مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید

تعويذ شرک او بدعت نه دی:
وهابيان وايي تعويذشرک او بدعت دی، موږ جواب ورکوو چي رسول علیه السلام فرمايي:
(عليکم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي وعفو عليها بالنواجذ)
ترجمه: اې امته! پر تاسو لازم دی زما پيروي او زما د اصحابانو خليفه ګانو پيروي وروسته ترما داسي به دا پيروي ټينګوي لکه
د زامي په غاښو چي ښه ټنګېږي.
د حضرت ابوسعيد(رض) څخه روايت سوی دی چي رسول علیه السلام پر لېوني دم وکړئ درې ورځي سهار او ماښام او سورة فاتحه يعني الحمدلله بې پر ويله او هر وخت چي بې دم خلاص کړی نو بې ناوړي مبارکي راواخستې د خولې مبارکي څخه پر هغه لېوني بې تو کړې چي موږ ورته (هوده) وايو چي فلانی سړی ښه هوده لري. [رواه ابوداؤد و النسايي]
دلته معلومه سول چي تعين د وخت تعين د صورت تعين
د عدد ثابت سول دلته که څوک سترګي پټي نه کړي نو حقيقت ښکاره دی دليل د امام بيهقي په آخر د دلائل النبوة کتاب کي رانقل کړی دی د ابودجانه(رض) څخه چي نوم يې سماک بن خرشه دی ابودجانه(رض) وايي چي ما و نبي علیه السلام ته شکايت وکړ چي زه
د شپې بيدېږم يو داسي آواز اورم لکه د ژرندي او يو تور شی وينم چي اوږدېږي وار په وار زما د کور په نس کي او ما چي لاس ور وړی يو داسي ناپېژندونکی پوست يې وو او زه يې داسي ټينګ پر مخ ووهلم چي له مخه مي لمبې پورته سوې نو نبي علیه السلام رنګ او کاغذ راوغوښتی او حضرت علي ته يې امر وکړی چي وليکه:
(بسم الله الرحمْن الرحيم هذا کتاب من محمد رسول رب العلمين الی من يطرف الدارمن العمار والزوار اِلا طادقاً يطرق بخير).
چي حضرت علي نوشته کړل نبي علیه السلام وما ته راکړل چي تر بالښت لاندي يې کښېږده ابودجانه(رض) وايي چي زما دي قسم په اللهﷻوي چي ما دغه تعويذ واخستی او تر بالښت مي لاندي کړ او د شپې مي داسي شر او شور او فريادونه واورېدل او وما ته يې عذرونه کول چي په حق د خپل پيغمبر اې! ابودجانه(رض) دا شی ليره کړه بيا موږ نه ستا د کور طرفته او نه ستا د همسايه ګانو طرفته درځو ابودجانه(رض) وايي چي شپه تېره سول او د سهار لمونځ مي
د رسول علیه السلام سره وکړ نو مي ټول حال ورته بيان کړ نو علیه السلام راته وفرمايل اې ابودجانه! چي زما دي قسم وي په ذات د هغه رب چي زه يې پيغمبر رالېږلی يم چي دوی به په دغه درد کي وي تر قيامته پوري:
(فوالذي بعثني بالحق نبياً انهم يجدون الم العذاب الْی يوم القيْمه)، قال البيهقي و قدورد في حرزابي دجانه(رض) حديث طويل غير هذا موضوع لاتحل روايته و هذا لذی رواه البيهقي و رواه الديلمي الحافظ في کتاب النابة و القرطبي في کتاب التذکار في افضل الاذکارو التفصيل في حيات الحيوان ج ۲- ص ۲۳۲ وجامع الکمالات ص ۳۵۵- و قد عقدالشيخ الامام ابوبکر بن ابي شيبه في مصنفه باباً مستقلاً بعنوان �من رخص في تعليق التعاويذ�.
د عائشې څخه روايت سوی دی چي رسول علیه السلام وفرمايل چي: پروا نه کوي تعويذ ځړول مخکي تر بلاء او وروسته تر بلاء.
[رواه رزين]، [کنزالعمال ج ۱۰ ص ۱۷۰]
د حضرت مجاهد(رح) او حضرت تاج الدين(رح) څخه را نقل سوي دي چي قرآن شريف پر يو لوښي نوشته سي د دغه لوښي اوبه و مريض ته ورکړي هيڅ ممانعت نسته او ښه تفصيلي بيان حضرت محدث دهلوي(رح) په شرح د مشکوْة شريف کي راوړی دی په ص ۷٦۷ د حضرت سيد نا عبدالله(رض) څخه روايت سوی دی چي رسول علیه السلام و ده ته دعا وروښودل لپاره د جادو ا و سحر او ده بيا خپلو ملګرو او اولادو ته وروښودل او د کوچنيانو اولادو لپاره بې نوشته کول او تعويذ بې ور په غاړه کړی دغه تفصيل شيخ الهند محدث دهلوی(رح) په شرح د مشکوْة شريف کي راوړی دی ص ۵۷٦.
د عزت او قدر حاصلولو لپاره دي بسم الله الرحمن الرحيم ۲٦۵ واره وليکي او له ځانه سره دي وساتي نو د خلکو په زړونو کي به د هغه هيبت پيدا سي او هيڅوک به ضرر نه سي ور رسولای او دا هم تجربه سوی دی صحيح معلوم دی شيخ ابوبکر سراج د ځينو صالحانو څخه نقل کړی دی. [اعمال قرآني تهانوي ص ۴۲]
تراويح شل رکعته دي وهابيان دعوه کوي چي اته رکعته دي:
اهل حديث والا او نوري د وهابيانو ډلي وايي چي تاسو شل رکعته تراويح کوی دا بدعت عمري دی موږ جواب ورکوو چي شل رکعته تراويح په صحيحو احاديثو شريفه وو باندي ثابت دي او چي تاسو اته رکعته کوی هيڅ دليل هم نه لری او شيخ الهند صاحب(رح) جواب ورکوي چي مراد د اته رکعتو څخه صلْوة التهجد دی او د دوی سره صحيح حديث نه بلکه ضعيف حديث هم نسته چي تراويح اته رکعته دي او ځانته اهل حديث هم وايي صحابه کرامو(رض) او تابعينو او تبع تابعينو اجماع کړې ده چي شل رکعته دي دوی وايي اته رکعته دي نو کېدلای سي چي دوی دي تر تابعينو او تبع تابيعينو ښه پوهېږي (کلاثم کلا) او که دوی بيا هم و وايي چي اته رکعته دي رسول علیه السلام اته رکعته کړي دي او شل رکعته يې نه دي کړي نو دوی دي د دې خبري جواب راکي چي حضرت عمر(رض) حضر عثمان(رض) حضرت علي او نورو صحابه کرامو(رض) او څلورو مذهبو ولي مخالفت کړی دی د رسول علیه السلام څخه چي ټول صحابه تابعين او تبع تابعين وايي شل رکعته تراويح دي (فما ذابعدالحق الاالضلال) [التقرير للترمذي ص ۲۴] نو معلومه سول چي د څلورو مذهبو فقهاوو اتفاق کړی دی پر شل رکعته تراويح باندي چي سنت مؤکد دي پر نارينه وو او ښځو باندي په ۱۰ سلامه سره.[فتاوْی قاضيخان، ج ۱ ص ۲۳۲، فتاوی هنديه ج ۱ ص ۱۱۵]
د لاسو مچېدل جائز دی:
(بيان جواز تقبيل اليد الجبهة علْی وجه المبره والاکرام جواز الانحناضمن التقبيل و ايضاً جواز القيام للغير لتعضيمه لا لغنائه وجاهه).
هغه جاهلان چي وايي دلاسو مچېدل او سر ورکښته کول په حالت د روغبړ کي دا شرک او بدعت دی موږ جواب ورکوو چي دلاسو مچېدل او د تندي مچېدل پر طريقه د عزت او احترام دا خو د رسول اللهﷺ څخه ثابت دي او لاس مچېدل خو بې له ورچوغه کېدو نه سي کېدای و دغه چوغه کېدو ته انحناء ويل کېږي نو د لاسو مچېدل او نحناء دواړه جائز دي که څه هم زموږ په بعضو وطنو کي خلک ډېر ورکښته کېږي او دا لپاره د تعظيم او احترام ګڼل کېږي، د احمد بن يونس څخه روايت دی، دی وايي: چي موږ ورنژدې سو و رسول اللهﷺ ته او پر لاسو مو مچ کړی. [ابوداؤد ج ۲ ص ۳۵۳]
(وفي حديث صفوان بن عسال قال فقبلا يديه و رجليه وقالا نشهدانک نبي الحديث). [مشکوْة ص ۱۷]
او په دغه حديث کي لاسونه او پښې دواړه ثابت سول نو پښې مچېدل قطعاً بې له چوغه کېدو نه سي کېدای، او لاسونه خو به راپورته سي چوغه او انحناء به نه سي پکښې واقع اوس که څوک دعوه کوي چي دغه انحناء خو سجده ده او سجده و غيرالله ته کفر دی نو دغه دعوه يې باطله ده ځکه دا انحناء ضمني ده يعني دغه چوغه کېدل په ضمن کي د روغبړ او لاس مچېدو راغلل.
(وفي حديث ابي بکر ان قومامن اليهود قبلو يدالنبيﷺ ورجليه).
[ابن ماجه ص ۲۷۱]
او دغه حديث شريف چي يهودانو رسول اللهﷺ پر پښو او لاسو مچ کړی که انحناء وای نو به رسول اللهﷺ دوی منع کړي وای چي دا خو سجده ده او سجده و غيرالله ته کفر دی، او په فتاوْی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ٦٦ کي ليکلي دي چي لاسونه مچېدل د عالم، صوفي او پابنده د شريعت جائز دي.
(قال الزيلعي علْی هامش الهدايه ص ۴٦٦ وفي الکافي کان الاعراب يقبلون اطراف النبيﷺ ).
او دغه چي نبيﷺ پر ټولو طرفو مچ سوی دی نو بيا ولي زموږ عوام بيده او غافل دي چي د دغو طائفو جواب وکړي، (والله) که تجارت، زراعت او صناعت په ښه درسي چي ته د خپل دين څخه غافل يې الله تعالْیﷻ مو دي عزت او احترام د علماء مشائخو استاذانو مور او پلار په نصيب کړي آمين يا رب العلمين که څوک پوره تفصيلي معلومات دلاس مچېدو غواړي نود[ملتقط ص ۱۰۵ بيا تر ۱۲۲ پوري دي وګوري].

د بريلويانو عقيده او حکم:
بريلويان دعوه کوي چي رسول اللهﷺ نور محض دی او محض و خالص ته ويل کېږي يعني خالص نور دی او بشر نه دی، نو
د بريلويان دغه خبره باطله ده په دليل د دغه آيت مبارک سره:
﴿      ﴾.
يعني و خپل قوم ته داسي و وايه چي په تحقيق سره زه انسان يم لکه تاسو چي انسانان ياست، وحي وماته کېږي نو وجه د دلالت دا ده چي اللهﷻ و رسول اللهﷺ ته امر وکړ په دغه سره چي ته اعلان وکړه و خپل قوم ته په دغه سره چي زه انسان او بشر يم يعني ملکه او نور نه يم. [جلالين- ج ۲ ص ۲۹۷]
او دغه رنګه د بريلويانو دعوه باطله ده په دليل د دغه آيت مبارک سره (لقد جاءکم رسول من انفسکم) يعني (من جنسکم و من نسبکم عربی قريشی مثلکم). [مدارک ج ۱ ص ۵۲٦]
معنْی د تفسير دا ده چي رسول تاسو ته راغلی ستاسو له جنسه څخه او ستاسو له نسبه څخه او ستاسو نسب خو عربي دی او قريشي دی، نو معلومه سول چي نوراني ملکه خو د عربو او قريشو له نسبه څخه نه ده، بريلويان وايي چي موږ خپل دليل لرو چي نور دی بشر نه دی:
﴿       ﴾.[المائده/۱۵]
موږ جواب ورکوو چي بېشکه د نور اطلاق پر سوی دی دغه
د برهان اطلاق هم پر سوی لکه په دغه آيت مبارک کي:
﴿ ��     ﴾. اي هوالنبيﷺ. [جلالين ج ۱ ص ۹۳]
لکه چي تاسو واياست چي نور دی نو برهان او بشر خو هم ثابت سول اوس خو لکه مخکي چي مو ذکر کړل چي رسول اللهﷺ بشر دی نو د برهان او نور اطلاق پر رسول اللهﷺ باندي مجاز دی وجه
د مجاز په اطلاق کي د نور پر رسول اللهﷺ باندي داسي ده لکه مجاز د اطلاق د نور پر قرآن کريم باندي مثلاً: (لکونهما کاشفين لظلمات الکفر). [مظهري ج ۳ ص ٦۸]
نو حاصل د وجه د مجاز داسو، نور زائلوونکی د ظلمت ظاهري دی، لکه ظلمت د شپې او نبيﷺ زائلوونکی د ظلمت معنوي دی چي هغه ظلمت د کفر دی او وجه د مجاز په اطلاق کي د برهان پر نبيﷺ باندي دا ده: (وانما سماه برهاناً لان حرفته اقامة البرهان علْی تحقيق الحق و ابطال الباطل کما في تفسيرالکبير). [جلالين ج ۱ ص ۹۳ حاشيه ۲۱]
نو حاصل د وجه د مجاز داسو لکه په برهان چي مدعا ثابتېږي نو هم دغسي نبيﷺ ثابتوونکی د حق دی نو اوس ښه معلومه سول چي رسول اللهﷺ بشر دی او بريلويان وايي چي نور دی دغه د بريلويانو عقيده ښکاره او معلوم بدعت دی هيڅ شک يې په بدعت کي نسته او د بريلويانو پر دغه عقيده باندي د بدعت بل دليل دا قول د صاحب د بذالمجهود دی، چي شارح د ابي داؤد دی. وايي:
(رئيس اهل البدعة في زماننا احمد رضاء خان البريلوي، و اذاغ الفتن والشرور في هْذه المسئلة). [ بذالمجهود ج ۲ ص ۱۸۰]
نو هر وخت چي د دوی د عقيدي بدعت ثابت سو، نو اوس په دغه طائفه د بريلويانو پسې زموږ لمونځ صحت نه لري، ځکه مولانا بدرالدين عيني شارح د بخاري وايي:
(وکان ابوحنيفة لايرْی الصلْوة خلف المبتدع ومثله عن ابي يوسف).
[عيني ج ۵ ص ۲۳۲]
(و روي محمد عن ابي حنيفة و ابي يوسف: ان الصلْوة خلف اهل الاهواء لاتجوز). [فتح القدير ج ۱ ص ۳۰۴]
نو بريلويانو تجاوز وکړی د نبيﷺ په باره کي تر حدود و وتل چي رسول اللهﷺ نور او حاضر او ناظر بولي نو يې مشابهت پيدا کړی د نصارْی وو سره ځکه نصارْی وو د عيسْی علیه السلام په باره کي تجاوز وکړی تر خپل حد و وتل چي عيسْی علیه السلام يې خدای وبولی، نو دغه د بريلويانو عقيده ډېره خرابه ده اللهﷻ مو دي ځني وساتي آمين.
لکه وهابي چي مشابهت لري د يهودانو سره په دې کي چي يهودانو ډېر تفريط کړی وو په شان کي د عيسْی علیه السلام چي دوی به ويل چي عيسْی علیه السلام (العياذبالله) د زنا زوی دی، وهابي وايي چي نبيﷺ جماد دی، يا بُت اعظم دی پسله مرګه څخه تر دې اندازې پوري چي په کلمه طيبه کي يې لفظ د (کَانَ) درج کړی يعني کلمه شريفه داسي وايي:
(لااله الاالله کان رسول الله) اعوذ بالله من هْذا
د اهل سنت والجماعت دا عقيده ده، چي رسول اللهﷺ په اعتبار د ذات سره بشر دی، او په اعتبار د وصف سره نور دی، چي دواړه په قرآن او حديث ثابت دي.
د تبليغيانو عقيده او حکم:
۱- تبليغيان وايي: چي د راونډ يو لمونځ په يو کم پنځوس کروړه دی دا خبره غلطه او بېځايه ده په دليل د دغه حديث شريف سره:
(ولاتشدالرحال الا الْی ثلاثة مساجد: مجسدالحرام، و مسجدي، والمسجد الاقصْی). [بخاري ج ۱ ص ۲۵۱]
رسول اللهﷺ فرمايي چي: تاسو سفر مه کوئ بې له دغه درېيو ځايونو څخه، لکه مسجدالحرام يعني مکه مکرمه او مسجد نبوي مدينه منوره او مسجد اقصْی بيت المقدس نور چي د دغه طائفې په باره کي تفصيل وغواړئ د دغه پورته حديث مبارک:
[نو اشعات اللمعات شرح د مولانا شيخ عبدالحق دهلوي(رح) ج ۱ ص ۳۴۸ وګورئ]
او د ملا علي قاری(رح) مرقات شرح د دغه حديث شريف وګوره ځکه موږ رانقل نه کړل چي ډېر زيات اوږد بحث پر سوی دی نو خلاصه او حاصل د مطلب د دغو دوو امامانو د قولونو څخه دا راوزي، چي که دغه نهي تحريمي سي نو راونډ او يا مسجد د راونډ ته سفر کول حرام دی او که دغه نهي تنزيهي سي نو مکروه دی خو په هر صورت ثواب نه لري او خصوصاً پر تقدير د حرمت په دعوه کي د ثواب ډېره خطره د ايمان سته.
۲- تبليغيان چي يو مسجد ته ورسي درې شپې هلته کوي چي سه روزه ورته وايي او تر هر لمانځه وروسته تبليغ کوي او مسلمانان په نفرت کي د دين څخه اچوي او ډېر يې د اسلام څخه خوا پټه کوي دغه عمل د دوی غلط او بېځايه دی په دليل د دغه حديث شريف سره:
(وعن شقيق(رض) قال کان عبدالله ابن مسعود(رض) يذکرالناس في کل خميس فقال له رجل يا ابا عبدالرحمْن لوددت انک ذکرتنا في کل يوم اما انه يمنعني من ذالک اني اکره ان املکم و اني اتخولکم بالموعظة کماکان رسول اللهﷺ يتخولنابها مخافة السامة علينا متفق عليه). [مشکْوة ج ۱ ص ۳۳]
ترجمه: عبدالله ابن مسعود(رض) و خلکو ته يوه پنجشنبه او بله پنجشنبه وعظ او تبليغ د دين کاوی يو سړي ورته وويل چي هره ورځ زما خوښه ده چي ته موږ ته تبليغ کوې ده ورته وويل چي خبر او آګاه اوسه! منع کوي ما د دې هري ورځي د تبليغ څخه دا خبره چي مکروه ګڼم دا چي زه خوا پټه کم تاسو د دين څخه او حال دا دی چي ساتمه تاسو په وعظ سره لکه چي وو رسول اللهﷺ ساتلو يې موږ په تبليغ سره په سبب د بېري د خوا پټه کېدو پر موږ باندي.
نو د دغه حديث څخه ښکاره معلومېږي چي د تبليغيانو دغه عمل چي تر هر لمانځه وروسته بيان کوي دا ناروا او بېځايه عمل دی او بل د دوی پر دغه عمل باندي حديث د عبدالله ابن عباس(رض) دی، چي عبدالله ابن عباس(رض) وويل و عکرمه(رض) ته چي ته تبليغ کوه په هرو اوو ورځو کي يوه فلا او که د زيات تبليغ خواهش کوې نو په هفته کي دوه واره تبليغ کوه او که د زيات خواهش لرې نو په هفته کي درې واره تبليغ کوه په داسي حال کي چي ته به خلک نه خوا پټه کوې له قرآن څخه او زه دي تا پيدا نه کړم په داسي حال باندي چي ته و خلکو ته راسې او دوی په خپل مجلس اخته وي نو ته تبليغ ورته شروع کړې او د دوی مجلس ور قطع کړې او دوی په خوا پټه توب کي واچوې بلکي پټه خوله کښېنه څه وخت چي دوی تا امر کړي نو تبليغ ورته وکه او په داسي حال کي چي د دوی به اشتهاء او شوق ورته کېږي. [رواه البخاري، مشکْوة ج ۱ ص ۳٦]
دلته که تاسو پوهېږئ په دغه حديث شريف باندي چي عبدالله ابن عباس(رض) ورته وويل چي خلک مه خواپټه کوه د قرآن څخه نو د تبليغيانو د دغه عمل څخه خو خلک د خواپټه توب څخه لېونيان کوي چي په مسجد کي سلام وګرځي بس دستي بيا امير صاحب ولاړ سي تبليغ شروع کړي نه دغه ته ګوري چي خلک ذکر او تسبيحات او نفلونه کوي ځکه د ده د عقل دغه تقاضْی ده چي نه د مسجدحقوق مراعت کوي نه د قوم حقوق مراعت کوي څومره جهالت دی او په قوم کي څومره غفلت پروت دی چي ورته و وايي وروره ولاړسه موږ خپل ملا لرو هغه به دين را زده کړي تاسو دغه حديث د دوی امير صاحب ته ورښکاره کی چي ولي په دغه حديث عمل نه کوې.
۳ - تبليغيان چي هر مسجد او محلې ته ورسي نو دوی هلته په کوڅو او لارو کي د سرايو او کور دروازې ورټکوي او خلک په کورو کي د مجلس اوکارو څخه باسي او په تکليف کوي يې يا په موټرانو کي سپاره وي خلکو ته تبليغ کوي او په بازارو کي دکاندارانو ته ورځي يا بل ځای چي مجلس جوړ وي نو دوی هلته ځان ور رسوي چي خلکو ته تبليغ وکړي چي خلک له دينه خواپټه کوي، نو دغه
د دوی عمل مردود او غلط او باطل دی په دليل سره د تېر سوي حديث د عکرمه (رض) او بل دليل د فساد د دغه عمل دا حديث شريف دی، چي د رسول اللهﷺ څخه سوال وسو؟ د دوو خلکو د حال څخه چي دوی په بني اسرائيلو کي وه، يو عالم وو چي فقط فرضي لمونځونه يې کول او بيا به کښېناستی خلکو ته بې علم ورښودی او هغه بل به د ورځي روژه نيول او د شپې به يې لمونځ کوی، چي په دغه دوو کي کوم يو افضل او بهتر دی، نو رسول اللهﷺ ورته وفرمايل چي: فضيلت د دغه عالم چي فرضي لمونځ کوي او بيا کښېني خلکو ته علم ورښيي پر هغه عابد باندي چي د ورځي روژه نيسي او د شپې لمونځ کوي داسي دی لکه فضيلت زما- ستاسو پر يوادنْی سړي باندي نو نبيﷺ خو داسي فرمايلي دي چي وروسته تر لمانځه کښېني پر خپل ځای او يا مسجد کي چي تعليم د علم و خلکو ته کوي او داسي يې نه دي فرمايلي چي بستره وتړئ کوڅه پر کوڅه ګرځئ د خلکو دروازې ورټکوئ. [رواه الدارمي، مشکوْة ج ۱ ص ۳٦]
او بل دليل د فساد د دغه عمل دا حديث شريف دی، چي ابوسعيد خدري(رض) فرمايلي دي چي: رسول اللهﷺ وفرمايل چي: په تحقيق سره خلک ستاسو تابع دي او په تحقيق سره خلک راځي و تاسو ته د اطرافو څخه د مځکي او طلب د علم کوي دوی ستاسو څخه، تر ما وروسته په سبب د دې چي تاسو تر ما وروسته عالمان پاتېږی او زما خليفګان پاتېږی هر وخت چي دوی راغلل و تاسو ته زما وصيت د دوی په باره کي قبول کړئ د خير. يعني په ښه اخلاقو دين و دوی ته ور زده کړئ. [رواه الترمذي، مشکوْة ج ۱ص ۳۴]
نو له دغه حديثه معلومه سول چي خلک به راځي دين به زده کوي داسي نه چي مسلمانان به په کورو او بازارو ګرځي و خلکو ته به دين ور زده کوي نو دغه د دوی ګرځېدل په بازارو کي د دين او اسلام سپکتيا ده او دوی وايي چي موږ د سنت پابنده يو، او يقيني خبره ده چي دغه د دوی عمل بدعت دی يعني په دين کي نوی کار دی، ځکه نبيﷺ زموږ مشر او سردار په دين کي وو د ده مبارک دغه فرمان وو و خپلو صحابۀ کرامو(رض) ته او ټول علماء
د ده وارثان دي لکه صحابه کرام(رض) او دغه طريقه زمانه پر زمانه موږ ته د مجتهدينو او مصنفينو او نورو علماوو څخه را نقل سوې ده تر دې زمانې پوري چي محمد الياس باني د جماعت تبليغي پيدا کېدی، بيا هم د دوی سره په زمانه کي هغه وخت طريقه د مبارک علیه السلام وجود لري، ليکن دوی دا دعوه کوي چي
دا زموږ طريقه د اللهﷻ او رسولﷺ ده او حال دا دی چي تاسو خو د دوی د طريقې فساد او غلطوالی په احاديثو صحيحه وو سره وپېژندی، نو معلومه سول چي د تبليغيانو د جماعت طريقه
د اللهﷻ طريقه نه ده، ځکه چي د الله تعالْیﷻ او رسولﷺ
د احاديثو څخه مخالفه سول نو اللهﷻ فرمايي:
﴿  (رح)      ﴾.[آل عمران/۸۵]
ترجمه: څوک چي طلب د يودين کوي ماسېوا له اسلام څخه نو نه ځني قبلېږي.
يو څوک چي خلک د دين څخه تنګوي او خواپټه کوي يې، نو دغه سړي ته (مُنَفِر) ويل کېږي يعني خلک د دين څخه په نفرت کي اچوي او په بل حديث د جابر(رض) چي د معاذ بن جبل(رض) د لمانځه واقعه پکښي ذکر سوې ده و دغه عمل ته د تبليغيانو په فتان ويل سوي دي چي دغه عمل څوک کوي چي خلک په نفرت کي له دين څخه اچوي دغه ډله فتنه ده. [مشکوْة ج ۱ ص ۷۹]
نو حضرت معاذ(رض) خلک و فساد ته نه دي را دعوت کړي فقط په لمانځه کي قرأت ځني اوږد سو نو نبيﷺ په نامه د فتنه انګېز ورته وويل، نو تاسو فيصله وکړئ چي راونډ ته خلک د دغه بېځايه طريقې لپاره رابولي او د دين څخه يې خوا پټه کوي، نو که چيري بل نوم و شاته د نامه د (فَتَان) ډېر خراب نوم پيدا سي نو دغه تبليغيان د هغه نامه مستحق دي، ځکه دوی په خپله کتابونه جوړ کړي دي لکه (حجة المبلغين) او نور داسي کتابونه چي په هغو کي دوی تحريف د قرآن شريف په آيتو کي کړی دی، د نمونې په توګه په حجة المبلغين، په صفحه ۹۴ کي د اول چاپ د دغه آيت مقدس تحريف يې کړی دی:
﴿            ﴾.[الزمر/۹]
دوی د دغه مقدس آيت شريف داسي ترجمه کړې ده:
د يعلمون څخه هغه علماء نه دي مراد چي دوی علم د درمختار، مسبوط او فتح القدير څخه زده کړی وي، بلکه هغه علماء ځني مراد دي چي دوی مسلمانان وي علم يې پر حقيقت د دين اسلام راوستلی وي او پر حقيقت د توحيد يې علم راوستلی وي، نو اوس دلته ډېر بارک کتل په کار دي چي علم د درمختار، مسبوط او علم د فتح القدير اسلام نه سي لکه دوی چي وايي: نو به علم
د اسلام سړی چيري پيدا کړي، نو دغه خو تبليغيانو د خپلي عقيدې په فساد خپله شاهدي ادا کړې ده.
د تبليغيانو يوه بله دعوه:
و طالبانو ته راسي ورته وايي چي زموږ سره د اللهﷻ په لاره کي ولاړ سئ، او طالبان په حجره او مدرسه کي جلالين شريف چي د قرآن کريم شرح يا بخاري شريف يا نور د دين کتابونه وايي، نو اوس دلته دوې خبري دي: يوه دا ده چي د دوی دا قول دلالت کوي پردې باندي چي د اللهﷻ لار دوی د دغه کتابو څخه ماسوا په نورو کتابو کي پيدا کړې ده، او حال دا دی چي دين په دغو کتابو کي دی بل ځای يقيني دين نسته، دوهمه خبره دا ده چي تبليغيان طالبان يا ملايان د ځانو سره بوزي، نو بيا هغه ملايان او طالبان درس او تدريس پرېږدي او ناشوق سي له علمه څخه او په حقيقت کي د دين ستني او پالونکي دغه ملايان او طالبان دي او که ملايان ناشوق سي بيا په مسجدونو او مدرسو کي تعطيل راځي او همدغه ځايونه يقيني د دين مرکزونه دي.
د تبليغيانو يوه بله دعوه:
تبليغيان د کلمې شريفي ترجمه داسي کوي، چي يقين جوړول پر هر څه کولو د اللهﷻ او يقين پر هر څه نه کولو د بنده، دغه ترجمه باطله او مردوده ده، په دليل د دې آيت مبارک:
(شَهِدَاللهُ) اي بين لخلقه باالدلائل والايات (اَنهُ لاَاِلْه) اي لا معبود بحق في الوجود (اِلاَهُوَ) و شهد بذالک (الملائکة) باالاقرار (وَاُولُوالعِلمِ) من الانبياء و المؤمنين بالاعتقاد واللفظ (قَائِماً بِالقِسطِ لاَاِلْهَ اِلاَهُوَالعَزِيز) في ملکه (الحَکِيم) في صنعه). [جلالين ج۱ ص ۴۸]
وجه د دلالت دا ده چي معنْی د (لااله الاهو) چي نسته لايق
د عبادت مګر يو اللهﷻ لايق د عبادت دی اصل مقصد دا دی چي شريک نه لري نه په ذات کي نه په صفات کي نو دغه توحيد سو، او بله خبره دا ده چي دغه ترجمه مذهب د جبريه وو دی، او
د جبريه وو په شان کي دا حديث مبارک راغلی دی:
(وعن ابن عباس(رض) قال قال رسول اللهﷺ صنفان من امتي ليس لهما في الاسلام نصيب المرجيه والقدريه). [رواه الترمذي، مشکوْة ج ۱ ص ۲۳]
او بله خبره دا ده چي کلمه شريفه خو جز د ډېرو آيتو ده په دغه باطله ترجمه کي خو د دغه ټولو آيتو تحريف راځي، او چي څوک په قرآن شريف کي تحريف وکړي، نو دغه سړي ته کتاب شديد ګمراه او مضل او فاسق ويلی دی.
د تبليغيانو د مشرانو فيصله:
مولانا جمشيد مولانا فهيم په اسلام آباد پاکستان کي د سې روزې په تقرير کي پر ۲۹ تاريخ د اپريل د مياشتي په ۲۰۰۹م کال کي داسي وويل چي اسلام د امن مذهب دی له دې وجي مسلمانانو ته د طاقت په ذريعه د خپلي عقيدې جوړولو پر ځای د اسرائيلو په شمول په پوره ټوله دنيا کي د ورورګلوۍ چاري د تبليغ کولو دي او مولانا محمد احمد وويل چي هغه خلک ناپوه دي چي دا فکر کوي د طاقت په زور شريعت نافذ کېدای سي، او د درې ورځني تبليغي جلسې د ختمېدو په ورځ يې خبري کولې امير حاجي عبدالوهاب وويل چي د اسلحې په زور شريعت نه سي نافذ کېدای که داسي وای نو الله تعالْیﷻ به د انبياوو
د ساتني او د دوی د مذهبو د چلولو لپاره ملايکي را استولي وای، او دوی وويل چي زموږ نبيﷺ هيڅکله د زور استعمال نه دی کړی بلکه په (اَمنَه) طريقه سره يې د اللهﷻ پېغام خپور کړی دی دوی د اسلام په نامه پر انتها پسندي او شدت پسندي بد وويل، او د تبليغي ډلي مشرانو د توپک په زور د شريعت چلول رد کړل او دغه بيان زموږ په ښار کي تقريباً د هر ملا څخه کتلای سئ پاکستانی اخبار دی په ټوله دنياکي تقسيم سوی دی ځکه دغه رسمي اعلان وو د تبليغيانو په مشرق اخبار کي، د اخبار سرنامه. [کوئټه اور حب سڤ شائع هونيوالا واحد قومی روزنامه]
نو دغه دعوه يا اعلان باطل دی په دليل د دغه آيت مقدس سره:
(ياايهاالنبي جاهدالکفار) اي بالسيف (والمنافقين) اي باللسان والحجة (واغلظ عليهم) ای بالانتهار والمقت (وماوهم جهنم وبئس المصير). [جلالين ج ۲ ص ۴٦٦]
نو دلته ښه ښکاره سول چي تبليغي جماعت د دغه آيت مقدس څخه منکر دی او په انکار د آيت کريمه څخه خطره د ايمان سته، نو مذهبي خلک ښه پوهېږي چي د رسول اللهﷺ غاښ مبارک شهيد سو او د قرآن شريف ډېر آيتونه د دغه شاهدي ادا کوي چي اسلام په توره راغلی دی او تر قيامته پوري و موږ ته امر دی چي موږ به جهاد کوو، نو که څوک درې ورځي تبليغ ته ولاړ سي نو هغه بيا جهاد نه کوي که وخت ډېر ورسره تېر کړي نو بيا د جهاد څخه منکر سي اللهﷻ مو دي د دغه فاسدي طريقې څخه وساتي او اللهﷻ دي استقامت د جهاد را په برخه کي آمين يا رب العلمين.
تبليغيان په خپل کتاب (حجةالمبلغين ص۴۳) کي دا خبره کوي چي په دعوت واللهﷻ ته رسولان پوهېدل او زموږ جماعت چي شيخ محمد الياس تأسيس کړی دی په دعوت واللهﷻ ته موږ پوهېږو، نو دا خبره د دوی باطله ده په دليل د دغه آيت شريف:
(سبحان ربک رب العزة) ای الغلبة (عمايصفون) ای بان له ولداً (وسلام علی المرسلين) ای مبلغين عن اللهﷻ التوحيد والشرائع (والحمدلله رب العْلمين) ای علی نصر هم وهلاک الکافرين). [جلالين ج ۲ ص ۳۷۹]
نو وجه د دلالت دا ده چي د رسولانو منصب تبليغ د ټول مکمل شريعت وو، او د محمد الياس ډله تبليغيان فقط د فضيلت د عمل بيان کوي، بلکه خبره دا ده چي د دوی دا خبره ښکاره ده په تېر بيان سره چي د دوی ترمخه هر څه امامان او مجتهدين او مصنفين او نور علماء کرام او اولياء الله تېر سوي دي هغو دعوت نه دی کړی ولي نه پوهېدل دا ډېره لويه دلاوري ده د دين پر امامانو باندي، پنا په خدایﷻ غواړم د دې خبري څخه نو معلومه سول چي د تبليغ لاره هم د کفارو يو چال مسلمانانو ته جوړ دی او د کفارو سره جنګونه کول د محمد رسول اللهﷺ څخه بيا د صحابه کرامو بيا د مجتهدينو څخه حتْی تر ننه پوري واسطه په واسطه په تواتر ثابت دی، او چي تبليغ ته يو مسلمان ولاړ سي نو بيا هغه څوک تاسو ليدلی دی چي د کفارو مقابله کوي او زموږ په دغه پاکو ښارونو کي اجتماع ګاني جوړوي، نو که دغه بدبختان زموږ مذهب او زموږ غيرت او ايمان او دلاوري زموږ څخه په فرېب او چم وړي نو د وطن علماء کرام هم ويښ دي غافله نه دي ليکن
د ضرورت په اندازه د خپل مذهبي عقيدوي جهادي وروڼو روحاني تنده ورماتوي، نو د دغه کفارو څه چالونه او دامونه چي موږ ته جوړ دی، موږ پوهېږو، زموږ د وطن مسلمانان بايد خپل تاريخ وګوري چي زموږ د تاريخ پاڼه په څه شي ليکلي ده د سلطان محمود غزنوي(رح) بيا تر احمد شاه ابدالي(رح) او تر ميرويس(رح) او بيا تر روسانو پوري زموږ وطن څه کړي دي، او څه عقيده يې درلودل دا به و تاسو ته د تاريخ د پاڼي څخه درمعلومه سي چي انګرېزان څو واره راغلي او څنګه مقاومت ورسره سوی دی،
د کندهار مشاهير په نامه کتاب وګورئ چي زموږ وطن څرنګه علماء، شيخان او مجاهدين لري. د افغانستان نوميالي په نامه کتاب وګورئ چي د خپل وطن حقيقت و پېژنئ خپل وطن د خارجي عقايدو څخه وژغورئ او بيا نژدې تاريخ د روسانو در پياد کړئ چي افغانانو د روسان سره څه وکړل، نو چي تاسو ته د انګرېزانو او روسانو چالونه معلوم دي او د خپلو نيکه ګانو غيرت او دلاوري در معلومه وي نو بيا ولي په تبليغ کي روان يې لږ خو خپل غيرت ته وګوره ستا پلار او نيکه چي تبليغ ته نه دي تللي نو (العياذبالله) هغه پر اسلام نه وه، دا ښکاره خبره ده چي زموږ نيکه ګان تر موږ مسلمانان او باغيرته وه ځکه که زموږ وطن ته دغه کفار او دغه چالونه د کفارو راغلی وای، نو بيا زموږ نيکه ګانو داسي اتفاق سره جوړوی چي نه به خوب او خوراک او ښه بستره وي توکل مو پر اللهﷻ باندي درځئ انګرېزان راغلي دي چي جنګ ورسره وکړو، او موږ لمسيان يې بايد تر نيکه ګانو ښه اتفاق او اتحاد جوړ کړو، چي موږ د دين اسلام مذهب شريعت طريقت ساتنه په غيرت وکړو، تاسو ته ولي د روسانو په وخت کي تبليغيان نه راتلل، چي اوس د کفارو په راتګ سره دوی زموږ په ښارو کي اجتماع ګاني کوي، حاصل د مقصد دا دی چي اسلام خو کفار په هيڅ رنګه نه قبلوي، نو اللهﷻ دي موږ او تاسو ته
د جهاد توفيق رانصيب کړي. داسي جهاد چي خاص د اللهﷻ رضا پکښې وي او اللهﷻ مو دي د سياسي او د تربرګلوۍ او
د رياکارۍ جنګونو څخه وساتي.
د ښځو جماعت د تبليغيانو څه حکم لري:
او تبليغيان د ښځو جماعتونه جوړوي بيا هغه کور پر کور ګرځي و ښځو ته تبليغ کوي، او حقيقت دا دی تاسو د علماوو څخه پوښتنه وکړئ زموږ د مذهب کتابونه و ښځو ته د فرضي لمانځه لپاره مسجد ته د ښځو تګ منع کړی دی نو ستا غيرت او ايمان دا څنګه قبلوي چي خپله زنانه د بل کور ته استوې او پر خپل غيرت پرده اچوې چي هغه فرضي جهاد پر مسلمانانو فرض دی هلته ولي خپله بي بي نه درسره بيايې چي هلته بيا ستا او
د ښځي غيرت معلومېږي ځکه په غزاګانو کي د صحابه کرامو(رض) سره خپلي بي بي ګاني د جنګو لپاره تللي دي، او د تبليغ لپاره نه دي تللي ځانونه پوه کړئ چي اسلام تر ننه پوري په توره راغلی دی او تر قيامته به په توره چلېږي په خبرو که اسلام غواړې نو
د علماوو څخه پوښتني کوه د علماوو سره مجلسونه او محبت کوه ځکه وارثان د نبيانو دي او د طالبانو سره محبت او وصيله رحمي شفقت کوه ځکه طالبان بيا ستا په همکاري علماء جوړېږي و طالبانو او ملايانو ته بد مه وايه قدر او عزت يې کوه.
دليل زموږ د مذهب:
(وقال العلامة ابن عابدين(رح) و اذا منع حضورالجماعة فمنعها عن حضورالوعظ والاستسقاء اولْی، و ادخله العيني في الجماعات
و ما قلناه اولْی). [منحة الخالق بهامش البحر، ج ۱ ص ۳۵۹]
(وقال شمس العلماء العلامة ابن نجيم(رح) قال المصنف في الکافي والفتوْی اليوم علی الکراهة فی الصلوْة کلها لظهورالفساد، و متْی کره حضورالمسجد للصلْوة فلان يکره حضور مجالس الوعظ خصوصاً عندهْؤُلاء الجهال الذين تحلو بحلية العلماء اولْی). [ذکره فخرالاسلام اه، البحر الرائق ج ص ۳۵۸]
(وقال العلامة عالم بن العلاء(رح) و الفتوْی اليوم علی الکراهة في کل الصلْوة لظهور الفساد و متْی کره حضورالمسجد للصلْوة لان يکره حضور مجالس الوعظ خصوصاً عندهْؤُلاءِ الجهال الذين تحلو بحلية العلماء اولْی). [الفتاوْی التتارخانية ج ۱ ص ٦۲۸]
که نور زيات تفصيل غواړئ نو (الکفايه مع فتح القدير ج ۱ ص ۳۱۸) وګورئ او د مفتي رشيد احمد رساله (اکرام مسلمات) وګورئ نو به ښه درته ښکاره سي چي د ښځو لپاره د کوره وتل او په نور کورو کي تبليغ کول څه حکم لري نو محترمو وروڼو د مذهب
د علماوو د ټولو اتفاق دی چي د ښځو لپاره تبليغ ناجائز دی.
او شيخ الحديث مولانا عبدالستار صاحب په ملتقط صفحه ۲۳ کي داسي ليکلي دي:
(تنبيه علْی خطاء حکم اهل التبليغ بان صلْوةً واحدة ً في وقت الخروج الی التبليغ وايضاً اداء صلْوة واحدةً في روانِدتبليغ مقدارتسع
و اربعين کرور(۴۹۰۰۰۰۰۰۰) وهذالحکم يستخرجونه من ضم حديثين والضرب بين العددين للثوابين الذين ذکرا فيهما فانا اذکرالحديثين ثم اجيب عن استدلالهم بهما . الحديث الاول مذکورفي ابن ماجه ص: ۲۰۳عن علي بن ابي طالب و ابي الدرداء وابي هريرة وابي امامة الباهلي و عبدالله بن عمر وجابربن عبدالله وعمران بن حصين(رض) کلهم يحدث عن رسول الله ﷺ انه قال من ارسل بنفقةٍ في سبيل الله واقام في بيته فله بکل درهم سبع مائة درهم ومن غزا بنفسه فی سبيل الله وانفق في وجه ذْلک فله بکل درهم سبع مائة الف درهم). [ابن ماجه باب فضل النفقة فی سبيل الله ص : ۲۰۳]
ترجمه:- د تبليغيانو د حکم پرخطاباندي تنبيه: تبليغيان وايي چي کله سړی په تبليغ ولاړسي د هغه يولمونځ او دارنګه په راونډ کي يولمونځ په نه څلويښت کروړه دی دغه حکم دوی
د دووحديثونوله ضمېدو څخه کوي (يعني دوی دوه حديثنونه سره يوځای کوي) اوپه هغودووحديثونوکي چي کوم ثواب ذکردی په هغو کې ضربوي يعني ديوه عددپه هغه بل کي ضربوي هغه دوه حديثونه يو په ابن ماجه کي له علي بن ابي طالب ، ابي درداء، ابي هريره، ابي امامة الباهلي، عبدالله بن عمر، جابربن عبدالله اوعمران بن حصين(رض) څخه روايت دی چي رسول اللهﷺ وويل چي کوم څوک دالله تعالْیﷻ په لارکي نفقه ولېږي او دی په خپل کورکي کښېني نود ده لپاره د هردرهم په عوض اووه سوه درهمه دي اوکوم څوک چي دالله تعالْیﷻ په لارکي غزاوکړي اوپه دې لارکې نفقه ورکړي نو د ده لپاره د هر درهم په عوض اووه سوه زره (يعنی اووه لکه ) درهمه دي. [ابن ماجه باب فضل النفقة فی سبيل الله ص: ۲۰۳]
(والحديث الثاني مذکورفي ابي داؤد في باب تضعيف الذکرفي سبيل الله عزوجل عن زبان بن فائدعن سهل بن معاذعن ابيه قال قال رسول اللهﷺ ان صلْوة والصيام والذکريضاعف علی النفقة في سبيل الله عزوجل بسبعمائة ضعف). [ابوداؤدص۳۳۸مطبع سعيد]
(فاهل التبليغ ضربوا العددالمذکور في الحديث الاول في العددالمذکور في الحديث الثانی هکذا ۷۰۰۰۰۰� ۷۰۰، حصل ۴۹۰۰۰۰۰۰۰).
ترجمه: دوهم حديث په ابوداؤدباب تضعيف الذکرفي سبيل الله عز وجل کي له زبان بن فائداوسهل بن معاذ اود هغه له پلارڅخه روايت دی چي رسول اللهﷺ وويل چي دالله تعالْیﷻ په لارکي د لمانځه، روژې، ذکر او ثواب د نفقې (کومه چي دالله تعالْیﷻ په لارکي وي) په اووه سوه (۷۰۰)چنده دی نو تبليغيانودغه عددکوم چي په اول حديث کي دوی ضرب کړی دی په هغه عددکي کوم چي په دوهم حديث کې ذکر دی هغه ضرب يې داسي کړی چي: (۷۰۰۰۰۰) اووه لکه يې په (۷۰۰) سوه کي ضرب کړي دي نوحاصل يې (۴۹۰۰۰۰۰۰۰) نهه څلوېښت کروړه کېږي.
(والجواب الاول عن استدلالهم ان حديث ابي داؤد ضعيف قال خليل احمد(رح) فی بذل المجهود شرح ابي داؤدوالحديث ضعيف لان في سنده زبان بن فائد وسهل بن معاذ اه ). [بذل المجهودص : ۲۰۱ج : ۳ ]
ترجمه: د دوی له استدلال څخه د اول جواب خلاصه داده چي مولاناخليل احمد(رح) په بذل المجهود شرح ابوداؤد کي ويلي دي چي د ابوداؤد حديث ضعيف دی، ځکه چي په سندکي يې زبان بن فائداوسهل بن معاذراغلي دي .
(والجواب الثاني ان هْذين الحديثين قد وردا في فضيلة الجهاد وللجهاد فضائل وخصائص ليست لغيره من الاعمال الصالحة فکيف يقاس غيره عليه کما قاس اهل التبليغ تبليغهم عليه کما ان نفقة غيرالصحابة(رض) مثل جبل اُحُد لاتساوی نفقة الصحابة(رض) قدرمُدٍکماهومصرح فی الحديث) .
ترجمه: دوهم جواب دادی چي دغه دواړه حديثونه د جهاد په فضيلت کي راغلي دي اود جهاد لپاره داسي فضائل او خصائص سته چي د نورواعمال صالحه لپاره نه وي نوڅرنګه به بل شی پرقياس سي لکه څرنګه چي تبليغيانوداسي قياس کړی دی لکه څرنګه چي په حديث شريف کي راغلي دي: چي له صحابه(رض) پرته د بل چانفقه که څه هم د اُحُدد غره برابره وي د صحابه(رض) دنفقې له يوه مُد( ۶۸تولې ۳ماشې) سره نه ده برابره .
(والجواب الثالث علی التنزل نقول ان سبيل الله المذکورفي الحديثين عام يشمل الحج والخروج في طلب العلم والجهاد و زيارة المدينة المنورة و زيارة الصلحاء و زيارة الابوين واعطاء ذی القربْی واليتامْی والارامل والمساکين و ابن السبيل وغيرذْلک من الاعمال الصالحة فما لهْؤُلاءِ الاغمارخصوا و حصروا سبيل الله العام فی التبليغ وغرهم في صنيعهم هذاما کانوايفترون وقد او قعوا العوام الهمج الارزال في الخديعة فيظنون ان انفاق الدرهم فی سبيل التبليغ يبلغ کذا وکذا درهما فيترکون الاولادالصغار والازواج هملا بلازاد ونفقة ويقولون نحن متوکلون علی الله تعالْی فيتکفف الناس اولادهم وزراريهم وازواجهم وهذا کما قالت اهل اليمن حين يحجون نحن متوکلون ولم يتزودوا فاذاوصلوا الی مکة سأ لواالناس فردالله تعالْی عليهم کماهو مذکور في القرآن العظيم).
ترجمه: درېيم جواب تنزلي دی يعني موږ وايوچي د الله تعالْیﷻ لاره عامه ده حج، علم، جهاد، زيارت د مدينې منورې، زيارت د صالحانو، زيارت د موراو پلار، قريبانو ته ورکړه، يتيمانو، ارامل، مسکينانو، مسافرو او نورو اعمالو صالحه ووته، نوڅه وجه ده د دغو خلکو د سترګو د پټېدو چي دوی د الله تعالْیﷻ لار يوازي په تبليغ پوري خاصه کړې ده او په خپل کارخطاوتلي دي دغه دوی له ځانه جوړه کړې ده اوعوام يې په دوکه کي اچولي دي دوی ګُمان کوي چي اِنفاق د يوه درهم د تبليغ په لارکي دومره، دومره درهمو ته رسېږي نوخپل کوچني اولادونه اوخپلي ښځي بېله خرچې اونفقې پرېږدي او بياوايي چي موږ پرالله تعالْیﷻ باندي توکل کړی دی نو د اولادو او ښځولپاره له نوروخلکوڅخه کفاف غواړي دارنګه به اهل يمن هم ويل کله چي به حج ته تلل نو ويل به يې چي زموږتوکل پرالله تعالْْیﷻ باندي دی له ځانه سره به يې شی نه اخيستی خوکله چي به مکې مکرمې ته ورسېدل نوبيابه يې له خلکوڅخه سوال کاوه نوالله تعالْیﷻ پردوی باندي رَد وکړ لکه څرنګه چي په قرآن عظيم کي راغلي دي.او په ملتقط صفحه ۲۴ کي داسي ليکلي دي:
(اعلم ان التبليغ لايجوز لکل احد سواء کان عالما اوجاهلا بل يجوز للعالم فقط قال فی الهندية الامربالمعروف يحتاج الْی خمسة اشياء اولها العلم لان الجاهل لايحسن الامربالمعروف والثاني ان يقصد وجه الله تعالْی و اعلاء کلمته العلياء والثالث الشفقة علی المامور فيأمره باللين والشفقة والرابع ان يکون صبورا حليما والخامس ان يکون عاملا بمايأمره کيلا يدخل تحت قوله تعالْی [ لِمَ تقولون ما لا تفعلون] ولا يجوزللرجل من العوام ان يأمر بالمعروف للقاضي والمفتي والعالم الذي اشتهرلانه رُبَما کان به ضرره في ذْلک والعامي لايفهم ذْلک کذافي الغرائب اه). [هندية ص: ۳۵۳ج: ۵ مکتبه ماجدية پاکستان].
(وايضاً قال فی المدارک و مِن للتبعيض لان الامربالمعروف والنهي عن المنکرمن فروض الکفاية ولانه لايصلح له الامن علم بالمعروف والمنکر وعلم کيف يرتب الامرفي اقامته فانه يبدأ بالسهل فان لم ينفع ترقی الی الصعب اه). [مدارک علْی هامش الخازن ص: ۳۶۸ج : ۱ مطبع بيروت ]
(وايضا قال فی الجلالين و مِن للتبعيض لان ما ذکر (ای الامر بالمعروف والنهي عن المنکر) فرض کفاية لايلزم کل الامة ولايليق بکل احد کالجاهل اه). [جلالين ص : ۵۷ج : ۱ مطبع اصح المطابع کتب خانه رشيديه دهلي]
ترجمه: پوه سه! چي تبليغ د هرچا لپاره که هغه عالم وي ياجاهل نه دی روابلکه يوازي د عالم لپاره روا دی په هنديه کي دي چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر پنځوشيانوته ضرورت لري اول له هغو څخه علم دی، ځکه چي جاهل په امر بالمعروف نه پوهېږي دوهم داچي قصدبه يې د الله تعالْیﷻ رضا او د کلمته العليا لوړوالی وي درېيم داچي پر مامورباندي به شفقت کوي په نرمي اوشفقت سره به امر ورته کوي څلورم دا چي صبرکوونکی اوحليم (د زغم خاوند) به وي پنځم داچي په کوم شی چي امرکوي د هغه به پخپله کوونکی وي د دې لپاره چي تردې قول د الله تعالْیﷻ ( لِمَ تقولون مالا تفعلون) لاندي نه سي .
او د عوامو لپاره نه ده رواچي قاضي، مفتي او هغه عالم ته چي مشهور وي د امر بالمعروف امر وکړي، ځکه چي ډېر وخت داسي وي چي په دې ضرر د هغه شي هر عام سړی نه پوهېږي دارنګه په غرائب کي دي. او دارنګه په مدارک کي دي چي (مِن ) د تبعيض لپاره دی، ځکه چي امربالمعرو ف او نهي عن المنکر له فرض کفايي څخه دي او له علم پرته څوک د امربالمعروف والمنکر صلاحيت نه لري اوعلم به پرکيفيت د اقامت د آمر لري، ځکه چي شروع به په آساني سره کوي که يې چيري نفع نه ورکوله نوبيابه سختي کوي.
دا رنګه په جلالين شريف کې دي چي (مِن) د تبعيض لپاره دی، ځکه چي هغه ذکرسوی (امربالمعروف والنهي عن المنکر) فرض کفايي دی پرټول امت باندي، نه دی فرض اونه لايق دی هرجاهل ته.
نو حاصل د مقصد دا راوزي چي د پلار او نيکه پر مسلک هغه ښه مذهب او ښه تقوْی او ادب او عاجزي خاکساري لاره چي ټينګه کړئ دا ستاسو لپاره نېک بختي ده، پرېږدئ نوي نقلونه وهابيان، سلفيان، پنجپيريان، اهل حديث، بريلويان، تبليغيان او نور له مذهبه خارج خلک.
طاهر پنجپيري څه وکړل:
مولانا محمد طاهر پنجپيری چي پېښور ته راغلی د عربو څخه نو د ده عقيده د عبدالوهاب النجدي وه خو په هغه وخت کي په پېښور کي ښه ښه درانه علماء د مذهب موجود وه پر مذهب باندي قرباني ته تيار وه چي طاهر ترجمه د قرآن مجيد د پنجپير په کلي کي شروع کړه و مذهبي علماوو ته هغه د ده خباثت راورسېد نو علماوو کرامو حال ورکړی حکومت لره چي طاهر حاضر که هغه وخت سنه ۱۹٦۰ع وه چي حکومت مناظره ور جوړه کړل خو طاهر وتښتېدی په تېښته بريالی سو علماء د مذهب خو ډېر وه
د پنجپيري مرداري يې ورکه کړل خو پنجپيري چي د ځان او ملګرو سره صلاح او مشهوره وکړل دغه غريبه طبقه چي بېچاره ګان عوام وه صرف او صرف فضائل يې بيانول ځکه دستور او منشور د تبليغي جماعت هم دا وو چي احکام به نه بيانوي نو يې دغه طبقه د مولانا الياس(رح) ورکه کړل چي اوس ګورې درې ورځي په تبليغ کي ولاړسي چي راسي د علماوو سره عداوت او دښمني اختيار کړي ځکه پر تراويح باندي چي خيرات د ۲۷ په شپه کېږي علماء ورته وايي خيرات وکړئ تبليغيان ورته وايي دا بدعت دی او د اختر په ورځ روغبړ په مسجد کي بدعت دی او
د پيرانو سره يو تبليغي هم ملاقات نه کوي، او په جهاد کي هم برخه نه اخلي او که څوک تبليغ ته نه ورسره ځي دی ورته وايي خدای تعالْیﷻ نه يې قبول کړی دا څومره د اسلام غټه طائفه او لښکر دی او الله تعالْیﷻ په داسي بلا اخته کړل نو به دعا کوو چي يا الله خير و ټوله اسلام ته پېښ کړې آمين يا رب العلمين. نو چي داسي غټه بې بختي موږ ته راغلل نو به موږ د وهابيانو څخه څه ګيله کوو خو خپل مو هم د بل لاري اختيار کړې نو به وهابيان زموږ پير او مريد او صوفي او شيخ څنګه وپېژني د خدای په لحاظ په څلورو مذهبو او څلورو طريقو کي زموږ پيشينه علماء کرامو څومره خدمتونه کړي دي چي اوس هغه کتابو مسلسل وکتل سي تر قيامته به مطالعه نه سي څنګه به بيا دغه خدمتونه موږ هېر کړو چي يو سړی راسي خپل لمونځ يې نه وي زده وايي ته په خپله امام صاحب ځان جوړ که او پير صاحب څوک دی (العياذبالله) نو چي کوم وخت کفار مسلط سي پر يو ملک اسلامي باندي نو په دغه وخت کي د جهاد لپاره تعليم پر خلکو لازمي سي او ذکر او استغفار شروع سي اسلام ډېر اړخونه لري خو په دغه وخت کي کفار حمله وکي پر عقائدو باندي دا هم يو اړخ د اسلام دی.
ځکه اسلامي طريقه په مسلمانانو کي ورکه کړي کفار خپل مقصد ته ورسېږي هغه داسي چي د کفارو مجادله نه کوي د حفظ لپاره د ناظرې لپاره مدرسه جوړه کړي چي څنګه يې قرآن مجيد په ياد کړ بيا حافظ صاحب ته خلک عالم وايي د ده عقيده هم معتبره ده ځکه ټول قرآن مجيد يې په زړه کي دی دا خو ډېر ښه دلايل لري چي پر ډوډۍ دعا نسته د سنتو وروسته دعا نسته حافظ صاحب تا چي دغه شيان منځ ته راوړل نو مذهب ته ولي مخ نه کوې؟ خو ته هم د قرآن مجيد حافظ يې او امام صاحب(رح) هم حافظ وو هغه خو همېشه په يو رکعت نفل لمانځه کي د قرآن مجيد ختم کاوی تا څو واره په خپل ژوند کي په يوه رکعت کي ختم کړی دی؟ لږ حياء وکړه په مسلمانانو کي توفير او نفرت مه اچوه دلته د کفارو مجادله شروع سي تبليغي جماعت والا ورته راسي وايي راځه درې ورځي د خدای تعالْی په لار کي ولګوه يعني ستا عقل هم داسي وايي حافظان د قرآن مجيد يا تبليغيان حضرات دواړه زموږ وروڼه دي ليکن اسلامي قانون خپلي مادې او شرائط لري الله تعالْیﷻ مو دي د اسلام په قانون سره زموږ زړونه را روښانه کړي په تېرو وختو کي چي موږ کوچنيان وو کله به چي يو عالم ته د مسئلې لپاره خلک ورتلل نو به له سهاره تر ماځيګره لاس پر نامه خلک و عالم ته په نوبت ولاړ وه څومره احترام او عزت بې کاوی په ډېره عاجزي سره بې و دغه عالم ته مسئله ور وړاندي کړه هغه به مسئله ورحل کړه اوس په تلفون کي د هلو په نامه سره د عالم څخه پوښتنه کوي بيا مسئله پر هغه ځای په هغه تلفون کي ورته حل کړي هغه احترام
د عوامو او د علماوو له منځه ووتی نو ځکه دغه فتنې راغلي موږ د علماوو بې قدري وکړل دين مو داسي خوار کړ چي په کوڅه او په لار کي سره ناست يو د امام ابوحنيفه(رح) او عبدالوهاب النجدي خبري زموږ تجارت وګرځېدې د خدای تعالْیﷻ په لحاظ د امام ابوحنيفه(رح) کتابونه د بازارو څخه واخلئ د شپې او ورځي يې مطالعه کوئ بيا د ګمراهۍ مخه نيول کېږي د ښو خلکو ښو علماوو سپين ږيرو استاذانو سره چي وخت پيدا کړئ ملاقاتونه کوئ چي اثر پکښې دی ځانته يوازي نسبت مه کوئ چي زه يم دغه زموږ مذهب د امام ابوحنيفه(رح) ۱۳۵۰ کاله تر مخ جوړ سوی دی هيڅ نور جوړېدل نه غواړي خو موږ او تاسو په خپله ګوتي پکښي اچولي دي يو يې دوري کشوي بل يې دوري کشوي نو آخر مذهب له منځه ځي يوه طرفته عقيدې ولاړې بل طرفته محبت د دنيا راغلی، نو تاسو د وهابيانو حقيقت وپېژنئ چي رسول علیه السلام فرمايي:
(اللهم بارک في شامنا وفي يمننا قالوا يا رسول الله و في نجدنا وقال في الثالثة هناک الزلازل و الفتن وبها قرن الشيطان).
يا الله تعالْیﷻ ته برکت واچوې زموږ په شام او يمن کي خلکو وويل چي په نجد کي هم يعني د برکت دعا و نجد ته هم وکه، او علیه السلام دغه دعا بيا وکړل مکرره سول نجد يې نه کړی ياد او درېيم وار يې وويل چي په نجد کي زلزلې او فتنې دي او په نجد کي د شيطان ښکر راپورته کېږي.
اوس تاسو په خپله فيصله وکړئ چي د شيطان په ښکر کي
و محمد بن عبدالوهاب ته اشاره ده او که ترده بل شيطان په نجد کي سته کنه، او دغه فتنې چي اوس په موجوده وخت کي تاسو ورته ګورئ دغه فتنې د نجد دي او که نه نو د علیه السلام خبره خو دغه ده چي بن عبدالوهاب خو په خپله د نجد دی نجد مثلاً پاسنی، لوړي مځکي ته عرب نجد وايي يعني محمد بن عبدالوهاب النجدي يعني د نجد د وطن دی (سبحان الله) چي علیه السلام دعا نه کوي و يو پوره وطن ته چي دلته به فتنې راپورته کېږي او موږ په دغه فتنو اوس خيال کوو چي پير مريد مذهب اهل سنت والجماعت دا څه شي دي. حاصل د مقصد دادی چي طاهر پنجپيری تر عبدالوهاب النجدي زموږ د خلکو لپاره ډېر په ضرر دی.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery