مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بسم الله الرحمن الرحیم


الحمد لله الذی اکمل بنیان الرسالة باللبنة الاخیره و ختم سلسلة الرسالة بمن له الاسمأ و الصفات الکثیرة ، هو محمد و احمد و الماحی و الحاشر و العاقب و نبی التوبة و الرحمة و قاید المرسلین ذوالمناقب و المکتوب فی التورة و انه لیس بفظ ولا غلیظ و لاسخاب فی الاسواق ، کان احسن الناس و اجودهم و اشجعهم بالوفاق و الانفاق ، بعثه الله تعالی لاتمام محاسن الافعال و تکمیل مکارم الاخلاق ، له الاخلاق الحسنة الجلیلة و الشمایل الجمیلة و السیر النبیلة ، اکمل الله تعالی له الدین و الملة ، و اتم علیه النعم و المنة ، فجعله خاتم الرسل و النبیین ، و سیدهم و سید العالمین ، فلا تمس حاجة الی بعث رسول او نبی بعده ، و لا یمکن لاحد ان یکمل او ینسخ دینه کله او بعضه ، و صلوا ت الله تعالی و سلامه علیه الی یوم الدین و علی اله و اصحابه و اتباعه و ازواجه اجمعین .(امین)
ژباړه : د الوهیت ټول صفتونه هغه ذات ته دی چی د رسالت ماڼۍ یی د(خپلی) اخری خښتی په واسطه تکمیل کړه . او د رسالت لړۍ یی پر هغه ذات پای(اختتام ) ته ورسوله ، چی د ډیرو نومونو او سترو صفتونو خاوند دی . او هغه محمد، احمد ، ماحی ، حاشر ،عاقب او (نبی التوبة و الرحمة ، او د ټولو پیغمبرانو قاصد او د ډیرو مناقبو خاوند دی . چی په تورات کی دهغی صلی الله علیه و سلم په صفت کی راغلی دی چی �هغه بد ژبی او سخت زړی نه دی ، او نه په بازارونو کی شور او غوغا راپیداکونکی دی ، او د ټولو خلکو څخه ډیرد ښه صورت او زیات سخاوت خاوند،او ډیرستر او بهادرشخصیت دی، � دا اتفاقی خبره ده چی الله تعالی هغه (صلی الله علیه وسلم ) را ولیږه تر څو د ښیګڼو (ښه کارونو ) اتمام او د نیکو اخلاقو تکمیل وکړی . هغه صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو ستر اخلاق ، عادات او ستر سیرت ( عظیمه سیرت ) ورپه برخه دی . الله تعالی دهغی صلی الله علیه وسلم له پاره ملت او دین کامل کړل ، او په هغه صلی الله علیه وسلم یی خپل نعمت او احسان پوره کړ.
نو هغه صلی الله علیه وسلم یی دخاتم المرسلین و النبیین او د ټولو عالمیانو سردار و ګرځاوه . نو دهغی صلی الله علیه وسلم نه وروسته دبل کوم نبی د را استولو(اوراتللو) اړتیا نه شته . او نه د یوچا له پاره ممکن دی چی د هغه صلی الله علیه وسلم دین په جزوی او یا کلی توګه منسوخ کړی . دالله تعالی درود او رحمت دی پر تا ، او ستا په اولادونو ، اصحابو (ملګرو)، تابعدارانو ، او په پاکو بیبیانو ( ازواج مطهرات ) باندی تر قیامته پوری وی . (امین)

اما بعد:
د ټول اسلامی امت ( دسلفو او خلفو ) اتفاقی او اجماعی عقیده ده چی د نبوت لړۍ د آدم علیه السلام څخه پیل او پر محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم باندی پای ته رسیدلی ده . دهغه صلی الله علیه وسلم څخه وروسته هیڅ ډول ،حقیقی ، ظلی ،بروزی او مجازی نبی نړۍ ته د رسول په څیر نشی راتلای ، او هر څوک چی دهغی دعوا وکړی ، او دخپل نبوت لوری ته بلنه ورکړی هغه دواغژن (کذاب ) او دجال دی . نو پر ټول امت دهغی تکذیب او دهغی څخه انکار کول لازم او فرض دی . هغه څوک چی دداسی وګړی تکذیب ونکړی بلکه هغه ته مجدد ، مصلح یا نبی ووایی (ویی منی) او یا هغه مومن اومسلمان وګڼی نو هغه وګړی هم د اسلام له دایری څخه بهر دی .
د داسی دعوا کونکو د را څرګندیدو په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په زیات شمیر احادیثو کی وړاند وینی شته : لکه چی فرمایی :

۱- حدیث :
عن ثوبان رضی الله عنه ، فی حدیث طویل ، انه سیکون فی امتی کذابون ثلاثون کلهم بزعم انه نبی الله ، و انا خاتم النبیین، لا نبی بعدی ( رواه ابوداود والترمذی ، هو فی مشکوة المصابیح ۴۸۷م مخ )
ژباړه : په یوه (اوږده ) حدیث کی ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چی په کی راغلی ؛ بی شکه چی زما په امت کی به دیرش ستر او کوچنی درواغژن او غولونکی (فریب ورکونکی ) راپیداشی . هر یو به دعوا کوی چی زه د الله تعالی نبی یم ، او حال داچی زه خاتم النبیین یم ، رما څخه وروسته هیڅ نبی نشی راتلای.
۲- حدیث :
عن ابی هریرة رضی الله عنه: ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: لاتقوم الساعة حتی تقتتل فــــــتان عظیمتان تکون بینهما مقتلة عظیمة و دعوا هما واحدة ، و حتی یبعث دجالون کذابون قریبا من ثلاثین کلهم یزعم انه رسو ل الله ( رواه البخاری ۱-۱۰۵۴ او مسلم )
ژباړه : د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی : ترهغوپوری به قیامت قایم نه شی تر څو چی دوه ستری ډلی یوله بله سره و جنګیږی ، دهغوی تر مینځ به ستر جنګ وشی او دهغوی دعوا به یواځی یوه وی ، او ان تردی پوری چی نژدی دیرش کسه فریب ورکونکی اودرواغژن وګړی به پیدا کیږی هریو به دعوا کوی چی هغه د الله تعالی رسول دی .
داسلام تاریخ ګواه دی چی ددی ټولو وړاند وینو ریښتونولی وخت پر وخت په مختلفو اسلامی هیوادونو کی را څرګندیږی او دهغوی عاقبت د تاوان ( خسران ) په شکل کی را څرګند شوی دی .
په اوسنی وخت کی د هندو پاکستان په سیمه کی د دی وړاند وینی تر ټولو ستر مصداق ،د مرزا غلام احمد قادیانی ،دنبوت او رسالت دعوا ده . دهغه فریب ، غولونه ، عیاری او مکاری ، تدلیس او تلبیس تر ټولو زیات دی . او دا فتنه په یو شمیر اسلامی هیوادونو او په غربی او افریقایی هیوادونو کی ډیره زیاته خپره شوی ده ، ځکه چی دهغی ملاتړ او سرپرستی د هماغه لمړۍ ورځی څخه را پدیخوا تر نن ورڅی پوری دا نګریزانو حکومتونه کوی . ددی فتنی په مقابله او مخالفت کی د اسلامی امت علماو او پوهانو زیات شمیر کتابونه لیکلی دی چی په هغوی کی ددغی دجال ،خبایث او بداخلاقی په بوره تفصیل سره د اسلامی امت تر مخ ایښوول شوی او واضح کړل شوی ده ، دداسی لیکنو او تصنیفاتو په موجودیت کی ما دا ضرورت نه محسوساوه چی زه هم یو څه ولیکم . خو داسی څه عوامل مخته راغله چی دهغی په واسطه زه هم دی ته تیار شوم چی په دی هکله څه ولیکم :
د لیکلو لمړۍ علت داو چی : دداسی فتنی د مقابلی له پاره هر ډول جهاد کولو ته اړتیاده ،او دهغی له ډلی څخه دقلم په واسطه دعوت اوجهاد د ټولو علماوو فریضه او مسولیت دی . نو ما دا لنډه شانته رساله په همدغه نیت ولیکله ؛
ترڅو د(فالذین آمنو ا و عزروه و نصروه ) په ډله کی په داخلیدو سره دلیکونکی له پاره د نجات ذریعه و ګرځی .
دویم علت داو چی : انسان په طبیعی توګه دهغی وګړو د ویناو ، لیکنو او تصنیفاتو او تالیفاتو څخه ګټه اخلی د کومو سره چی هغه عقیدت او مینه ولری . که څه هم د مرزاییت د تردید په هکله زیات شمیر علماو او مشایخوتصنیفات کړی ، چی په ځانګړی توګه د شیخ ثناالله امرتسری ، مولانا ارشاد الحق اثری ، مولانا محمد حنیف ندوی اوالشیخ صفی الرحمن مبارکفوری حفظهم الله تالیفات او رسایل د یادونی وړ دی .
خو دغربی هیوادونو څخه افغانی اوپاکستانی دوستانو زما څخه غوښتنه وکړه چی په دی مهمه مسله باندی ستا لیکنی (تصنیف ) ته سخته اړتیا ده . په دی خاطر ما د همدی مصنیفینو سره په صف کی د خپل ځان د ورګډولو له پاره، دا دخپل ځان له پاره سعادت او ستر جهاد و ګاڼّه .
الله تعالی دی مو نږ ته صحیح نیت او خپله رضا ( ابتغأ وجه الله ) را په برخه کړی او دغه رساله دی په خپله بارګاه کی قبوله کړی ، او همدا راز دی دغه رساله د ټولو مسلمانانو له پاره ددغی خطرناکی فتنی څخه د خوندی پاته کیدو ذریعه وګرزوی . و ماذالک علی الله بعزیز .

په دی رساله کی ۱۵ بابونه دی :
۱- لمړۍ باب د نبوت دپای (دختم )د اثبات له پاره د (۳۰و) قرانی مبارک آیتونو څخه استدلال او دخاتم لغوی تحقیق او څیړنه.
۲- دویم باب د نبوت دپایی ( دختم ) له پاره د(۱۹و) نبوی احادیثو څخه استدلال .
۳- دریم باب هغه مبارک آیتونه چی مرزاییان یی د دنبوت د اجرأ له پاره تری په باطله توګه استدلال کوی، او دهغی ځوابونه:
۴- څلورم باب دنبوت او رسالت تر مینځ لغوی او اصطلاحی توپیر ( چی په هغی کی د ظلی ،بروزی، او مجازی له پاره هیڅ ځای نشته )
۵- پنځم باب د ختم نبوت په مسله کی د عیسی علیه السلام دنزول په هکله شکوک او د هغی له منځه وړل .
۶- شپږم باب د عیسی علیه السلام د نزول په هلکه د مرزاییانو تحریف او د توفی د لفظ معنی .
۷- اوم باب دمرزا غلام احمد د پیداکیدو او مړینی وخت ، او دهغی د ژوند حالات، چی دنبوت دصفت سره کاملا مخالف دی .
۸- اتم باب دمرزا مختلفی ناروغتیاوی ، چی په مجموعی توګه تری انبیا علیه السلام خوندی ساتل شوی دی.
۹- نهم باب دمرزا مختلفی دعواوی ،دهغی منازل او عجایبات .
۱۰- لسم باب د قرانی آیتو له مخی د مرزا په کفر استدلال .
۱۱- یولسم باب د جهاد څخه انکار کول ، د انګریزانو سره دوستی او دمسلمانانوسره د اړیکو شلول .
۱۲- دولسم باب د مرزا ناوړه او دفسق نه ډک کارونه ، چی دنبی عصمت تری په شرعی توګه ضروری دی .
۱۳- دیارلسم باب د مرزا لیونتوب او پاګلتوب (معتوه کیدل)
۱۴۰ څوارلسم باب د مرزا وړاند وینی ، چی ټولی غلطی وختلی .
۱۵- پنځلسم باب دمرزا اکاذیب ، مباهله او دمحکمی پریکړی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery