مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لسم باب د قرانی مبارکو آیاتو څخه دمرزا د کفر استدلال :


۱ـ په لمړی باب کی (۳۰ ) مبارک آیتونه صریحا او د غوڅ دلیل په توکه د نبوت د ختمیدو له پاره ذکر شوی دی
مرزا ددی ایاتونو څخه منکر دی او دهغی په معناو کی تحریف کوی . او د الهی د آیاتونو څخه منکر کافر او جهنمی دی .

الله تعالی فرمایی [ و الذین کفروا و کذبو ا با یا تینا اولـــــک اصحاب النار هم فیها خالدون .(بقره ۳۹)]
ژباړه: هغوی چی زمونږ د آیاتونو څخه انکار وکړ او هغه یی درواغ و ګڼل ، نو همدا خلک په اور(جهنم) کی دی او تل به په هغی کی وی .

همدا راز فرمایی : [ ان الذین کذبوا با یا تنا و استکبروا عنها لا تفتح لهم ابواب السماْ و لا یدخلون الجنة حتی یلج الجمل فی سم الخیاط . ( اعراف ۴۰)]
ژباړه : هغه خلکو چی زمونږ ایتونه درواغ و ګڼل او تکبریی پری وکړ ، هغوی ته به د اسمان دروازی خلاصی نه شی ، تر هغی چی اوښ د ستنی په سوری کی نه وی ننوتی .
همدا راز فرمایی : [ ان الذین یلحدون فی آیاتینا لایخفون علینا افمن یلقی فی النار خیر ام من یأتی امنا یوم القیامة. (حم سجده ۴۰)]
ژباړه : بی له شکه هغه خلک چی زمونږ په آیتونو کی کوږوالی وکړی هغوی زمونږ څخه پټ نه دی ، ایا هغوی ، کوم چی په اورکی واچول شی ، غوره دی ، یا هغوی چی په امن و امان سره دقیامت په ورځ راشی .

۲ـ عیسی علیه السلام د الله تعالی حق بنده، او دهغی رسول ( استازی ) دی . دهغی په هکله زیات شمیر قرآنی آیتونه راغلی دی .
و یعلمه الکتاب و الحکمة و التوراة و الانجیل و رسولا الی بنی اسراییل .( ال عمران ۴۸-۴۹)
ژباړه : ښوونه به ورکړل شی هغی ته دکتاب او حکمت او تورات او انجیل ، او د بنی اسراییلو لوری ته به رسول (لیږل شوی استازی ) وی.
انما المسیح عیسی بن مریم رسول الله و کلمته القاها الی مریم وروح منه . ( انسا ۱۷۱)
ژباړه : بیشکه چی مسیح عیسی بن مریم د الله تعالی رسول دی او دهغی کلیمه ده چی مریم( علیهاالسلام ) ته القا شوی وه ، او دهغی له اړخه روح دی .
لیکن مرزا خو عیسی علیه السلام ته بد رد ویلی دی او دهغی د رسالت څخه یی انکار کړی دی او دکوم یو نبی د نبوت څخه انکار کول هم کفر دی .

د عیسی علیه السلام په هکله د مرزا بیانونه :
انجام آتهم د څلورمی صفحی په حاشیه کی او د خزاین په یولسم جلد ۲۸۸یمی صفحی کی لیکی چی : بیانو دغه ناپوهه اسراییلی داسی معمولی خبرو ته ولی د وړاند وینی نوم ورکړ ؟
بیا لیکی چی: بلی ! هغه ته د ښکنځلو کولو او د ژبی دبدی خورولو ډیر عادت و ، په وړی ، وړی خبره باندی به په غصه کیده ، خپل نفس یی د جذبانوتو څخه نشو قابو کولای . زما په وړاندی دهغی دغه حرکات دافسو س وړ نه دی ، ځکه چی هغه به شکنځلی کولی او یهودیانو به هم خپل کسر نه پریښوده .( ضمیمه انجام آتهم ۵م مخ )
په همدی صفحه کی راځی چی: دا هم باید په یاد وی چی هغه ته ددرواغو ویلو څومره عادت و ..
په همدی صفحه کی بیا لیکی چی : په تورات کی یی چی دخپل ذات په هکله کومی ، کومی وړاند وینی موندل غوښتل ، پخپله یی ویلی دی چی په هغو کتابونو کی دهغه نوم اونشان هم نه پیدا کیده ( پورتنۍ حواله )
بیایی لیکلی دی چی : او ډیره د شرم خبره داده چی هغی غرنی تعلیم چی د انجیل مغز ورته ویل کیږی د یهودیانو دکتاب طالمود څخه پټ کړی او لیکلی یی دی. او بیا یی داسی وښوول چی ګویا دا زما تعلیم او ښوونه ده . ( ضمیمه انجام آتهم ۶ مخ).
مخته لیکی چی : چی دهغی د همدغی حرکاتو په واسطه دهغی خپل حقیقی ورور تل دهغه څخه سخت ناخوښه و او هغه متیقین و چی د هغه ( عیسی علیه السلام ) په دماغ کی خامخا څه خلل شته دی .( پورتنۍ حواله )

مرزا ددی مضمون وضاحت په دی توګه کړی دی :
دغه غوښتنه هم په څرګنده توګه په دی خبره باندی دلیل دی چی په حقیقت کی یسوع د مرګی د ناروغتیا له امله لیونی شوی و . ( سنت بچن ۱۷۱م مخ )
مرزا نور مخته لیکی چی : د اروپا خلکو ته چی څومره زیان شراب چښلو ور رسولی دی دهغی علت داو چی پخپله عیسی علیه السلام شرا پ چښل . کیدای شی د کومی ناروغتیا په اساس وی او یا یی پخوانی عادت وی . مګر ای مسلمانانو ! ستاسو نبی علیه السلام خو دهر یو نشی څخه پا ک او معصوم و ، لکه چی هغه په حقیقت کی معصوم دی ( کشتی نوح۶۶م مخ ) . او د مسیح د نزول په ۳۶م مخ کی یی هغه علیه السلام ته (غل ) لیکلی دی (نعوذباالله من ذلک)
بیا په ضمیمه انجام آتهم کی په ۷ م مخ کی لیکی چی:
بیا نو افسو س دی چی نالایق عیسایان د داسی یوه شخص څخه خدای جوړوی ! د هغه کورنۍ هم ډیره پاکه او مطهره و ه ، دهغی دری نیاګانی او ادی ګانی زناکاری او کسبی ښځی وی چی دهغوی دوینی څخه د هغی وجود را پیدا شو ، مګر شاید دا هم د خدایی کیدو له پاره شرط وی ، د کنجرو ښځو سره دهغی صحبت هم شاید په همدی خاطر، چی د نیکونو مناسبت یی ورسره درلود ، و . او که نه هیڅ پرهیزګار انسان یوه ځوانه کنجری ښځی ته دا موقع اوفرصت نه ورکوی چی دهغی په سر دی ناپاکه لاس را کش کړی او د زنا په پیسو اخستل شوی عطر دی دهغی په سر باندی ووهی ، او خپل ویښتان دی دهغی پر پښو باندی و مښی . د پوهی خاوندان باید پوه شی چی دا ډول انسان به دکوم ډول انسانانو څخه وی .
مرزا یان د مرزا ددی کفریاتو او چټیاتو ځواب کی وایی چی په مسیح او یسوع کی فرق موجود دی ، یعنی هغه چی د الله تعالی رسول و د هغی نوم یسوع و چی هغی ته مرزا ښکنځلی نه دی کړی ؟؟؟
ځـــــــــــواب :
د مرزا په وړاندی یسوع او مسیح دواړه یودی ، دوه نه دی .
په توضیح المرام کی په دریم مخ کی لیکی چی : اوس مونږ د خپلی لمړنۍ صفایی له پاره دا لیکل غواړو چی د بایبل او زمونږ د احادیثو او اخبارونو دکتابونو له مخی ،دکومو انبیاو چی دعنصری وجود سره یو ځای یی اسمان ته تلل تصور کیږی . هغه نبیان دوه کسه دی ، یو د هغوی څخه یوحنا دی چی نوم یی (ایلیا) او ( ادریس) هم دی . اوبل کس یی مسیح بن مریم ، چی عیسی او یسوع هم ورته ویل کیږی
نتیجه دا شوه چی عیسی بن مریم چی په مسیح او یسوع هم مشهور دی د الله تعالی حق رسولان دی ، خو د مرزا پورتنی ذکر شوی عبارت کی هغه ته دومره ژوری ښکنځلی شوی دی ، چی یو فاسق او فاجر یی خپل مخالف بدمعاش او فاجر ته هم نه کوی. نو دا څرګند دلیل دی چی ددی حق نبی څخه د انکار او سپکاوی په وجه مرزا تر ټولو لوی کافر دی .
۳ـ د عیسی علیه السلام د معجزاتو څخه انکار کونکی کافر دی .
الله تعالی دهغی د معجزاتو د ذکر کولو نه وروسته فرمایلی دی ؛
اذ جــْـتهم بالبینات فقال الذین کفروا منهم ان هذا الا سحر مبین ( المایده ۱۱۰)
یعنی کومو خلکو چی دعیسی علیه السلا م معجزاتو ته سحر ووایه هغه صریح کافر دی .
اوس نو د مرزا له اړخه د هغی دمعجزاتو تکذیب واورۍ :
ضمیمه انجام آتهم کی د اومی صفحی په حاشیه کی ، خزاین یولسم جلد ۲۹۱وم مخ کی لیکی چی:
ممکن ده چی هغی د معمولی تدبیر سره یوځای کوم ( شب کور ) په شپی کی نه کتونکی ، جوړ کړی وی او یا یی دکومی بلی داسی ناروغتیا علاج کړی وی مګر دهغی د بدقسمتۍ څخه په هغه زمانه کی داسی د اوبو یو ډنډ هم موجود و چی ستری ستری نښی تری را ولاړیدی . نو کیدای شی چی دهغی ډنډ خټی هغی هم استعمال کړی وی ، ددی ډنډ(تالاب ) څخه دهغی د معجزاتو ټول حقیقت را په ډاګه کیږی . او هم دی تالاب (ډنډ) پریکړه کړی وه چی که چیری له تاڅخه کومه معجزه را ښکاره شوه نو هغه به ستا معجزه نه وی بلکه هغه به ددی تالاب معجزه وی او ستا په لاسو کی د مکرو فریب پرته نورڅه نه و .
په اعجاز احمدی کی یی په ۱۴ مخ کی لیکلی دی چی:
های ، د چامخی ته دا غم یو سۍ چی د عیسی علیه السلام دری وړاند وینی درواغ و ختلی ، اونن به کومه زمکه وی چی دا عقده حل کړی ؟
په ازالة الاوهام لمړۍ چاپ په ۳۰۵ او ۳۰۹م مخونو کی لیکی چی :د مسیح معجزات ( کل الترب ) یعنی ( مسمریزم ) په توګه وی او دداسی عملونو څخه کاملین پرهیز کوی .
د عیسی علیه السلام معجزات په قرانکریم کی په پوره صراحت سره موجود دی . ( سوره ال عمران ، سوره مایده ).
خو مرزا په ډاګیزه توګه ددی معجزو څخه انکار کوی او دهغی صلی الله علیه و سلم معجزات یوه تالاب (ډنډ ) ته منسوبوی . نو د مبارک آیت د غوښتنی په اساس ( فقال الذین کفروا منهم ) هغه صریحا کافر او مرتد دی.
۴ـ الله تعالی فرمایلی دی چی :
و من یقل منهم انی اله من دونه فذلک نجزیه جهنم کذلک نجزی الظالمین . (الانبیأ ۲۹)
ژباړه : او دهغوی څخه چی څوک ووایی چی زه دهغی پرته معبود یم نومونږ هغه ته د جهنم سزا ورکوو او مونږ ظالمانو ته همداسی سزا ورکونکی یو .
ددی آیت څخه په څرګنده توګه ثابته ده چی هر څو ک چی دخپل ځان له پاره د الوهیت د یوه صفت او یا دهغی څخه د ډیر و دعوا وکړی نو هغه ظالم ، کافر او جهنمی دی .
اوس مونږ د مرزا ځینی دعواوی وړاندی کوو چی په هغوی کی یی ځآنته د الوهیت صفتونه ثابت کړی .
الف : مکاشفات مرتبه منظور الهی ۹ مخ کی لیکی چی :
ما په یوه کشف کی ولیدل چی زه خدای یم اویقین می وکړ چی زه هماغه یم .
ب: په خطبه الهامیه کی په ۱۲۹ مخ کی لیکی چی :
اعطیت صفة الافناً و الاحیاً من الرب الفعال . ( ماته د مړو ژوندی کول اود ژوندود مړه کولو قدرت راکول شوی د ی.
په داسی حال کی چی الله تعالی فرمایی [ ولایشرک فی حکمه احدا .( کهف ۲۶)]. په دی اساس مرزا تر ټولو ستر مشرک دی.
ج؛ په حقیقة الوحی کی په ۱۰۵ مخ کی لیکی چی خدای ماته وویل : ( انما امرک اذا اردت شیْا ان تقول له کن فیکون ) او په تریاق القلوب کی په ۳۳ مخ کی لیکی چی : ماته په کشفی توګه وښوول شو چی ما د قضا او قدر په ډیرو احکامو کی د دنیا د نیکیو اوبدیو په هکله ، هم خپل ځآنته او هم ډیروخپلو دوستانو ته لیکل کړی دی .
هـ:آینه کمالات اسلام په ۵۶۴م مخ کی لیکی چی :(و رایتنی فی المنام عین الله و تیقنت ا ننی هو.) ماخپل ځان په خوب کی ولید چی زه الله یم ، ما یقین وکړ چی زه همهغه یم .
و ـ ددریم اربعین د ۲۵ صفحی په حاشیه کی یی د یوه اوږده عبارت په اخر کی لیکلی دی چی :
(او داییل ، دانیال � نبی په خبل کتاب کی زما نوم میکاییل ایښی دی او په عبرانی لفظی معنی ، میکاییل دخدای په څیر دی.)
ز ـ آینه کمالات اسلام په ۵۶۴ او ۵۶۵ مخونو کی لیکی چی :
اوپه دغه حالت کی ، یعنی کله چی زه (مرزا) خدای وګرزیدم ، زه دا وایم چی مونږ یو نوی نظام ، یو نوی اسمان او نوی زمکه غواړو . نو بیا ما اسمان او زمکه په لمړۍ کی په اجمالی شکل سره پیدا کړه چی هیڅ ډول ترتیب اوتفریق په کی نه و . بیا ما د حق د ارادی په موافق هغه تر تیب اوتفریق کړه او زه وینم چی زه په دی خلق ( پیدا یښت ) باندی قادر یم . اوبیا می ددنیا اسمان پیدا کړ .( انا زینا السماْ الدینا بمصابیح) بیا ما وویل چی( اوس انسان د خټی نه پیدا کوم ) . دا ټول خالصه کفریات ، لغویات ، چټیات او هرزلی برزلی دی ( چی د یوه لیونی ، پاګل او احمق انسان پرته هیڅکله هم د یوه سالم انسان په ژبه نه راځی(ژباړن ) ).
ح ــ د انجام آتهم په ۱۷۶م مخ کی لیکی چی : ( اعلموا ان فضل الله معی و ان روح الله ینطق فی نفسی ) پوه شۍ چی د الله فضل له ماسره دی او د الله تعالی روح زما په نفس کی خبری کوی .
ط ــ د تصویر مرزا په ۶۹ مخ کی لیکی چی : ( اسمع و لدی ( واوره ای زما زویه !))
تاسی وکتل چی مرزا د خپل ځان له پاره د الوهیت څومره صفتونه ثابت کړی دی ، خدایی اختیار ، فنا وبقا ، تصرف کن فیکون ، د خدای په څیر کیده ، آسمان ، زمکه ، او د انسانانو پیدا کول ...... او نور . نو د قرانکریم له مخی به د مرزا په کفر کی څوک شک وکړی؟
۵ــ [ و نفخ فی الصور فاذا هم من الاجداث الی ربهم ینسلون (یس ۵۱)]
ژباړه : او په شپیلۍ کی به پوه کړل شی ، نو هغوی به د خپلو قبرونو څخه د خپل رب په لوری ورځغلی .
[و نفخ فی الصور فجمعنا هم جمعا ( کهف ۹۹)]
ژباړه : او په شپیلۍ کی به پوه کړل شی ، نو ټول به په را یوځای کولو سره را ټول کړو .
په دی آیتونو کی د (نفخ فی الصور ) ذکر شوی دی ، چی لمړۍ به د (نفخ ) په واسطه ټول مخلوق فنا شی او په دوهم ځل به مخلوق د قبرونو څخه ژوندی را ووځی .
خو مرزا په شهادة القران کی په ۶۴م مخ کی او د خزاین په ۶م جلد ، ۳۶۰م مخ کی لیکلی دی چی : لکه څرنګه چی د قران د( نفخ صور ) څخه د کوم مجدد رالیږل مراد دی ، تر څو د عیسایی مذهب غلبه ماته کړی. او دفتنی د امواجو څخه ( چی په حدیث کی راغلی ) دجالیت مراد دی .
(د نفخ فی الصور ) څخه دا ډول مراد اخستل د قران د قطعی آیت څخه انکار دی او صریح کفر دی .
۶ــ په لمړی باب کی مو د ختم نبوت د اثبات له پاره (۳۰) مبارک آیتونه ذکر کړی دی چی دهغی له جملی څخه دا آیت :
[ماکان محمد ابا احد من رجالکم و لکن رسول الله و خاتم النبیین ]
هم دی .
په دی مسله کی دا قطعی اوصریح آیت دی ، او د ټولو پوهانو په دی مسله باندی اتفاق دی چی د قرانکریم د یوه آیت بلکه د یوی کلیمی څخه انکار کول هم څرګند کفر دی .
په دی اساس مرزا ( که څه هم چی په لمړیو کی یی په ختم نبوت باندی اقرار کړی و خو وروسته یی هغه منسوخ کړ ) دختم نبوت څخه انکار وکړ او د ( خاتم النبیین ) د لفظ غلط تاویلات ( مهر ، تصدیق کونکی ....) وکړل . نو دهمدی تاویلاتو په اساس هغه د کفر څخه نشی په څنګ کیدای . ددی خبری تفصیل په لمړی باب کی تیر شوی دی .
۷ــ د الله تعالی په شان کی مرزا ډیری زیاتی بی ادبۍ او ګستاخۍ کړی دی چی د لیکلو څخه یی قلم هم شرمیږی : الله تعالی فرمایی چی :
ولــــــْن سالتهم لیقولن انما کنا نخوض و نلعب قل ابالله و آیاته ورسله کنتم تستهزؤ ن - لا تعتذروا قد کفرتم بعد ایمانکم ( توبه ۶۵-۶۶)
ژباړه : که چیری ته دهغوی نه و پوښتی نو په ډاګه به ووایی چی مونږ خو هسی په خپلو مینځو کی مشغول و، اولوبی مو کولی ، ورته ووایه چی ایا الله ، دهغی آیتونه او دهغی استازی (رسول ) ستاسی د ټوکو او مسخرو له پاره پاته شوی دی ؟ عذر ونه مه کوۍ . په یقین سره چی تاسی دایمان راوړو نه وروسته کافر شوی یاست .
ددی آیت څخه په څرګنده توګه را په ډاګه شوه چی د الله تعالی د ذات سره ټوکی او مسخری کول (پخپله) کفر دی ، نو مرزا په دی توګه هم (سوچه ) کافر دی : هغه په لاندی لیکونو کی د الله تعالی د ذات په هکله ګستاخی کړی دی:
۱ــ د براهین احمدیه د څلرم جلد په ۵۵۵م مخ کی لیکی چی ( خدای د فیل غاښ دی � ربنا عاج ).
۲ــ په البشری دویم جلد په ۷۶وم مخ کی لیکی چی( خدای برق (بجلی )ده � انی اناالصاعقة).
۳- دهمدی کتاب په ۷۹وم مخ کی ( الحکم قادیان دریم فروری ۱۹۰۳ )کی لیکی چی: ( الله تعالی الهام کړی - اصلی واصوم ، اسهر وانام و اجعل لک اوار القدوم و اعطیناک مایدوم )( یعنی زه (خدای ) لمونځ کوم، روژه نیسم ، بیداریږم او بیده کیږم او ستا له پاره دخپلو راتلو نور دربښم ، او هغه څه به تاته درکوم چی له تاسره به تل موجود وی .
۴ــ دهمدی کتاب په ۷۹وم مخ کی ( البدر قادیان : ۹ فروری ۱۹۰۳ ) کی ، لیکی چی: د مرزا الهام دی :( انی معر الاسباب یاْتیک بعتة انی مع الرسول اجیب اخطی و اصیب .)( یعنی ای مرزا ! زه د اسبابو سره یو ځای ناڅاپی تاته درځم ، زه د رسول سره ځواب ورکوم ، غلطی هم کوم اوصحیح هم کوم.)
۵ــ په دریم اربعین کی په ۶ م مخ کی لیکی چی : ( یا احمد یتم اسمک و لا یتم اسمی ) ( یعنی ای احمده ! ستانوم به پوره شی او زما نوم به پوره نشی .)
۶ــ په حقیقة الوحی کی په ۳۵۶م مخ کی لیکی چی: د حیرانتیا وړ ده چی الله تعالی په څومره ادب سره زه بللی یم ، او مرزا یی را ته نه دی ویلی، بلکه مرزا صاحب یی راته ویلی دی ، خدای ته زما دنوم په اخستلو شرم پیدا کیږی او د همدی شرم د غلبی په اساس ، زما نوم په ژبه نه اخلی . [ العیاذ بالله من جمیع خباثات مرزا !!!]
۷ــ په قرانکریم کی د مریم علیه السلام ډیر ستر شان ، عظمت او عصمت ذکر شوی دی ( والله اعلم بما وضعت )[ او الله ته ښه معلومه ده چی کوم کوچنی به زیږوی ]
(ولیس الذکر کالا نثی )[ او � عام � هلک د (هغی) نجلۍ په څیر نه وی )
( و انی سمیتها مریم ( ماد هغی نوم مریم کښیښود ))
( و انی اعیذها بک و ذریتها من الشیطا ن الرجیم )( او زه هغه او دهغی اولاد، د مردود شیطان څه ، ستا په پناه کی درکوم.)
( فتقبلها ربها بقبول حسن ) ( نو هغه خپل رب په ډیره ښه توګه قبوله کړه )
( و انبتها نباتا حسنا )( او د هغی یی ډیره ښه پالنه وکړه )
(و کفلها زکریا ( او زکریا علیه السلام د هغی پالنه وکړه ))
( کلما دخل علیها زکریا المحراب وجد عندها رزقا . )( کله چی زکریا علیه السلام دهغی حجری ته ورته ، د هغی سره یی روزی موجوده ، موندله ). ( ال عمرا ۳۶-۳۷)
په دی سورة کی د مریم علیه السلام د عظمت په اړوند اته جملی ( اته ټکی ) ذکر شوی دی . اوبیا یی فرمایلی دی :
[ و اذ قالت الملــــکة یا مریم ان الله اصطفاک و طهرک و اصطفا ک علی نسأ العالمین � یا مریم اقنتی لربک کو استجدی و ارکعی مع الراکعین ( آل عمرا ۴۲-۴۳)]
ژباړه : او کله چی ملایکو ورته وویل : ای مریم ! الله تعالی ته منتخب کړی یی ، او ته یی پاکه او سپیڅلی کړی یی او د ټولی نړۍ په ښځو کی یی ته ټاکلی یی . ای مریمی ! دخپل رب اطاعت وکړه ، او سجده وکړه ، او د رکوع کونکو سره رکوع وکړه .
په دی آیت کی هم ، په لمړی آیت کی څلور نکتی د هغی د فضیلت په هکله ذکر شوی دی . او په بل آیت کی هم دملایکو په ذریعه ورته خطاب کی د عباد ت کولو امر کړل شوی دی..
بیایی فرمایلی دی : [قالت : انی یکون لی ولد و لم یمسسنی بشر قال کذلک الله یخلق مایشأ. ( آل عمرا ۴۷)]
ژباړه : ویی ویل چی ای ربه ! زما به څرنګه زوی پیدا شی ؟ حال داچی ماته کوم انسان لاس هم نه دی راوړی ؟ ملایکو ورته وویل : په هماغه توګه چی الله تعالی و غواړی هماغسی یی پیدا کوی .
په دی آیت کی یی د (لم یمسسنی ) لفظ دهغی د عفت د څرګندونی له پاره دلیل د ی . یعنی په کوم حالت کی چی هغه وه ، یعنی پرته د نارینه د لمس کیدو څخه یی زوی پیدا شو . بیا فرمایی :
[والتی احسنت فرجها فنفخنا فیها من روحنا و جعلنا ها و ابنها ایة للعالمین ( انبیا ۹۱)]
ژباړه : او هغه پاک لمنی بی بی، چی دخپل عصمت ساتنه یی کړی وه ، مونږ په هغی کی خپل روح پوه کړ ، او هغه مو او دهغی زوی مو دټولی نړۍ له پاره نښه وګرځوله .
په دی آیت کی دمریم علیه السلام صریح عفت مذکور دی او په دی هکله تصریح شوی ده چی دهغی زوی د نارینه د لمس پرته پیدا شوی دی . په دی آیتونو کی د مریم علیه السلام عصمت او عفت په پوره توګه ډاګیزه دی .
خو مرزا په چشمه مسیحی کی په ۴۰م مخ کی لیکی چی:
کله چی د اوه میاشتو حمل را په ډاګه شو ، نو دحمل په حالت کی د هغی دقوم مشرانو دهغی نکاح د یوسف نومی ترکاڼ سره وکړه ، هغه به دهغی کور ته ورته، او دوه میاشتی وروسته دمریم زوی پیدا شو او د عیسی یا یسوع په نوم باندی ونومول شو .
مونږ وایو چی د حمل د پیدا کیدو وروسته د مریم دنکاح کولو ګټه څه وه ؟ او ځه اړتیا یی ورته لیدله ؟ مګر ددی مطلب خو دادی چی خلکو ته دا معلومه شی چی حمل د یوسف نجار څخه دی ، لکه چی په اوسنی وخت کی ددی له پاره چی دکومی ناواده شوی ښځی حمل په ځای پاته شی نو د زانی سره نکاح کوی تر څو د بدنومۍ او بدلمنۍ نه خوندی پاته شی. مرزا په خپل دغه بکواس اوارزلو برزلو سره دهغه قرانی آیتونو ، چی دعیسی علیه السلام پیدانښت په کی ، د الله تعالی له اړخه (یوه نښه ) بیان کړل شوی ده ، انکار کړی اودا صریح او څرګند کفر دی .
۸- د قرانکریم په هکله الله تعالی د تحدی په توګه فرمایلی دی چی :
[قل ان کنتم فی ریب مما نزلنا علی عبدنا فاتوا بسوة من مثله ....الایة ]

لیکن په حقیقة الوحی کی په ۳۱۱م مخ کی مرزا لیکی چی:
زه په الله تعالی باندی په سوګند یادولو سره وایم چی زه په دغه الهاماتو باندی هماغسی ایمان راوړم لکه څنګه چی په قرانکریم باندی، او د خدای په نورو کتابونو باندی . او لکه څنګه چی زه قرانکریم د الله کلام او دهغی قطعی کتاب پیژنم په همدی توګه په هغه کلام هم چی پر ما باندی نازلیږی او دخدای دکلام یقین پری کوم .
بیا په کتاب النبوة والا الهام کی په ۴۳ م مخ کی قاضی محمد یوسف قادیانی لیکی چی( خدای د حضرت احمد علیه السلام مجموعی الهاماتو ته کتاب المبین ویلی دی او جدا، جدا الهامات یی په آیتونو نومولی دی . نو دهغی وحی ته هم جدا جدا آیت ویل کیدای شی . کله چی خدای تعالی هغه ته دغسی نوم ورکړی نو د الهاماتو مجموعی ته یی الکتاب المبین ویل کیدای شی .
و وینۍ چی مرزا او د هغی پسی تلونکی د مرزا الهاماتو ته هغه نوم ورکوی چی د قرانکریم نوم دی (الکتاب المبین )، او لکه څنګه چی قرانکریم ، صادق او دالله له اړخه نازل شوی کتاب دی نو د مرزا الهامات( بکواسات ) یی هم صادق او منزل من الله ګڼلی دی .( ځکه چی هغوی په � فاتوا بمثله � باندی عمل کړی دی ) ، چی ټول کفر اوشرک تری عاجز دی خو یواځی مرزا ورته خپله سینه نیولی ده.
د مرزا دا دعوه یقینا کفر دی او په دی کی شک کول هم کفر دی .
۹ـ الله تعالی په قرانکریم کی حج کول د بیت الله سره خاص کړی دی .

قال الله تعالی :
[ ولله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا و من کفر فان الله غنی عن العالمین ( آل عمرا )]
خو مرزاییانو د قادیان په غونډه کی ګډون کولو ته د حج نوم ورکړی دی. لکه چی مرزا بشیر الدین وایی :
�نن د غونډی لمړۍ ورځ ده ، او زمونږ غونډه هم د حج په توګه ده ، ځکه چی د حج مقام دداسی خلکو په ولکه کی دی چی داحمدیانو وژل هم روا ګڼی . په دی خاطر خدای تعالی قادیان ددی کار له پاره ټاکلی دی ، لکه څنګه چی په حج کی رفث، فسوق او جدال منع دی نو په داسی غونډه کی هم منعه دی�. ( برکات خلافت مجموعه تقاریر کلنۍ غوڼده ۱۹۱۴)
د پورتنی مبارک آیت په اخری جمله کی ویل شوی دی چی : هر هغه څوک چی د بیت الله نه انکار کوی او دتل لپاره یی پریږدی نوهغه کافر دی ، نو د حج له پاره بل ځای ټاکل خو تر ټولو ستر کفر دی .
۱۰ـ قرانکریم کی فرمایلی دی :
[سبحن الذی اسری بعبده لیلا من المسجد الحرام الی المسجد الاقصی الذی بارکنا حوله ( اسرا ۱)]
په دی آیت کی د مفسرینو په اتفاق سره تر ی د مکی مسجد حرام او د شام د اقصی مسجد مراد دی . او په آیت کی یی د نبی صلی الله علیه و سلم د ( اسرا) د معجزی یادونه کړی ده.
خو مرزاییانو په کی صریح تحریف کړی او داقصی د مسجد څخه یی دقادیان مسجد مراد اخستی دی..
( الاخبار الفضل ۱۲۱ اګست ۱۹۳۳ کی لیکی چی :
په دی مبارک آیت کی د اقصی د مسجد څخه مراد د قادیان مسجد دی . لکه چی فرمایلی یی دی چی انحضرت صلی الله علیه و سلم د حرام د مسجد څخه د اقصی تر مسجده پوری سیر وکړ ،نو هغه د اقصی مسجد همدغه دی چی په قادیان کی په شرقی برخه کی پروت دی چی د موعود مسیح د برکاتو او کمالاتو تصویر دی او د انحضرت صلی الله علیه و سلم په لور یی نسبت د موهبت په توګه شوی دی.( دا تحریفات یقینا ډیر ستر کفر دی )
تر دی ځایه د قرانکریم د لسو ایتونو په رڼا کی مو د مرزا غلام احمد د کفر د اثبات له پاره لس دلیلونه یادکړل ، خو ددی نه علاوه زیات شمیر نور هم شته نو له دی وروسته دهغی په کفر کی د شک او شبی له پاره هیڅ ځای نه پاته کیږی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery