مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید

د مؤلف لنډه پېژندنه په خپل قلم

مؤلف په کال ۱۳۴۸هـ ش کي د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په (نوي دِه) کلي کي په يوه علمي او روښانفکره کورنۍ کي نړۍ ته سترګي راپرانيستي دي، خپلي ټولي زده کړي يې په همدې ولايت کي د بېلابېلو استادانو څخه تر لاسه کړي او په همدې ولايت کي يې په ۱۳۷۸هـ ش کي د ديني زده کړو د فضيلت دستار پر سر کړ پاته دي نه وي چي ما خاص د لوی څښتن د رضالپاره (حتی الوسع) خپلو مسلمانو هيوادوالو ته د علم، پوهي او ديني لارښوونو لپاره څه نه څه ليکل کړي دي چي چاپ سوي هم دي او له پاکه خدايه غواړم چي نور توفيق هم را په برخه کړي چي د خپلو هيوادوالو لپاره نور هم د خدمت مصدر وګرځم.
کوم آثار چي د يادولو وړ دي په لاندي ډول دي:
۱- صحيح البخاري: پښتو ترجمه په پنځه ټوکه کي په مکتبه غفاريه ارګ کندهار کي ترلاسه کولای سی.
۲- اُمُ العلوم: پښتو شرح د ارشادالصرف د ابتدايي طالبانو لپاره. رشيديه کتب خانه.
۳- اِقناعُ الضمير: پښتو شرح د نحومير د ابتدايي طالبانو لپاره . رشيديه کتب خانه.
۴- کتاب التجارت پښتو: ۳۱۰ مسئلې د رانيولو او خرڅولو د تجارانو لپاره. مير حمزه کتب خانه ارګ بازار کندهار.
۵- کتاب الصلْوة والعقايد: پښتو د عقايدو مسائل. ميرحمزه کتب خانه ارګ بازار کندهار.
٦- مختارالمناسک پښتو: د حاجيانو لپاره ان شاءالله مفت في سبيل الله به و حاجيانو ته ورکول کېږي په حسن کتب خانه ارګ بازار کندهار کي ترلاسه کېږي.
۷- مختارالعقايدپښتو: د څلورو مذهبو او خاص د حنفي مذهب د پيروانو لپاره يو په زړه پوري لار ښود کتاب، په حسن کتب خانه ارګ بازار کندهار کي مفت في سبيل الله به و هر چاته ورکول کېږي.
زه مختورن ګناهکار بنده خپله سوانح، په خپله ليکل غواړم او خپل تعارف او پېژندنه د خلکو سره په خپله کوم دا د دې لپاره چي د چا څه شک او شبه پاته نه سي او دې ته خو زما خيال او اراده نه وه خو چي کله ما خپل پورته اووه کتابونه وليکل نو چي يو څوک زما نوم پر کتاب وويني نو په اشتباه کي راسي چي د اکوم ګل محمد دی؟ نو څوک زړه ور ته ښه کړي او څوک نفرت ځني کوي نو زما په زړه کي راغلل چي زه دي خپل تعارف په خپل قلم او خپله ژبه و خلکو ته وړاندي کړم.
زما نوم ګل محمد ولد ملاعبدالغفار ولد سلطان محمد ولد عطامحمد قوم پوپلزايي مذهب حنفي وطن دامان. زما شپږم کتاب مختارالمناسک چي زه يې و حاجيانو ته په کندهار کي بې له کومي معاوضې څخه ورکوم او په حرمين شريفين کي لارښوونه ورته کوم ځکه د حج په مناسکو کي زيات ناواقف دي و موږ ته دي الله تعالْیﷻ زياته مزدوري راکړي د دنيا د مزدورۍ نه غوښتونکی يم پر ټولو هغو کړو چي زه يې د خپلووطنوالو سره کوم.
(و ما توفيقي الا بالله)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery