مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څلرم باب  دنبوت او رسالت تر مینځ لغوی او اصطلاحی توپیر


په دی اقسامو کی د (ظلی بروزی نبوت ) له پاره هیڅ ځای نشتــــــــه.
لغوی توپیر یی دادی : چی رسالت ، په دنیوی امورو یا دینی امورو کی ، دیو چا پیغام نورو ته ور رسول دی.
اصول دادی چی دا شخص به ددی کار نسبت د مرسل لوری ته کوی ، خو دخپله اړخه نسبت نشی کولای . د (ارسل ، او ، یرسل ) الفاظ په قرانکریم کی د مختلفو شیانو له پاره استعمال شوی دی . خو د رسول لفظ او دهغی جمع یواځی شرعی رسولانو یا ملایکو له پاره استعمال شوی ده خود لغوی معنا له اړخه یواځی یوه ځای کی استعمال شوی دی.
فلما جأ ه الرسول قال ارجع الی ربک ( یوسف ۵۰)
نبوت په لغت کی (ناقصه واوی ) یا (مهموزاللام ) ،یعنی دنبوت څخه اخستل شوی ، چی معنا یی د شان عظمت (ستروالی )، یا نبأ څخه اخستل شوی چی معنایی (اخبار ) ده . په قران کی یی استعمال د اخری معنا په اعتبار سره شوی دی . ( نبأت ، نبا، من انباک ، ینبی ، نبی او نور ، په هر ځای کی د اخبار په معنی راغلی ده ، داکه د خیر خبر وی او که د شر خبر .
خو د نبی لفظ او دهغی جمع یواځی د شرعی نبی له پاره په قرانکریم کی مستعمل دی .
شرعی اصطلاحی توپیر:
په دی هکله د علم او دپوهی دخاوندانو له اړخه دری مختلفی ویناوی راغلی دی :
لمړنۍ وینا: رسول عام دی اونبی خاص ، یعنی د رسول لفظ دبشر، پیری او ملایکو له پاره استعمالیږی او د نبی لفظ یواځی د بشر لپاره ځانګړی شوی دی .
په قرانکریم کی د رسول اطلاق ملایکو ته دمفرد اوجمع د صیغی، دواړو سره راغلی دی ، لکه چی فرمایی :
قال انما رسول ربک لاهب لک غلاما زکیا ( مریم ۱۹)
الله یصطفی من الملایکة رسلا و من الناس ( حج ۷۵)
حتی اذا جأتهم رسلنا یتوفونهم قالو ا این ما کنتم تدعون من دون الله ( اعراف ۳۷)
یا معشر الجن و الانس الم یأتکم رسل منکم ( انعام ۱۳۰)
( په دی کی آیتونوکی د یوه تفسیر له مخی د پیریانو رسول داخل دی )
دویمه وینا: رسول ، د هغه شخصیت سره ،ځانګړی شوی دی ، چاته چی د الله تعالی له لوری کتاب ورکړل شوی وی اویاد پخوانی نازل شوی کتاب په تبلیغ باندی مامور شوی وی . او هغه ته مستقل شریعت ( په فروعو او اعمالو،دواړو، کی) ورکړل شوی وی .
او نبی عام دی ، هرهغه بشر ، چی د الله تعالی له لوری ورته وحی راغلی وی ، که څه هم هغه د نازل شوی کتاب پر تبلیغ او د مستقل شریعت په لور په بلنی (دعوت ) باندی مامور شوی وی او که نه وی مامور شوی .
د یو شمیر پوهانو په وړاندی ښځه هم (نبیه) جوړیدای شی لکه مریم علیه السلام چی وه . ځکه چی الله تعالی هغه ته خطاب کړی دی.
خو دا قول او وینا صحیح نه ده ځکه چی الله تعالی دهغی دبشری صفاتو په لړکی د هغه لوړ صفت (صدیقه) ذکر کړی دی . دلته ددی خبری تفصیل ته اړتیا نشته .
دریمه وینا: هر نبی رسول دی او هر رسول نبی دی . ځکه چی الله تعالی د بنی اسراییلو انبیأ کله د ( النبییون ) اوکله هم د (الرسل ) په نامه یادکړی دی. په همدی ترتیب د النسأ د سوری په (۱۶۳) آیت کی د دولسو انبیآو علیه السلام ذکر شوی دی . او په هغی کی یی د ( والنبییون من بعده ) الفاظ راغلی دی . بیا یی په (۱۶۵) آیت کی فرمایلی دی ( رسلا مبشرین و منذرین ) ، په دی الفاظو کی دا اشاره شوی چی هغوی انبیأ هم وول او رسولان هم.
دمریم په سوری کی د موسی علیه السلام او اسماعیل علیه السلام په هکله فرمایی چی:
و کان رسولا نبیا.
زمونږ د نبی صلی الله علیه و سلم په اړه د اعراف د سوری په (۱۵۷) آیت کی فرمایی چی :[الرسول النبی ]
ددغه دواړو صفاتو د جمعه کولو په وخت کی ددوو حیثیتونو اعتبار موجود وی ، دالله تعالی په نسبت رسول دی (بالنسبه الی الله ) او د مخلوق په نسبت نبی دی ( بالنسبه الی الخلق).
توجه: ددغی مبارکو آیتو څخه په ډاګه کیږی چی د وحی په اړوند د الله تعالی د مقربو بندګانو یواځی دوه صفته مخته راځی او هغه د (رسول) او( نبی ) دی . او په داوړو صورتونو کی یی هماغه شرعی معنی معتبره او باوری ده چی مخته لیکل شوی ده . ددی نه علاوه دقرانکریم په هیڅ نص کی (ظلی بروزی نبی ) او یا نور داسی الفاظ او مراتب نه دی راغلی.
دا د مرزا د خپله ځانه جوړشوی مراتب او اصطلاحات دی چی د شریعت سره نیغ په نیغه په ټکر کی دی .
بلی! مرزا د بایبل ، تصوف او اشراق څخه دا تر لاسه کړی دی چی یو حقیقی نبی وی او پاته نور د هغی پیروان اوتابعدار، لکه ظل ( سیوری ) چی دکوم شی تابع وی . او هغه ته ضمنی هم ویل کیږی . خو کله چی الله تعالی او دهغی رسول صلی الله علیه و سلم ددی اجازه نه وی ورکړی او دحقیقی نبی او رسول نه پرته یی بل هیڅوک د وحی د نازلیدو وړ نه وی ټاکلی ، ځکه چی د ختم نبوت سره دا لازم دی چی د خاتم النبیین څخه وروسته د وحی را کوزیدل بند شوی دی ، نو دهغی وروسته د ظلی بروزی اونورو دروازی بندی شوی .
ددی نه علاوه د حیرانتیا وړ خو داده چی د ظلی په معنی، چی په ټولو اوامرو او نواهیو کی به د خاتم النبیین صلی الله علیه و سلم تابعداری کوی او د خپله اړخه به کوم امر او نهی نه صادروی ،( خو مرزا په دی ځای هم نه دی تم شوی ) بلکه ددی ځای اومقام څخه نور هم مخته تللی دی اوپه خپله رساله ( مبین ۴) کی په (۶-۷مخونو ) کی یی لیکلی چی : ( ځکه چی زما په وحی کی امر هم شته او نهی هم ).
دغه ډول متضاد دعوی به انشأالله په نهم باب کی د ځواباتو سره یوځای راشی .
ګټی یی: د عربیت له اړخه رسول او نبی دوه مشابه صفتونه دی ، چی په کی د فاعلیت معنی را نغښتی ده . فاعلیت او (مبنی للفاعلیة ) په دوو ډولو دی:
یو هغه ، چی د کوم ذات سره یواځی فعلیت قایم شوی وی ، ددی نه اخوا دبل شی اړتیا ورته نه وی . لکه :آکل ، شارب ، ضارب ، ناصر، الحی ......او نور. نو په هغی کی یواځی د آکل اوشرب ، ضرب ، نصرت ، حیات موجودیت د یوه ذات سره دی . په دی کی فاعل ته د خپل فعل د انجامولو ددعوی د ښکاره کولو شرط نه شته .
دویم : فاعلیت او( مبنی للفاعلیت ) داسی الفاظ دی چی په هغی کی د یوه ذات سره یواځی د فعل قیام بسنه نه کوی بلکه د فعل دقیام سره یوځای د هغی دعوی کولو ته هم اړتیا شته .
دنمونی په توګه : دمومن او مسلم صفتونه د ایمان او اسلام سره یوځای ، هغه د ایمان او اسلام په ښکاره کولو هم مکلف دی. په دی ترتیب رسول او نبی هم هغه ذات دی چی په کی د نبوت اورسالت صفت الله تعالی ایښودی دی لیکن دهغی سره یوځای پر هغوی فرض دی چی دخپل نبوت اورسالت اعلان وکړی او خلکو ته پر هغی د ایمان راوړلو بلنه ورکړی .
په دی ځای کی د عیسی علیه السلام په نزول باندی هیڅ ډول نیوکه نشی کیدای . ځکه چی د نزول نه وروسته عیسی علیه السلام د خپل رسالت او نبوت دعوی هم نه کوی او نه هغی لور ی ته څوک دعوتوی . ( دغه مسله ما په پوره تفصیل سره په خپل کتاب ( دحدیثو د انکار څخه د قران تر انکاره پوری، �داکتاب په پښتو ژباړل شوی دی� ) د عیسی علیه السلام د نزول په هکله د منکرینو نیوکو ته په ځواب څیړلی ده او دا ډیره مهمه نکته ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery