مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څورلسم باب دمرزا ټولی وړاند وینی (پیشنګویانی ) غلطی شوی :


دکلام دعلم مسله ده چی د مخلوق د علم له پاره دری اسبابه دی :
۱ـ ظاهری حواس چی دهغی په واسطه د محسوساتو علم او پوهه تر لاسه کولی شی.
۲ـ عقل ، چی دهغی په واسطه د معقولاتو علم او پوهه تر لاسه کولی شی.
۳) وحی ، چی دهغی په ذریعه د حس او عقل نه د پورته شیانو علم او پوهه تر لاسه کولای شی .
خو په وحی کی اختیار نه وی ، هر وخت او د هر څیز علم چی الله تعالی وغواړی نوخپل بنده ته یی د وحی په ذریعه را لیږی .
په قرانی اصطلاح کی ددی له پاره د ، دخبرونو ښکاره کول ( انبأ ،اظهار )، په غیبو باندی د اطلاع په ورکولو اطلاق کیږی . او د وحی په اساس چی د غیبو کوم علم تر لاسه کیږی نو پر هغی غیب باندی علم ته اضافی غیب ویل کیږی .
بلی ! کوم حسی علم ، چی د عقل او وحی د ذریعی سره جوړ نه خوری او دهغه شیانو محتاج نه اوسی نو هغی ته حقیقی غیب ویل کیږی . او دا یواځی د الله تعالی ځانګړی اوخاص صفت دی . لکه چی الله تعالی فرمایی :
[ قل لا یعلم من فی السموات و الارض الغیب الا الله ( النمل )] ( ووایاست ! چی د اسمان او زمکی د خاوندانو څخه هیڅوک په غیبو نه پوهیږی ، پرته له الله تعالی څخه .)
نو هر نبی ته د وحی په ذریعی سره علم او پوهه ورکول کیږی ،خو الهام او کشف هیڅکله هم د علم د اسبابو څخه نه ګڼل کیږی ، انسان ته ددی لاری یواځی تسلی او زیری ورکول کیږی .
(دمرزا لمړۍ غلطی داده چی هغه د خپل ځان له پاره په ډیر زیادښت سره د الهام لفظ استعمال کړی چی هغه دلیل کیدای نشی .)
بیا د همدی وحی په واسطه کله کله د راتلونکو شیانو په هکله علم ورکول کیږی ، چی دهغی نوم وړاند وینه ( پیشګویی ) ده ، نودا هم د الله تعالی له اړخه وی او په هغی کی درواغ، غلطی ، تردد(شک) ، ان تر دی چی د نسخ امکان هم نه وی . که چیری د فرضیی په توګه دکوم نبی وړاند وینه غلطه او درواغ و خیژی نو څرګنده شوه چی هغه پر حق نبی نه دی ، بلکه کاهن او جادو ګر(سحر کونکی ) او یا نجومی ( دستوروپه هکله دپوهی خاوند) دی .

زمونږ د نبی صلی الله علیه و سلم څخه چی څومره وړاندوینی مخته راغلی هغه ټولی( نکته په نکته ) صحیح ثابتی شوی دی . او صحیح ثابتیدونکی دی . په دی کی شک کول کفر دی .
خو قادیانی چی څومره وړاند وینی کړی دی هغه ټولی یا له یوه سره درواغ ثابت شویدی ، او که کومه یوه یی ریښتیا هم ثابته شوی وی نو هغه هم په دی خاطر چی هغه د نجومو د علم استعمال کاوه ، لکه څرنګه چی دهغی د حالت څخه را په ډاګه کیږی . چی هغی د نجومو علم هم درلوده . ( لکه چی دهغی په کتاب د څوارلسمی پیړۍ مسیح ۱۱م مخ کی درج دی.)
بلی ! وړاند وینی د نبوت د دعوی دصداقت له پاره دلیل دی لکه چی پخپله مرزا لیکلی دی : ( زما د ریښتونولۍ او یاد درواغجنۍ د معلومولو له پاره ، زما د وړاند وینو څخه پورته بل هیڅ امتحان نه شی پیداکیدای .)(آینه کمالات الاسلام ۲۸۸م مخ )

په دی خاطر مونږ د لوستونکو تر مخ دهغی د ډیرو مشهورو وړاند وینو حقیقت تر مخ ږدو تر څو د هغی درواغجن کیده پخپله د هغی د خولی څخه ثابت شی . که څه هم هغی د وړاند وینی په هکله لیکلی دی چی زما د ریشتونولۍ له پاره چی کومی نښی ماته راکړل شوی دی هغه یو کروړ( سل لکو ) ته رسیږی او که ډیر یی را لنډی کړو نو د لسو لکو څخه خوکمی نه دی .( براهین احمدیه پنڅم ټوک ۵۸ مخ )
دا ډول دعوا کول د عقل له مخی هم د محالاتو څخه دی او په خپله مرزا ته هم په دی هکله یقینی پوهه نشته ، په دی خاطر د یوکروړ څخه یی یو دم تر لسو لکو پور ی تنزل وکړ .

۱ـ د مسیحیت ددعوی کولو وروسته د ډپټی آتهم په اړوند وړاند وینه او نتیجه یی درواغ :
دهغی علت داو چی د مسیحیت ددعوا کولو نه نزدی دوه نیم کاله وروسته د مرزا او یوه عیسایی پادری ، ډپټی عبدالله آتهم ، په مینځ کی په امرتسر کی یوه منا ظره وشوه . چی پنځلس ورڅی روانه وه . د مباحثی په اخری ورځ(۵جون ۱۸۹۳) مرزا د مسټر آتهم په اړوند یو ډیره کلکه وړاند وینه وکړه چی خپل الفاظ یی په لاندی توګه راغلی دی :
نن شپه چی ماته راښوول شوی هغه دادی چی : کله چی ما په ډیر تضرع او (ابتهال ) سره جناب الهی ته دعا وکړه چی ته په دی امر کی پریکړه وکړه او مونږ عاجز بندګان یو ستا دپریکړی پرته هیڅ نشو کولای ، نوهغه ماته دغه نښه د زیری د په توګه را کړه . چی په دی بحث کی ددواړو ډلو څخه هر یو قصدا درواغ (ووایی ) او عاجز انسان څخه خدای جوړوی نو هغه دی د همدی ورځو د بحثونو په لحاظ ، یعنی ( یوه ورځ د یوی میاشتی په اندازه واخستل شی او تر پنځلسو میاشتو پوری به په ( هاویه) کی اچول کیږی . او هغه ته به سخت ذلت ور ورسیږی . تر هغو چی دحق په لوری رجوع ونکړی . اوهغه چی په ریشتونی دی او ریښتونی خدای ،خدای ګڼی نو هغه ته به د هغی څخه عزت په لاس ور ځی او تر هغی وخته پوری چی دغه وړاند وینه راښکاره کیږی نو یو شمیر ړانده به لیدونکی( بنا) شی ، او یو شمیر ګوډان به (په لاره) روان شی او یوشمیر کاڼه به (اوریدل ) شروع کړی ، ( جنګ مقدس روداد مناظره آتهم و مرزا ۱۸۸مخ )

ددی څخه وروسته وضاحت کوی اولیکی چی :
زه اوس اقرار کوم چی که دغه وړاند وینه درواغ وختله یعنی هغه ډله چی د الله تعالی په وړاندی درواغجنه وی ، د پنځلس میاشتو په دوران کی ، یعنی د نن ورځی دتاریخ څخه اخوا د هاویه په سزا کی ونه لویدل ، نو زه دهغوی دهریوه سزا تیرولو ته تیاریم . ما ذلیله کړۍ . زما په غاړه کی رسۍ واچوۍ ، او ما غرغره ( پهانسی )کړۍ . دهری خبری له پاره تیار یم او زه د الله تعالی سوګند یادوم . چی هغه به ضرور همداسی وکړی . زمکه او اسمان به ودریږی خو دهغی خبره به و نه دریږی (ایضا)
دا واړاند وینه غلطه و ختله ، هیڅ را ښکار ه نه شول ، او نه هغه لوازامات را څرګند شول ، بلکه آتهم د ټاکل شوی وخت نه وروسته هم نژدی دوه کاله ژوندی و . ( په ۵ م د ستمبر ۱۸۹۴کال دا وخت پایی ته ورسید او په ۶ م د ستمبر د هری لوری څخه د مرزا پر خلاف په اشتهاراتو کی طعن او خوښی لمانځل کیدی .
په خپله د مرزا خبره واورۍ : هغوی (مخالفینو ) د پیښور څخه نیولی تر اله اباد پوری او بمبی او کلکتّی او نورو ښارونو پوری دډیری شوخۍ څخه نڅا پیل کړی وه او داسلام ددین ، دمرزا مسیحیت ، باندی یی زړونه یخ کړل او ټول یهودی صفته ، او د اخبارونو خاوندان دهغوی سره په خوشحالی کی یوځای او دهغوی سره لاس په لاس وول . ( سراج منیر ۴۴م مخ )
کله چی د آتهم په هکله د وړاند وینی اخری ورځ وه نو په ډیره عاجزۍ او تضرع سره یی د هغی د مړینی له پاره دعاوی وشوی ، په دی هکله دمرزا دخاص مرید عبدالله سنوری وینا ده :
کله چی د آتهم د ټاکلی وخت له پاره یواځی یوه ورځ باته شوه نو هغه ( مرزا ) ماته بلنه راکړه ، ماته یی وویل چی عبدالله (دومره اندازه ، ماته یاد نه دی ) چڼی راوړه او په هری دانی یی د فیل سورة ولوله (چی ددښمن دهلاکیدو وظیفه د ه)، کله چی پوره شوی نو هعه له ما سره یوځای یو نااباده کوهی ته ولاړ او هغه چڼی یی پر هغی کی ور وا چولی او وتښتید.(سیرة المهدی لمړۍ ټوک ۱۷۸م مخ)
دادمرزا دعملیاتو وظیفه وه ، ددی عمل څخه یی مقصد داو چی آتهم به ومری ، خو هغه ته هیڅ هم پیښ نه شول . ددی نه وروسته خو په کار داو چی مرزا ته د هغی له اړخه ټاکل شوی سزاګانو څخه یوه سزا ورکړل شوی وایی . خو څرنګه چی مرزا د انګریز انو د حکومت پوره وفاداره و نو بیا بل چا څه کولای شول ؟
۲ـ دویمه وړاند وینه یی د احمد بیګ د لور محمد ی بیګم د نکاح په اړوند وه خو هغه وړاند وینه د عاشقانه ارزوګانو تر مینځ له منځ ولاړه :
تفصیل یی داسی دی چی په پنجا ب کی د مرزا صاحب دکاکا دلور میړه احمد بیګ اوسیده . د احمدبیګ یوه لور محمدی بیګم نومیده. مرزا د کوچنی والی څخه تر ځوانی پوری د هغی د وجود د ټول خط و خال په کتلو سره ، څو ځلی د هغی سره دخپل واده په هکله اجمالی اشتهارونه خپاره کړی و. خو وروسته هغه پخپله په ډاګه کړه چی هغه ته په الهاماتو کی د محمدی بیګم سره د نکاح کولو اشاره شوی وه ..
د احمدبیګ د زمکی په اړوند یوه معامله د مرزا دتصدیق او دسخط پوری موقوف وه ، مرزا همدا مسله غنیمت و ګڼله دهغی معامله یی د استخاری پوری موقوف کړه ، کله چی مرزا د بیګ اصرار وکوت نو مرزا هغه ته یو خط و لیکه چی لنډیز یی په دی توګه دی :
که چیری ته د محمدی بیګم نکاح له ماسره وکړی نو په (هبی نامی ) باندی به دی دستخط وکړم او که نه هیڅ مروت او سلوک به درسره ونه کړل شی .
احمد بیګ او دهغی کاکازی ورور په دغی د شرم نه ډکی سودا باندی ډیر په غصه شول او هغوی د مرزا دا خط خپور کړ اومرزا یی لوڅ لغړ کړ . خو مرزا پر ی چوپه خوله پاته شو .
بیایی په ۱۵م د جولای ۱۸۸۸ د یوه اشتهار په واسطه دخپلی پاکۍ او روحانی تقدس د ځای پځای ساتلو په خاطر ، ویره ونکی وړاند وینی یادی کړی چی دخپلی استخاری تفصیلات یی په کی بیان کړی دی :
� هغه قادر او حکیم خدای ماته وویل چی ددغه سړی ( احمدبیګ ) مشره لور محمدی بیګم دنکاح کولو له پاره تګ راتګ وکړه او دوی ته ووایه چی ټول سلوک او مروت به ددی شرط سره مشروط وی ، او دا نکاح به ستا له پاره دبرکت اورحمت نښه وی ، او دټولو رحمتونو اوبرکتونو څخه به برخمن شی. هغه اشتهار چی په ۲۰م د فروری ۱۸۸۷ کی خپور شوی دی ، خو که دنکاح څخه انحراف وشی نو ددی نجلۍ انجام به ډیر بد وی ، او بل هر چاته چی واده کړل شی نو دنکاح دهغی ورځی څخه به تر یونیم کاله پوری ، او په همدی ترتیب به د نجلۍ پلار تر دری کالو و مری . او دهغوی په کور کی به اختلافات را پیدا شی او تنګی به پری راشی . او ددی وخت په مینځ مینځ کی به ددی نجلۍ له پاره به سختی او غمونه مخته راشی . ( مجموعه اشتهارات مسیح موعود لمړۍ ټوک ۱۲م مخ )
بیایی لیکلی دی چی الله تعالی ماته دا مقرره کړی وه چی دخط دخاوند مشره لور ، چاپه هکله چی یی دنکاح غوښتنه کړی ده ، د هر خنډ دلری کولو وروسته ددی عاجز سره نکاح وکړی . او دابی دینه (د نجلۍ خپلوان ) به مسلمانان کړی .اوپه ګمراهانو کی به هدایت خپور کړی او ان تر دی چی په دیسمبر( ۱۸۹۱ )کی یی دعوا وکړه چی الله تعالی دمحمدی بیګم نکاح زماسره پخپله لوستی ده .
الفاظ یی دادی :
په خدای سوګند ! دا ریښتنا دی اوته ددی خبری شون ( کیدل ) نشی ځنډولای ، ما (خدای ) پخپله دهغی(مرزا ) سره ستا نکاح لوستی ده . زما خبری هیڅوک نشی بدلولای . (فیصله اسمانی ۴۰م مخ)
او په همدی توګه یی یوبیان په حقیقة الوحی کی ۱۳۲م مخ کی درج کړی دی .
خو احمد بیګ او دهغی خپلوانو د مرزا په خبرو (اوتو بوتو ) باندی هیڅ باور و نه کړی ، څو ورځی وروسته د محمدی بیګم نکاح د لاهور دپټی اوسیدونکی ځوان سلطا ن محمد سره وشوه .
ددی کار سره یوځای مرزا مختلفو حیلو ، فشارونو ، د خدای او د رسول واسطی ، ټول هر څه ته لاس واچاوه ترڅو دا نکاح بیرته واخلی او منسوخ یی کړی ، لیکن یوی خبری یی هم اغیز ونکړ.
په اوم د اګست ۱۸۹۲ کال کی د مرزا صاحب اسمانی منکوحه د سلطان محمد سره یوځای واده شوه اوهغه له ځانه سره یوړه . داخبر په مرزا باندی داسمانی تندر په څیر را پریوت ....

دمرزا د وړاند وینی دری برخی وی :
۱ـ خدای تعالی به هر خنډ لری کړی او محمدبیګم به د مرزا په نکاح کی ورکړی .( دوړاند وینی بنسټیز لفظ همدا دی )
۲ـ د نکاح کونکی ، سلطان محمد ، مرګ به دوه نیم کا له وروسته را پیښیږی .

۳ـ او احمد بیګ به په دری کالو کی مری
اما احمدبیګ د محمدی بیګم د نکاح څخه یواځی شپږ میاشتی وروسته (۳۰ ستمبر ۱۸۹۲)ومړ. او سلطان محمد ژوند و ، خو د وړاند وینی په مطابق د سلطان محمد مړینه د احمد بیګ نه نژدی شپږ میاشتی مخته په کاروه (خو دهغی پرخلاف کار وشو ).
بیا لیکی چی سلطان محمد د خپل خسر احمد بیګ د مړینی څخه په ویره کی و په دی خاطر دهغی مړینه د څو ورځو له پاره و ځنډیده . خو په هر حال هغه به زما په ژوند کی ومری او نجلۍ به په هرصورت زما په نکاح کی راځی .
اوبیا لیکی چی : پخپله وړاندوینه ( د احمدبیګ او سلطان محمد مړینه ) ښکاره تقدیر دی او دهغی انتظار کوه که چیری زه درواغجن وم نو دغه وړاند وینی به پوره نشی او ماته به مړینه راشی .(ضمیمه انجام آتهم ۳۱م مخ)
او ددی پسی نور زیات لیکی چی : ځکه چی دهغی له پاره د الهی دالهام فقره موجوده ده چی (لا تبدیل لکلمات الله ) یعنی زما په خبرو کی به هیڅکله هم بدلون را نشی . نو که چیری تبدیلی راشی نود خدای کلام باطلیږی .(اشتهار ۶م اکتوبر ۱۸۹۴، مندرجه تبلیغ رسالت دریم ټوک ، ۱۱۵ مخ ، اشتهارات دویم ټوک ۴۳م مخ )
�زه تاسی ته دانه وایم چی دا کار ( یعنی محمدی بیګم سره د مرزا نکاح) شوی ده ، دا کار تراوسه پوری په خپل ځای پاته دی . او هیڅوک یی هم د هیڅ حیلی په واسطه مخنیوی نه شی کولای . او دا څرګند تقدیر دی دهغی وخت به راشی ،په خدای سوګند چی محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم یی را استولی دی دا بلکل ریښتا دی ، تاسی به یی ووینی او زه دغه خبره د خپلی ریشتونولۍ او یا درواغجنی له پاره معیار نیسم اوما چی څه ویلی دی هغه می دخدای څخه په خبر اخستلو سره ویلی دی�. ( انجام آتهم ۲۲۳م مخ)

بیا یی په ۱۹۰۱ عیسوی کال کی په محکمه کی په سووګند خوړلو سره یو بیان ورکړ چی په هغی کی مرزا وویل:
�هغه ښځه ما له واده شوی نه ده خو زما به له هغی سره نکاح ضرور کیږی ، لکه څرنګه چی په وړاند وینه کی درج دی . دا ښځه تر اوسه پوری ژوندۍ ده ، زما نکاح کی به ضرور راځی ، څه ډول امید؟ په کامل یقین سره ، دا خدای خبری دی ، معطل کیږی نه .او ضرور به کیږی�. ( الحکم قادیان ۱۰م اګست ، ۱۹۰۱ کال ۱۴م مخ ، دریم کالم .)
ددی نه وروسته یی په ۱۹۰۵ کال کی د یوه سوال په ځواب کی ولیکل چی : د ا دالهی د الهام الفاظ دادی :
(سیکفیکهم الله و یردها الیک ) یعنی خدای به ستا د مخالفینو مقابله وکړی او هغه ( محمدی بیګم) به ستا لوری ته را وګرزوی . او وعده داده چی هغه به دنکاح په اړوند را ځی او همدا سی به کیږی .(الحکم قادیان ۳۰جون ۱۹۰۵کال دویم مخ دویم کالم )
خو هغه د عشق او لیونتوب په جوش کی راغی و او خپلی لمړنۍ ښځی ته یی طلاق ورکړ او دهغی د ګیډی څخه یی پیدا شوی مشر زوی ډپټی سلطان محمد عاق کړ او خپل بل زوی فضل احمد څخه یی دهغی د ښځی ( چی داحمد بیګ د خپلوانو څخه وه ) طلاق واخستل یعنی هغه یی په طلاقولو مجبور کړ ، او بیا یی همدا فضل احمد هم عاق کړ. ( سیرة المهدی ۲۲-۲۳ مخونه )
خو نتیجه یی دا شوه چی مرزا دمی دمیاشتی په ۲۶مه ۱۹۰۸م کال په ډیر و ارمانونو سره ددی دنیا څخه ولاړ . او دهغی پر خلاف سلطان محمد او محمدی بیګم د مرزا دټولو بد دعاو څخه ، د ټولو نعمتونو او ښه صحتونو سره ، او په ټولنه کی د ډیر نیک شهرت سره ترډیری مودی پوری ژوندی پاته شول، چی په دغه موده کی د مرزا نه وروسته او دهغی د ډلی ټول یو نسل له منځه ولاړ .
پخپله سلطان محمد د خپل رزق د پرخوالی په هکله لیکی چی زما شپږ زامن دی چی دهغوی څخه یی یو په لاهور کی درس وایی . د حکومت له اړخه هغه ته ۲۵ کلداری میاشتنی وظیفه ورکول کیږی ، بل زوی می په انټرنس کی تعلیم تر لاسه کوی . زه دالله تعال پر فضل سره داهل سنت و الجماعت له ډلی څخه یم . زه احمدی ( قادیانی ) مذهب ډیر بد( او درواغ ) ګڼم ، او دهغی پیرو نه یم ، د هغه دین ددرواغو دین دی . ( دا لیک په همدی ورځو کی د اهل حدیث امرتسر (۱۴نومبر، ۱۹۳۰) کی خپور شوی دی )
او پخپله محمدی بیګم دنوی کالو په عمر په ۱۹م د نومبر ۱۹۶۶ کال کی د هفتی به ورځ په لاهور کی وفات شوه . او دخپله ځآنه وروسته یی ،زامن ، لوڼۍ ، لمسیان ، او لمسیانی ، او کړوسیو (زامنو او لوڼو) یوه ستره ډله پری ایښی ده . او دوفات پر وخت کی یی وصیت کړی و چی د مرزایانو څخه څوک یی جنازی ته را پری نږدۍ. ( محمدیه پاکټ بک ۳۶مخ ،دویم چاپ.)

دا د یوه نامراد عاشق (درواغجن نبی) وړاند وینی وی، چی د هغی ددرواغجن کیدو له پاره څرګند دلیل دی .

۳ـ دمرزا وړاند وینی ، پخپله دهغی دخپل عمر په هکله هم غلطی و ختلی :
مرزا د جولای (۱۸۸۷ )کال کی لیکلی و : چی ماته الله تعالی خطا ب کړی دی چی:
یاتی علیک زمان مختلف بارواح مختلفة و تری نسلا بعیدا لنحیینک حیاة طیبة ثمانین حولا اوقریبا من ذلک .
(ازالة الاوهام دویمه برخه ۳۱۸م مخ ).
یعنی پر تاباندی به دمختلفو هواو له لوری ، مختلف وختونه راشی، او ته به ستر نسل ووینی ، او مونږ تاته د (۸۰) کالو اویا هغی ته نزدی پا ک ژوند درکوو.
بیا ورپسی لیکی چی : دا خو ما د نمونی په توګه څو وړاندو ینی بیان کړی چی په حقیقت کی زما د درواغجن کیدو او یا ریښتونولۍ له پاره بسنه کوی . بیا په دی الهام کی (قریبا من ذلک ) مطلب مرزا په خپله واضح کوی او لیکی ی چی : اطال الله بقا یک � اتیا (۸۰) او یا په (۸۰) کالو باندی پنځه یا څلور کم اویا پنځه یا څلور زیات .� (حقیقتة الوحی ۱۰۰م مخ)
بیا ددی نه هم په ډیره څرګنده او ډاګیزه توګه لیکی چی: خدای تعالی ماته په واضحه توګه اطلاع راکړی ده چی ستا عمر به اتیا کاله وی او یا داچی پنځه شپږ کاله به کم او یا پنځه شپږ کاله به زیاد وی ، اود وحی په هکله چی کوم ظاهری الفاظ راغلی دی نو هغه د (۷۶) او (۸۶) تر مینځ د عمر تعین کوی . ( براهین احمدیه پنځم جلد ، ۹۷م مخ)

تبصره :
۱ـ دمرزا د وړاند وینو په الفاظو کی پخپله دهمغی د شرک او تردد الفاظ لکه ( یا ، قریبا من ذالک ) موجود دی . او دا خو داسی دی لکه یوه سړی چی ویلی وی زه په غیبو پوهیږم ،ځکه چی سبا به یا اسمان پاک وی او یا به په کی وریځ وی . نودی خبری ته خو وړاند وینه نه ویل کیږی .
۲ـ دا چی ددی څرګندونو څخه د مرزا عمر لږ تر لږه (۷۴کاله) او یا ډیر تر ډیره (۸۴) کله یا (۸۶) کاله با ید وای. بلکه دا هر څه ډیر غلط راوختل ځکه چی هغی دخپل عمر په (۶۶) کا لنۍ کی ومړ.
د مرزا په عمر باندی استدلال :
۱ـ هغه ویلی و چی کله چی زما عمر څلویښت کلنی ته ورسییده نو زه خدای تعالی په الهام او کلام باندی مشرف کړم . او دا حیرانونکی پیښه وه چی زما د څلویښت کلنی ته د رسیدو سره سم د پیړۍ سر هم را ورسید . نو بیا الله تعالی د الهام په ذریعه ماته د ا راوښووله چی ته ددی پیړۍ مجدد اود صلیبی فتنو چاره کونکی به یی .(تریاق القلوب دویمه ضمیمه ۶۸م مخ لمړۍ چاپ )
استدلال : مرزا د خپل نوم د حروفو او عددونو څخه اشاره کوی یعنی د (۱۳۰۰) عدد چی دهغی د نوم څخه راوځی هغه ښیی چی د دیارلسمی پیړۍ دپایی ته رسیدو په وخت کی همدغه مجدد را پیدا شو چی نوم یی (۱۳۰۰) عدد پوره کوی .(تریاق القلوب لمړۍ چاپ ۱۶م مخ ) ددی دواړو حوالو څخه دوه خبری مخ ته راځی
لمړۍ داچی : مرزا د دیارلسمی پیړۍ پر پایی ته رسیدو سره مبعوث شوی دی .
دویم دا چی : هغه وخت د مرزا عمر څلویښت کاله و .
خو مرزا په اتفاق سره په ۱۳۲۶ هجری کی مړ شوی دی ، نو د څوالسمی پیړۍ شپږویشت کاله د څلویښتو سره جمع کړۍ نو ټول عمر یی ۶۶کاله کیږی . نوبیا خو د (۷۶) یا (۸۶) او (۶۶) تر مینځ توپیر پخپله د خندا وړ دی .
بلی ! د مرزا باوری شخص او دهغی لمړۍ خلیفه حکیم نورالدین په خپلی رساله (نورالدین ) کی په ۱۷۰م مخ کی د مرزا د پیدا کیدو یوه نقشه جوړه کړی ده : هغه لیکی چی : مرزا په ۱۸۴۰ کال کی پیدا شوی دی ( مرزا په ۱۹۰۸ کال کی مړشوی دی نو په دی حساب سره دهغه عمر (۶۸) کاله کیږی . ) بیا هم د ۷۴،۸۶، او ۶۸ تر مینځ ډیر زیات توپیر موجود دی.
ددی څخه بلکل په ډاګه کیږی چی دا د مرزا درواغجنی وړاندوینی وی اوهغه پخپله دخپلی دغی وینا مصداق ګرځی چی ویلی یی دی : په خپلو وړاند وینو کی د یوه انسان درواغجن کیدل ، د ټولو شرمنو څخه ستر شرم او رسوایی ده .(نزول مسیح ۱۸۶م مخ)
بیا لیکی چی : زماد ريښتونولی او دروغجن کیدو له پاره زما د وړاند وینو څخه بل باوری ازمیښت نه شته .( تبلیغ رسالت لمړۍ ټوک ۱۱۸ م مخ )
د مرزا د همدی وینا وو څخه ثابتیږی چی هغه د زمانی تر ټولو ستر درواغجن دی او د ازمیښتونو به محکمه کی هغه صریح او څرګند درواغجن را وښوت او درواعجن انسان هیڅکله هم نبی نشی ګرزیدای .
۴ـ د طاعون د ناروغتیا څخه د قادیان دخوندی پاته کیدو په هکله یی وړاند وینه کړی وه چی بلکل غلطه راووتله :
په ۱۹۰۲ کال کی مرزا خپل یو الهام خپور کړ( انه اوی القریة ) او ویلی یی و چی ددی په مطلب لا تراوسه پوری نه یم پوه شوی .(دا هم یوه دهوکه او فریب و ) ، ځکه په همدی ورځو کی دهندوستان په یو شمیر ولایتونو کی د طاعون وبا خپره شوی وه . خلکو دا ناروغتیاد الله له اړخه عذاب و ګاڼه او الله ته یی دعاګانی او استغفار شروع کړ. خو بیا هم یوشمیر سیمی تری (تر یوه وخته پوری) خوندی پاته شوی . الله تعالی د ازمیښت په توګه تری قادیان هم تریوه وخته پوری خوندی وساتل . نو مرزا ددی حال څخه ګټه واخسته او ویی ویل چی څرنګه چی قادیان د مرزا د اوسیدو ځای دی په دی خاطر هلته عذاب رانغی . او نورو خلکو چی د مرزا تکذیب یی کاوه د وبا په ناروغتیا باندی ککړ شول . او دا یی هم وویل چی هر هغه څوک چی قادیان ته راشی ، نو ددی وبا څخه به خوندی پاته شی. او ویی ویل چی د ( انه اوی القریة مطلب همدا دادی ) یعنی هغوی چی خوندی شول ، د هغی علت داو چی هغوی د قادیان په سیمه کی پناه اخستی وه .
بیا مرزا وایی چی په هغه ښارونو او کلیو کی چی دمرزا مریدا ن شته دی هغه به هم د طاعون د وبا څخه خوندی پاته وی .
ددی پروپاګنډ څخه یو شمیر ساده زړی اغیزمن شول ، او په همدی وخت کی مرزا خپل کتاب ( د نوح کشتۍ ) ترنامه لاندی ولیکه ؛ یعنی قادیان ددی وبا په وخت کی د نوح د کشتۍ په توګه و.
دغه مهلت او استدراج تر یوه وخته پوری جاری و او قادیانیانو هم دهمدی خوندیتوب په اساس په پوره غرور او لویی سره خپل سرونه هسک وړل . په هغه وخت کی دهغوی د خطیب مولوی عبدالکریم یوه مقاله خپره شوه چی په ډیری دعوی سره یی په کی لیکلی و چی :
(په دی توګه موعود مسیح د خپلی لاری او ستر شفاعت ثبوت وړاندی کړ ، او دغه معامله د قادیان او نوروښارونو تر مینځ یو تمیز ( بیلتون ) وګرزید . چی هر چیری چی یو قادیانی و نوهغه ځای الله تعالی د غضب څخه په څنګ کړ . نو ای مخالفینو ! تاسی هم همداراز وړاند وینی وکړی چی په هغی کی د مرزا د پیغمبرۍ دعوا باطله کړل شی او قادیان په طاعون باندی ککړشی .( خلاصه الهامات مرزا ۱۰۹،۱۱۲،۱۱۳ مخونه )
ددی څخه دری خبری ثابتیږی :
۱ـ دا چی قادیان به د طاعون څخه بلکل خوندی پاته شی . ان تر دی چی دهغی ځای کافر ، مشرک اود مرزا مخالف به هم په دی وبا باندی ککړ نشی .
۲ـ داچی ، هر چیری چی یو قادیانی هم وی نو هلته د طاعون د ناروغتیا خپریدل د مرزا د نبوت په درواغژنۍ باندی دلیل دی .
۳ـ دا چی قادیان ته د طاعون دناروغتیا ور رسیدل به دمرزا د درواغژنۍ له پاره دلیل وی .
کله چی د قادیانیانو غرور تر اخری پولی پوری ورسید نو د الله تعالی عذاب پری راښکته شو ، او په قادیانیانو باندی د طاعون د ناروغتیا ډیر ستر اغیز و شو ، هغوی دا نشوای پټولای ، ان تر دی چی هغوی خپلی ټاکل شوی غونډی هم منسوخ کړی . او بالاخره په ۱۹۰۲کال کی مرزا په دی اعلان کولو مجبور شوچی :
�د ډسمبر د میاشتی په رخصتیو کی به پخوا زیات ملګری را ټولیدل . خو اوس دغه ټولنه د پورتنی یاد کړل شوی ضرورت له مخی (یعنی په قادیان کی د وبا د خپریدو په اساس ) موقوف شوه� . ( الهامات مرزا ۱۱۳ مخ )
او بیا یی د مرزایی آرګن البدر ( داپریل ۱۶مه ۱۹۰۴ کال ) په خپرونه کی پخپله و لیکل چی :
په قادیان کی طاعون صفایی ( د خلکو په مکمله توګه له منځه وړل ) پیل کړی دی .( الهامات مرزا ۱۱۳مخ)
او په همدی الهام کی یی لیکلی دی چی : بیا یوه میاشت وروسته د می په میاشت (۱۹۰۴) کی مرزا د خپل قادیان مکتب د طاعون دخپریدو له امله و تاړه . د طاعون د ناروغتیا د تیزۍ سره دخپرولو حال داو چی ټول خلک هغه او دغه لوری ته و تښتیدل او دقادیان ټوله سیمه د یوی دشتی په څیر (بی څوکه ) په نظر راتلله . حقیقة الوحی ۸۴م مخ ) او بیا لیکی چی : هغه وخت چی طاعون په پوره زور سره خپریده، نو زما زوی شریف هم ناروغه شو .
نو د مرزا دا وړاند وینه وچی قادیان به د طاعون څخه خوندی پاته شی غلطه او درواغ و ختله . او دنبوت دعوا یی بی دلیله پاته شوه . دغه ډول نبوت جعلی نبوت وی چی مسلمانانو ته تری انکار کول فرض دی.
ددی نه علاوه نوری وړاندوینی یی هم شته ، خو په هغی یوه کی یی هم دریښتینولۍ هیڅ څرک په نظر نه راځی ،بلکه دهوکه ، فریب او غولونه ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery