مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان

 د عاشورآء د ورځي فضيلت :
بسمه تعالــــــی !!!
له حضرت إبن عباس (رض) څخه روات دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي هر څوک چي روژه ونيسي په ورځ کښي د عاشورآء نو الله (جل جلاله) به د لسوزرو فرشتو ثواب وده ته ورکړي ، او هر څوک چي روژه ونيسي په ورځ کښ د عاشورآء نو وربه کړ سي وده ته ثواب د لسوزرو شهيدانو او دارنګه ثواب د لسوزرو حاجيانو او عمره کونکيو ، او چا که د يوه يتيم پر سر باندي لاس تير کړ (يعني د شفقت او مهربانۍ له وجي ) د عاشورآء په ورځ نو ددغه يتيم د سر د هر وريښته په عوض کښي به الله پاک وده ته يوه درجه په جنت کښي ورلوړه کړي ، او هر څوک چي د عاشورآء په شپه و يوه روژه دار ته د روژه مات شئ ورکړي نو ګواکي ټول أمت د محمد (صلی الله عليه وسم) دده په حضور کښي (يعني ددغه سړي) په ډوډۍ روژ ماته کړه او ګواکي ټول أمت د رسول (صلی الله عليه وسلم ) ته يې تر موړتيا پوري ډوډۍ ورکړه (کذا في الغنية وتنبيه الغافلين ) .

همدارنګه داسلام پيغمبر په یوه بل مبارک حدیث کښي چي مسلم وغيره له حضرت ابي قتاده رضي الله عته څخه روايت کړيدئ فرمايلي دي چي دعاشورا د ورځي روزه دتیر کال ګناوي تويوي ، اوپه روايت کښي دابن ماجه داسي راغلي دي چي د عاشورا دورځي روزه د راتلونکي کال ګناوي تويوي .
مطلب دادئ چي ددې ورځي دعظمت اوغټوالئ په سبب الله پاک په خپل فضل او کرم سره وهغه چاته ديوه پوره کال ګناوي وربخښي کوم چي په دغه مبارکه ورځ کښي روزه ونيسي .
امام نووي رحمه الله تعالی فرمايلي دي چي ټولو علماوو پردي خبره باندي اتفاق کړيدئ چي اوس دعاشورا دورځي روزه سنت ده .
اوامام ابوحنیفه (رضي الله عنه ) فرمايلي دي چي په ابتداء کښي داسلام دعاشورا دورځي روزه واجب وه .
اوپه نزد دامام شافعي رحمه الله تعالی له ابتداء څخه لا سنت وه په دغه ورځ کښي دجاهليت په زمانه کښي کفارو دقریشو اويهودانو هم ددغي مبارکي ورځي روزه نیوله (الترغيب والترهيب وحاشیته )
همدارنګه داسلام پيغمبر په يوه بل مبارک حدیث کښي چي امام بيهقي وغيره یې روايت کړيدئ فرمايلي دي :
من اوسع علی عياله واهله يوم عاشوراء اوسع الله عليه سائرسنته .

يعني هرڅوک چي پراخي جوړه کړي پرعيال اوپر اهل خپل باندي په ورځ کښي دعاشوراء نو پراخي به جوړه کړي الله پاک پرده باندي په ټول کال کښي دده (یعني په ټول راتلونکي کال کښي دده)

ابن الحاج په مدخل کښي ذکر کړيدي چي پراخي جوړول په دغه ورځ کښي پرخپل اهل ، قريبانو، يتيمانو اوپرمسکينانو باندي يوداسي کاردئ چي شريعت خلګ ورته رادعوتوي ، خوپه دې شرط چي وتکلف اوومشقت ته دغه کار رسيدونکئ نه وي .

اوسلفو صالحينو به ددغي ورځي تعظيم په دي ډول کاوه چي په دغه ورځ کښي بې ډير عبادت کاوه اودارنګه بې صدقه اوخيرات اوداسي نور دخير کارونه په کثرت سره کول .

له حضرت جابر ، أبوالزبير او شعبة څخه روايت دئ چي موږ دا خبره د تجربې په ډول عملي کړېده چي د عاشورآء په ورځ موږ پر خپل أهل او عيال باندي پراخي جوړه کړېده بيا ټول کال ځموږ په رزق او روزي کښي پراخي راغلې ده

همدارنګه د إسلام پيغمبر په يوه بل مبارک حديث کښي چي امام أحمد يې روايت کړئ دئ فرمايلي دي چي د عاشورآء د ورځي روژه نيسۍ ، خو له يهودو څخه مخالفت کوۍ په دې ډول چي يوه ورځ له مخه او يوه ورځ وروسته هم روژه نيسۍ .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery