مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نوټ :


د استاد ، شیخ الاسلام ،شیخ القران عبدالسلام رستمی حفظه الله ، دغه ستره او علمی څیړنه چی په هغی کی د قادیانیت پر خلاف ډیره په زړه پوری علمی ، تحقیقی او څیړنیز بحث شوی دی ، د الله تعالی جل جلا له په مرحمت ، تعاون او توفیق چی زما لاسو ، ګوتو ، فکر ، وجود او کورنۍ ته یی ور بښلی و،دغه ژباړه په ۲۸د جولایی پیل او په ۴م د اګست ،می په مکمله توګه، دژباړی سره سم د کمپیوتر په مغز کی هم خوندی کړه . دعزت مند استاد دا لیکنه دومره په زړه پوری وه چی ما یی د ژباړی له پاره خپل ټول نورمصروفیات شاته پریښول، او ټول فکر می همدی لوری ته راواړاوه ، ترڅودهمدی خدمت په خاطر ، په هغه قلمی جهاد کی ورګډ شم چی دروند استاد یی یادونه کړی . د الله جل جلا له څخه غواړم چی هغه مسلمانانوته چی د دروند استاد عبدالسلام حفظه الله دغه کتاب ور و رسیږی ، په لوستلو سره یی دقادیانیت ددغی ستری فتنی څخه خوندی پاته شی . همدا راز دهغه د اقدس ذات څخه ارزو لرم چی دغه ژباړه به زما له پاره جاری صدقه وګرزوی او په دنیا او اخرت کی به می دهغی په اجر سره مفتخر کړی .
الحمد لله رب العالمین ، اللهم تقبل منی انک انت السمیع العلیم



زما نوری ژباړی :
۱-اسلامی سیاست د مولانا ګوهر الرحمن لیکنه .
۲-دحدیثو د انکار څخه د قران تر انکاره پوری : د شیخ السلام ،علامه عبدالسلام رستمی ،حفظه الله ،لیکنه .
۳-اسلامی ریاست د مولانا ابولاعلی مودودی (رح) لیکنه .
۴-حجاب (شرعی پرده ) دمولانا ابولاعلی مودودی (رح) لیکنه .
۵-خلافت او ملوکیت : دمولانا ابولاعلی مودودی (رح) لیکنه.
۶-داسلامی انقلاب حکمتونه : د سیداسعد ګیلانی (رح) لیکنه
۷-دنبوت پای ( ختم نبوت ): د شیخ السلام ،علامه عبدالسلام رستمی،حفظه الله ، لیکنه .
او یو شمیر نوری کوچنۍ رسالی ، چی نومونه به یی وروسته ، انشأالله، و لیکل شی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery