يو نيم فارسي کتاب يادونه هم راغلې. داسې ټاکل شوې وه، چې د يو بشپړ کتابښود په څېر به د هر کتاب څه ناڅه پوره پېژندنه راځي، خو د تخنيکي ستونزو او د ځينو تذکرو د نابشپړ ثبت په وجه دا هيله پوره نه شوه. ځينو ځايونو کې د کتاب د چاپ کلونه او خپرندوى ارګانونه هم پاتې شول. يوازې د ليکوالو په همهغې پېژندنې بسنه وشوه چې په ادبياتو پوهنځي پورې اړه لري. څرنګه چې د ادبياتو پوهنځي تراوسه پورې بېلابېل پړاوونه وهلي او بېلابېل نومونه يې غوره کړي، ځينې څانګې يو وخت په ادبياتو پوهنځي پورې تړلې، خو وروسته بيا خپلواک پوهنځي ورڅخه جوړ شوي، دلته هم د هغو د استادانو او نورو ليکوالو د هغو اثارو يادونه شوې، چې دوى د ادبياتو له پوهنځي سره وخت ناوخت تړښت لرلى دى.
د يو شمېر هغو استادانو د يادون امکان هم ميسر نه شو، چې په بېلابېلو وختونو کې يې په پوهنځي کې د استادۍ دنده سرته رسولې او اثار يې ليکلي، همدارنګه د ځينو هغو فارغانو ياد چې د اثارو خاوندان دي. دا ددې اثر بله نيمګړتيا ده. له علمي او د کتابښودنې له ميتود سره سم هم د دې کتاب محتويات برابر شوي نه دي. يوازې د وخت اړتيا په پام کې نيول شوې ده او همدا ډول نورې ډېرې نيمګړتياوې، خو د پښتو مل دى: (( تور توتان- له ياره قربان)) خو زه په دې خوښ يم، چې ما د خپل احساس بار تر دې دمه راورساوه، دعلمي نيمګړتياوو د بشپړاوي لپاره نورو ته خپله هيله ورغځوم. خو له دې سره سره که زما دا نيمګړى زيار د پښتو ژبې او ادب مينانو، پالونکو په ځانګړي ډول د ادبياتو پوهنځي د راتلونکو محصلينو د ګټې اخيستنې، د هغوى د ادبي کړاو په اسانۍ او نورو ادبي چارو کې په درد ولګي او له اړتياوو يوه اړتيا پوره کړي، نو دا به زما ددې او هغې بلې نړۍ د روحي ارامتيا او ډاډ سبب شي.

په ټوله انساني او پښتني مينه
پوهيالى محمداسمعيل يون
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery