مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان

بسمه تعالی :
محترمووروڼو!په دي برخه کښي په دي باره کښي شرعي معلومات درکوم چي دامام حسين اودعبد الله ابن زبيررضي الله عنهما قيامه په مقابل کښي ديزيد اوددوۍ دواړو مخالفت له يزيد سره ترداسي حده پوري چي اخرپاۍ یې هغه سي سوچي هرچاته معلوم دئ اوپه بله برخه کښي به یې انشاء الله تفصيل هم راسي شرعي حکم څه ؤ په دي ارتباط وتفصيل ته ځير سي .
صاحب د نبراس په نبراس کښي چي دشرح عقائد ډیره معتبره شرحه ده په پنځه سوه څلويښتمه صفحه کښي داسي فرمايلي دي (وههنا بحث من الاشکالات القوية وهوان الحسين بن علي رضي الله عنهما خرج علی يزيد مع ان معاوية رضي الله عنه نصبه وبايَعه الص‍حابة )
ترجمه : له قوي سوالو څخه دلته يو سوال دادئ چي حضرت معاوية يزيد دخلافت لپاره وټاکۍ
اوصحابه وو بيعت ورسره وکړ، سره له دي امام حسين پرده باندي خروج وکړ، اودده په مقابل کښي ودريدئ ،بيا صاحب د نبراس دعلماووله طرفه ددي مختلف جوابونه ذکرکړيدي چي په هغوۍ کښي یې ځیني ضعيف هم بللي دي .
اول جواب په دي ډول دئ .
(واجيب بان وجوب طاعة هذالشقي علي بضعة النبي صلي الله عليه وسلم غير معقول )
اودوهم جواب یې په دي ډول ذکرکړيدئ چي دامام حسین رضي الله تعالی عنه اجتهاد دافيصله وکړه چي ديزيد خلافت صحيح نه دئ ځکه چي امام حسن رضي الله عنه چي کله ومعاويه ته خلافت ورتسليموئ نوپر حضرت معاويه باندي یې داشرط کښيښودئ چي دي به دمرګ په وخت کښي وخپل اولاد ته خلافت نه سپاري بلکي واهل شوری ته به یې پريږدي ،پاته سوه داخبره چي ځيني صحابه وو لکه عبد الله بن عمر له مخالفت څخه ديزيد خلګ منعه کول نودا ددوۍاجتهاد ؤ اوامام حسين په خپله ځان ته مجتهد ؤ اوديوه مجتهد حکم پربل مجتهد باندي نه لازميږي .
دريم جواب یې په دي ډول ورکړيدئ چي حضرت امام حسين ديزيد وطرفدارانوته وويل چي ماويزيد ته ورولئ چي زه بيعت ورسره وکړم نوديزيد طرفدارانو له د ي څخه منعه وکړه اوود ته یې وويل چي ته بله چاره نلري بي له دي چي قتل سي .

څلورم جواب یې په دي ډول ورکړيدئ چي ښایې چي امام حسين ته دي ديزيدکفر په ثبوت رسيدلي وي اوپرامام دمسلمانانو باندي خوخروج ترهغه پوري ممنوع دئ چي له ده څخه کفرنه وي صادرسوي، اوله يزيد څخه داسي شعرونه هم رانقل سويدي چي دده پرکفرباندي دلالت کوي چي له جملي دهغوۍ څخه يوشعردادئ چي دشرابو په باره کښي یې ويلئ دئ چي.
فان حرمت يوماً علی دينِ اَحمدِ فخذها علی دين مسيح ابن مريمِ .

اودارنګه په هغه ورځ چي دحضرت امام حسين سرمبارک یې وده مردودته راوړئ ،نوده يوڅوشعرونه وويل چي ده هغوۍ له جملي یوبيت په دي ډول ؤ .
لَست من حذف ان لم اَنتقم من بَنِي احمد ماکان فعَل .

مولانابحرالعلوم په شرحه دمسلم الثبوت کښي ذکرکړيدي (ان يزيد کان من اَخبَثِ الناس وکان بعيد بمراحلَ من الامامةِ بل شُک في ايمانهِِِ خَذَله الله .

پنځم جواب یې په دي ډول ورکړيدئ چي يزيد چي خليفه کيدئ لا فاسق ؤ نوپه دي وجه دده دخلافت انعقاد صحت نه درلودئ يعني لکه چي دجمهورو علماووداقول دئ ماسوی له احنافو .
صاحب داعلاء السنن داعلاءالسنن په دوولسم جلد شپږسوه اواتلسمه صفحه کښي په دي اړه داسي ‌ذکرکړيدي (وحجة الجمهور ان قيامهم ليس بمجرَد ِالفسق بل لما غير من الشرعِ وظاهر من الکفر .

يعني دجمهورو علماوودليل دادئ چي دامام حسين اودابن زبير اودمديني دخلګودريدل په مقابل کښي دبني اميه اوديزيد اودارنګه دتابعينو ديولوۍ جماعت اودصدراول خروج پرحجاج بن يوسف باندي خالي ددوۍ دفسق په وجه نه وو بلکي په دي وجه ؤچي دغو ظالمانوپه شرعي احکامو کښي تغير کړئ ؤ اوکفرورڅخه ښکاره سوئ ؤ .
اوهمدارنګه صاحب داعلاء السنن په مذکوره صفحه کښي ذکرکړيدي .

الائمة الذين خرجو علی يزيد والحجاج لعلهم ظنوا من انفسهم القدرة علی خلعهما لکثرة من بايعهم علی ذالک فقدبایع علی يد مسلم بن عقيل للامام حسين بن علي عددکثير من اهل کوفه تزيد عدتهم علی اربعين الفا. وقدورد في الحديث

�لن يغلب اثنا عشر الفا من قلة اذااِجتمعت کلمتهم� وسئل مالک افيسعنا التخلف عن مجاهدة من بدل الاحکام؟ فقال: انکان معک اثناعشر الفا مثلک لم يسعک التخلف، والا فأنت في سعة منه کما قدمناه في باب الفرار من الزحف،، فلم يکن خروجهم خلاف الأجماع ولاخلاف السنة، ولکن أوتوا من قِبل اصحابهم ، فلم يکونوا کما ظنو ااولا ماأملوا لم تکن کلمتهم مجتمعة ولاهمتهم متحدة ، ولم يکونواصادقين فيما أظهروا من الحب لأهل البيت والعزم علی الجهاد في الله واقامة دعائم الاسلام کما لايخفي علی من مارس التاريخ ووقف علی سيرة الشيعة من اهل الکوفة وغيرهم، فالمکرشعارهم والغدر دثارهم والله الموفق .

هم دارنګه صاحب داعلاء السنن په شپږسوه یوويشتمه صفحه کښي ليکلي دي( لاینبغي لمسلم ان يحط علی من خرج من السلف الصالح من العترة وغيرهم علی ائمة الجور فانهم فعلو ذالک باجتهاد منهم وهم اتقی لِله واطوع لسنة رسول الله من جماعة ممن جاء بعدهم من اهل العلم ولقد افرطَ بعض اهل العلم کالکراميه ومن وافقهم حتی حکموا بان الحسين السبط رضي الله عنه وارضاه باغ علی يزيد بن معاوية فيالله العجب من مقالاتٍ تقشعِر منهالجلود ويتصدع من سماعها کل جلمود . هکذافي نيل الاوطار عن الفتح ۷/۸۴
خلاصه دمطلب داده چي خروج دامام حسين پريزيد باندي برحق ؤ او يزيد پرباطل باندي ؤ ، لکه چي ديزيد په بیان کښي اودده دقبائحو په تفصيل کښي به انشاء الله نورهم ددي خبري وضاحت درته وکړ سي . والسلام و من الله ا لتوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery